بې نقابه امریکا په تیرې اونۍ کې
د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د بې نقابه امریکا د تیرې اونۍ د ځینو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې ددغه هیواد د ځينو مهمو پيښو یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،بیا مو هم دځينو موردونو په باب رابولوو،د تحلیلی برخې آوریدو ته .نو هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي .
*/*/*/
د امریکا د پټو اطلاعاتو د زیاتې ایشوا کیدا رسوایانې
*/*/*/
د ډالر پر کمزورتیا د یواړخیزو بندیزونو پر رول د امریکایانو اعتراف
*/*/*/
په امریکا کې د تاؤتریخوالو د شمیر په اوڅاره توګه زیاتیدا
*/*/*/
او د صهیونیسټ رژيم په وړاندې د جوبایډن د حکومت د سیاست د بدلیدا غوښته، په تیرې اونۍ کې د امریکاځيني مهمې پيښې وې ،اوس مو هم رابولولو د ځینو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .
*************************
= د امریکا ولسمشر جوزف بایډن د پنټاګان د پټو اطلااتو له ایشوا کیدا وروسته ،په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د امریکا اطلاعاتي او استخباراتي ټولنې ته ئې امر کړی دیڅو امنیتی تمهیدات پیاوړي کړي او د حساسو اطلاعاتو خپریدا محدوده کړي . جوبایډن پخپلو څرګندونو کې ووئيل، په داسې حال کې چې مونږ هماغه شان ددغو سندونو د باؤري کیدا په اثبات بوخت یوو، خپلو پوځي او امنیتی او استخباراتي ټولنې ته مو امر کړی دیڅو د لاخوندیتوب لپاره او د حساسو اطلاعاتو د خپریدا د محدودولو لپاره دې کوټلی اقدامات وکړي او دمونږ ملی امنیت ټیم د امریکا له شریکانو او متحدانو سره په ارتباط کې دی. د پنټاګان د پټو سندونو په ایشواکونې مشکوک جک تکسیرا نیول شوی دی ، پر هغه تور لګیدلی چې د ملی دفاع اطلاعات ئې په غیر قانوني توګه ساتلي او ددفاعی محتوا او پټ اطلاعات ئې په غیر قانوني توګه خپرۀ کړي دي. د امریکا فیډرل پولیسو(ایف بی آئي) په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ، په ماساچوست ایالت کې واقع په نورث دټن سیمې کې ددغه کس په هستوګن ځاي کې دقانونی فعالیتونو ترسره کیدا دوام لري. له دې مخکې امریکائي چارواکو وئيلي وو، چې شکمن کس حک تکسیرا نومیږي. نیویارک ټایمز چې د لومړي ځل لپاهر ئې دهغه نامه ایشوا کړې ده، راپور ورکړی، هغه یو ۲۱ کلن ځوان او د ماساچوست د هوائي ملي ګارډ د ۱۰۲ اطلاعاتي څانګې غړی دی . واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په یوه راپور کې د(کمپیوټری لوبو د لوبغاړ د مخصوصې یوې رسندوئې)په ډيسکوّر ډ کې د واړې مجازی ټولنې څخه په یوه راپور کې وئیلي وو،داسې ښکاري،ددغې ډلې دمدیر په وسیله دلومړي ځل لپاره سندونه خپرۀ شوي دي .د امریکا لوي څارنوال مریک ګارلنډ هم د ملی دفاع د پټو اطلاعاتو په غیر قانوني توګه د ساتنې، او منتقلونې په باب له څيړنو سره په ارتباط کې د جک تکسیرا نیول کیدا اعلان کړه.
د امریکا رسندوئې وائي ، د ګارلنډ توضیحات ښئ چې جک تکسیرابه د 18- یوایس سی- 793 قانون په اساس چې د امریکا دجاسوسپي قانون په توګه پیژندل کیږي، تورن وپيژندل شي. دغه قانون وائي، له ملی دفاع سره داړونده سندونو په غیر قانوني توګه ساتل ،ویستل او منتقلول ، چې امریکا تاوان رسولی او یا دبهرني دښمن له استفادې سره مرسته کولی شي، جرم حسابیږی.
ددغه هر یوه سند ایشواکیدا خپله سزا لري .ددغو سندونو په باب دتورونو په بدل کې تر لسو کلونو پورې د زندان سزا لري.په همداوروستیو کې په روسیې د حملې لرپاره داوکراین د پوځ په وسلو دسنبالولو لپاره د امریکا او ناټو د پلان پټ سندونه او جزئيات او هم دبایډن دحکومت ځیني نور پټ سندونه په ټوئيټر او ټلګرام ټولنیزو چینلونو کې خپرۀ شوي چې ډير عکس العملونه ئې دلودلي اوپه مختلفو حوزو کې د ډيرو پیښو ایشوا کونکي دي. امریکائي چارواکي په سوشل میډیا کې ددغو ډيرو مهمو او پټوکابو سلو سندونو د ایشوا کیدا د داخلی او بهرنیو نتیجو د کنټرولولو لپاره هماغه شان سربداله دي. البته تر دې دمه د امریکا ددفاع وزارت د پټو سندونو د ایشوا کیدا له موضوع سره په رابطه کې تر دې د مه څو احتمالونه او فرضیې چې ځیني برخې ئې داوکراین له جنګ سره اړوندیږي، مطرح شوي دي، چې په دې مینځو میان کې د روسیې یو شمیر پوځي کارپيژاندو ددغو سندونو جعلی کیدا او قصدا ئې دخپریدا زیات احتمال ظاهر کړی دی. له بل پلوه او د امریکا د استخباراتو له ملنډو ډکو نړیوالو او داخلی نتیجو د کمولو په موخې سره ، سپینې ماڼۍ له خبریالانو غوښتي څو د سي آئي اې او پنټاګان د ایشوا شوو سندونو د متحوا په باب دې راپور برابر نه کړي.

د امریکا د خزانې وزیر جانت یلن له سی این این خبری چینل سره په خصوصي مرکې کې ووئيل، د روسیې او نورو هیوادونو په ضد اقتصادي بندیزونه د ډالر سلطه له خطرې سره مخامخ کوي او د ایران پشمول ټارګټ شوي هیوادونه د ډالر په ځاي په نورو اسعارو پس دي . هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا بندیزونه دنړیوال زیرمه اسعارو په توګه د ډالرو رول له مینځه وړلی شي؟، ځیني احتمالی خطرې ئې تائيد کړې او وې وئيل ،مونږ د ډالر له رول سره له اړونده مالی بندیزونو څخه استفاده کوو، دا خطره شته چې دغه کار دو خت په تیریدا سره د ډالر د نړیوالې سلطې او باؤؤ د کمزوریکیدا سبب شي.البته دا یو ډير مهم آوزار دی چې مونږ هڅه کوو، ورڅخه عاقلانه استفاده وکړو. د امریکا دخزانې وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې بندیزونه هاله لا اغیزشیندونکي کیدلی شي چې د امریکا د متحدانو له ملاتړسر ه یوځای شي،ووئيل؛بندیزونو د ډالرو په ځاي د بل اسعار د لټولو لپاره د چین،روسیې اوایران ګروهنه راپارولې ده،خو د ډالر دخاصو ځانګړنو په دلیل چې د (متحده ایالاتو د خزانه دارئ) دنړۍ تر ټولو نغدې او تر ټولو امنه شتمنۍ ده،البته ددې اسعارو په ځاي د بل اسعارو راوستل دومره آسان کار هم نه دی. د امریکا د خزانې وزیر د اوکراین د بیا رغاونې لپاره د روسیې د تړل شوو شتمنیو څخه داستفادې د احتمال په پاب دیوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل،روسیه باید هغه تاوانونه چې ئې رامینځةکړي دی ورکړي. هغه زیاته کړه،د هغه څه په باب قانوني محدودیّتونه چې د روسیې له کنګل شوو شتمنیو سره ترسره کیدلی شي، شته دي او البته مونږ له خپلو شریکانو سره په خبرواترو بوخت یوو .: په همداوروستیو کې نیئو اینډیّن ایکسپریس خبری سایټ لیکلی دي ، دا احتمال شته ، ایران ډير زر دتیلو په خرڅلاؤ کې د روسیې بیلګه وړاندې کړي او په ریالو د خپلو تیلو او ګیسو خرڅول پيل کړي او په دې زمینې کې ډالر څنګة کړي . ویل کیږی،ټاکل شوې ده د روبل په شان ریال له طلا سره اړونده شي. خبرې سرچینې وائي چې ایران غواړي ،ډير زر د سرو زرو یا طلا او ریال ترمینځ ارزښتوالی او دنرخ مبادله سره وسنجول شي چې د له ریال او طلا څخه استفادې ته ددغه هیواد د تیلو او ګیسو د ګاهکانو د هڅولو سبب شي. د ایران دغه فیصله دد امریکا ډالر ته یو بل ګوزار کیدلی شي. د تیرې میاشتې په وروستیو کې روسیې په روبل یا طلا له دغه هیواده د تیلو او ګیسو د خرڅولو لپاره خپله فیصله اعلان کړې ده . د روسیې مرکزي بانک هم اعلان کړی دی چې د روبل ارزښت به د طلا یا سرو زرو په اساس وټاکي.

په امریکا کې له وسلو سره د لوړ تاؤتریخوالي د ارزونې نتیجې ښئ چې په امریکا کې په هرو پنځو کسانو کې یو کس په دغه تاؤتریخوالي کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.په یوه راپور کې وئيل شوي دي ، د قیصر کورنۍ فاؤنډيشن دیوې نظر سنجې د ارزونې په چوکاټ کې په امریکا کې په وسلو سره د تاؤتریخوالو په باب یوه ارزونه خپره کړې ده چې نتیجې ئې لړزؤنکي دي. ددغې ارزونې نتیجې ښې چې د امریکا دولس فیصدي آبادي تر دې دمه د وسلو په وسیله ګواښل شوي دي او په هرو پنځو کسانو کې حتی د کورنۍ یو غړی ، په وسلو سره د تاؤتریخوالی له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په ګرمو وسلو سره خودکشي هم په دې مطالعې کې ورځاي شوې د ه او د احصایو نیمه برخه جوړوي.
په ۲۰۲۲ کال کې په امریکا کې په ګرَمو وسلو سره په ټول کې څلور څلویښت زره درې سوه نهه دیرش کسان وژل شوي دي. په دې اساس په تیرو دوو کلونو کې په وسلو سره مرګ په متحده ایالاتو کې د ماشومانو د مرګ یو اصلی هعامل دی. ددغې ا رزونې نتیجې ښئ چې په درو کې یوه برخه تورپوستي او لاتینې توکمه کسان هره ورځ له وسلې سره د تاؤتریخوالي له امله ههغ که پخپله وي او یا که د کورنۍ د بل غړي په ضد وي ورڅخه ویره لري . دغه ویرې تصادفي نه دي، ځکه په دغو ډلو کې په کورنۍ کې په درو کې یو کس په وسلې سره له مرګ سره مخ کیږي . په کلي توګه په امریکا کې کابو یو څلویښت فیصدي آبادي په یوې کورنئ کې له ګرَمو وسلو سره ژوند کوي. دغه راپور همدرااز ښئې چې په دغه هیواد کې د ښاریزو کابو اولس فیصدي برخه په یوه کس د ډزو شاهده ده . چې امریکا دغه وضعیّت د یوه ګړنګ په لور کاږلې ده .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************