دسردارشهید سلیماني د شهادت دریمه کلیزه
د شهید سردار سلیماني ځلانده اقدامات اوږدلیسټ لري ، د هغه کس اقدامات چی د خپل دین او هیواد لپاره یې له هیڅ هلې ځلې ډډه ونکړه .په دوی کی یو ځلانده اقدام له امریکایانو او صیهونیسټانو سره د مقابلې لپاره د سیمې په مختلفو برخو کې د مقاومت له ځواک د پیاوړی خنډ رامینځته کول وو
له هغې ورځې درې کلونه تیرشول چی له ترهه ګرو سره د مبارزې قوماندان د ترهه ګرو امریکایی عسکرو په لاس شهید کړې شو ، اوس د نړۍ درست ازادي غواړي پوهیږي چی ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني د مقاومت دمیدان تر ټولو اغیزمن شخصیت وو .
د یوزر درې سوه اته نویم هجري لمريز کال د مرغومي د میاشتې دیارلسمه نیټه د ایران د ملت پرضد د امریکا د نړیوال استکبار یو بل جنایت رامینځته شو . داسې اقدام چې نه یوازې د ایران بلکې د نړۍ ټول ازادي غواړي یې په غم کښې ډوب کړل .
په همدې ورځ د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ناځوانمردانه ډول د مقاومت او د د زړنو سردار ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د ټرور حکم ورکړ او هغه یې د ماموریت د ترسره کولو په وخت د بغداد نړیوال هوایی ډګر ته نږدې د حشد الشعبی له مرستیال مشر ابومهدی المهندس سره یو ځای شهید کړ .
په سیمه او نړۍ کې د سردار سلیمانی اقتدار تر دې حده وو چی د هغو د شهادت خبر د اسلامی انقلاب د یوې محبوبې څیرې او له نړیوال ظلم او سلطې نظام سره د مبارزې د سمبول په توګه د داخلی او بهرنیو رسندویو د خبرونو په سر کې راغله او ډیر نړیوال غبرګونونه یې راوپارول .
د دغه ځانګړي پروګرام په لومړۍ برخه کې به د هغه ژوندلیک او په سیمه کی د مقاومت د ایتلاف او پیتاوړتیا کې د هغه رول باندی رڼا واچوو او په دوهمه برخه کې به د امریکا د دسیسو په شنډولو کې د شهید سلیماني رول ، د سردار سلیمانی د ترور فیصلې ، د صیهونیسټ رژیم رول او همداراز د ایراني ملت په ذهن کې د هغو یاد او خاطرې باندې رڼا واچوو .
د حاج قاسم سلیماني د دریمې کلیزې د ترسره کولو د ولسی کمیټۍ د اعلان په اساس جان فدا د سردار شهید سلیماني د دریمې کلیزې د شعار په توګه انتخاب شوی دی .
د شهید سلیمانی ژوند لیک
شهید قاسم سلیماني د ایران د اسلامي انقلاب له بریاوروسته د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک غړې شو او د ایران او عراق د جنګ په پیلیدا سره یووخت په کرمان کې څو یونټونه وروزل او د جنګ جبهې ته یې ولیږل . هغه په یوه پړاو کې د لویدیځ اذربایجان د لښکر قومانداني پرغاړه درلوده . په ۱۳۶۰ کال کی د سپاه دهغه وخت د مشر محسن رضایی په حکم د بسیج ولسي ځواک د (۴۱ ثار ا... کنډک ) قوماندان شو او د شجاعت او میړانې او د ښه تدبیر او ځیرتیاپه دلیل په دفاعي چاروکې مشهور شو .سردار سلیمانی د سپيڅلی د فاع په پړاؤ کې له خپلې خوا ډير میړنتوب او ځيرتیا نندارې ټه وړاندې کړ او په ډيرو پيچلیو او سختو عملیاتو کې ئې د یوه مهم مسئول په توګه برخه اخستې وه او څو څو ځله د شهادت تر حده ټپي شوي هم ؤ خو هیڅکله ئې داسلامی آئيدیاؤ او د خپل ټاټوبي په دفاع کې لټي ونه کړه او تل ئې خپله دنده د یوه ستر فرض په توګه ترسره کوله .
سردار سلیماني د ا یران په ضد د عراق د اته کلن تپلي جنګ له ختمیدو وروسته بیرته کرمان ته ستون سره او په دغې سیمې کې ئې له هغو اشرارو سره مبارزې ته مخه کړه، چې د هیواد له ختیځو سرحدونو به ئې پر ولس او حکومتي اورګانونو حملې کولې.د زړونو سردار جنرال قاسم سلیماني دسپيڅلي دفاع له پړاوه رانیولې،د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د قومندانۍ په پوسټ ترګمارنې پورې د ایران او افغانستان ګډو پولو ته څيرمه د نشه ایزوموادو د قاچاقبرو له چینلونو سره مقابله کوله او په دغې برخې کې ئې هم ډيرې وړتیاوې او شجاعت نندارې ته وړاندې کړ .
سردار سلیماني په ۱۳۷۶ لمریز کال کښې د اسلامي ایران د ټولو قواؤ ستر د قومندان حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي له خوا تهران ته په راوغوښتلوسره هغه ته دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندانۍ وسپارله.
په سیمه کې د مقاومت د ډلوایتلاف او پیاوړتیا
د شهید سردار سلیماني ځلانده اقدامات اوږدلیسټ لري ، د هغه کس اقدامات چی د خپل دین او هیواد لپاره یې له هیڅ هلې ځلې ډډه ونکړه .په دوی کی یو ځلانده اقدام له امریکایانو او صیهونیسټانو سره د مقابلې لپاره د سیمې په مختلفو برخو کې د مقاومت له ځواک د پیاوړی خنډ رامینځته کول وو .سردار سلیمانی د قدس ځواک د قوماندان په توګه د مقاومت د چورلیز د پیاوړتیا او پراختیا کې پراخ فعالیتونه درلودل .
په حقیقت کې دغه بزرګوار شهید د مبارزو فلسطینی ډلو او د لبنان د حزب ا... په پیاوړتیا کې اساسی رول ولوبوه او د صیهونیسټ رژیم په وړاندی په ۳۳ ورځنی او ۲۲ ورځنی جنګونو کې د دغو ډلو بریالیتوب د شهید سلیمانی د رول او شتون ښودنه کوي .
همدراز د سوریې جنګ چی په دغه هیواد کې یې د مقاومت جبهه تباه کوله او د لبنان د مقاومت ځواک ته یې هم ګوزار ورکاوه ، د ډیرو مومنانو او په سر کې یې د حاج قاسم سلیمانی په هلو ځلو سره اپوټه نتیجه ورکړه او سوریه له تیر وخت په ډیره پیاوړی توګه د مقاومت د چورلیز په جبهې بدله شوه .
د سردار سلیمانی له نورو فعالیتونو په عراق کی شتون او په دغه هیواد کې د داعش د کار په ختمولو کې نه انکاریدونکې رول دې . سردار سلیمانی په عراق او سوریه کې د داعش پرضد د خپل شتون په موده کې د تکریت ، جرف الصخر ، موصل ، سامرا او کربلا په شان سیمو په ازادولو کې اود ام المعارک په عملیاتو کې د اربیل له نسکوریدا په مخنیوی کې چورلیزي رول ترسره کړ .
د عراق لومړی وزیر محمد شیاع سودانی ویلی دی هغه خدمات چی شهید سلیماني د حشد الشعبی تر څنګ د داعش د تباه کولو اوعراق امنیت لپاره ترسره کړل ، د دواړو هیوادونو د خلکو د وروګلوۍ ، دوستی او اخوت بهترینه بیلګه دي او د دې ښودنه کوي چی ایران او عراق د یوه بل په څنګ کې په یو لړ کې ګام پورته کوي .
سردار سلیماني د النجبا غورځنګ ، کتایب حزب ا... او همدراز په عراق کی د حشدالشعبی او د سوریې د ولسی بسیج په شان ډلو او د فاطمیون او زینبیون اود ایران له حرم مدافعانو سره د هغو په اتحاد سره د داعش په وړاندی مقاومت وکړ او په ډیرې زړورتیا سره په داسې حال کی چی د داعش د ډیرو پوځی قوماندانانو په وینا د سوریې د ولسمشرۍ د ماڼۍ دروازو شاته رسیدلی وو او هیچا دا فکر نه کاوه چی داعش به ماته وخوری ، سردار سلیمانی د حرم له مدافعانو سره یو ځای د ترهه ګرو په وړاندی ودریده او د اسیا په لویدیځ کې داعش د زیاتې پراختیا او ظهور خنډ شو .
د اروپا د پارلیمان ایرلینډی استازی مایک والاس د شهید سلیماني د بریاو په اړه وایی په داسې حال کی چی امریکا او متحدان یې په سیمه کی د داعش د ترهه ګرې ډلې او ملیشاو ډلو د سنبالولو مسول وو ، هیچا د سردار سلیمانی په اندازه په عراق کی د داعش د ماتې لپاره کوشش ونکړ . په عین حال کی د امریکا په وسیله د هغه په قتل پسې د نړیوالې ټولنې د غندلو هیڅ خبر نه وو .
بی دلیله نده چی د سردار سلیمانی شخصیت د مستضعفانو او او مظلومانو د ملاتړ د بیلګې په توګه پراخ او هراړخیره وجودی اړخونه لري او د ایران او اسلامي نړۍ له پولو وراخوا تعریف کیږی .
د رهبرۍ د ستر مقام په وینا د دغه شهید سردار وجودي او شخصیتي اړخونو ته باید د یوه مکتب ، یوې لارې او د درس د یوه ښونځی په توګه وکتل شي نو هغه وخت به د دغې قضیې قدر او بیه روښانه شي .پای