د رڼا سرچینې (۲۰) د ابراهیم غوره امت
د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د آل عمران سورت د ۶۸م آیت شأن نزول څېړو، چې فرمايي: په حقیقت کې، ابراهیم ته ترټولو نږدې کسان هغه دي، چې د هغه پیروي یې کړې او دا پیغمبر او هغه کسان چې (د هغه په دین) یې ایمان راوړی دی او خدای د مؤمنانو رب دی.
په مکه کې د اسلام د چټک پرمختګ سره، قریشو د هرې ورځې په تېرېدو سره پر مسلمانانو ظلمونه او فشارونه ډېر کړل. د بعثت په پنځم کال چې د دښمنانو سختي اوج ته رسېدلې وه او د پيغمبر(ص) او د هغه د اصحابو پروړاندې د هغوی ځورونه له حده تېرېده، نو رسول الله (ص) مسلمانانو ته سپارښتنه وکړه، چې له مکې څخه ووځي او حبشې ته هجرت وکړي، ترڅو په موقتي توګه د قريشو له ظلمونو څخه مسلمانان خلاص شي.
پیغمبر (ص) د مهاجرو دغې ډلې ته وفرمایل: ځکه چې د حبشې اوسنی واکمن یو عادل او صالح سړی دی، کولای شئ له هغه سره یو څه وخت پاتې شئ. په راتلونکي کې به خدای تعالی د هرچا لپاره خلاصون رامنځته کړي. پېغمبراکرم (ص) جعفر بن ابي طالب د مهاجرينو د کاروان مشر او مدير وټاکه، تر څو د حبشې په خاوره کې د مسلمانانو تر منځ همغږي رامنځته او د مسلمانانو د بېلېدو مخه ونيول شي.
د مکې واکمنانو د مهاجرينو آزادي او آرامتيا ونه زغمله او سمدلاسه يې خپل دوه هوښيار کسان عمرو بن عاص او عبدالله بن ابي ربيعه له سوغاتونو سره حبشې ته واستول، چې مهاجرين له حبشې څخه راوګرځوي او که يې د نجاشي رضایت ترلاسه نه کړ، جعفر ووژني.
دغه دوه قریشیان حبشې ته له ننوتلو وروسته، لومړی درباریانو او د نجاشي شاوخوا خلکو ته ورغلل. دوی له سوغاتونو ورکولو وروسته ورته وويل: زموږ د ناپوهو ځوانانو يوه ډله په دې وروستيو کې زموږ له دين څخه وتلې ده او ستاسو په دين کې هم نه دي داخل شوي او اوس ستاسو هېواد ته راغلي دي. موږ د خپل قوم مشرانو له لوري راغلي یو، چې له تاسو څخه وغواړو چې دا جاهل خلک له خپل هېواد څخه وباسئ او موږ ته یې تسلیم کړئ. درباریانو هم ژمنه وکړه چې د پاچا په حضور کې به د دوی نظر تایید کړي. بیا دغه دوه کسان د حبشې د پاچا حضور ته ورغلل او د حبشې پاچا نجاشي ته یې خپلې سترې او غوره ډالۍ وړاندې کړې او خپل مطالب یې بیان کړل. د ژمنې له مخې ټولو درباریانو د قریشو د استازو په حق کې د مسلمانانو ایستلو ته رایه ورکړه.
نجاشي چې یو عادل پاچا و، د قریشو ډالۍ او د درباریانو اصرار ته یې پام ونه کړ او وویل: نه! زه به هېڅکله هغه خلک دښمن ته ور نه کړم چې ما ته یې پناه راوړې، زما په هېواد کې مېشت شوي او د نړۍ په پاچاهانو کې یې یوازې زه غوره کړی یم. زه باید لومړی د دوی خبرې واورم. که ثابته شي چې دوی ریښتیا وايي، زه به یې قریشو ته تسلیم کړم، خو که د دوی د خبرو مخالف څرګندونې یې درلودې، زه به یې هېڅکله تسلیم نه کړم او د پخوا په پرتله به د دوی ډېر ملاتړ وکړم.
کله چې دا جمله د نجاشي له خولې راووتله، نو د قريشو د استازو د مخونو رنګ راښکاره شو او زړونه يې په وهلو پيل وکړ. ځکه له هغه څه چې دوی وېرېدل، له مسلمانانو سره د نجاشي مخامخ کېدل وو. دوی مسلمانانو ته ترجیح ورکوله چې په حبشه کې پاتې شي او له نجاشي سره مخ نه شي، ځکه حقیقت دا دی چې دا نوی دین هر څه چې لري، له الفاظو او خبرو څخه دي او هر څوک چې له دې دین سره مینه ولري، هغه د یو لړ ځانګړو کلمو له اورېدو څخه دي، چې محمد (ص) وايي د خدای له لوري پر ما نازل شوي دي؟ آیا داسې نه ده چې په دې الفاظو کې کوم جادویي جذابیت شته؟
له بلې خوا، مسلمانان چې د قريشو د استازو له راتګ او د هغوى د سوغاتونو او د اميرانو او درباريانو کورونو ته د هغوى له تګ راتګ څخه خبر شوې وو، د خطر احساس یې کولو. دوی ټول سره راټول شول او پرېکړه یې وکړه چې له حق پرته بل څه ونه وايي او د اسلام حقیقت او اسلامي احکام او د اسلامي دعوت روح بیان کړي.
کله چې مسلمانان شاهي ماڼۍ ته ننوتل او په خپل ځای کې کښېناستل، د قریشو استازي هم راوغوښتل شول او په خپلو ټاکل شویو ځایونو کې کښېناستل. نجاشي اُسْقُفَانو ته امر وکړ چې انجیلونه خلاص کړي او د هغه شاوخوا ته راټول شي. کله چې مجلس په هر ډول جوړ شو، نجاشي مسلمانانو ته مخاطِب شو او وویل: دا څه ډول دین دی، چې د هغه لپاره خپل دین مو پرېښی دی او نه زما له دین سره مشابهت لري او نه د نورو دینونو په شان دی؟
په دې وخت کې د مسلمانانو په استازيتوب "جعفر بن ابي طالب" نجاشي ته ځواب ورکړ او وويل: اې پاچا! موږ جاهل او بت پرست خلک وو. د مردار له خوړلو مو ډډه نه کوله او له زنا څخه مو مخ نه اړولو. له خپلو خپلوانو سره مو ښه چلند نه کاوه او د ګاونډیانو احترام مو نه کاوه. هغوی چې دلته زموږ د مشرانو په استازیتوب راغلي، غواړي چې موږ بېرته ستانه کړي، ترټولو د بدو دینونو پیروان دي.
دوی د ډبرو او بتانو عبادت کوي، د خپلوانو اړیکې پرې کوي او په ظلم او تېري لاس پوري کوي، دوی خپل محرم کسان حلال ګڼي، زموږ زورواکي هڅه کوي چې کمزوري له مینځه یوسي او د یو بل حق ته درناوی نه کوي. موږ همداسې وو تر دې چې په دې غمجن او تنګ حالت او توره دنیا کې رب العالمین زموږ په منځ کې یو داسې پیغمبر راپیدا کړ، چې موږ د هغه له نسب، صداقت، امانتدارۍ او پاکوالي ښه خبر وو.
هغه موږ ته بلنه راکړه چې د یو واحد خدای عبادت وکړو او د هغه اطاعت وکړو او هغه څه پرېږدو چې موږ او زموږ پلرونو یې عبادت کاوه. موږ يې د ډبرو او بې حيا شيانو له عبادت، قمار، ظلم، بې ضرورته وينې تويولو، زنا، غصب، د مړو او وينو له خوړلو څخه منعه کړو او د خپلوانو او ګاونډیانو په تړاو یې د عدل، خير، صداقت، رښتینولۍ، امانتدارۍ او نيکمرغۍ ته بلنه ورکړه او د یتیم د مال له خوړلو، زنا او دروغ ویلو څخه منع کړل او د یوه خدای عبادت، لمونځ، روژې او صدقې ورکولو ته یې امر وکړ، موږ هم دا هوښیارانه او په زړه پوري خبرې له هغه څخه واورېدلې او هغه مو په عمل کې همداسې ولید، موږ په هغه ایمان راوړ او د هغه خبرې مو تایید کړې.
څه چې یې حلال کړي وو هغه مو پر ځان حلال کړل او څه چې یې حرام ګڼلي وو، موږ هم حرام وګڼل. كله چې زموږ خلكو دا حالت وليد، له موږ سره يې دښمني پیل كړه، زموږ په ځورولو يې لاس پورې كړ او هڅه يې وكړه چې موږ له دې غوره لارښوونو څخه بې برخې كړي او يو ځل بيا موږ د بتانو عبادت ته راوبلي. ځکه چې دوی موږ محدود کړل او زموږ د دین مخه یې ونیوله، موږ د پیغمبر په حکم ستاسو هېواد ته راغلو، ترڅو ستاسو د عدالت په سیوري کې د یو څه وخت لپاره د دوی له ضرر څخه خوندي پاتې شو او هیله لرو چې نور دلته بیا ظلم ونه وینو!
عمرو بن عاص چې دا حالت ولید، نجاشي ته یې مخ وګرځاوه او وویل: دوی عیسی نه مني! جعفر بن ابي طالب د عمرو د دې ادعا په ځواب کې د مریم او د عیسی (ع) د ولادت په اړه د مریم سورت ځینې آیتونه ولوستل: کله چې مریم امیندواره شوه او په یوه ناڅرګند الهام سره یې له خلکو څخه ځان لرې کړ او له هغه وروسته عیسی (ع) وزېږېد. يهودو د هغې په ملامتولو پیل وکړ او وويل: يوه نا واده شوې نجلۍ، چې پاک مور او پلار لري، دا ماشوم يې له کومه کړی دی؟ مريم اشاره وکړه چې له ماشوم څخه پوښتنه وکړئ. هغوی وویل چې موږ څنګه کولای شو د هغه ماشوم سره خبرې وکړو چې په زانګو کې دی؟
په دې وخت کې له څو شېبې مخکې ماشوم عیسی خپله خوله خلاصه کړه او وویل: زه د خدای بنده یم. الله تعالی ماته آسماني کتاب راکړی دی او زه یې پیغمبر او برکتي کړی یم په هرځای کې چې واوسم، او ترکله چې ژوندی یم ماته یې امر وکړ چې لمونځ وکړم او زکات ورکړم او له خپلې مور سره مهربانه واوسم او ظلم او تېری ونه کړم. پر ما دې سلام وي په کومه ورځ چې زه پیدا شوی یم او په کومه ورځ چې مړ شم او په کومه ورځ چې بیا راژوندی کېږم.
دا د عیسی بن مریم په اړه حقیقت دی چې تاسو (د هغه په حقیقت کې) شک کوئ.
بیا نجاشي جعفر ته وکتل او وويل: په خداى قسم هغه څه چې تا ويلي او هغه څه چې ستا پيغمبر له خدايه راوړي دي له یوه ځايه راغلي دي، ځکه تاسو د ابراهيم له ډلې څخه ياست. بيا يې د قريشو استازو ته خطاب وکړ او وويل: ځئ لاړ شئ، چې په خدای قسم زه به يې هېڅکله تاسو ته ونه سپارم او نه به تاسو هغوى ته لاسرسى پيدا کړئ. عمرو بن عاص د نجاشي په دې خبره په غوسه شو او وویل: موږ د ابراهیم له ډلې څخه یو، نه دوی.
خدای تعالی د دې مسألې ځواب د آل عمران سورت په ۶۸م آیت کې بیان کړی چې فرمایي: إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِیمَ لَلَّذِینَ اتَّبَعُوهُ وَهَذَا النَّبِیُّ وَالَّذِینَ آمَنُوا وَاللَّهُ وَلِیُّ الْمُؤْمِنِینَ: په حقیقت کې، ابراهیم ته ترټولو نږدې کسان هغه دي، چې د هغه پیروي یې کړې او دا پیغمبر او هغه کسان چې (د هغه په دین) یې ایمان راوړی دی او خدای د مؤمنانو رب دی.
ژباړه: زماني