Feb 28, 2023 04:30 Asia/Kabul
  • د ایران سیل ۱۳۳

د ایران سیل د لړۍ ډیر قدرمنو او محترمو مینه والو السلام علیکم. د ایران د مختلفو ولایتونو له سیل وروسته د تهران ولایت د سفر د دوام لپاره مو په خدمت کښې یوو

ګرانو ملګرو د تهران ولایت د فیروز کوه ولسوالۍ په دوام کښې د دغې سیمې دوو ښایسته کلیو «هِرانده» (Herandeh)  او «خُمِده» (Khomedeh)  ته ځو.

د تاریخ په اوږدو کښې مختلفو قومونو او ډلو فیروزکوه ولسوالۍ ته پاملرنه کړې ده. فیروزکوه له زرګونو کلونو د انسان د هستوګنې ځاې پاتې شوی او په هم دې وجه په کښې ډیر تاریخي آثار موجود دي. فیروز کوه ښار ۱۸ تاریخي ځایونه لري چې چې لرغونو او اسلامي پړاؤنو ته ورګرځي. دغه ښار هم داشان ۸ سرای، ۲۸ قلاګانې او ۱ تاریخي کور لري چې د شتون په وجه یې هر کال ډیر سیلانیانو د هغو د لیدو لپاره دغه ښار ته سفر کوي.

فیروز کوه ډیر مذهبي ځایونه هم لري چې ورڅخه «بقعه سید علی و خانواده»، د امام موسی کاظم علیه السلام د زوي «امام زاده اسماعیل» مزار او د «امامزادگان معصوم و سلیمان و بی بی» په نامه تاریخي ټولګې ته اشاره کولې شو. دغه مذهبي ځایونه سربیره پر دې چې ډیر زیارتوال ځانته جذبوي، ښکلا یې د هر سیلاني سترګې بریښوي.

*/*/*/*/

لکه څنګه چې مو په تیر پروګرام کښې وویل، فیروکوه سیمه د البر غرونو د لړۍ په مینځ کښې پرته ده او ډیر سیندونه په کښې بهیږي. دا چاره لامل شوې ده چې له زرګونو کلونو نه تراوسه پورې د خلکو د اوسیدو لپاره یو مناسب ځای دی. په فیروزکوه سیمه کښې ډیر کلي شته دي او مونږ په دې ننني پروګرام کښې غواړو چې یو ښایسته کلي ته یې لاړ شو چې له فیروزکوه ښاره ۱۵ کیلومیټره لری دی. د دغه کلي نوم «هراندِه» (Herandeh)  دی او په هم دغه نامه درّې کښې پروت دی. هرانده کلی د مڼو له باغونو او د میوو او د صنوبر له دنګو ونو ډک دی چې د دغه کلي ښکلا یې لازیاته کړې ده. دغه کلی د خپلو دنګو غرونو په وجه ډیره ښایسته منظره لري او د البرز غرونو په لړۍ کښې د یو جادويي کلي په شان ښکاري .

د هرانده کلي کورونه له ډبرو، خټو کاګلو یا بُوسو جوړ دي او دودیز جوړښت لري. د «قزقان چای» (Qazqanchay )  او «نمرود» (namrud)  په نومونو د فیروزکوه دوه مهم سیندونه له دغه کلي څخه تیریږي. دغه دواړه سیندونه د حبله رود (HablehRood سیند اصلي څانګې ګڼل کیږي چې د سیمې د زرغونوالي او تاندوالي لامل شوې دي.

کلي د طبیعت ترڅنګ داسې ښکلاوي لري چې د خلکو او د هغوي د کلتور او د ژوند د طریقې ترڅنګ، تل په یاد پاتې کیږي. د هرانده کلي خلک ډیر میلمه پال او مینه ناک دي او په ګیلکي ژبه خبرې کوي. هغوي خپل ژوند په کرهڼې او باغبانۍ تیروي او ورسره ډول ډول ګلونه کري او قزل آلا یا ټراوټ کبان ساتي.

البته د دغه کلي ترټولو مهم محصول الوګان یا پټاټې دي چې ډیرې مشهورې دي.

*/*/*/*/

د هرانده کلي په اطرافو کښې یو ډیر پخوانی غار موجود دی. دغه غار د «غار بورنیک» (Burnik Cave)  په نامه مشهور دی. دغه تاریخي غار ته د تګ لپاره باید د کلي له مینځه تیر شو او ۶ کیلومیټره په غره کښې ووهو چې کابو یو نیم ساعت وخت اخلي. بونیک غار د سمندر له سطحې ۲ زره میټره لوړوالی لري او اوږدوالی یې کابو ۳ زره ۴ سوه ۷۳ میټره دی. دغه غار د اوږدوالی له نظره د ایران څلورم اوږد غار ګڼل کیږي. د غار خوله تقریباً ۱۵ میټره ده او لوړوالی یې ۶ میټره دی او دیوالونه یې د چونې او ډبرو دي. غار ته د ننوتو لپاره باید ۱۴۸ زینې لاندې لاړ شو. غار ته په ننوتو سره انسان د هغه په طبیعي عجایبو کښې غرقیږي او خوند ترې اخلي. د دغو ښکلاو ترڅنګ یوه محوطه ده چې یو وخت د غار میشتو انسانانو لپاره د اوسیدو یو خوندي ځاط و او نن سبا یې په ځان کښې ډیر رازونه ساتلي دي.

دمګړۍ نوردان غر له دغه غار څخه د جان پناه mountain shelter)  په توګه کار اخلي. د غار په دیوالونو باندې د پخوانیو نقش و نګار شتون او د اطرافو نورې منظرې د «بورنیک غار» له جذابیتونو دي. دغه غار یا سمڅه د ځمکې پیژندنې د خاصو ځانګړنو د لرلو په وجه په ایران کښې د جیو ټوورازم  یو مقصد دی.

*/*/*/*

د هرانده کلي له پیژندګلوۍ وروسته د خپل چکر په دوام کښې «خُمِدِه» (Khomedeh)  کلي ته ځو. دا کالی له تنګه واشي وروسته د فیروز کوه د سیاحت دویم مهم ځاې ګڼل کیږي.

له فیروکوه ښاره لس کیلومیټره وروسته «زرین دشت» (Zarrin Dasht)  کلی راځي چې خمده کلي ته د رسیدو لپاره باید له دغه کلي تیر شو. کلي ته د رسیدو لاره ډیره تاو راتاو ده او د تهران-مازندران د ریل پټلۍ سره نزدې غزیدلې ده. اورګاډی په «مهاباد» سټیشن کښې اودریږي او کوم مسافران چې خمده کلي ته د تګ نیت لري، کوزیږي. په لاره کښې په «حبله رود» باندې یو ډیر پخوانی پل راځي چې د لارې ښکلا یې زیاته کړې ده. خمده ته د رسیدو یوه بله لاره له هرانده کلي تیریږي چې اول د هغې په هکله غږیږو. د دغو دواړو کلیو لاره پلی یا پیاده وهلې شو.

کلي ته چې ورسیږو وړومبی څیز چې نظر ځان ته اړوي، مڼو، ګلابي یا ناشپاتۍ او شفتالو په شان د مینو پریمانه باغونه دي. د دغو باغونو شتون د سیمې ښه آب و هوا او د حبله سیند شتون دی. دغه له اوبو ډک سیند له خمده او د تهران ولایت له نورو شمال ختیځو سیمو تیریږي او په پاې کښې ګاونډي ولایت یعنې سِمنان ته رسیږي.

مناسبه آب و هوا سبب شوې چې خُمِده سیمه ډیره زرغونه او شنه شي او د ډول ډول مارغانو او حیواناتو د اوسیدو لپاره یو مناسب ځاې وګرځي. دغه کلی د شکوڼ، لومبړو یا ګیدړو، سویو او لیوانو په شان ځناورو او د باز او مختلف ډوله وړو مارغانو کوربه دی.

*/*/*/*/

د خمده کلي او د هغه د اطرافو لرغونوالی زرګونو کلونو ته رسیږي. د کلي د ختیځو غرونو په خوا کښې د ډیرو پخوانیو کورونو پاتې دیوالونه او آثار د دې خبرې ګواه دي. د خمده کلي خلک د فیروزکوه د نورو ډیرو کلیو په شان په مازندراني لحجه خبرې کوي ځکه چې تهران ولایت له مازندران سره ګاونډ لري او مازندراني قومونه له زرګونو کلونو راهیسې د فیروزکوه په مختلفو سیمو کښې اوسیږي.

خو د ښایسته خمده کلي اصلي جاذبه د معدني اوبو کم سارې چینه او د هغې ډنډ دی چې د کلي په خوا کښې موجود دی. دا د سړو او شفاورکوونکو اوبو ډک ډنډ دی چې «خموبه» یا «بی خامبو» هم ورته ویل کیږي. د چینې په غاړه یو طبیعي ډنډ دی چې د چینې له اوبو ډکیږي او ډیر کبان او د اوبو حیوانات په کښې ژوند کوي. د خمده ډنډ په جوړښت چې هیڅ ډول غیرطبیعي مواد او مصالې نه دي استعمال شوې او د جوړیدو ټول عناصر یې ځايي او طبیعي دي. د خمده د ښایسته ډنډ اوبه د اوړي په ګرمو ورځو کښې هم سړې دي او هم دا چاره سبب شوې چې له ګرمۍ ستړي شوي ډیر خلک ځانونه دغې چینې ته رسوي.

خمده چینه ډیره پخوانۍ ده او د کلونو په دوران کښې ډیرو خلکو هغه ژوند تیر کړی دی او د هغې له نعمتونو یې ګټه پورته کړې ده. د دغې چینې معدني اوبه ډیر درملیز خاصیتونه لري. ځینې خلک باوري دي چې په خمده چینه کښې په لامبلو سره د هډوکو دردونه او د جوړونو ناروغۍ او هم داشان د دانو او زخمونو په شان د څرمنې ناروغۍ ډیرې زر ښې کیږي.

خمده چینه

 

ګرانو دوستانو د ایران سیل د لړۍ دا برخه هم دلته پاې ته رسي. په دې هیله چې خوند مو ترې اخیستی وي، په راتلونکي پروګرام کښې به د تهران یوې بلې ولسوالۍ (دماوند) ته لاړ شو، نو تر هغې مو په مهربان الله سپارو.... 

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه