ولی باید حتما د ایران خوزستان ته سفر وکړئ؟
(last modified Sun, 01 Jun 2025 10:11:54 GMT )
Jun 01, 2025 14:41 Asia/Kabul
  • د شوش لرغونې سیمه
    د شوش لرغونې سیمه

پارس‌تودی- د ایران په جنوب لوېدیځه کې د خوزستان ولایت، له لرغونې تاریخ، بډایه فرهنګ او لرغونې سیمو سره، د سیلانیانو لپاره په یوه زړه راکښونکې کتنځای بدل شوی دی.

د ایران خوزستان ولایت له جنوب څخه د فارس خلیج، له لوېدیځ څخه د عراق له هیواد سره، له شمال څخه د لرستان او ایلام او له ختیځ لورې څخه چهار محال و بختیاری او کهګیلویه او بویراحمد سره نښتي دي. د اهواز ښار د دې ولایت مرکز دی. د پارس تودی په دې مطلب کې د ایران د خوزستان ولایت ټوریستي ښکلاو ته یوه نظر اچوو.

تاریخ

خوزستان، د ایران تر ټولو له لړغونو سیمو څخه دی چي له میلاده پنځه زره کاله مخکې په کښې انسانانو استوګنه لرله، دغه سیمه په لړغوني پړاو کې د ایلام د تمدن د مرکز په توګه پېژندل کیدی او د شوش ښار، د دې تمدن پلازمینه وه چي په خوزستان کې وو. خوزستان د دهخدا په ډیکشنري کې د شکر خېز معنا ورکوي، روسی ختیځ پېژندونکی «ولادیمیر فیودور ویچ مینورسکی» وایي چي د خوزستان نوم د خوزیانو له قام څخه نیول شوی دی، دغه قام د ایلامیانو پاتې شونې دي چي په یاده سیمه کې ژوند کوله.

 د اهواز د اووهم پل فواره، په لوېدیځه اسیا کې تر ټولو د لویې مصنوعي فوارې په توګه پېژندل کیږي.

د تاریخ، طبیعت او فرهنګ ترکیب

خوزستان یو داسې ځای دی چېرته چې تاریخ، طبیعت او کلتور سره یوځای شوي دي. د خوزستان ولایت د ایران له ګرمو سیمو څخه شمېرل کېږي او له زیات تاریخي قدامت څخه برخمن دی. دا ښکلی او محبوب ولایت د نړۍ له هغو لومړنیو سیمو څخه شمېرل کېږي چې تمدن پکې رامنځته شوی و

په خوزستان ولایت کې د کوشک جزیره

د چغازنبیل زیګورات

د ایران یو تر ټولو مهم تاریخی سایټ په خوزستان کې دی، دا سایټ د یونسکو د نړیوال میراث په لیسټ کې ثبت شوی او د چغازنبیل په نوم یادېږي. دا لرغونی زیګورات چې څه باندې درې زره کلن تاریخ لري، د خوزستان په ولایت کې د شوش ښار ته نژدې موقعیت لري. چغازنبیل چې معنا یې «د سبد په شکل غونډۍ» ده، د نړۍ له لویو زیګوراتونو څخه شمېرل کېږي او د ایلامي دورې پر مهال د خدایانو د عبادت لپاره جوړ شوی و. دا لوړ او ستر برج د دښتونو او د نخلستانونو ترمنځ پروت دی، او ځانګړی روحاني چاپېریال یې لیدونکو ته یو عجیبه احساس ورکوي. په خوزستان کې د چغازنبیل له زیگورات څخه لیدنه، سیلانیان یوې تاریخي سفر ته بیايي.

 چغازنبیل

د شوشتر د اوبو جوړښتونه

د شوشتر د اوبو جوړښتونه چې د خوزستان په ولایت کې دي، یوه بې‌سارې مجموعه ده چې پکې د اوبو د رسولو سیسټمونه او اوبه‌يي ژرندې شامل دي. د دې لرغونو جوړښتونو تاریخ (۲۲۴ تر ۶۵۱ میلادي کلونه) یعني د ساساني دورې ته رسېږي. دا مجموعه کانالونه، پلونه، اوبه‌يي ژرندې او مصنوعي آبشارونه لري، چې لا هم له زرګونو کلونو وروسته کار کوي.د ورځڼي ژوند او کرنې لپاره دا جوړښتونه له اوبو څخه د هوښیار او مناسب استعمال په لړ کې یو حیرانوونکی او بې‌مثاله مهندسي سیستم ګڼل کېږي. دا مجموعه د خوزستان د طبیعت په زړه کې موقعیت لري، او لیدنه یې نه یوازې د ایران د مهندسي له تاریخ سره د بلدتیا لامل ګرځي، بلکې د شاوخوا ښکلو منظرو څخه د خوند اخیستلو فرصت هم برابروي. د شوشتر د اوبو جوړښتونه یو له هغو آثارو څخه دي چې په ۲۰۰۹ کال کې د یونسکو نړیوال میراث لیست ته داخل شول.

 د شوشتر د اوبو جوړښتونه

د دانیال نبي مزار

دانیال نبی د بنی اسرائیل له پیغمبرانو څخه دی چي مزار یې د خوزستان په لرغوني ښار، شوش کې دی، دغه ښار هم د یونسکو د نړیوال میراث په لیسټ کې ثبت شوی دی. د دې مزار کاښي کاری، زینتونه او ښکلاوې د ایرانی او بهرني سیلانیانو د جذبېدو لامل شوی دی، له دغه مزار څخه د کتنې پر مهال، د هغه ۱۰ میټریزې منارې وار له مخکې ښکاري.

د دانیال نبی مزار

د شوش لرغونی سیمه

په خوزستان کې د شوش سیمه، د نړیوالې سویې او ایران په کچه یو له ټولو لرغونې ده، ددې ښار تاریخ له میلاده ۴۰۰۰ مخکې ته ورګرځي. دغه ښار هغه وخت کې د کرخې او دز د سیندونو تر مینځ واقع شوی دی چي پراختیا یې ۴۰۰ هکټاره دي،

د شوش تاریخي سیمه له بېلابېلو دورو څخه ودانۍ او جوړښتونه لري چې د تاریخ له پخوانیو وختونو تر اسلامي دورې پورې اثار په کښې شامل دي.  د دې تاریخي اثارو له جملې څخه د اپادانا ماڼۍ، د شاور ماڼۍ، ختیځه دروازه، هدیش، پنځلسم ښار، هخامنشي کلي، د شوش جامع جومات، د اسلامي دورې ودانۍ مجموعه، د اکروپول غونډۍ او د فرانسويانو کلا یادونه کولی شو.

د شوش لرغونی سیمه

هورالعظیم تالاب

د هورالعظیم تالاب چې د ایران او عراق په پوله کې پروت دی او ورته هورالهویزه هم وايي، د ایران له لویو تالابونو څخه دی او د ډېرو مهاجر مرغیو اصلي ځای دی.

د خوزستان هورالعظیم په ځانګړي ډول په پسرلي او مني کې له رنګونو او ژوند څخه ډک وي او خلک کولی شي په دې تالاب کې په کوچنیو کشتيو کې سفر وکړي او له ښکلو او ارامو منظرو څخه خوند واخلي. همدارنګه، د دې سیمې ښکلې او نوجنه هوا، د ونو او بوټو په ګډون، دې تالاب ته ځانګړې ښکلا ورکوي. هورالعظیم تالاب د ملي پارک په توګه، هم د طبیعت مینه‌والو او هم د مسلکي عکاسانو لپاره یو ځانګری ځای دی.

هورالعظیم تالاب

د ایران برزیل  

د ابادان ښار چي د ایران د برازیل په توګه مشهور دی د خوزستان له مرکزي ښارونو څخه بلل کیږي، دغه ښار ۱۲۰۰۰ کیلومټره پراختیا لري او د زاګرس د غرونو په لمنه کې پروت دی. ابادان په خوا زمانو کې یو ډېر مهم ښار وو او د چار چاپیر او د سیمې د هیوادونو تر مینځ د سوداګریو مرکز بلل کېدی، د دې ښار خلګ له فوټبال سره زیاته مینه لري او خپل ښار ته د ایران برازیل وایي، د دې ښار د فوټبال ټیم نوم صنعت نفت ابادان دی، او جامې یې هم د برازیل د ملی ټیم د جامو په شان ژړ رنګ لري او مینوال یې هم د خپل ټیم د هڅولو لپاره د برازیل له بیرغه کار اخلي.

د ابادن د فوټبال تیم مینوال