ورځپاڼو ته کتنه ۳-۲-۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
وړومبے به هم د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ته لاس کړوو چې په سر کښې يې د ايران د اسلامي جمهوريت او روسيې د ولسمشرانو ترمېنځ ټيلفوني خبرې اترې راخېستې دي او ليکي: د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پيوټن سره په ټيلیفوني تماس کښې د تهران او ماسکو دهراړخیزو ملګرتیاؤ په پياوړتیا او د دوو اړخیزو موافقو په اجرا کښې پر چټکتیا تاکيد وکړ .
ډاکټر حسن روحاني په دغه تماس کښې له کرونا وایرسو سره په مبارزې کې د ددواړو هیوادنو د تجروبو د مبادلې او د ملګرتیاؤ پراختیا ضروري وبلله او وې وئيل، د ایران او روسیې مسئولان باید هڅه وکړي څو د روغتیائي پروټوکولونو په خپال ساتلو سره خپل مینځۍ تخنیکي تجارتی مبادلې زیاتې کړي .
د ورځپاڼې له مخې د روسیې ولسمشر هم په دغه تماس کښې له اوسنیو سختو حالاتو څخه د تیریدو لپاره د ایران او روسیې د تجروبو په مبادلې ،دملګرتیا او هلوځلو په زیاتولو باندې په تاکید سره د دواړو هیوادونو د تعلقاتو او مناسباتو په پراختیا او د تهران او ماسکو دموافقو په اجرا کښې پر چټکتیا ټينګار وکړ او دایران په خلاف د امریکې بندیزونو ته په اشارې سره يې دغه اقدامات د انساني حقوقو خلاف ورزي وبلله.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د ايران د خارجه وزارت د لويديځې اېشيا د چارو عمومي مدير هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کښې يو پراخ بنسټه حکومت جوړ شي.
د ايران د خارجه وزارت د لويديځې اېشيا عمومي مدير او د خارجه وزير مرستيا سيد رسول موسوي چې د افغانستان په چارو کښې د ايران د خارجه وزير له خاص استازي او مرستيال محمد ابراهيم طاهريان سره يوځاے کابل ته سفر کړے دے په يو ټوئيټ کښې د دغه سفر نتائجو ته د خوشبينۍ په څرګندولو زياته کړه، افغان چارواکي دې د يو پراخ بنسټه حکومت په تشکيلولو سره د بين الافغاني خبرو اترو د کولو او په دغه هېواد کښېد صلحې او ثبات د رامنځته کولو په لار کښې اوچت ګام پورته کړي.
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې هم په يوې شننه کښې وليکل، امریکې غوښتل چې د ايران د تېلو صادرات صفر ته اورسوي خپل د تېلو صادرات يې تر صفر لاندې ته اورسېدل.
په دغه ليکنه کښې راغلي چې امريکې د ايران په خلاف د بنديزونو او اقتصادي دباونو په سختولو سره اعلان کړے ؤ چې د ايران د تېلو صادرات صفر ته اورسوي خو د تېر ګل په ورځ يې ناڅاپه اعلان وکړ چې د امريکې د تېلو صادرات تر صفر لاندې ته او حتی منفي څلوېښت ډالرو ته اورسېدل.
--------
د تهران جام جم آنلائن ورځپاڼې بيا د روغتيا د نړيوالې ادارې ډبليو اېچ او د مشر له قوله وليکل، په راتلو وختونو کښې په نړۍ کښې د کورونا وائرسو د لا زيات خپرېدو احتمال شته.
هغه زياته کړه په ځينو هېوادونو کښې د لاک ډاون او محدوديتونو نرمېدو دا خطر زيات کړے دے چې په نړۍ کښې د کورونا وائرسو خپرېدل نور همه زیات شي.
----------
د تهران جوان آنلائن ورځپاڼې بيا وليکل: د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر لخوا سپوږمکۍ يا سيټلائيټ په بریالیتوب سره د زمکې مدار ته ولېږل شو.
د ایران د اسلامي جمهوریت د وړومبۍ پوځي سپوږمکۍ په توګه د نور سپوږمکۍ نن سهار د قاصد په نوم له سپوږمکۍ توغونکي مرکز څخه چې د ایران په مرکزي دښته کښې پروت دے د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک لخوا وتوغول شوه او د ځمکې په څلورسوه پینځویشت (۴۲۵) کلوميټرۍ کښې ورغلله .
------
دا هم د پاکستان چاپ له ورځپاڼو څخه جنګ ورځپاڼې د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل: که علماؤ له کورونا وائرسو څخه د ژغورنې په طبي او روغتيائي تدابيرو عمل ونه کړ نو ټول جوماتونه به بند کړې شي.
ورځپاڼه په يو بل خبر کښې د وزيراعظم عمران خان د اطلاعاتو د مرستيال مېرمن فردوس عاشق اعوان له قوله وليکل، نن د کورونا وائرسو د ټېسټ لپاره د عمران خان د وينې نمونه اخېستل کيږي، هغې زياته کړه چې مخکښې هم د هغه او د هغه د مېرمن د ټېسټ نتيجه منفي راغلې وه خو په دې وروستیو کښې له يو کورونائي بيمار سره له ليدلو کتلو وروسته بيا د اطمينان حاصلولو لپاره يې ټېسټ ترسره کيږي.
---------
د پاکستان پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا صوبې د وزير اعلی محمود خان په مشرۍ په يوه غونډه کښې فېصله اوشوه چې افغانستان ته د خوراکي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره به خصوصي فورس جوړ شي.
په يو بل خبر کښې ليکي د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کورونا وائرسو د مخنيوي لپاره په اميګرېشن باندې بنديز ولګوۀ.
------------
د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې بيا وليکل، د پاکستان د لاهور لوے محکمې د سوداګرو لخوا د لاک ډاون د ختمولو درخواست رد کړ. او د سوداګرو د انجمن مشر ونیول شو.
-----
اوس به هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لاس کړوکابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د کرونا ویروس په وړاندې په افغانستان کې د روانې مبارزې او د سیاسي مشرانو د خپلمنځي اختلافاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې "په افغانستان کې له کرونا سره ملي مبارزه پهکار ده."
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې حکومت او روغتیا وزارت تر اوسه یوازې په دې ټینګار کړی چې خلک باید په کورونو کښې پاتې شي په داسې حال کې چې په کور پاتې کېدل د افغانستان تر نیمایي زیاتو خلکو ته تر کرونا په درنه بیه تمامېږي.
د سرمقالې لیکوال ادعا کړې چې حکومت په خلکو د کرونا ویروس د لا خپراوي له وېرې د جدیت ټینګار کوي، خو په خپله حکومت په دې برخه کې جدي دریځ نهلري چې په خبرهيې ډېر د تأسف وړ خبره ده.
ورځپاڼه لیکي چې کرونا یوه نړیواله غمیزه ده او د افغانستان په څېر بېوزله هېوادونه چې بیا منظم او ژمن حکومتونه هم نهلري د دې وژونکي ویروس نه په لویو غمیزو اوښتی شي.
------------
ملي ارمان ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا نوم ورکړى، "خلک به له تاسې انتقام واخلي." په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ پر زیاتېدو دي او خلک هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو سیاسي مشران لا هم د ملي ګټو پر ځای په خپلو شخصي ګټو پسې نښتي دي او په خپلو کې جوړ نهراځي.
د سرمقالې لیکوال لیکي، په دې هېواد کې ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي او مسؤلیتيې هم پر هغه سیاسي مشرانو دی چې د واک په سر جوړجاړی نهرامنځته کوي.
ورځپاڼه وړاندیز کوي چې په اوسنیو حالاتو کې باید ټول اړخونه او سیاسي څېرې د افغانستان روان وضعیت درک کړي او له خپلې سرتنبګۍ تېر شي او داسې څه ونهکړي چې خلکيې نور ګرېوانونو ته لاسونه وغځوي، ځکه روانو حالاتو ته د ولس د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده.
--------
هشت صبح ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د کرونا ویروس د معلومولو د روغتیايي کېټونو کمښت ته اشاره کړې او لیکلي دي چې "حکومت دې دا روغتیايي کېټونه پوره کړي."
وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوارونه پرانیستل شوي چې تقریباً ټوليې د تشخیصیه امکاناتو له کمښت سره مخ دي او په دې ولایتونو کې سلګونه کسان د دې انتظار باسي چې ټسټونهيې وشي.
د سرمقالې لیکوال لیکلي همدا لامل دی چې په دې هېواد کې لا هم د کرونا په ویروس د اخته کسانو رښتینې شمېرې نهدي معلومې.
لیکوال لیکي زیات شمېر افغانان چې د کرونا لومړنۍ نښې پهکې ښکاره شوي بار بار يې تشخیصیه مرکزونو ته مراجعه کړې او هلته له وضعیته ناهيلي شوي دي.
ورځپاڼه لیکي د تېر کال د حوت په میاشت کې متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د کرونا ویروس د تشخیص د ۵۰ زره کېټونو مرسته کړې، خو د سرمقالې د لیکوال د ادعا له مخې تر دې دمه په دې هېواد کې یوازې ۶۶۷۷ کېټونه کارېدلي او کاږي چې پاتې نور ۴۳۳۲۳ کېټونه څه شول؟
د سرمقالې لیکوال دا هم لیکي چې په دې برخه کې ولې هر څه ګونګ دي او ولې روغتیا وزارت له خلکو سره واقعیتونه نهشریکوي؟
ورځپاڼې په افغانستان کې د زیاتو ټسټونو په کولو تینګار کړی او له حکومتهيې غوښتنه کړې چې روغتیايي امکانات زیات کړي.