د رڼا سرچینې (۱۹) د بریا څرکونه
د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د آل عمران سورت د ۲۶م او ۲۷م آیت شأن نزول څېړو، چې د احزاب جګړې په اړه دی، په دې آیتونو کې راغلي دي: ووایه، اې خدایه! ته هغه ذات یې چې امر کوې، چا ته چې وغواړې پاچاهي ورکوې، له چا چې وغواړې پاچاهي اخلي، او هرچاته چې وغواړې عزت ورکوې او هرڅوک چې وغواړې خوار او ذلیل کوې، ټولې ښېګڼې ستاسو په لاس کې دي، تاسو پر هرڅه د شپې وړتیاپه ورځ کې راولئ او ورځ په شپې کې راولئ او ته له مړو څخه ژوندي راباسې او له ژوندي څخه مړی راباسي او هرچا ته چې وغواړې بې حسابه روزي ورکوې.
پر ژمنو وفاداري د عربو د جاهليت په زمانه کې يو له ارزښتونو څخه وو او سرغړونه يې د هغې زمانې د ټولنې ذلت ګڼل کېده. له همدې ارزښت څخه په ګټې اخیستنې د مهاجرینو او انصارو ترمنځ د ورورګلوۍ له تړون وروسته، رسول الله (ص) په مدینه منوره کې د مېشتو مسلمانانو او غیرمسلمانو ترمنځ عمومي تړون جاري کړ، ترڅو په مدني ټولنه کې د قومي تعصبونو پرځای خواخوږي او دوستي رامنځته شي. خو یهودي قبیلو لکه څنګه چې له مسلمانانو سره تړون په چټکۍ ترسره کړ، په هماغه چټکۍ سره یې بېرته مات کړ.
لومړۍ ډله چې تړون یې مات کړ، د "بني قینقاع" یهودیان وو. هغوی چې د مدينې له ښاره بهر د سرو زرو په کار بوخت وو، د تړون په ماتولو او د يوې مسلمانې ښځې په سپکاوي او د بل مسلمان د وينې په تويولو سره، سوريې ته جلاوطن شول.
دویمه ډله د بني نضیر یهودیانو وو، چې د رسول الله (ص) د وژلو پلان یې جوړ کړ. د خدای په حکم رسول الله (ص) له دې دسیسې خبر شو او له مدینې څخه یې د دوی د ایستلو امر ورکړ. بني نضیر د خیبر سیمه چې له مدینې منورې څخه ۱۶۵ کیلومتره لرې پرته وه، مدینې ته نېږدې او د قریشو په مشرۍ د عربو قبایلو ته په مدینې باندې د برید او له رسول الله (ص) سره د جګړې په موخه، د هڅولو لپاره غوره کړه.
څه وخت تېر شوی نه و چې دوی د خپلې نقشې د پلي کولو لپاره د بني قريظه له يهودیانو سره (چې تر اوسه په مدينه کې مېشت وو) پټ تړون وکړ. بیا مکې مکرمې ته د قریشو د قبیلې مشرانو خواته ورغلل او هغوی یې د مسلمانانو پر ضد جګړې ته وهڅول او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د مسلمانانو پروړاندې په جګړې کې به له قریشو سره په هره برخه کې مرسته کوي.
قريشو هوډ درلود چې د خداى د عبادت او توحيد ريښې له منځه يوسي، نو د يهودیانو وړانديز يې ومنلو او له هغوى سره يې د محمد(ص) پروړاندې په جګړه کې د همکارۍ ژمنه وکړه. د قريشو سړي چې له يوې خوا له مسلمانانو سره د اوږدې مبارزې له امله يو څه ستړي ښکارېدل او له بلې خوا د قريشو د مذهبي مراسمو او بت پرستۍ په اړه د هغوى عقيدې ورو ورو کمزوري او شکمنې شوې وې، له همدې امله، دوی له یهودیانو سره د اسلام پر وړاندې د مقابلې لپاره د خبرو پرمهال خپل فکري موضوع راپورته کړه او وویل: تاسو چې د کتاب او پخوانیو علم خاوندان یاست، زموږ د عقیدې په اړه ستاسو نظر څه دی؟ تاسو زموږ دين ته د محمد د دين په پرتله څنګه ګورئ؟ سره له دې چې یهودیانو په تورات کې د وروستي پیغمبر د راتګ وړاندوینه کړې وه، د اسلام له پیغمبر سره د خپل سخت دریځۍ او دښمنۍ له امله یې له حق څخه سترګې پټې کړې او وویل: تاسو له محمد (ص) څخه غوره یاست او غوره لاره مو ټاکلې ده. " ډاډه واوسئ چې تاسو پر حقه یاست او ستاسو دین د هغه له دین څخه غوره دی.
د قرآن کریم د نساء سورت په ۵۱ آیت کې د هغو یهودیانو غندنه شوې کوم چې له یوه ثابت حقیقت څخه یې لاس اخیستی او د کفارو دفاع یې کړې ده، داسې فرمايي: «أَ لَمْ تَرَ إِلَى الَّذِینَ أُوتُوا نَصِیباً مِنَ الْکِتابِ یُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَ الطَّاغُوتِ وَ یَقُولُونَ لِلَّذِینَ کَفَرُوا هؤُلاءِ أَهْدى مِنَ الَّذِینَ آمَنُوا سَبِیلًا:آيا تاسو هغه كسان چې (د خداى) له كتاب څخه برخمن شوي دي، نه دي ليدلي، چې پر بتانو او مشركانو ايمان راوړی او د مشركو کافرانو په اړه وايي چې د دوى لاره د مؤمنانو له لارې حق ته ډېره نږدې ده؟!
قريشیان چې د دې خبرو له لارې خپل باطل دين ته وهڅول شول او د يهودیانو د همکارۍ ډاډ يې ترلاسه کړ، له مسلمانانو سره د جګړې لپاره یې چمتووالی اعلان کړ،څو ورځې په چمتووالي کې تېرې شوې، تر دې چې د ابوسفیان تر قومندې لاندې یو لوی لښکر له مکې څخه ووت. په لاره کې د مختلفو عربو قبیلو بېلې ډلې ورسره یوځای شوې. په دې توګه لس زره جنګیالي له درې سوه آسونو او پنځه سوه اوښانو سره، د یوه سېلاب په څېر د مدینې په لور روان شول.
رسول الله (ص) د مدينې منورې په لور د مکې د لوى لښکر د حرکت د خبر له ترلاسه کولو وروسته، خپل اصحاب راوبلل او له هغوى سره يې خبرې وکړې. سلمان فارسي د خندق د کيندلو وړانديز وکړ او وويل: يا رسول الله! هرکله چې د ایران پر ښارونو باندې یو لوی لښکر برید کولو او خلکو یې د مقابلې توان نه درلود، نو د خپل ښار شاوخوا یې خندق کیندلو او د دښمن د برید لاره یې بندوله.
اوس هم داسې ښکاري چې ته هغوی ته د مدینې د ښار د هغې برخې لپاره چې د دښمن د ننوتلو لاره ده، د خندق د کیندلو امر وکړي. رسول الله (ص) دغه نظريه خوښه کړه. پاتې کسانو د احد په جګړه کې د رسول الله (ص) له پرېکړې سره د مخالفت له امله، د ماتې تجربې ته په پام سره، د سلمان وړاندیز ومانه، چې په ښار کې پاتې شي او خندق وکیني او پرېکړه وشوه چې د شمال او په ځانګړې توګه د مدینې شمال لوېدیځه برخه د میاشتې په شکل وکیني. خندق دا یوه پراخه او ژوره کنده ده چې د ښارونو شاوخوا کیندل کېږي.
رسول الله (ص) د خندق د کیندلو کار پر خلکو وویشلو او هر کس ته یې یوه اندازه ځمکه وټاکله او په خپله یې هم د خندق په کیندلو پیل وکړ. مسلمانانو چې وليدل چې څنګه رسول الله (ص) له ټولو ستونزو او مشکلاتو سره او په تشه او وږې ګېډه څومره کلنګ وهي، ډبرې او خاورې په شا وړي، د خندق کيندلو لپاره یې ډېری وړتیا پیدا کوله.
د سلمان فارسي د څو کسانو یوه ډله د خندق یوه برخه کیندله، چې دوی له یوې سختې ډبرې سره مخ شول. هرڅومره چې زیار یې ایستلو، ډبرې حرکت نه کولو، خو کلنګونه یا چرۍ ماتېدل. له ډلې څخه یو یا دوه کسان سلمان ته ورغلل او وویل: د خدای رسول ته لاړ شه او د دې ډبرې په اړه ورته ووایه، که هغه موږ ته اجازه راکړي چې د ډبرې شا ته خوا وکینو او د خندق لاره کږه کړو، که نه نو موږ ته بل امر وکړي. موږ نه غواړو چې د پیغمبر له اجازې پرته لاره کږه کړوو.»
سلمان هم آنحضرت خواته ولاړ او وویل: ای د خدای رسوله! زموږ په لاره کې یوه سخته سپینه ډبره ده چې موږ یې نشو لېرې کولای. هر کلنګ چې موږ وهو، ماتېږي. تاسو هر هغه حکم چې مناسب ګڼئ صادر کړئ، ځکه موږ نه غواړو له هغه ځایه چې تاسو موږ ته د کیندلو لپاره ټاکلی، تېر شو." رسول الله (ص) پاڅېد او هغه ځای ته ولاړ چې سلمان ورته وویل، د سلمان ملګري په تمه وو.
کله چې رسول الله (ص) ورسېد، یو کلنګ یې واخیست، خندق ته ښکته شو او پر ډبرې یې ګوزار وکړ. د هغه ډبرې یوه برخه ماته شوه او له هغې څخه یوه روښانه رڼا پورته شوه. پیغمبر په لوړ غږ وویل: الله اکبر. په صحنه کې موجودو مسلمانانو هم د رسول الله (ص) د تکبیر په ویلو سره الله اکبر وویلو. رسول الله (ص) بیا پر ډبرې په کلنګ سره ووهلو او د ډبرې یوه بله برخه ماته شوه. دا ځل هم رڼايي ښکاره شوه. د تکبیر غږونه اوچت شول. د درېیم ځل لپاره په کلنګ سره د ډبرې پر پاتې برخې ګوزار وکړ چې رڼايي شاوخوا یې روښانه کړه. ډبره ماته شوه او د تکبیر چیغه هر طرف ته خپره شوه.
سلمان په داسې حال کې چې د رسول الله (ص) لاس یې نیولی وو او له خندق څخه په پورته کولو کې مرسته کوله، وویل: زما مور او پلار له تا قربان شه، ای د خدای رسوله! ما هم هغه څه ولېدل چې مخکې مې هېڅکله نه وو لېدلي. رسول الله (ص) خلکو ته وفرمایل: هغه څه چې سلمان وایي، تاسو هم ولیدل ؟ هغوی وویل: هو، یا رسول الله! حضرت وفرمايل: پر ډبرې د کلنګ په لومړۍ ضربه کې یوه رڼايي ښکاره شوه، چې د حیره او مداین کسری ماڼۍ مې وليدلې. جبرائیل ماته خبر راکړ چې زما امت به پر دوی برلاسه کېږي. کله مې چې دویمه ضربه ووهله، د روښنايي په رڼا کې مې د روم هغه ماڼۍ ولیدلې، چې هغه هم زما د امت په واک کې راځي. درېیم ګوزار مې وکړ، برېښنا ښکاره شوه، په دې رڼا کې مې د یمن د صنعا ماڼۍ ولیدلې، جبرائیل (ع) په یمن کې د مسلمانانو د بریا اعلان وکړ. نو مسلمانانو! تاسو ته ښه زېری.
ټول مومنان د رسول الله (ص) د وړاندوینو په اورېدو خوشحاله شول. دوی د خدای څخه مننه کوله، په داسې حال کې چې د خوشحالۍ له امله په خپلو جامو کې نه ځايېدل، د خدای شکر یې ادا کولو، خو داسې منافقان هم وو چې په لوېدلو مخونو یې په مسخره غږ سره وویل: څومره دروغجن ارمان او څومره تشه ژمنه! تاسو د خندق په کیندلو کې پاتې راغلئ او د قریشو له لښکر سره د جګړې توان نه لرئ، نو بیا تاسو د ایران او روم په څېر د لویو هېوادونو د فتح کولو فکر کوئ!
په دې وخت کې د آل عمران سورت ۲۶ او ۲۷ آیتونه نازل شول او هغوی ته یې داسې ځواب ورکړ:«قُلِ اللَّهُمَّ مَالِکَ الْمُلْکِ تُؤْتِی الْمُلْکَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْکَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِیَدِکَ الْخَیْرُ إِنَّکَ عَلَى کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ / تُولِجُ اللَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِی اللَّیْلِ وَتُخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَتَرْزُقُ مَنْ تَشَاءُ بِغَیْرِ حِسَابٍ : ووایه، اې خدایه! ته هغه ذات یې چې امر کوې، چا ته چې وغواړې پاچاهي ورکوې، له چا چې وغواړې پاچاهي اخلي، او هرچاته چې وغواړې عزت ورکوې او هرڅوک چې وغواړې خوار او ذلیله کوې، ټولې ښېګڼې ستاسو په لاس دي، تاسو پر هرڅه د شپې وړتیاپه ورځ کې راولئ او ورځ په شپې کې راولئ او ته له مړو څخه ژوندي راباسې او له ژوندي څخه مړی راباسي او هرچا ته چې وغواړې بې حسابه روزي ورکوې.
ژباړه: زماني