د هرمزګان ساحلي کلي د سمندر، فرهنګ او ټولنیز ټوریزم ګډوله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170392-د_هرمزګان_ساحلي_کلي_د_سمندر_فرهنګ_او_ټولنیز_ټوریزم_ګډوله
پارس‌تودی- د هرمزګان ولایت، د ایران تر ټولو په جنوبي سیمه کې، د خوبونو او د خیالونو په شان سیمه ده چي د میشتو خلګو ژوند په کښې له سمندر سره غوټه خوړلې ده، داسي ځای چي په کښې په ساحل کې پرتې کلې له فارس خلیج څخه نیولې بیا د عمان د سمندر تر څنډو پورې غځېدلي دي.
(last modified 2026-02-05T06:53:48+00:00 )
Feb 05, 2026 11:16 Asia/Kabul
  • د هرمزګان ساحلي کلي د سمندر، فرهنګ او ټولنیز ټوریزم ګډوله
    د هرمزګان ساحلي کلي د سمندر، فرهنګ او ټولنیز ټوریزم ګډوله

پارس‌تودی- د هرمزګان ولایت، د ایران تر ټولو په جنوبي سیمه کې، د خوبونو او د خیالونو په شان سیمه ده چي د میشتو خلګو ژوند په کښې له سمندر سره غوټه خوړلې ده، داسي ځای چي په کښې په ساحل کې پرتې کلې له فارس خلیج څخه نیولې بیا د عمان د سمندر تر څنډو پورې غځېدلي دي.

دغې کلي یوازې استوګنځۍ نه دي، بلکې د انساني زغم او دودونو یوه ژوندۍ خزانه ده چي د دې ساحلي ولایت او حتي د ټول هیواد هویت ته بڼه ورکوي. د پارس تودی له راپور سره سم، د پرس ټي وي، په حواله، په دې کلو کې، د روزمره ژوند بهیر د سمندر له څپو سره په همږغي کې ده او د دې ځای خلګ له پخوا زده کړي چي له سمندر سره ژوند وکړي، هغه سمندر چي د دوي د رزق تر لاسه کولو سرچینه او د دوی دهویت برخه ګرځېدلې ده.

ساحلي کلي او د هغوی ظرفیتونه

د هرمزګان په ولایت کې څو ساحلي کلي د خپلو فرهنګي او طبیعي ظرفیتونو د امله ځانګړي دي.

د قشم په ټاپو کې د لافت کلی د حرا له ځنګلونو سره نژدې د خپل تاریخي او دودیز معمارۍ باندې جوړ بادګیرونو د امله مشهوره ده. لافت د فرهنګي ټوریزم او د معمارۍ د څېړنو او اېکو ټوریزم لپاره خورا لوړ ظرفیت لري.

له هغه سره نژدې، د سهیلي کلۍ د ټولنې په بنیاد د پایدار ټوریزم لپاره د یوې بریالۍ بیلګې په توګه پېژندل کیږي چي له ځایي اقتصاد سره یې زیاته مرسته کړې ده. حرا ځنګلونو ته د دې کلي نژدېوالې سبب شوی چي د کښتۍ چلولو او چاپېریالیزې زده کړې د هغه له اصلي جاذبو څخه ووسي، په دې بهیر کې د ځایي خلګو ګډون په ټولنه کې د اقتصادي عایداتو پاته کېدا تضمینوي.

څه هاخوا د غرب لورې ته، د مقام بندر چي خورا ښکلي ساحل لري واقع شوی دی، ساحل یې طبیعي پرخو نه جوړه او لاس نه خوړلې ده. دا سیمه هم د طبیعت او ژواک چاپېریال ټوریزم لپاره د پام وړ ظرفیت څخه برخمنه ده، په تېره بیا هغو سیلانیانو لپاره چي د طبیعي او لاس نه خوړلي سیمو په لټه کې دي.

د هرمز په ټاپو کې هم وړوکې کلي د ښکلې منظرې او رنګینو خاورو په زړه کې ځای نیولي دي.

د ایران په جنوب کې د هرمز ټاپو د سرو خاورو ساحل

هرمز د نوښتګر ټوریزم په بیلګه بدله شوې ده، داسي چي په کښې هنر، طبیعت او ځایي کلتور له یو بل سره اغښل کیږي.

د هرمزګان په ختیځه کې، د ریکو او نورو ساحلي استونګځیو په شان کلي لاهم په دودیز ډول د ماهیانو په نیولو او د ځایي خوړو په تولید باندې تکیه لري. که څه هم دا سیمې د ټوریزم د بېخ بناوو له نظره زیات امکانات نه لري، لیکن د مسئولانه او وړوکیو ټوریستي سفرونو لپاره غوره ظرفیت لري داسي ټوریزم چي د ځایي فرهنګ په ساتني باندې ټینګار کوي.

فرهنګ او ټولنیز دودونه

د هرمزګان د ساحلي ټولنو فرهنګ له لیري پرتو سیمو او هیوادونو سره د پېړیو پېړیو د سمندري سوداګریو او اړیکو څخه په اغېزمنتیا سره، بڼه نیولې ده.  د ایراني، عربي، افریقایي او هندي کلتوري عناصر د دې ټولنو په رسمونو، موسیقیو او ټولنیز ژوند کې لیدل کیږي نو ځکه دا سیمه د سیلانیانو لپاره عجیبه او حیرانوونکې بلل کیږي.

اکثره مراسمونه او دودونه له سمندر سره تړلي دي، د اوبو د نه څپانده کېدو لپاره له دعا څخه نیولي بیا تر هغه جشنونو پورې چي د ماهیانو د نیولو د موسم د پیلېدو درناوی کوي او هغه ډله ایزې غونډې چي ټولنیزې اړیکې پیاوړي کوي.

دودیزې جامې، په ځانګړې توګه هغه رنګینې جامې چي ښځو یې اغوندي، لاهم د سیمې د فرهنګي هویت څخه یوه ښکاره او معناداره بیلګه ده.

موزیک او رسمونه

بندري دودیزې موسیقۍ، چي اکثره د «نی‌انبان» چي بګ پایپ ته ورته والې لري، او ډهل او تمبک سره ږغول کیږي، د ساحلي ژوند خوشحالي او خلاصې روحیې ښودنه کوي.

په مراسمو او جشنونو کې موسیقۍ مهم رول لري او د ډله ایز هویت له پیاوړتیا او په شفاهي توګه له مخکنیو نسلونو څخه د منتقل شویو دودونو له ساتنې سره مرسته کوي.

خوراکي فرهنګ او ځایی خواړه

ځایي خواړه د هرمزګان په ساحلي کلیو کې د ژوندانه له نورو ځانګړنو څخه دی، دا پخلی چي د سمندري پراخو منابعو په بنیاد بڼه نیولې ده، په زیاته اندازه په تازه ماهیو، جینګی، خرما او خوشبویه مسالو باندې تکیه لري.

د «قلیه ماهی» په شان خوراکونه د ماهیانو ترخه خواړه ده چي له ایملۍ سره یو ځای تیاریږي، له «هواري جینګی» سره یو ځای د یادې سیمې له اصلي دودیزو خوړو څخه بلل کیږي.

قلیه ماهی د ماهیانو ترخه خواړه ده چي په ایملیو سره مزه داره کیږي

د ایران په جنوب کې د هرمز ټاپو د سرو خاورو ساحل

په خرما باندې جوړ شوي خوراکونه لکه «دیشو وریجې» د خرما په شاتو کې پخیږي، د کرهڼې او د ساحلي ژوند خپلمنځي تړاو ښودنه کوي.

په اکثرو کلیو کې، «مهیاوه»، د ماهیانو سوس دی چي په لرغونې طریقې سره تیاریږي او له ګرمې ډوډۍ سره خوړل کیږي.

د یوه کلیوال په کور کې ډوډۍ خوړل د سیلانیانو لپاره په یوه تل پاتې تجربه باندې بدلیږي.

سمندري معیشت او کب نیونه

کب نیونه لاهم د ساحلي اقتصاد اصلي بنیاد او د ځایي هویت له ستنو څخه ده.

د مقام د بندر په شان په کلیو کې او د قشم د جزیرې د سواحلو په اوږدو کې، کب نیونه د یو کسب او کار نه زیاته معنا لري، د ژوندانه یوه طریقه ده چي له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالیږي.

په لرګو جوړ وړوکې کښتۍ، په لاس جوړ شوي جالونه او د سمندر د څپو او موسمونو په اړه ځایي پوهه لاهم بنیاد رول لوبوي.

دا طریقه نه یوازې د ځایي ټولنو د ژوندانه دوام ته زمینه برابروي بلکې د تجروبوي ټوریزم لپاره هم زیات ظرفیت رامینځته کړی دی، په داسي ډول چي سیلانیان کولایشي د کب نیونې دودیزې طریقې له نژدې څخه وویني او یا حتي په کښې برخه واخلي.

لاسي صنایع او ځایي هنرونه

د هرمزګان د ساحلي کلیو لاسي صنایع له طبیعي چاپېریال سره، نژدې اړیکې لري.

د نخل ونې په لوخو سره، اوبدنې، ټوکړۍ او چټایي اوبدنه، له عامو هنرونو څخه دي چي په سیمه کې د موجودو موادو په وسیله تر سره کیږي. همداشان د سروزرو په تارونو سره، ګلدوزي هم د دې ځای د خلګو له لاسي صنایعو څخه بلل کیږي.

د هرمز په ټاپو کې، له رنګینو خاورو او طبیعي مالګو څخه نوښتګره ګټه اخیستنه، د هنرونو نوې شکلونو ته بڼه ورکړې ده او ځایي طبیعي مواد یې په فرهنګي ویاړ او اقتصادي فرصتونو باندې بدل کړي دي.

د هرمز د رنګینو طبیعي خاورو څخه په زده کړې سره رنګین سوغاتونه

مېلمه پالنه او ټولنیز ژوند

د هرمزګان د ساحلي کلیو په اوږدو کې میلمه پالنه له بنیادي ټولنیزو ارزښتونو څخه بلل کیږي.

په کورونو کې له مېملنو څخه هرکلی، د ځایي خوړو برابرول او په روزمره چارو کې د هغوی شریکول، د دې ټولنو له لرغونو رسمونو څخه دي.

اکثره سیلانیانو ته بلنه ورکول کیږي چي په روزمره کارونو کې ګډون وکړي او یایي له نژدې وګوري، له کب نیونې څخه بیا تر پخلی پورې، په دې ډول د فرهنګونو تبادله بڼه اخلي او له معمولي ټوریزم نه هاخوا یوه خوندوره تجربه رامینځته کوي.

ټوریزم، ژواک چاپېریال او راتلونکې

کارپوهان په دې باور دي چي د هرمزګان په ساحلي کلیو کې ټوریزم د پراختیا او له ژواک چاپېریال څخه د ساتنې تر مینځ د انډول له برابرولو سره تړلې ده.

د لاس نه خوړلي طبیعي منظرو، بډایه کلتوري میراث، ځایي خوراکونو او لاسي صنایعو ترکیب، دغې کلي د فرهنګي ټوریزم او اکو ټوریزم لپاره په یوه غوره مقصد باندې بدلوي چي د تجربه محور سفر لپاره ښه ظرفیتونه لري.