د ګلستان ولایت؛ د ایران د لاسي صنایعو خوځنده موټور
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168762-د_ګلستان_ولایت_د_ایران_د_لاسي_صنایعو_خوځنده_موټور
پارس تودی- د ایران د ګلستان ولایت، چي له پخوا څخه د خپل اووه زره کلن فرهنګي میراث په خاطر پېژندل کیږي. د ایران د لاسي صنایعو یو تر ټولو په خوځنده مرکز باندې د بدلېدو په لورې روان دی.
(last modified 2025-12-23T12:17:26+00:00 )
Dec 23, 2025 16:42 Asia/Kabul
  • د ګلستان ولایت؛ د ایران د لاسي صنایعو خوځنده موټور
    د ګلستان ولایت؛ د ایران د لاسي صنایعو خوځنده موټور

پارس تودی- د ایران د ګلستان ولایت، چي له پخوا څخه د خپل اووه زره کلن فرهنګي میراث په خاطر پېژندل کیږي. د ایران د لاسي صنایعو یو تر ټولو په خوځنده مرکز باندې د بدلېدو په لورې روان دی.

د ایران په شمال ختیځ کې د ګلستان ولایت چې په عمده توګه د کلیوالو ښځینه هنرمندانو په مهارت پرمخ ځي، د دې ولایت قالینونه، ټوکرونه، ګاڼې او د لرګیو جوړ شوي توکي نه یوازې د محلي ټولنو ژوند تأمینوي، بلکې له منځنۍ آسیا څخه تر اروپا پورې، نړیوالو بازارونو ته هم رسیدلي دي. د پارس ټوډي راپور له مخې، دغه ولایت چې د مختلفو قومونو، په ځانګړي توګه د ترکمن ټولنې کور دی، خپل لرغوني هنري دودونه د ایران یو له پیژندل شویو کلتوري برانډونو څخه جوړ کړي دي. نن ورځ سیلانیان د طبیعي منظرو د کشف لپاره دې ولایت ته راځي او د بډایه نقش لرونکو قالینو، ګنډل شویو جامو، نمدي ګلیمونو او لاسي ټوکرونو سره کور ته ستنیږي. د رسمي معلوماتو پر بنسټ، دغه شمالي ولایت چې د کاسپین سمندر په جنوب ختیځ کې موقعیت لري، له 1401 څخه بیا تر ۱۴۰۲ لمریز کال پورې د لاسي صنایعو له صادراتو څخه تر ۳.۳ میلیونه ډالرو زیات عاید ثبت کړی دی.

په صادراتي توکو کې د لرګیو هنري اثار او د ډبرو لاسي صنایعو څخه نیولې تر ګلیم، فرش، ګنډلو، د څرمنو توکو، سرامیک او لاسي جوړ شوي ټوکرونو پورې ډول ډول محصولات شامل دي.

دا محصولات متنوعو هدفونو ته لکه ترکمنستان، ارمنستان، ازبکستان، بلغارستان، جرمني، انګلیس، ایټالیا، یونان او متحده عربي امارات ته استول کیږي.

دا نړیواله غوښتنه د ولایت بې ساري ترکیب د اصالت، هنري دقت او کلتوري سمبولیزم ښکارندویي کوي چې په وروستیو کلونو کې یې زیات پام ځانته اړولی دی.

شاوخوا ۷۵۰۰ صنعتګر په ګلستان کې د لاسي صنایعو په برخه کې فعاله دي چی له دې تولیدونکو ۹۵ سلنه یې ښځې دي.

په ګلستان کې شاوخوا ۷۵۰۰ صنعتګر د لاسي صنایعو په برخه کې فعال دي او د دوی د نفوس جوړښت د پام وړ دی: ۹۵ سلنه له دې تولیدونکو ښځې دي چې شاوخوا ۷۰ سلنه یې په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.

 

په ګرګان، آققلا، کلاله، ګنبدکاووس او له دې هاخوا په تیت او پرک کلیو کې، لاسي صنایع له یوې دود څخه ورهاخوا دي؛ دا مسلک د محلي ټولنې لپاره د اقتصادي ژوند کرښه ګڼل کیږي.

کارپوهان باور لري چې د تعلیمي پروګرامونو پیاوړتیا، بازار ته د لاسرسي ښه کول او د صادراتو د چینلونو پراخول، کولی شي ګلستان د هیواد د لاسي صنایع تر ټولو په مخکښو مرکزونو کې راولي.

د دې بدلون بنسټونه اوس مهال موجود دي: د پیړیو زړه پوهه، ماهر هنرمندان او ځانګړې کلتوري هویت.

د ګلستان تر ټولو وتلی لاسي صنایع

ترکمن فرش

د ګلستان په ولایت کې چي له شمال څخه ترکمنستان سره، سرحد لري، تر ټولو مشهور لاسی صنعت یې، د ترکمن فرش دی؛ د استازی د مهارت او د سیمه ایز ویاړ بېلګه. په داسی مخینې سره چي ۶ زره کلونو ته رسیږي، دا فرشونه د «ارسایی ګل» «آینه ګل»، «ماري ګل» او «جوال ګل» په شان په ښکلي نقشونو سره، پېژندل کیږي.

 

 

ترکمن فرشونه

بافت فرش منحصراً توسط زنان ترکمن انجام می‌شود که طرح‌ها و فنون آن را از نسلی به نسل دیگر منتقل می‌کنند. فرش‌های بافته شده توسط طوایف تکه، آتابای و جعفر بای این استان به ویژه به دلیل کیفیت و دوام بالا شهرت دارند و طرفداران زیادی در کشورهای همسایه ایران دارند.

د فرش اوبدل په ځانګړې د ترکمن د ښځو لخوا ترسره کېږي چې ډیزاینونه او هنرونه یې له یوې نسل څخه بلې ته لېږدولي دي. د دې ولایت په ځانګړې توګه د ټکه، آتابای او جعفر بای قبیلو لخوا جوړ شوي فرشونه د لوړ کیفیت او دوام له امله شهرت لري او په ګاونډیو هیوادونو کې ډېر مینه وال لري.

د پالاس او د ګلیم اوبدنه

پلاس، له پخو پرته او ساده اوبدل شوې ګلیم یوه بڼه ده، چې د ژورو کلتوري ریښو لرونکې منسوجاتو څخه بلل کیږی. د هغې تکراري ګلدارې نقشې، په ځانګړې توګه د « آیده ګل » (نه‌پر ګل) سمبولیک ډیزاین، د ترکمن ټولنو په منځ کې د ارزښتناکو سمبولیکو معناوو انعکاس کوي. آققلا، ګنبدکاووس او کلاله د دې تولید اصلي مرکزونه ګڼل کېږي.

جاجیمچه

له وړیو جوړ دا ټوکر چې د زیارت کلي د ښځو لخوا د ګورګان په نږدې کې اوبدل کیږي، په پخوانیو وختونو کې د پوزی په توګه کارول کېده. نن ورځ دا د کڅوړو، بالښتونو او د کور د سينګار لپاره د فیشن یوه ماده ګرځېدلې او د یوې عصري مطابقت ښکارندویي کوي چې ریښې یې په دودونو کې دي.

ترکمن اورېښمي شالونه

د ګلستان یو تر ټولو پېژندل شوی فرهنګي سوغات، د ترکمن لوی اورېښمو شال دی چي د خپلو بې سارو نقشونو او رسمونو په خاطر، د دودیزو ښکلاو په برخه کې د پام وړ شهرت لري.

دا شالونه یا پوړنې چي د ښو اورېښمو له تارونو اوبدل کیږي هم په ځایي کچې او په نړیواله کچه کې خورا ارزښناک دي.

 

ډوډیز خامک

ترکمنی ګنډنه یا خامک، چې د ښځو لخوا د روښانه رنګونو د تارونو په کارولو سره ترسره کېږي، د ماشومانو د خولیو، لستوڼو، غاړې او د ښځو د جامو د لستوڼو د ښکلا لپاره کارول کېږي. د هغې هندسي بڼې او زړور رنګونه د پېړیو کلتوري دوام څرګندوي.

 

 

لمڅی جوړونه

د لمڅیو جوړونه په ګلستان کې یو ځانګړی او ښځینه محور لاسي صنعت دی. د ایران د نورو ډیرو ولایتونو په خلاف چې نارینه په دې مسلک کې مهارت لري، ترکمن ښځې لمڅۍ جوړوي چې په کې نقشونه لکه «رومی»، «زړ لړم»، «تیرانا» او «د اوښ سترګه» شامل دي. دغه سمبولیک نقشونه اکثراً کلتوري اهمیت لري.

د اورېښمو اوبدل

ریشې یې د صفوي دورې ته رسېږي، د اورېښمو اوبدنه لا هم د دې ولایت له اصیل او ګټورو لاسي صنایعو څخه ده. محلي ټولنې د اورېښمو چنجی تولیدوي او اورېښم یې په تولیه، شال، دستمال او دودیزو جامو بدلوي. دغه ټوکرونه عموماً د رنګینو پټو، مختلفو نقشونو او ښایسته څنډو سره سینګاریږي.

 

 

 

ترکمن جواهرات

د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو په منځ کې، د ترکمن سپینو زرو جواهرات چې اکثره د سور عقیق سره سینګار شوي وي، د خورا محبوبو سوغاتونو څخه دي.

 

 

 

 

د ترکمن سپینو زرو ګاڼې چې اکثره په سور عقیق سره سينګار شوي وي

ماتیتې، امېلونه، کمر بندونه، غوږوالۍ، ګوتمی او بنګړی يوازې سينګار نه دي؛ دا د ټولنیز هویت، د واده حالت او د ترکمنانو د پخوانیو دودونو انعکاس دي.

د وریو دودیز ټوکران

ښځې په ټوله ګلستان کې د د وریو ټوکرې اوبدي چې هم د کورني اړتیاوو لپاره او هم د سینګار لپاره کارول کېږي. دغه ټوکرونه چې د وریو له نرمو تارونو څخه جوړ شوي او په مختلفو رنګونو کې شتون لري، د کلیوالو هنرمندانو د ورځني خلاقیت انعکاس دی.

چټایي اوبدل

چټایي اوبدنه هم له مهمو لاسی صنایعو څخه دي، چي په ځانګړې توګه په چقر، مهترکلاته او سالیکنده کلیو کې دی. که څه هم دا هنر یو وخت د زوال په درشل کې و، خو د محلي هڅو په برکت بیا راژوندی شوی او په رسمي توګه د ایران د غیر مادی کلتوري میراث په توګه ثبت شوی دی.