Jan 25, 2023 15:00 Asia/Kabul
  • د ایران سیل ۱۲۹

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایران سیل له ننني (۱۲۹) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو  البرز  او د دې ولایت مرکز کرج ښار ته د سفر او آشنايۍ په دوام سره، په ننۍ برنامه کې مو مناسبه وګڼله، چې د دې ولایت له طبیعي ښکلاوو سره آشنا شو. تاسو ته بلنه درکوو چې له موږ سره و اوسئ.

د مرکزي البرز لوړې سیمې او غرونه په ځانګړې ډول د چالوس او هراز سړک تر منځ پوله د ایران مهم طبیعي سیمې دي، چې طبیعي جاذبې، ښه هوا، له اوبو ډک او تل بهیدونکي سیندونه لري. دغه سيمه د کال په ټولو موسمونو کې زيات شمېر ايراني او بهرني سيلانيان او د طبيعت او بېلابېلو سپورتونو مينه وال راځي.

د دیزین سپورټي او د هوساینې چاپېریال د مرکزي البرز یو هغه امکانات دي او له لیندۍ او تر غويي میاشتې پورې د اسکي او ژمي لوبو لپاره چمتو دي، د دې ترڅنګ د خور په کلي کې د اسکي لفټ سره د اسکي سلپ هم شته او هر کال د ژمي په موسم کې هغه خلک راجلبوي چې له اسکي او غره ختلو سره علاقه لري او کولای شي د وري میاشتې تر پایه له دغه غره څخه ګټه واخلي. د امیرکبیر جهيل بند هم په ټول کال کې د سیلانیانو کوربه دی، او د کندانو تونل هم چې د کرج-چالوس محور تر ټولو مشهور او اوږد تونل دی چې د البرز ولایت یو له زړه راښکونکو ځایونو څخه دی.

د کرج د شاوخوا کلي هم د البرز ولایت د تفریحي جاذبو څخه ګڼل کېږي او په دې وروستیو کې ګرځندوی ته د ډېرې لېوالتیا له امله، د پام وړ ګرځېدلی دی. مناسبه ده چې له ځینو دې کلیو او د ګرځندوی له جاذبو سره آشنا شو.

د آتشګاه کلی، د ایران له غرنیزو او ښکلو کلیو څخه دی چې په ښکلي طبیعت او غوره جاذبو سره د کرج او د البرز ولایت د ګرځندوی له جاذبو څخه ګڼل کېږي.

د کرج آتشگاه کلی

د آتشګاه کلی د کرج ښار د شمال لوېدیځ په ۲۰ کیلو مترۍ کې موقعیت لري. جالبه ده پوه شئ د آتشګاه لاره چالوس لارې ته رسېږي چې د کال په ټولو وختونو کې ځانګړې ښکلا لري. د دې کلي مخینه د ساساني او اشکاني دورو ته رسېږي، چې په هغه وخت کې د زرتشتیانو د اوسېدو ځای وو. آتشګاه د غره ختلو، پلي تګ او د طبیعت له کلیوالي سیمو څخه د ګټې اخیستنې لپاره مناسب ځای دی. د کندر کلی هم د کرج د شاوخوا له ښکلو سیمو څخه دی، چې د ښېرازه سیمو، طبیعي ګلونو، چینو، آبشارونو او د ځانګړې هوا په درلودو په ځانګړې توګه د پسرلي په موسم کې ګرځندویان ځان خواته رابلي. دا کلی پخوا د «کهنه در» او «کهن دور» په نوم پېژندل کېده،چې د یو ورځني سفر لپاره ښه ځای ګڼل کېږي. د کندر د کلي لرغونتوب د صفویه او قاجار وختونو ته رسېږي او د هغه طبیعي او تاریخي ښکلاوې، دې سیمې ته ډېری ګرځندویان رابلي. د کندر کلی د کرج ښار له مرکز سره ۱۸ کیلو متره واټن لري. د سنتي معمارۍ په سبک سره د خښتو او خټین کورونه او سنتي  هستوګنځي، د کندر د لاله دښته، د کندر آبشار ، د بلال محل چینه، د څلوېښت بي بي یا څلوېښت دختر سیمه، امام زاده عبدالله (د ایران ملي آثار) ، د کندر بند، د کلي لوړې سیمې، او د کلي تاریخي هدیره، هغه ښکلي ځایونه دي چې د کندر کلي ته د سیلانیانو سفر ښکلی کوي.

د کرج د کندر کلي ښکلی طبیعت

د ګچسر کلی، د کرج ښار د ګرځندوی له ښکلو برخو څخه برخمن دی. دا کلی له کرج سره ۸ کیلو متره واټن لري او د سیند له سطحې ۲۲۳۰ مترو په لوړوالي سره  په ژمي کې سړه هوا او په اوړي کې معتدله هوا لري. د ګچسر کلی ډېره لرغونتیا لري او د پرځای پاتي تاریخي آثارو ته  په کتو، د دې کلې لرغونتیا د صفویه دورې ته نسبت ورکړل شوی دی.  

د ګچسر د کلي اوسېدونکي ډېری په کرنې، بڼوالۍ، په سنتي ډول د څارویو په ساتلو، په چوپړتیايي او د لاسي صنایعو په تولید بوخت دي. او د دوی له محصولاتو کولای شو، غنم، اوربشې، د ډول ډول میوو لکه، چهار مغز، مڼو، آلبالو او ګیلاسو کرنیز او بڼوالي محصولات او څارویو بېلابېل محصولات لکه مستې، شېدې، پنیر او قورت د یادونې وړ دي. د ګچسر کلی په یوې غرنیزې سیمې کې دی چې د هستوګنې متمرکز شرایط لري. د دې کلي د اوسېدونکو کورونه په يوه نرمه غونډۍ کې څنګ په څنګ جوړ شوي دي او د کلي زياتره کوڅې تنګې، بادي او کوتل لري چې يو له بل سره د پلې په وسيله تړلي دي.

د کرج گچسر کلی

د وله چینه، د لاله ها بڼ، د دیزین پیست اسکي، د ګچسر سیمې په کهنه ده کلي کې یخ مراد سمڅه او د ګچسر سیند د دې کلي له ښکلي ځایونو څخه دي. د ګچسر ډبرین پل( د وسپنې لاره) هم د ایلخانې دورې په لرغونتیا سره د ګچسر په دوه کیلو مترۍ کې د کندوان تونل په لور موقعیت لري. د پرځای پاتې آثارو ته په کتو له دې ډبرین پل څخه کولای شو د هغه د جوړوونکو د کلنګ او دیلم آثار د ډبرو په ځینو برخو کې ووینو. ویل کېږي چې دا لاره د وسپنې په توکو لکه د دیلم او کلنګ په وسیله رامنځته شوې ده او له دې امله، د وسپنې لارې نوم پرې اېښودل شوی دی. د ګچسر کلي پخوانۍ ماڼۍ، د ګچ جوړونې اورځایونه د ګچسر سویل په درې کیلو مترۍ کې  د قاجار دورې په لرغونتیا او د ولایت کلي حسینیه د دیزین په دوه کیلو مترۍ کې د دې ښکلي کلي نورې تاریخي ښکلاوې دي چې د پسرلي په موسم کې د لیدلو وړ دي.

د ګچسر لاله بڼ د ایران د ګلونو یو ترټولو ښکلی بڼ دی چې په لومړي سر کې تاسو د هالنډ د ریدي ګلونو د انځورونو په یاد راولي.

د لاله ګل، د پسرلي موسم مېلمه، یوازې په افغانستان، ترکیې، ایران د سوریې لوېدیځه یوه برخه، د آرال سیند څنډې، د کاسپین او توره بحیره، یونان، ایټالیا، اسپانیا او د افریقا په شمال کې د مدیترانې سیند څنډې په خپل سر ډول وده کوي او د نړۍ په نورو برخو کې د روزلو په ډول کرل کېږي. د لاله ګل د ایران ملي ګل دی چې نږدې ۱۹ ډوله یې په ایران کې وده کوي.

د غويي میاشتې، د کال د میاشتو ناوې په منځ کې د ګچسر د لاله بڼ څخه لیدنه، یو هغه غوره فعالیت دی چې کولای شو د کرج په شاوخوا کې ترسره کړو. د ګچسر د لاله بڼ د یو هکټار ځمکې په درلودو او د آسارا او له پیست اسکي دیزین څخه یو څه وړاندې موقعیت لري. د بڼ ترڅنګ د لاسي صنایعو نندارتون، د ګل او ګیاه پلورنځی او د عکاسۍ کوچنی نندراتون هغه جاذبې دي چې د رنګارنګ لاله ګلونو ترڅنګ په دې بڼ کې شتون لري.

