Jan 11, 2023 13:21 Asia/Kabul
  •  دایران سیل ۱۲۶

د ایران سیل نومې لړۍ مینه والو السلام علیکم. ګرانو دوستانو نن د ایران د مرکزي ولایت د سفر په دوام کښې د ساوه ښار کتنې ته ځو

«سور جومات» د ساوه شښار یو د لیدو وړ ځاې او تاریخي سیاحتي مرکز دی چې د شاه اسماعیل صفوي په وختو کښې جوړ شوی دی او څو سوه کاله پخوانی دی. نو ښه به وي چې د دغه جومات کتنې ته ورشو. د «سور جومات» په جوړولو کښې د سور رنګ ټایلونه، کتیبې او سنګار کارول شوی دی او به هم دې وجه په سور جومات مشهور دی. په سور جومات کښې مرکزي دروازه، انګړ، برنډه، ګنبدخانه، شبستان، هال، مناره، دوه مدرسې او یو نوی جوړ کړی شوی جومات شامل دي. د سره جومات یوه ډیره ښایسته برخه د ډیرو ښایسته نقاشیو او ګچ کاریو په کتیبو سره د هغه محراب دی. د سور جومات د خښتو مناره هم ډیره د لیدو وړ ده. هم داشان یې ګنبدخانه هم ډیره ښایسته ده او په ښکلو کتیبو او ظریفو تزئیناتو سره انسان د رنګ او هنر یو خیالي جنت ته بیايي.

*/*/*/*/

د ساوه ښار له نورو ارزښتناکو آثارو څخه د ښار په ختیځ کښې د «امامزاده سید اسحاق» مزار دی. په دغه مزار کښې د پیغمبر اکرم(ص) له لمسیانو څخه د امامزاده سلطان سید اسحاق قبر دی. د مزار ودانۍ بُرج ډوله ده او سټایل یې اول په اوومه پیړۍ کښې د سلجوقیانو د زمانې د ودانیو په شان و چې په صفویه پړاؤ کښې یې په ګنبد کښې یولړ بدلونونه رامینځته شول. د مزار ور ۶ میټره او لوړوالی یې ۱۲ میټره دی. د دغې ودانۍ اهمیت په مقبرې باندې د لګیدلو خښتو او فیروزه ایزو ټایلونو په وجه دی چې ډیر عالي خطوط لري. په یو ټایل باندې ۶۷۶ هجري تاریخ هم لیدل کیږي.

دغه ودانۍ په کاشیو او د رنګینو نقشونو په ګچکاریو سنبال محراب لري. د امامزاره د مزار په مینځ کښې یوه لرګینه ضریح ده او په مینځ کښې یې قبر دی چې ډیر تاریخي ارزښت لري.

*/*/*/

ګرانو مینه والو د ایران په مرکزي ولایت کښې ګڼې تاریخي قلعې موجودې دي. د ایران د معمارۍ یو ډیر حیرانونکی اثر چې په ساساني پړاؤ پورې اړونده دی او د غره په ترټولو لوړې برخې جوړ شوی دی، (قیز قلعه یا قلعه دختر) ده. د ساوې د قلعه دختر د لیدو لپاره باید له ښاره ۲۳ کیلومیټره لاره ووهو.

دا باور کول لږ ګران دي چې د ساسانیانو له دورانه پاتې د غر په سر باندې داسې ستره قلا موجوده وي. په دغې قلا کښې داسې عجیبه امنیتي او دفاعي تدابیر په نظر کښې نیول شوې دي چې انسان ستاینې ته مجبوروي.

له قیز قلا څخه د ساوې ټوله دښته څارل کیدې شي. قلا له کاڼو او چونې جوړه ده او ورته ختل ډیر ګران دي او یوازې د هغو زینو له لارې ورننوتې شي چې په جنوبي ګوټ کښې جوړې شوې دي. ټول دیوالونه یې د غره په څنډه جوړ دي او له هرې برخې یې چې د تیریدو امکان و هغه تر سره پورې په ډبرو او چونې بنده شوې ده داشان چې له درې واړو شمالي، ختیځو او لویدیځو برخو څخه قلا ته د ننوتو امکان بیخي نشته. د قلا لاره د څو پټو پوړیو څخه ده چې په ډیر مهارت سره پټې کړې شوې دي.

د قلا څلورو لورو ته د څارنې برجونه دي او د قلا د ور لوري ته د شمال په لور د محراب لرونکې عبادتګاه ده چې احتمالاً د اوبو د خدای آناهیتا د عبادت لپاره وه. قلا د دفاعي برخې او ماڼۍ له دوو اصلي برخو جوړه ده چې په مجموعي توګه کابو ۳ زره میټره پراختیا لري. د اصلي ماڼۍ په اطرافو کښې د اوبو د زیرمه کولو ګڼې کندې جوړې شوې دي او په قلا کښې مات شوي کولالي پایپونه موندل شوې دي چې د اوبو رسونې او د فاضله اوبو د شبکې نښه ده. قیز قلا په ۱۳۸۲ لمریز کال کښې د تاریخي ودانۍ په توګه د ایران د ملي آثارو په لیسټ کښې ثبت شوې ده.  */*/*/*/*/

ګرانو ملګرو آوه ښار د ساوه یو د لیدو ځاې او د دغې ولسوالۍ د مرکزي برخې یو مهم ښار دی چې د لیدو وړ ډیر آثار لري. د آوه تاریخي غونډۍ د ساوه یو ډیر د لیدو وړ ځاې بللی شو. ډیر خلک دغه تاریخي غونډۍ د آوه تر ځمکې لاندې ښار په توګه هم پیژني. ښه به وي چې تر ځمکې لاندې دغه تاریخي ښار لیدو ته هم ورشو.

دغه ښار ته د رسیدو لپاره باید له ساوه ښار څخه د سلفچګان په لویه لاره روان شو او له ۲۵ کیلومیټره مزل وروسته آوه ښار ته رسیږو. دا تصور چې په تاو راتاو تونلونو کښې وګرځو چې یو وخت د ځمکې دننه یو ښار و، انسان د هیجاني تاریخي فلمونو دنیا ته بیايي. دغه ښار د اردشیر بابکان ښار ګڼل کیږي یعنې لرغونوالی یې کابو یونیم زر کاله دی. دغه ښار او د ۲۲۰ هیکټارو په پراختیا یې خواوشا، یو ډیر مهم تاریخي ښار و چې د مغولو په دوران کښې له خلکو خالي شوی او تر ځمکې لاندې دفن شوی دی. کوم کولالي شیان چې لرغون پیژاندو په دغې سیمې کښې پیدا کړې دي، د اوسپنې له زمانې واخلې تر مینځ مهاله اسلامي پړاؤ پورې مختلفو دورانونو پورې اړونده دي.

*/*/*/*/*/*/*/

پر ارزښتناکو تاریخي آثارو سربیره، سره له دې چې ساوه ولسوالي د موسم له نظره وچه او نیمه بیدیايي سیمه ګڼله کیږي، خو له طبیعي جاذبو خالي نه ده. په دغه وچ طبیعت کښې د آبشارونو، چینو، سیندونو، غارونو او طبیعي یخچالونو په شمول د طبیعي جلوو او ټورسټي جاذبو شتون د ټولو د حیرانتیا سبب کیږي.

د مثال په توګه د (آقداش غار) نوم اخیستی شو چې د ساوه ښار په آقداش غرونو کښې موجود دی. په دغه غار کښې د ښکار په زمانه کښې د انسان د استوګنې ښودونکې نقاشۍ لیدې شو. آقداش ښار د هم دغو نقاشیو په ذریعه د ساوه ښار ترټولو مهم لرغونی او تاریخي ځاې ګڼل کیږي.

د ساوه مصنوعي ډنډ یا جهیل هم په ۳۳ زره مربع میټره سطحې سره د ۶۰ زره مربع میټرو اوبو لپاره ځاې لري. دغه ډنډ په ښار کښې دننه په تختي واټ پروت دی او د ساعت تیري او استراحت لپاره ډیر ښه ځاې دی.

د ډنډ په خوا کښې د اوبو پارک او میله ده او خواوشا یې ښایسته مصنوعي شنه فضا جوړه کړې شوې ده. د دغه ډنډ تفریحي او رفاهي امکانات داسې دي چې د هر عمر او د کورنۍ د ټولو کسانو لپاره مناسب او د استفادې وړ دي.

د پروګرام په پاې کښې باید وایو چې د ساوه ولسوالۍ خلک په فارسي ژبې او په ځايي لحج خبرې کوي او د دغې ولسوالۍ سوغات انار، وچ اینځر، خټکي او پسته، د انارو رُب، د انګورو شیره، شنه کشمش یا اوسکې او باسلوق دي. البته انار د دغې ولسوالۍ یو صادراتي محصول دی او په مشهورو لاسي صنایعو کښې یې قالینونه، ګلیمونه او جاجیمونه یا درۍ او هم داشان لرګین آثار شامل دي.   

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه