Jun 19, 2023 13:29 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا ۲۱

د تهران راډیو مینه والو د هیلې رڼا نومې لړۍ له یوې بلې سره مو په خدمت کښې حاضرت شوي یوو، هیله ده چې ټول دوستان به روغ رمټ وي او په مینه به زمونږ خپرونه اوري. ښه ده نو دلته یوه وړه شان دمه اخلو او بیا مو خدمت ته حاضریږو.

ګرانو مینه والو د عالمِ بشریت ژغورونکی حضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف له خپلې زوکړې نه تراوسه پورې، د خدای تعالی په خوښه او د هغو وجوهاتو او دلایلو په وجه چې په تیره برخه کښې مو بیان کړل، له یوڅو کسانو پرته د نورو خلکو له سترګو پټ دی. دغه اوږد غیبت دوه مرحلې لرلې دي، وړومبۍ مرحله یې د لنډې مودې غیبت دی چې په «غیبتِ صغری» مشهور دی او په ۲۶۰ هجري قمري کال کښې د امام مهدي د پلار امام حسن عسکري علیه السلام  له شهادت او د دوي د امامت له شروع کیدو نه پیل شو او تر ۳۲۹قمري کاله پورې یې دوام درلود چې ۶۹ کاله کیږي.

دویمه مرحله چې په «غیبتِ کبری» یا اوږد غیبت مشهور دی، له هم دغه ۳۲۰ کال څخه پیل شوی او ترا ننه پورې دوام لري.

د امام زمان(عج) د لنډ غیبت زمانه ډیره حساسه او له لوړو ژورو ډکه وه. د دې لړۍ په تیرو پروګرامونو کښې مو هغه شبهات او بې لاریتوبونه بیان کړل چې د امام مهدي د امامت له پیل څخه رامینځته شوي وو. د مهدي موعود د غیبِ صغری د وختو اصلي ځانګړنه دا وه چې دوي که څه هم له نظرونو پټ وو خو د خپلو ځانګړو استازو له لارې چې څلور کسان وو او «نوّابِ اربعه» نومول کیدل، له خلکو سره اړیکه درلوده. امام مهدي علیه السلام دغه نایبان او استازي له مشهورو، د باور وړ، بصیرت لرونکو او ماهرو علماؤ څخه غوره کړي وو او د هر یو له وفات مخکښې به امام د هغه په ذریعه خپل ورپسې نماینده معرفي کوه. د امام زمان(عج) د نایبانو یا نمایندګانو نومونه په ترتیب سره په دا ډول دي: عثمان بن سعید، محمد بن عثمان، حسین بن روح نوبختي او علي ببن محمد سَمُري. د امام او امت ترمینځ دغو واسطو به د هغه حضرت لارښوونې او احکام خلکو ته رسول او له بلې خوا به یې د خلکو شرعي پوښتنې او پيسې امام ته رسولې.

*/*/*/*

دلته دا پوښتنه ذهن ته راځي چې د حضرت مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف نماینده به په یوازې سر څرنګه توانیده چې د امام پیغامونه د اسلامي نړۍ په مختلفو سیمو کښې تیت پرکو شیعیانو ته ورسوي له هغوي غوښتنې او پیسې ترلاسه کړي او امام زمان ته یې ورسوي؟ په تیره بیا دا چې دغه ډول زیاتره کارونه باید په پټه او د حکومتي مامورانو له سترګو فنا ترسره کیدې. دغه حساس او ګران کارونه به، «د وکالت شبکه» تر عنوان لاندې یو ارګان له خوا اجرا کیدل چې له داسې تکړه، امانت دارو، رازدارو، وړ، توانمنو او عادلو عالمانو جوړ و چې په خلکو کښې په تقوا او سموالي مشهور وو. د دغې پراخې شبکې په سر کښې، د زمانې امام او بیا د هغوي استازي وو او مرکز یې په بغداد کښې و.

له هغوي وروسته جګ پوړي وکیلان وو چې د مسئولیت په ساحه کښې یې پراخې سیمې شاملیدې او بیا عام وکیلان وو چې په لرو سیمو کښې به یې په محدوده توګه فعالیت کوه او د جګ پوړو وکیلانو تر نظر لاندې وو. البته د وکالت ارګان په سر کښې داسې منظم او پټ تشکیلات نه درلودل. د امام جعفر صادق علیه السلام په وختو کښې د اسلامي قلمرو په مختلفو سیمو کښې د شیعیانو او د اهل بیتو د مینه والو د شمیر د زیاتیدو په وجه،  امام صادق علیه السلام یوشمیر کسان د خلکو د پوښتنو د ځوابونو او د هغو پیسو د راټولولو لپاره چې خلکو به د خمس او زکاټ وغیره په توګه ورکولې، وټاکل. له شپږم امام وروسته دهغوي زوي امام کاظم علیه السلام چې د عباسي حکومت له خوا تر سخت دباؤ لاندې و او حتی ډیره موده په زندان کښې و، د وکالت شبکه یې لا پراخه او منظمه کړه ځکه چې په نویو حالاتو کښې دغه ارګان باید د امام په غیاب کښې هم باید خپلې دندې ترسره کولې.

له امام موسی کاظم علیه السلام وروسته امامانو هم د وکالت د ارګان بشپړولو ته دوام ورکړ. امام هادي او امام حسن عسکري علیهم السلام په دې وجه چې مدام د دښمن تر څارنې لاندې وو او پر دې سربیره، د حضرت مهدي د امامت پړاؤ او د هغوي غیبت یې نزدې لیده، دغه کارنده او مهم سازمان یې په بشپړه توګه چمتو کړ.

*/*/*/*/

دا شان د امام زمان د لنډ غیبت په پیلیدو سره، له تکړه او باور وړ کسانو جوړ د وکالت ارګان پرله پسې او په لازیاتو فعالیتونو سره، د هغه حضرت د ځانګړو استازو مرسته پیل کړه. د دغې پټې شبکې ابتدايي دنده د امام زمان(عج) لپاره د یو پوښښ رامینځته کولو وو ترڅو دوي د عباسي حکومت له زیانه خوندي باتې شي او خپله الهي دنده ترسره کړي.

د هغې بله مهمه دنده، د هغې زمانې له انحرافاتو او ګڼو فتنو سره مقابله وه. د امام د خاصو استازو او د ولایت د ارګان د وکیلانو او د هغې زمانې د مشهور او بابصیرته علماؤ د هلوځلو په نتیجه کښې د غیبتِ صغری تر ختمیدو پورې هغه ټول بې لارې کونکې او انحرافي مکاتب او تفکرات چې د حضرت مهدي د امامت خلاف موجود وو، له مینځه لاړل یا بیخي یوازې شول. د شیعیانو د اقتصادي وضعې سرسڼه کول، د وکالت د ارګان یوه ابتدايي دنده وه. د دغه ارګان امانتدارو، ریښتونو او پرهیزګارو عالمانو به د خلکو پيسې راغونډولې او د امام او د هغه دځانګړي استازي تر نظر لاندې به یې هغه د اړمنو کسانو د اړتیاؤ د پوره کولو، د دین د تبلیغ او په داسې نورو چارو لګولې چې مالي مرستو ته به یې ضرورت درلود.

د ولایت د پراخې شبکې یوه اصلي کارکردګي، امام زمان ته د خلکو د لیکونو او پوښتنو رسول او هغوي ته د امام د ځوابونو رسول وو. هم داشان چې کله به یې  د خلکو لپاره یوه ځانګړې لارښوونه او نظر درلود تر څو هغوي له دسیسو خبر کړي او سمې الهي لارې ته لارښوونه شي نو دغه کار هم د دغو وکیلانو او خلکو په غاړه و. دې ټکي ته هم باید پام وشي چې د زمانې امام به کله کله په الهي علم او په خپلو کراماتو سره، ټولنه یا خپل وکیلان په خطر خبرول. مثلاً هغه وخت چې د حکومت جاسوسانو هڅه کوله چې په ظاهره د شرعي پیسو په ورکولو سره، د امام وکیلان معلوم کړي ترڅو هغه حضرت ته ورسیږي، امام حکم ورکړ چې هیڅ وکیل، تر څه مودې پورې له خلکو څخه د پیسو ترلاسه کولو حق نه لري او داشان د دښمن دسیسه شنډه شوه.

*/*/*/*/*

په مجموعي توګه د وکالت ارګان دنده درلودله چې په بیلابیلو برخو کښې د حضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف او خلکو ترمینځ یوه مظمئنه او پټه اړیکه ټینګه کړي او دغه دنده یې په ډیره غوره توګه ترسره کړه. کوم جګ پوړي وکیلان به چې د امام د نظر له مخې ټاکل کیدل، د هغه حضرت د څلورو ځانګړو استازو مرستیالان او امانتدار او رازدار ملګري وو او د مختلفو ښارونو او سیمو وکیلانو هم له هغو سره مظبوطه اړیکه درلوده او ټولو  خپله هڅه، د مهدي تفکر او د اسلام د دین د معارفو پراخولو ته وقف کوله. د امام د خاصو نمایندګانو ترڅنګ د ولایت د پياوړي، پراخ او کارنده ارګان په شتون سره به خلکو د هغوي غیبت ډیر نه احساسوه او له امام سره د امت پیوند په غیرمستقیمه توګه خو ډیر موثر او محسوس برقرار و.

*/*/*/*/*

د وکالت په ارګان کښې فداکارو عالمانو، د حضرت مهدي(عج) د سر او سلامتیا په ساتنه کښې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړه. مونږ هم په خپلې دعا سره له خدای تعالی څخه د امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف روغتیا او تندرستي غواړو او دا دعا په ګډه لولو:

اللّٰهُمَّ كُنْ لِوَلِيِّكَ الحُجَّةِ بْنِ الحَسَنِ صَلَواتُكَ عَلَيْهِ وَعَلَىٰ آبائِهِ فِي هٰذِهِ السَّاعَةِ وَفي كُلِّ ساعَةٍ وَلِيّاً وَحافِظاً وَقائِداً وَناصِراً وَدَلِيلاً وَعَيْناً حَتَّىٰ تُسْكِنَهُ أَرْضَكَ طَوْعاً وَتُمَتِّعَهُ فِيها طَوِيلاً.

خدایه! خپل ولي حجة بن الحسن لره چې په هغه او د هغه په پلرونو دې ستا درود وي، په دې وخت او په ټولو وختونو کښې سرپرست او ساتونکی او مرسته کونکی او لارښوونکی او څارونکی ووسې، تر څو هغه په خپلې ځمکې باندې په رغبت سره هستوګن کړې او د زیاتې مودې لپاره یې ګټه ورپه برخه کړې.

 

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه