ورځپاڼو ته کتنه/ مطبوعات
ایران او سعودي عربستان له اوو کلونو وروسته د یو بل په هیوادونو کې سفارتونه خلاص کړي او ایران ته د سعودي ښاریزو په ورتګ ممنوعیت لیري کړای شوی دی.
لومړي راځو د ایران چاپ ورځپاڼو ته!
عزیزانو د ایران چاپ ورځپاڼې په مختلفو مسایلو باندې لیکنې او تبصرې کړي دي.
د ایران چاپ د ورځپاڼو په سر کې لومړی د اطلاعات ورځپاڼه رااخلو.
دغه ورځپاڼه په یوه مطلب کې ایران ته د سعودي ټوریسټانو په ورتګ باندې د ممنوعیت د ختمېدو خبر ورکړی دی.
د ورځپاڼې له راپور سره، ایران او سعودي عربستان له اوو کلونو وروسته د یو بل په هیوادونو کې سفارتونه خلاص کړي او ایران ته د سعودي ښاریزو په ورتګ ممنوعیت لیري کړای شوی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایي او ټوریستي خدماتو د ټولنې مشر حرمت الله رفیعي هم ویلي چي سعودي عربستان چمتو شوی دی چي د ریاض او تهران تر مینځ د مستقیمو پروازونو لپاره زمینه برابره کړي.
هغه یادونه وکړه چي خصوصي سکټور له زیاتې مودې راپه دې خوا د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د رغولو او د تګ او راتګ غوښتونکی وو چي د ایران او عربستان تر مینځ د سفارتونو د خلاصولو لپاره تر هوکړې وروسته، دغه هیله یې پوره شوې ده.
دغه ورځپاڼه همدارنګه په سوریې باندې د صهیونیستي رژیم د پرلپسې بریدونو مسالې ته اشاره کوي او دا پوښتنه مطرحوي چي له دغو بریدونو څخه هدف څه دی؟
ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم د اسرائیل رژیم په سوریې باندې له برید څخه د ترهګرو د ملاتړ او د سوریې د هوایي دفاع د سیسټم د ارزولو هدف تعقیبوي خو په عین حال کې په اسرائیل رژیم کې د کورني بحران سره په هممهاله توګه په سوریې باندې د بریدونو زیاتوالې ښودنه کوي چي نتانیاهو د اسرائیل د رژیم د داخلي ستونزو د هوارولو په موخه په بهر کې د بحران د رامینځ ته کولو په لټه کې دی.
اطلاعات د سیمې د یوه کارپوه حمید خوش آیند په حواله لیکي: په اسرائیل کې د نتانیاهو د تندلارې کابینې واکمنېدا، په اسرائیل رژیم کې د سختو حالاتو د رامینځ ته کېدو لامل شوی دی، د روان میلادي کال له پیله یعني په تېرو دریو میاشتو کې د نیواکي ټاټوبو په مختلفو ښارونو کې کابو هره ورځ په میلیونونو خلګو مظاهرې کړي او د دې رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو د لیرې کېدو غوښتونکي دي، د تاریخ په اوږدو کې دا لومړی ځل دی چي صهیونیستي رژیم په دننه کې د پېچلي سیاسي اختلافاتو او پراخو ولسي مظاهرو سره مخ شوی دی.
ورځپاڼه د خوش آیند په حواله زیاتوي چي اوس په اسرائیل رژیم کې داخلي اختلافات دومره ژور شوي او بحران په دومره لوړې سویې کې دی چي ځینو صهیونیستانو لا د دې رژیم د پاشلتیا او د اسرائیل د ړنګېدو په هکله خبرداری ورکوي.
جمهوری اسلامي
د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا د نړیوالو خبرونو په برخه کې د افغانستان د لیټیوم په پراخو معدونونو نظر کړي او لیکي چي چین په لس میلیارد ډالریزې پانګونې سره غواړي د افغانستان د لیټیوم بډایه معادنو ته لاسرسی ومومي.
د ورځپاڼې په وېنا افغانستان یو ډیر بډایه هیواد دی او د یوه ټریلیون ډالر په ارزښت مختلف معدونونه لري چي تر ټولو د پام وړ د لیټیوم معدونونه دي.
جمهوری اسلامي ورځپاڼه زیاتوي چي په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د امریکا د جیولوجیکل مطالعاتو مرکز د افغانستان له معادنو او.
د ورځپاڼې په وېنا له افغانستان څخه د امریکې د تیری ګرو ځواکونو په وتلو سره، اوس چینایانو افغانستان ته پرلپسې سفرونه کړي څو د دې هیواد د لیټیومو معادون وارزوي.
جمهوري اسلامي ورځپاڼه زیاتوي لکه څرنګه چي سعودي عربستان په نړۍ کې د تیلو په تولید کې اهمیت لري افغانستان کولایشي په راتلونکی کې په نړۍ کې د لیټیوم لپاره د یوې مهمې سرچینې په توګه مطرح شي.
ورځپاڼه لیکي چي د هوا د ککړتیا د کنټرولولو لپاره نړیوالو سیاستونو ته په کتو سره، لیټیوم د یوې مهمې او استراتیژیکي سرچینې په توګه مطرح شوې ده ځکه چي د الکټرونیک او باټریو کې زیاته کارندوالې لري.
کیهان:
د تهران چاپ دغه ورځپاڼه هم د نړیوالو خبرونو په برخه کې په بېلابېلو مسایلو باندې لیکنې کړي دي، خو مونږ د امریکا د دفاع وزارت څخه د وروستیو اشوا شویو استخباراتي معلوماتو په هکله د دې ورځپاڼې مطلب ته یوه کتنه کوو.
(د هغو پټو استخباراتي اسنادو اشوا کېدا چي د خپلو ملګرو په نزد کې د امریکې حیثیت ور تباه کړ) دا د کیهان د ورځپاڼې د تحلیلي راپور عنوان دی.
راپور کې راغلي چي له پنټاګون څخه د استخباراتي معلوماتو اشوا کېدا ته نړیوال غبرګونونه لا هم دوام لري، په امریکا کې د امنیتي چارو شنونکي ټینګار کوي چي د استخباراتي معلوماتو اشوا کېدا د دښمنانو او دوستانو په وړاندې د واشنګټن حیثیت له مینځه وړی دی.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، په تېرو کلونو کې د امریکې د استخباراتي معلوماتو او پټو رازونو د اشوا کېدو دوام په امریکې باندې د هغه د ملګرو هیوادونو باور له مینځه وړي او هم د امریکې د دښمنانو په وړاندې یې چلونه څرګند کړي دي.
کیهان لیکي چي په دې وروستیو ورځو کې له پنټاګون څخه په اشوا شویو معلوماتو کې یوازې د امریکې رازونه شامل نه وه، بلکې خپلو دښمنانو سره د مقابلې لپاره د اسرائیل د رژیم او د برتانیې پټ رازونه هم پکښې وي.
ورځپاڼه د پنټاګون د مخکنی مرستیال بیل لین په حواله لیکي: اوس نور د امریکې ملګرو هیوادونو ته ګران دی چي خپل رازونه امریکې سره شریک کړي او په امریکې باندې باور وکړي ځکه چي امریکا نو د خپلو پټو استخباراتي معلوماتو څخه ساتنه نه شوي کولای.
اوس هم راځو د افغانستان مطبوعاتو ته خو یادونه کوم چي افغانستان کې د ورځپاڼو چاپ له زیاتې مودې راهیسې بند شوي او مونږ دغه مطالب د هغوی د انلاین سایټونو څخه راغونډوو.
په سر کې راځو کلید انلاین خپرونې ته یوه کتنه کوو
دغه خپرونه افغانستان ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال د سفر او په سوډان کې د وروستیو نښتو په وړاندې د طالبانو د حکومت د خواشینی د اظهار او کرزی سره، د امریکې د ځانګړي استازې خبرونو ته ورکړي دي.
کلید لیکي چي د امریکې د خارجه وزارت استازی ټام ویسټ کرزي سره په کومې مسالې خبرې کړې دي؟
بیا په دوام کې د دغه امریکایي چارواکی د ټوییټر پاڼې په حواله زیاتوي چي ټام ویسټ کرزي سره په ترسره شوی تماس کې په خبرو کې یې مېرمنو ته د کار او نجونو ته د زده کړو د حقونو د ژر ورکړې ترڅنګ د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو په اړه هم بحثونه کړي.
د کلید له راپور سره سم، حامد کرزي هم پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دغو خبرو کې د نجونو زده کړې او د مېرمنو د کاري حقونو ورکړه مهمه بلل شوې او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د ملي خبرو پر پیل ټینګار شوی.
کرزي دغه راز لیکلي چې په لیدنه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام هم خبرې شوې دي. کلید یادونه کوي چې ټام ویسټ وړمه ورځ په دوحه کې له یو شمېر افغانانو سره لیدلي وو.
مسیر ورځپاڼې هم بېلابېلو خبرونو ته انعکاس ورکړي دي.
دغه ورځپاڼه لیکي چي روسیې افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
ورځپاڼه زیاتوي: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل هغه وخت شونې دي چې په افغانستان کې پراخبنسټه حکومت جوړ او د ښځو او نجونو حقونه رعایت شي.
د مسیر له راپور سره سم، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغه څرګندونې په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته، په یوې خبري غونډه کې کړې دي. سرګي لاوروف د افغانستان له سرپرست حکومت سره د روسیې او دغو هېوادونو د اړیکو پر اړتیا او ساتلو ټینګار کړی دی. سرګي لاوروف د افغان سرپرست حکومت ترکیب ټولګډونه نه ګڼي او وایي، چې د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل، د ټولګډونه حکومت په جوړېدو، د رایې حق ته په درناوي، زده کړو، کار او بشري حقونو پورې تړلي دي.