Apr 30, 2023 14:05 Asia/Kabul
  • لوېدیځه اسیا په تېره اوونۍ کې

په نیواکي ټاټوبو کې د بحرانونو دوام، د فلسطینیانو په ضد د صهیونیستانو د جنایتونو دوام او لبنان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سفر په تېره اوونۍ کې د لوېدیځې اسیا له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.

تېره اوونۍ کې هم په نیواکي سیمو کې کړکېچ دوام موندلی دی، د اوولسمې اوونۍ لپاره د تیرې اوونۍ په شنبې ورځ هم په سلګونو زره صهیونیستانو د محکمو د واک د کمېدو او د قضایي اصلاحاتو لپاره د نتانیاهو د طرحې په ضد لاریون وکړل. په دغو مظاهرو کې د صهیونیستي رژیم مخکني فوځي او سیاسي چارواکو هم ګډون کړې وه.

د یدیعوت احارانوت نومې عبري ژبې ورځپاڼې ولیکل: د اسرائیل د رژیم د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چي په تل ابیب کې د یهودیانو د فډرېشن په کنفرانس کې د نتانیاهو له مخکې ټاکل شوې وېنا لغوه شوې دي. یدیعوت احارانوت په خپل راپور کې د قضایي جوړښتونو د اصلاحاتو لپاره د نتانیاهو د مخالفینو له لورې رامینځ ته شوي ګواښونه د نتانیاهو د وېنا د لغوه کېدو لامل، بللې دي.

د صهیونیستي رژیم مشر اسحاق هرتزوګ چي په نیواکي سیمو کې د بحرانونو له دوام څخه اندېښمن دی، اعلان وکړ: حالات دومره کړکېچن دی چي تر دې دمه مې د استعفا لپاره څو وړاندیزونه تر لاسه کړي دي، خو په نیواکي ټاټوبو کې د روانو ستونزو د امله استعفا سره مې مخالفت کړی دی. هغه د خپلو خبرو په دوام کې په دې اړه د خبرداری په ورکولو سره، زیاته کړه: اوسنی کړکېچ د اسرائیل د رژیم د کورنیو کړکېچونو په تاریخ کې تر ټولو خطرناکه کړکېچ دی او په مختلفو برخو یې ناوړه اثرات کړي دي.

امریکایي خبرې چینل سی ان ان د اسرائیل د رژیم د داخلي کړکېچ په هکله یو راپور برابر کړی دی، په دغه راپور کې ویل شوی چی اسرائیل رژیم په خپل ۷۵ کلنۍ کې احساس کوي چي له بهرني ګواښونو سره هممهاله د هویت پورې اړوند له کړکېچ سره لاس په ګرېوان شوي او د کندې په څنده کې ولاړ دی.

کابو د اسرائیل د رژیم ټولې څانګې سیاسي کړکېچ کې ښکېل شوي دي، حتی د ټکنالوژی برخه چي یوه غیر سیاسي څانګه ده هم په وروستیو کښالو کې برخه اخیستې ده. اسټارټاپ شرکتونو هم خپلې پانګې له اسرائیل رژیم څخه بهر ساتلي دي او په بلواو کې د ګډون لپاره خپل کارکوونکي هڅوي. تېره ورځ د اسرائیل د رژیم د درنښت ورځ وه، داسي ورځ چي له معمول سره سم، صهیونیستانو په کښې خپل اختلافات څنګ ته کول، خو دا ځلې د نتانیاهو مخالفانو حتي د اسرائیل د رژیم د درنښت په ورځ کې هم خپلو مظاهرو ته دوام ورکړ.

د المیادین خبري چېنل هم د پنجشنبې په ماښام په فلسطین کې د دې چېنل د مدیر په حوالې سره اعلان وکړ چي له مظاهرو څخه د څلورو اوونیو په تېرېدو سره د نتانیاهو د قضایې اصلاحاتو په سر لاهم لانجې روانې دي او تندلاري یهودیانو او د نتانیاهو پلویانو د دې طرحې له مخالفینو سره د مقابلې لپاره سړکونو ته وتلي دي چي دا په نیواکي ټاټوبو کې په صهیونیستي ټولنه کې د اختلافاتو د زیاتېدو او د کورنیو خبرو اترو د ماته خوړلو ښودنه کوي. د فلسطین د چارو کارپوه امیر مخول المیادین سره په مرکه کې وویل: صهیونیستي رژیم په یوه نه راستنېدونکې کړکېچ کې ښکېل شوی چي د وتلو لاره نه لري او راتلونکي مظاهرې به هرو مرو تاوتریخجنې شي.

په نیواکي فلسطین کې د بحران له دوام سره هممهاله صهیونیست رژیم د فلسطینیانو په ضد خپلو تاوتریخوالو ته دوام ورکړی دی، فلسطینی ځوان سلیمان عایش د تېرې اوونۍ په دوشنبې ورځ په عقبه کېمپ باندې د صهیونیستانو د یرغل پر مهال د صهیونیست رژیم د نیواکګرو له لورې په ډزو وویشتل شو او په شهادت ورسېدل.  د پنجشنبې په ورځ بیا یو بل فلسطینی د طه یعقوب احمد په نامه د په قدس شریف کې د صهیونیستانو له لورې وویشتل شو او په شهادت ورسېدل.

د مصطفی عامر صباح په نامه بل ۱۵ کلن فلسطینی ځوان هم د جمعې په ورځ د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه بیت اللحم کې د صهیونیستانو له لورې په شهادت ورسېدل.

همدارنګه صهیونیستي رژیم چي په دې وروستیو کې د فلسطیني مقاومت له توغندوي بریدونو څخه تنګ شوي دي او له بریدونو سره مقابله کې پاته راغلي دي، یو ځلې بیا د مقاومت د غړو د ټرورولو سیاست یې په مخه اخیستی دی او د غزې په تړانګه کې د مقاومت د مشرانو د ټرورولو ګواښ یې کړی دی، په دې وروستیو کې د صهیونیست رژیم یو شمېر فوځي افسرانو له نتانیاهو څخه غوښتنه کړې وه چي د حماس د غورځنګ مرستیال صالح العاروري د ټرورولو لپاره اقدام وکړي.

د دغو جنایاتو په دوام سره، د حماس په شمول ټولو مقاومتي ډلو اعلان وکړ چي فلسطینی ولس به د صهیونیستانو د نیواک تر ختمېدو پورې مقاومت ته دوام ورکړي او د فلسطیني شهیدانو د وینو غچ به له صهیونیستانو څخه واخلي.

د صهیونیست رژیم د کورواکې ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي هم د امنیت په شورا کې دې ته په اشارې سره چي که د ملګرو ملتونو په منشور باندې ژمنتیا موجوده وای او د امنیت شورا پرېکړه لیکونه عملي شوي وای، په ټینګار سره وویل: د نیواک د ختمېدو وخت رارسېدلی دی.

همدارنګه د ملګرو ملتونو عمومي غونډه یوه طرحه تصویب کړه چي په کښې د هاګ له نړیوالې محکمې څخه غوښتنه شوې چي د صهیونیست رژیم د نیواک او د فلسطین د حقوقو د لاندې کېدو د پایلو په هکله خپله فیصله وکړي.

د لوېدیځې اسیا یوه بله مهمه پېښه، لبنان او عمان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سفر و، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ د یو سیاسي جګپوری پلاوی په مشری لومړی عمان او ورپسې لبنان ته ولاړ او د لبنان د رسمي چارواکو له هرکلی سره مخامخ شو، عبداللهیان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره په کتنه کې په مختلفو برخو منجمله اقتصادي او سوداګریزو ډګرونو کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ.

د لبنان لومړي وزیر هم ایران د سیمې یو مهم هیواد وباله او د لبنان په وړاندې د تهران له رغېدونکو دریځونو څخه په مننې سره، د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

د ایران خارجه وزیر په بیروت کې د اسلامي جهاد د غورځنګ له سرمنشي سره په کتنه کې، د فلسطین له مظلوم ولس څخه په ملاتړ کې د ایران اصولي سیاست ته په اشارې سره، د فلسطین د مقاومتي ډلو او همدارنګه د اسلامي هیوادونو تر مینځ د یووالې او همپالنې په ضرورت تاکید وکړ څو په اسلامي مقدساتو او فلسطینیانو باندې د صهیونیستانو د جنایاتو مخنیوی وشي.

د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ سرمنشي زیاد نخاله هم په دغه کتنه کې د ایران له ملاتړ څخه په مننې سره، وویل مقاومت په تېره یوه لسیزه کې خپل تر ټولو په پیاوړی حالت کې دی. هغه یادونه وکړه چي په صهیونیستي رژیم کې د داخلي بحرانونو مخ په زیاتېدونکی بهیر د فلسطین د ولس د مجاهدتونو او مقاومت په وړاندې د صهیونیستي رژیم د لالهاندی او کمزورتیا ښودنه کوي او صهیونیست دښمن د نابودی په لور روان دی.

د ایران خارجه وزیر د لبنان د پارلمان له مشر نبیه بري سره، په کتنه کې په سیمه کې د صهیونیست رژیم د ورانوونکو هلوځلو په وړاندې د ایران له مقاومت څخه مننه وکړه او په داخلي لارو چارو باندې د لبنان د ستونزو د هوارولو په ضرورت تاکید وکړ، هغه همدارنګه د ریاض او تهران تر مینځ له هوکړې څخه په هرکلی سره، دا هوکړه د سیمې لپاره مهمه وباله.

د ایران خارجه وزیر په لبنان کې د حزب الله له سرمنشي سید حسن نصرالله سره هم کتنه وکړه، عبداللهیان او سید حسن نصرالله د سیمې د وروستیو حالاتو، د ایران او عربستان تر مینځ د هوکړې او په سیمې باندې د دې هوکړې د اثراتو او د لبنان او فلسطین د وروستیو حالاتو په هکله سلامشورې وکړې.

عبداللهیان له سید حسن نصرالله سره خپلې کتنې ته په اشارې سره زیاته کړه: نن سبا د فلسطین او لبنان مقاومت خپل تر ټولو په پیاوړی حالت کې دی او په مقابل لورې کې صهیونیست رژیم هم خپل تر ټولو په کمزوري حالت کې دی او له ټولنیزو او امنیتي ننګونو سره لاس په ګرېوان شوی دی.