 د گچسر لاله بڼ 

ګرانو مینوالو، د طالقان ولسوالي، د البرز ولایت یوه ولسوالي ده. دا ولسوالي په درې برخو لاندې طالقان، پورته طالقان او منځنی طالقان باندې وېشل کېږي او لسګونه کلي لري. د طالقان ولسوالي د وحشي ژوو د هستوګنې او د مختلفو نباتاتو د کر ځای دی چې د تفریح ارزښت لري. د طالقان ولسوالي د ارزښتناکو طبيعي آثارو تر څنګ، ارزښتناک زيارتونه او تاريخي ځايونه هم لري چې د جاذبې وړتياوې يې زياتې کړي دي. د طالقان ولسوالۍ مرکز د تهران په شمال لوېدیځ کې په ۱۲۰ کیلومترۍ کې د البرز غره د سلسلې په منځ کې په یوه کلیواله سیمه کې پروت دی. دا ولسوالي د البرز سلسله غرونو په منځ کې په شتون سره غرنیزه او کلیوالي هوا لري او له دې امله، د موسمي جمعیت درلودونکی دی او په اوړي کې نفوس یې څو برابره کېږي. په ګلیرد کې د تهران د جمعې لمانځه لومړنی امام  او د اسلامي انقلاب مبارز د آیت الله طالقاني کور، او په مهران کې د نستعلیق خط پنځوونکي درویش عبدالمجید طالقاني ځای د طالقان ولسوالۍ کلتوري او تاریخي آثارو څخه ګڼل کېږي. د طالقانو له نورو تاریخي آثارو څخه کولای شو د ځینو کلاګانو، امامزاده ګانو، مقبرو، حمامونو او د اوبو ژرندو یادونه وکړو.

د طالقان غوره ځانګړنه، لوړې او بېلابېلي ښکلې سیمې دي. د طالقانو فرعي غرونه، د البرز د غرونو یوه برخه ده چې اوږدوالی یې ۹۰ متره او پلنوالی یې له ۵ تر ۲۵ مترو پوري دی. د طالقان ترټولو مشهور غر، د البرز شاه(البرز بزرګ) غر دی چې د سیند له کچې ۴۲۰۰ متره لوړوالی لري چې په شمال کې یې ۸ کوچیني او ښکلي یخچالونه شتون لري. سمسورې سیمې، ځلانده چینې او ډېری آبشارونو ورته ډېره ښکلا ورکړې ده. هغه غر چې په ورته وخت کې د څارویو ساتلو او وحشي حیواناتو لپاره ښه سمیه ده. دا سمیه سلګونه نور غرونه هم لري. په دې غرنیزې او چینې لرونکې سیمې کې ډېری اورښتونو او د دوی موسمي او دایمې سیندونو د ډېرو آبشارونو رامنځته کېدل دي چې د طالقان طبیعي ښکلاوې یې لا هم ډېرې کړې دي. دا آبشارونه په ژمي کې، ځانګړې ښکلا لري او دومره د یخ قندیلونه رامنځته کېږي چې لیدونکي حیرانوي.

 د طالقان ښار ښکلی طبیعت

په البرز ولایت کې د طالقانو غرنیزه سیمه د ډېرو سمڅو، معدني اوبو، طبیعي یخچالونو، آبشارونو او سیندونو په درلودو سره د وحشي حیواناتو هستوګنځي، سموره کروندې او بڼونه او مېوي لري چې د ایران پلازمېنې تهران ته نږدې د البرز ولایت له ښکلو سیمو څخه ګڼل کېږي. خو د طالقانو ارزښت د هغه د طبیعي او اقلیمي ځانګړنو سربېره په دې کې دی چې د تاریخ په اوږدو کې، د تاریخ جوړوونکو او سترو کسانو ټاټوبی وو. هغه کلاګانې چې په دې سیمې کې جوړې شوې دي په تېرو وختونو کې د ځواک او اقتدار ښکارندويي کوي. د طالقانو په بېلابېلو غرنیزو سیمو کې، د آل بویه د واکمانانو، د مرداویج زیاري، د حسن صباح او د طبرستان علویانو پلونه لیدلی شو. د دې کسانو یو یې د خپلو سیمو ساتلو لپاره کلاګانې جوړې کړې دي. د میمون دژ کلا، د کیقباد کلا او د دختر کلا د دې کلاګانو بېلګې دي چې د دوی آثار هم د لیدنې او عبرت وړ دي او په تېرو وختونو کې د دې کلاګانو د عظمت ښکارندويي کوي.

ژباړه: زماني

ټیګونه