Mar 06, 2023 15:28 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه(47)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې د ښو عادتونو نومې لړۍ له ننني او ه څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

خوږو  دوستانو د ښه او غوره ژوند څخه د برخمنیدا لپاره،د بدن او روح سلامتیا  دواړه اهمیّت لري.وخت په وخت د خوښې وړ ژوند ته درسیدا لپاره د ژوند په سټایل کې بدلون ضروری دی.د غلطو عادتونو په ځاي ښه عادتونه  راولوو،نو لازمه ده هغه سپارښتنې چې په دغو مطلبونو کې وړانډې کیږي کلی دي او ممکنه ده ځیني ئې د ټولو لپاره مناسب نه وي،د ضرورت په بڼه کې د خپل  ژوند په سټایل کې  دځينو بدلونونو لپاره له خپل ډاکټر او یا سلاکار سره حتما مشوره وکړئ.

نو خوږو ملګرو په تیر مطلب کې مو په میلمستیاؤ کې معاشرت  او آداب ارزولي وو، په ننني مطلب کې هم  غواړو پوهه شو چې که  د کوربه په ځائيګي  وو،نو څرنګه  چلند باید وکړو،څو میلمه آرامښت احساس کړي او اذیّت نه شي.؟

که  له ملمستیه مخکې  پلانونه ولرئ ، نو بیا کوربه شونه  څه سخت کار نه دی  او ټول شیان د قواعدو په اساس پر مخ ځي،یعني  نه بدنظمي پيښیږي او  نه هم ستونزمن کیږئ.یو بل مورد چې له میلمستیه مخکې باید ورته توجه وشي،دا دی چې که  دتاسو لپاره ځینی کارونو ترسره کول سخت  او ګران وي، نو هڅه وکړئ له مسلمستیه مخکې  ئې مشق او تمرین وکړئ چې یاد ئې کړئ څو په میلمستیه کې ئې په ښه ډول ترسره کړئ شئ او که داسې نه وي ،نو بیا غوره ده چې نوی کار ترسره نه کړئ څو  کار نور خراب نشي. همداراز د یوه کوربه په توګه ستاسو چلند باید داسې وي چې میلمانۀ  پابند کیدا احساس نه کړي،بلکې  احساس کړي چې تاسو ئې هرکلی کړی دی.

Image Caption

 

نو په دوام کې سره هغه موردونه چې د میلمه د راتلو په شیبو کې  د کوربه په توګه باید ورته پام وشي،ارزوو .

   له نورو سره  ارتباط ټينګول، یوهغه مهم ټکی دی چې په میلمستیاؤ کې  هغه که د کوربه په توګه وي او  که د میلمه پتوګه ،ښه خبره ده چې ورسره بلد ووسو. دا چې څرنګه پوښتنه وکړو، حال احول وپوښتو، له  نورو سره څرنګه  خبره پيل کړو؟، د سترګو ارتباط څرنګه ټينګ کړو؟حتی دا چې څرنګه  د نورو خبرو ته سم غږو کیږدو؟

   دوستانو ددې لپاره چې د یوه  تکړه او حرفه وي کوربه په توګه داسې ښکاري،هغه میلمانۀ چې پخپلو کې سره بلد وي ، په یوځای بلنه ورکړو،  دا هغه مهم ټکی دی چې  هرڅو ک ورته لازم پام نه کوي. یعني هغه کسان چې  پوهیږئ پخپلو کې سره ښه دي  یا لازیاته غږملتیا لري، په یوځای بلنه ورکړئ څو  له دې چې  د میلمنو په مینځ کې  کوم اختلاف یا ستونزه  نه رامینځةکیږي، نو تاسو بې غمه یاست .مثلا ممکنه ده چې دوه کورنۍ سره یوځای دعوت کړئ چې هره یوه کورنۍ یو ډير شور ماشو جوړونکی  څلور پنځه کلن  بچی  ولري  او پوهیږئ چې  دغه بچیان معمولا  کله یو بل ویني،نو پخپلو کې سره ښکیلیږي،دعوا کوي  او پخپلو کې سره جنجال جوړوي .حتی کله هم د بچیانو دعواوې د  هغوي دمور پلار د دخالت لامل کیږي او بحثونه  او خپګانونه رامینځة کیږي. نو ددغه شان دوو کورنیو په یو ځاي دعوت کول په زیات احتمال سره د  دوي دمور پلار،کوربه،او حتی د نورو میلمنو  له خپګان او ترینګلتیا پرته بله نتیجه نه لري.

 دوستانو هڅه وکړئ دیوه کوربه په توګه د میلمنو د هماغه واریدیدا په وخت  تود هرکلی وکړئ. د تاسو لومړنی  چلند سبب کیږي چې میلمانۀ دمیلمستیه تر آخره خوښي او آرامښت احساسوي.ترهغه ځایه چې د  هرمیلمه خیال ساتلی شئ  نو دغه کار وکړئ.که متوجه شئ  چې د میلمه پیاله یا ګلاس خالی دی یا که یو کس یوازې ولاړ دی،نو اقدام وکړئ او حالات سم  او اصلاح کړئ .د جوړو له یوه بله جلاکیدا اود شورماشور جوړونکو ترڅنګ د خاموشه  کسانو څنګةراتلل  سبب کیږي چې  پروګرام  ګرم  او خوندور شي  او خبرې اترې هم دوام ومومي.

Image Caption

 

  همداراز هڅه وکړئ د کوربه په توګهله میلمنو سره ګپ شپ پیل کړئ،یعني تاسو د کوربه په توګه ښه   ده چې له میلمنو سره دخبرې پیلولو په انداز پوهه ئئ او که د میلمنو په فضا چُپتیا خوره شي،نو ښه ده چې تاسو دغه چُپتیا ماته کړئ او  هغه میلمستیه اداره کړئ.البته خیال وساتئ چې  له میلمنو سره  په خبرو کولو کې  انډول برابر  کړئ یعني نه ډیرې زیاتې خبرې وکړئ او   نه دا چې چُپه خولۀ او ستړیکیدونکی انداز ولرئ.  میلمنو ته په توجه کولو کې هم انډول له لاسه ورنه کړئ، یعني خیال ساتئ  چې یوازې  له څو خاصو کسانو سره  خبرې ونه کړئ او ځينو  میلمنو  وآخوا ته بې توجه شئ.که چیرې مو یو څو خاصو کسانو ته  توجه وي ،نو نوره میلمانۀ بیا خپل ځانونه اضافي شمیري  او خپه کیږي. همداراز خیال ساتئ  چې  له میلمنو خصوصي او شخصي پوښتنې   مه کوئ او د هغوي شخصي  او خصوصي حریم ته  مه واریدیږئ.تل  له یوې پوښتنې  مخکې دې ټکي ته فکر کوئ چې ستاسو مخاطب  به ئې په اوریدو سره څه احساس ولري او دا پوښتنه  او سوال  به دهغه لپاره څه خاطره په یاد کړي ؟ که   د هغه لپاره کومه بده  او تراخه خاطره یادوئ، نو اصلا له داسې پوښتنې بیخي ډډه وکړئ.

Image Caption

 

 په یوې میلمستیه کې هیڅوک نه  غواړي چې  یوازې یو څو میو او خوراکي شیانو  لپاره سربداله شي ،یوازې په دې دلیل  چې  د هغو شیانو او میوې لپاره  مشخص ځاي نه وي، نو په یاد وساتئ چې د میوو یا د خوښې وړ خوراکي شیانو  لپاره واړۀواړۀ ظرفونه یا لوخي  په مخصوصو ځایونو  کې کیږدي  او ددغه شان دبدنظمۍ  مخه ونیسئ. که میلمه یاستئ نو هڅه وکړئ له دې مخکې چې  د  خپلې خوړلي میوې یا نورو شیانو پوستکي  او ګند غونډ کړئ، ددغو پوستکو او ګند د اچولو  لپاره یو ځاي پيدا کړئ. نور ځيني هغه موردونه دي چې حتما باید خیال  وساتئ،د دسترخوان  په سر دستمال  یا ټيشو پيپر،د لاس وینځلو شانپو او د  لاسونو د پاکونې محلول  او همداراز د واش روم  او کور د صاف ستره ساتلو لپاره خوشبوي لرونکي سپرې،حتما  په داسې ځاي کې کیږدئ چې ورته لاس رسي آسان وي. .

=    د نه  اټکل شوو پيښو مدیریت کول بل هغه اصول دی چې د کوربه په توګه پکار ده چې ورسره بلد وائ.ځکه  چې  داسې زیاتره پیښې  په داسې میلمستیه ؤ کې پيښږي چې  له مخکې  اټکل شوي نه وي .د ناڅاپي میلمنو رارسیدلو ،د خوړو دکمیدا،د اوبو یا خوړو پر مځکه دتوئيدا،د لوخو د ماتیدا،د بچیانو د غورځيدا ، د میلمنو په ځنډ سره د رسیدا، د یو کس د خرابولو لپاره د  ټوکې ټکالو په څير  پیښې ، که میلمه یاست یا کوربه ،هڅه وکړئ  په دغه شان پیښو  او احتمالی خپګانونو او د خوراکي موادو پر مځکه له توئيدا سره په آرام او مُسکا او خندا سره  چلند وکړئ.

  دغه شان نه اټکل شوي پيښې،په حتمي توګه بې نظمي،خپګان،او بدچلندي په ځان پسې لري. په دغه شان موقعو کې تاسو د کوربه په توګه په سم مدیریّت  او ورین تندي سره سبب کیدلی شئ چې ترټولو کم تاوان او یا خپګان رامینځةشي.د مثال په توګه د خوړو دکمښت د مخنیوي لپاره لازیات خواړۀ برابر کړئ،د لوخو د ماتیدا د مخنیوي لپاره له ماتیدونکو او د خوښې وړ لوخو څخه استفاده مه کوئ او داسې ځيني نور کارونه.پردې اساس هڅه وکړئ د یوه کوربه په توګه خپل آرامښت،خیال ساتل او ساړه سینه شونه  وساتئ.د نابللو میلمنو له ځان سره بیولل له دې چې سم کار نه دی،او دغه شان چلند د تاسو لپاره سرپرایز رامینځةکوي،په عین حال کې که نابلل شوی میلمه  لرئ،نو هڅه وکړئ مهربان ووسئ.هیڅ یو باآدبه کوربه  هیڅکله هم  د یوه نابلل  شوي میلمه  په خاطر پر میلمنو واکمنه فضا او خپل عزت  او د میلمنو احترام  نه خرابوي. د حالاتو مدیریّت هرڅومره  ناسم او ګډوډ وي،نو دا  له تاسو سره اړه لري او دا د تاسو دنده ده چې پروګرام تر کومه اندازه سم او ښه پر مخ بوځئ او خپلو میلمنو ته اطلاع ورکړئ چې په کومه موقعه،د ماښامنئ، شربتونو یا ساعت تیري لپاره تیار شي.د میلمنو په مینځ کې ګرځئ حال احوا ل تپوس ترې کوئ نوي راغلی کسان  ورته معرفي کوئ او په کافي اندازه له هر یوې ډلې او کسانو سره  وخت تیر کړه او  ورسره خبرې وکړه.

Image Caption

 

په دې چې میلمنو د تاسو لپاره وخت درکړ او ستاسو بلنه ئې ومنمله،نو د دوي قدردان ووسئ او دغه قدرداني پخپل چلندکې وبریښوئ.هغوي ته ئې وښائۍ چې  د تاسو ترڅنګ په شتون سره ډیر خوښ  او راضي ئۍ،که د کوربه په توګه داسې چلند کوئ  چې ټول وغواړي،ستاسو کور ته راشي،نو ډاډمن ووسئ هیڅوک به درته منفي ځواب درنکړي او ټول به له کوم شک برته ستاسو په میلمستیاؤ کې  په ګډون  خوښ وي او ورڅخه به خوند  اخلی،اوکه چیرې مو په هغه بد احساس سره چې میلمنو ته مو منتقل کړی وي،نو تاسو ته به دیوه مغرور او ځان  منامه کس په توګه ګوري او هیڅوک به چې ورته بیا بلنه ورکړئ نو ستاسو بلنه به ونه مني.

دوستانو  د هغو موردونو رعایتول او ورباندې پوهیدل، چې په دغه ننني مطلب کې مو بیان کړل،د میلمستیاؤ د ترسره کیدا لاره ښه کوي او تاسو هم  دنورو په نظر کې په زړه پورې دوست او په یوه صمیمیّت لرونکي  کوربه بدلوي ، نو  ددغو آدابو  او اصولو رعایتول ، له نورو سره د اغیزشینددونکو   اړیکو دټينګیدا لامل کیږی .

 ه دې هیله چې زمونږ دغه مطلب به مو خوښ شوی وي،د وخت ختمیدا ته په پام سره مو تربل مطلب پورې په نیاؤمن خداي سپارو،خپل خیال ساتئ خوښ ژوند تیروي او سوکالتیا مو له ا... تعالی غواړو،بریالی ووسئ.

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه