د یمن مقاومت کونکو او زړورو خلکو امریکا په ګونډو کړي ده
(last modified Thu, 05 Jun 2025 08:55:57 GMT )
Jun 05, 2025 13:25 Asia/Kabul
  • د یمن مقاومت کونکو او زړورو  خلکو  امریکا په ګونډو کړي ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عمان مفتي «شیخ احمد الخلیلي» په یو لړ څرګندونو کښې د بهرنیو تیریو په مقابل کښې د یمن د ملت د مقاومت په ستاینې سره د نړۍ د قدرتونو په مقابل کښې د یمن د مقاومت د بریالیتوب خبره وکړه او ټینګار یې وکړ حتی امریکا هم شاتګ کولو او مینځګړي توب غوښتنې ته مجبوره شوه.

هغه وویل یمن په خپلې زړورتیا سره نړیوال متکبر او طغیانګره قدرتونه له چیلنج سره مخامخ کړل.

 د عمان مفتي زیاته کړه د دنیا تر ټولو ستر هیواد(امریکا) د یمن د خلکو په وړاندې خپل سر ټیټ کړ او د هغوې غوښتنې ته تسلیم شو.

د عمان مفتي شیخ احمد الخلیلي وویل د امریکا ولسمشر ټرامپ چې په تکبر پيژندل کیږي د عمان هیواد له باچا غوښتي دي چې زما لپاره د یمن له اتلوالانو سره مینځګړیتوب وکړي چې د امریکا په کشتیو باندې د حملو په بندولو سره د اوربند د ټینګیدا او د یمن پرضد د تیریو د ختمولو لپاره شرایط برابر شي.

د یمن خلک د امریکا او د صهیونیسټ رژيم له پراخو حملو سره سره له غزې تړانګې د ملاتړ په دوام ټینګار لري او په پریکنده توګه وايي چې د غزې تړانګې پرضد د جنګ تر بندیدا او د دغه تراړې د کلابندۍ تر ختمیدا پورې به له خپلو عملیاتو لاس وانخلي.

دغه راز د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع څو ساعته مخکې د اسرائیلو د نیواکګر رژيم په بن ګوریون هوايي ډګر د بې پایلوټه الوتکې خبر ورکړ و.

هغه وویل د یمن د وسله والو ځواکونو د بې پایلوټه الوتکو یونټ د یافا په نوم دوو انتحاري بې پایلوټه الوتکو سره د تل اویو په یافا نیواکي سیمه کښې په بن ګوریون هوايي ډګر بریدونه کړي دي.

د یمن د پوځ ویاند جنرال یحیی سریع وویل دغه حملې د فلسطین د مظلوم ملت او د هغه د مجاهدانو د مرستې په چوکاټ او د  غزې تړانګې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په غبرګون کښې شوي دي.

هغه زیاته کړه د یمن د بې پایلوټه الوتکو بریدونه بریالي وو او خپلو هدفونو ته ورسیدل.