د ایران او امریکا د موافقې د ټینګښت د هڅو ملاتړ کوو
د پاکستان خارجه وزیر سناتور محمد اسحاق ډار نن سهار په یوه پیغام کې وویل:پاکستان د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ د رامنځته شوې تفاهم تود هرکلی کوي.
ایرنا خبری آژانس له اسلام اباده راپور ورکړی د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اسلامي جمهوریت او امریکا ترمینځ د شوې هوکړې هرکلی وکړ، د پاتې موضوعګانو په اړه ئې د خبرو اترو د دوام خبر ورکړ او ټینګار ئې وکړ چې اسلامآباد د دغه پرمختګ د ټینګښت لپاره له هرې هڅې ملاتړ کوي.
په دغه راپور کې وئيل شوي دي، سناتور محمد اسحاق ډار نن سهار په یوه پیغام کې وویل:پاکستان د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمینځ د رامنځته شوې تفاهم تود هرکلی کوي.
هغه زیاته کړه؛دا مهم پرمختګ د دوامدارو ډیپلوماټیکو تعاملاتو قدرت او د دوستو هېوادونو ګډ هوډ څرګندوي چې د مقابلې پر ځای ئې د خبرو اترو لاره غوره کړې ده.
اسحاق دار وویل:دغه پرمختګ نړیوالې ټولنې ته هم یو ډاډمن پیغام لېږي او نړیوالو بازارونو او نړیوال اقتصاد ته، په تیره بیا هغو پرمختیائي هېوادونو ته چې د سیمهییزې بېثباتۍ له اغېزو ډېر زیانمنېږي، اړین باور او ثبات برابروي.
هغه یادونه وکړه: پاکستان په دې مودې کې له ټولو ښکېلو لورو سره فعاله اړیکه ساتلې او تل ئې د زغم، احتیاط او رغنده تعامل ملاتړ کړی دی. مونږ باور لرو چې خبرې اترې او ډیپلوماسي د ټولو ستونزو د حل یوازینۍ مناسبه لار ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: مونږ د هغه باور ستاینه کوو چې د ایران او امریکا مشرانو پر پاکستان کړی دی او د هغوی ژمنتیا ستایو چې د سولې او مذاکراتو پر بنسټ د یوې پایلې د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه همدارنګه د سعودي عربستان، قطر، ترکیې، مصر، ملګرو ملتو او د پاکستان د نړیوالو شریکانو له ډیپلوماټیکو هڅو مننه وکړه او وې ویل چې دغو لورو په ټوله پروسه کې نږدې همکاري کړې او د دې مهم پړاو په ترلاسه کولو کې یې مرسته کړې ده.