هرمزګان ولایت، د جنوب جنت مابه سیمه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170240-هرمزګان_ولایت_د_جنوب_جنت_مابه_سیمه
دغه ولایت د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله، د طبیعت بې ساري ښکلا، تاریخي جاذبې او محلي کلتور یو بې مثاله ترکیب لري. چي په دې مطلب کې به ورته یوه لنډه کتنه وکړو.
(last modified 2026-02-01T09:19:49+00:00 )
Feb 01, 2026 12:49 Asia/Kabul
  • د هرمزګان ولایت ساحلی څنډه
    د هرمزګان ولایت ساحلی څنډه

دغه ولایت د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله، د طبیعت بې ساري ښکلا، تاریخي جاذبې او محلي کلتور یو بې مثاله ترکیب لري. چي په دې مطلب کې به ورته یوه لنډه کتنه وکړو.

د پارس تودی له راپور سره سم، هرمزګان د لیدلو ځایونه دومره متنوع دي چې هر مسافر په هر ذوق سره کولی شي د ایران په جنوب کې ځانګړې تجربه ولري. دغه ولایت د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله، د طبیعت بې ساري ښکلا، تاریخي جاذبې او محلي کلتور یو بې مثاله ترکیب لري. که تاسو د ایران جنوب ته د سفر اراده لرئ، د هرمزګان سیل ځایونو سره بلدتیا کولی شي ستاسو سفر لا زړه راښکونکې کړي. په لاندې برخه کې به د هرمزګان غوره لیدلو ځایونو سره آشنا شو.

د هرمزګان ښکلي ځایونه د بندرعباس له ښکلو ساحلونو سره پیل کېږي. د خلیج فارس په څنګ کې قدم وهل، د لمر د پرېوتو او د ځایي کښتو ننداره د ګرځندویانو لپاره ښکلې او تل پاتې یادګاري رامینځته کوي. بندرعباس نه یوازې ساحل لري بلکې لرغوني اثار، ښارګوټی او دودیز بازارونه هم لري چې جنوبي احساس او حالت په ښه توګه انتقالوي.

د قشم ټاپو

د هرمزګان د سیل ځایونو په سر کې د قشم ټاپو راځي، د حرا ځنګلونو، د ستورو دره او د خربس غار د دې ټآپو له مشهورو میله ځایونو څخه دي، چي هر کال ګڼ شمېر سلانیان ورڅخه لیدنه کوي. که له دغو سیل ځایونو ورتېر شو نو د قشم ميلمه پاله خلګ او د هغوی ځانګړې ځایي خوراکونه هم خورا یوه په زړه پورې تجروبه رامینځته کوي.

قشم ټاپو

د هرمز ټاپو

دغه ټاپو هم د هرمزګان د ولایت له مهمو سیل ځایونو څخه دی، یو څه چي دغه ټاپو ته شهرت ورکړی دی د هغه د خاورو ځانګړې او ښکلي رنګونه دي، دلته ساحل خاوره سره رنګ لري او غرونه او تپې شنې او زرغونې او ډول ډول رنګونه لري. البته طبیعي رنګونه، همدا شان د دې ټاپو خلګ هم خپل ځانګړي ځایي دودونه او خوراکونه لري چي یوه مشهور خوراک یې سوراغ نومیږي.

په هرمز ټاپو کې د سره شنه مشهوره دره

د کیش ټاپو

کیش، د فارس خلیج ځلانده غمی، د سمندر نه ختمېدونکې شنې او ړنې اوبه او د شین اسمان یو ښکلي ترکیب او یوه زړه راښکونکې انځور وړاندې کوي، چې سپین مرجاني ساحلونه او عصري او ښایسته سوداګریز مرکزونه پکې شامل دي. خو دا ټاپو، د دې ظاهري ښکلاوو څخه هاخوا، د کلتور، دودونو او لرغونو رواجونو یوه قیمتي خزانه په ځان کې لري.

د کیش تاریخ، یو اوږد او پېچلی کیسه ده چې ریښې یې د ایران او خلیج فارس د سیمې په ژورو تاریخونو کې پرتې دي. دغه ټاپو د اوږدو پیړیو په اوږدو کې د بېلابېلو قومونو او حکومتونو شاهد پاتې شوی او دغه ډول تنوع یې په اوسني کلتور، دودونو او هویت باندې لوی اغېز کړی دی.

دا ټاپو د عصري سوداګریزو مرکزونو او سمندري تفریحاتو ترڅنګ، داسې ځایونه لکه حریره تاریخي ښار او یوناني کښتۍ پکې ځای پر ځای شوي دي. کیش د تفریح، لویو او عصري مارکیټونو او د لرغوني تاریخ یو ترکیب دی.

کیش

د پرتغالیانو قلعه

د پرتګالي استعماري دورې د پوځي انجنیري بې ساري نمونه ده چې په جنوبي ایران کې موقعیت لري. دغه کلا په یوه ستراتیژیک لوړوالي کې پرته ده او د سمندري لارو د ساتنې ترڅنګ، د سیمې د قوماندې او څارنې مرکز په توګه هم کار کاوه. د دې ډیزاین او جوړښت د پرتګالي معمارۍ هنر د سیمې د دفاعي اړتیاوو سره یوځای کولو څرګندونه کوي.

دا تاریخچه ښيي چې د هرمز پرتګالي کلا نه یوازې یو پوځي جوړښت و، بلکې د محلي مقاومت او تاریخي تعامل یوه نښه وه چې په جنوبي ایران کې شتون لري او نن ورځ د څیړونکو او تاریخي ګرځندویانو لپاره ارزښتناکه ده.

د هرمز، قشم، لارک او بندر کنګ ځایي خلک لا هم د پرتغالي کلاګانو کیسې کوي؛ داسې روایتونه چې له نسل څخه نسل ته انتقال شوي او د پرتغاليانو د ورځني ژوند او انجنیرۍ خلاقیت ښکارندویي کوي. هغوی وایي چې د کلا پټې برخې تل حیرانوونکې او مرموزه وې او د کلا ډېر رازونه یوازې د تجربې او مستقیمې نندارې له لارې موندل کېدای شي.

د پرتغالیانو قلعه

د چاهکوه تنګی

د هرمزګان د طبیعي ښکلا د خپلو لاس نه خوړلې په طبیعت سره، ګرځندویان حیرانوي. د قشم په چاهکوه تنګی کې د ډبرو د فرسایش یا ځوړتیا یوه عالي بیلګه ده چې عجیب او ښکلي مناظر یې جوړ کړي دي. دا ځای د عکاسي او طبیعت ګرځندویۍ مینه‌والو لپاره یو غوره انتخاب دی.

د چاهکوه د تنګې حیرانتیا د هغه په ځمکني جوړښت کې نغښتې ده. د میلیونونو کلونو په اوږدو کې د رسوبي ډبرو فرسایش، په دیوالونو کې ځانګړي سوري، خندونه او بڼې رامنځته کړي او یوه بې ساري منظره یې جوړه کړې ده.

چاهکوه

د لنګې بندر

د هرمزګان لیدونکي ځایونه د لنګې د بندر ښار په ګرځېدو سره معنی پیدا کوي. دا تاریخي بندر د دودیزې معمارۍ او بادګیرونو له امله شهرت لري. ملک جومات د دې ښار یو له مهمو تاریخي ودانیو څخه دی چې ګڼ شمېر سیلانیان ځان ته راجلبوي.

د لنګې بندر  ګرم او مرطوب اقلیم لري. خو هرڅومره چې له خلیج فارس څخه لرې شو او د دې بندر شمالي برخو ته لاړ شو، هوا وچېږي. خو په عمومي توګه د لنګې د بندر د ښار رطوبت په دوبي کې حتی تر ۱۰۰ سلنې رسیږي او په ژمي کې ۵۰ تر ۶۰ سلنې دی.

که څه هم د د لنګې هوا ګرمه او نمجنه ګڼل کیږي؛ خو د سمندر سره د نږدې والي له امله تل د شدید بادونو سره مخ  دی. د لنګې بندر د باران اندازه متغیره ده او د ټولو فصلونو په اوږدو کې د شدیدو بارانونو او رګبارونو احتمال شته.

د لنګې بندر

د قشم د ستورو دره

د هرمزګان میله ځایونه د ستورو د درې پرته نه شي یادېدای. دغه دره د زرګونو کلونو د ځوړتیا نتیجه ده او د هغې حیرانوونکې ډبرین شکلونه د محلي خلکو په منځ کې ډیرې افسانې او کیسې رامنځته کړي دي. په دې دره کې شپه تېرول یوه جادويي تجربه ده.

دغه دره د ځایي خلګو په مینځ کې د «استاله کفته» په نوم مشهوره ده. یعنې هغه ځای چې ستوری غورځیدلی دی. د عمومي باور له مخې، یوه وخت یو ستوری له ځمکې سره ټکر کړی او د دې ټکر له امله ځمکه په یو عجیب او حیرانوونکي شکل بدله شوې ده.

د ستورو دره

جزیره لارک

لارک د ایران په یوه له تر ټولو جنوبي سیمو کې د یوې وړې ټاپو په توګه، سره له دې چې لږ اوسیدونکي لري، ډیرې پیښې یې لیدلي دي. پرتغاليان د فارس خلیج د استعمار په وخت کې په لارک کې هم میشت وو. د ایران او عراق د جګړې په جریان کې هم د دې ټاپو په شاوخوا کې ګڼ شمیر سمندري جګړې وشوې. لارک دوه استوګنځي سیمې لري چې د لارک کوهي او لارک ښاري په نومونو مشهورې دي.

لارک د فارس خلیج په منځ کې د مرجانو له غني سیمو څخه ګڼل کیږي او په شاوخوا کې یې ګڼ شمېر مرجان ډولونه ژوند کوي.

د لارک ټاپو د اور غورځېډونکو غرونو د فعالیتونو له امله رامنځته شوی دی او له همدې امله خاوره یې د کرنې لپاره مناسبه نه ده. د لارک اوسیدونکو اصلي فعالیتونه کب نیونه او غواصي ده. همدارنګه ځینې معدني مواد هم د لارک له کانونو څخه استخراجیږي. د لارک ټاپو د فارس خلیج په بل اړخ کې د عمان هیواد او د هرمز تنگې ته ډیر نږدې دی. له همدې امله د لارک کب نیونکي کله ناکله د کبانو د خرڅلاو لپاره عمان بندرونو ته ځي.

لارک

په ۲۰۱۵ کال کې په نیشنل جیوګرافیک مشهوره مجله کې د دې ټاپو یو انځور خپور شو او د لارک ټاپو او د هغې پلانکتوني ساحل یې د فسفري نیلي رنګ له امله نړیوال شهرت ورکړ. د شپې پر مهال چې اوبه آرامې وي او څپانده نه وي، پلانکتونونه لیدل کېدای شي چې ځانګړې رڼا خپروي او ساحل روښانه کوي.

د هرمزګان د لیدلو ځایونه د تاریخ، طبیعت او کلتور یو ترکیب دی. د بندرعباس ساحلونو او محلي بازارونو څخه نیولې تر رنګارنګ ټاپوګانو او تاریخي آثارو پورې هر څه په دې ولایت کې موجود دي ترڅو ستاسو سفر د ژوند له تر ټولو یادګاري تجربو څخه وګرځي.