Jun 27, 2023 16:11 Asia/Kabul
  • د کیسو جنګ (۱۰)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د کیسو جنګ نومي لړۍ په دې برخه کې له ننني (۱۰م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

کابو درې لسیزې وړاندې د شوروي اتحاد له ړنګېدو سره، یو شمېر لوېدیځوالو مفکرینو د غربي پانګوال نظام د بې بنسټه واکمنۍ او د تاریخ د پای خبره کوله. مګر په نړۍ کې بدلونونه په داسې ډول پرمخ ولاړل، چې نن ورځ د واک د بدلون او د نړۍ له یو قطبي څخه څو قطبي نړۍ ته د لیږد په اړه خبري شتون لري.

د ننني نړۍ بدلونونو ته د چمتووالي اهمیت، څه باندې یوه لسیزه مخکې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر، حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي له خوا په ګوته شوی وو. هغوی وفرمایل: « له یوه مهم تاریخي پړاو سره مخامخ یو. نړۍ د لویو او بنسټیزو بدلونونو په لور روانه ده، چې په تدریجي ډول پېښېږي. موږ باید غالب واوسو او وګورو چې په نړۍ کې څه پېښېږي. باید غالب واوسو او وګورو چې په نړۍ کې څه دپېښېدو په حال کې دي. نن ورځ په نړۍ کې د قدرت یو مهم قطب، د ایران د اسلامي انقلاب پر محوریت ولاړ دی، چې د لوېدیځ د فکري ارزښتونو او میداني قدرت په ننګولو سره، د یوویشتمې پېړۍ د انسان لپاره نوې خبرې لري.

د دې اونۍ « د کیسو جنګ» په خپرونه کې به له تاسو سره د یوې داسې لارې په اړه خبرې وکړو، چې د حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په وینا، نه یوازې د سیمې بلکې د نړۍ تاریخ به بدل کړي. زموږ سره واوسئ.

په داسې حال کې چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني استازي جان بولټن ویل چې ایران باید د خپل انقلاب ۴۰مه کلیزه ونه ویني، حضرت  آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د اسلامي انقلاب د ۴۰مې کلیزې په مناسبت،  د دویم پړاو لپاره د انقلاب د راتلونکي ۴۰ کلونو پلان او طرحه په (۱۳۹۷) کال کې بیان کړه.  د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دغې بیانیې په یوه برخه کې وفرمایل: د ایران د ملت سپیڅلی انقلاب چې د ننني عصر تر ټولو ستر او مشهور انقلاب دی، یوازینی انقلاب دی چې له خپلو آرمانونو سره له خیانت پرته یې له ویاړه ډکه دوره تېره کړې او د ټولو هغو فتنو په مقابل کې چې د مقاومت وړ نه لیدل کېدل، د خپل عزت او د خپل شعار اصليت ساتلی او اوس د ځان جوړونې، ټولنې جوړونې او تمدن جوړونې دویم پړاو ته داخل شوی دی. دې ملت ته د زړه له تله سلامونه؛ په هغه نسل باندې چې پیل او دوام لري او په هغه نسل باندې چې اوس د څلوېښتو کلونو لوی او نړیوال دویم بهیر ته داخلېږي.»

له کلونو راهیسې د استبدادي او استکباري دولتونو پر وړاندې درېدل، د ایران او ایرانیانو په تېره بیا د دې سیمې د ځوانانو یوه پېژندل شوې ځانګړنه ده. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په سیوري کې، ایران او ایرانیان وتوانیدل چې یو خپلواک او آزاد هېواد او ملت په توګه، ځواکمن، باعزته، دینداره، په علمي ډګر کې پرمختللي، د قیمتي تجربو په حاصلولو سره، باوري او امید لرونکي، په نړۍ کې د بنسټیز نفوذ لرونکي او په سیمه او په نړیوالو مسلو کې قوي منطق، د ساینسي پرمختګ په ګړندۍ کولو کې ریکارډ لرونکی او په مهمو پوهو او ټکنالوژیو کې لوړو رتبو ته رسېدل لکه اټومي او بنسټیزو حجرو، نانو، فضایي برخو او داسې نورو کې، د ټولنیزو خدماتو په پراختیا کې مخکښ او د کار وړ ځوان نفوس، او داسې نورو سره پېژندل کېږي. او دا په خدای د توکل، بصیرت، هوښیارتیا او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د هوښیارتیا له امله ترسره شول.

د امام خمیني(ره) هنر، د اسلامي انقلاب او د اسلامي نظام رامنځته کول وو. د اسلامي انقلاب معظم رهبر له دغې لارې په تعقیب سره، د اسلامي انقلاب هدف د نوي اسلامي تمدن تحقق ګڼلی دی. د حضرت آيت الله العظمی سیدعلي خامنه ي له نظره، اسلامي تمدن له اسلام څخه د ملتونو د فکري منلو د اغېزمنتیاپه معنی دی، چې پلي کېدل یې د اسلامي نړۍ د وحدت په سيوري کې ترلاسه کېږي. د اسلامي نړۍ اتحاد پراخه فضا لري. یووالی کولای شي د اسلامي ملتونو، حکومتونو او ټولنو د نه سرغړونو په محور کې رامنځته شي او له دې هاخوا، د ګډ دښمن پر وړاندې د اسلامي ټولنو د اتحاد او له یو بل څخه په دفاع  کې معنا پیدا کولای شي.

کولای شو د اسلامي هېوادونو د وحدت او یووالي کچه، په لوړ پوړ کې د هغوی په پیاوړتیا او همغږي کولو سره په علمي، شتمنيو، امنیت او سیاسي ځواک په برخه کې معنی کړو او د نوي اسلامي تمدن د رسېدو په لاره کې سره متحد شو. د اسلامي انقلاب موخه د دې کار پلي کېدل دي. په تېر (۱۴۰۱) کال کې هغوی د یووالي اونۍ کنفرانس ګډونوالو ته وویل:

"نن سبا، هره ورځ روښانه کېږي چې د نړۍ په کچه سیاسي هندسه بدلېږي؛ یو قطبي سیسټم رد شوی ... او په تدریج سره ... نور هم ردېږي. نن ورځ په نړۍ کې تاسو ډېری وخت د نړۍ د لومړۍ درجې سیاستوالو څخه دا خبرې اورئ چې موږ یو قطبي نظام نه منو ... دا پېښې چې په لوېدیځه نړۍ کې  او په اروپا کې پېښېږي ، دا پېښې عادي نه دي. دا د لوی بدلون ښودنه کوي ... موږ کولای شو یو مهم رول ولوبوو.

موږ، اسلامي امت، اسلامي هېوادونه او اسلامي ملتونه په نوې نړۍ کې چې په تدریجي ډول رامنځته کېږي، کولای شو لوړ مقام ولرو او د مخکښې بېلګې په توګه مخ پر وړاندې ولاړ شو، خو په دې شرط: اتحاد، تفرقې نه درلودل، د دښمن له چلونو او شر څخه خلاصون، د امریکا له فتنو، له صهیونیسټانو، د شرکتونو له وسوسو؛ له دغو بدو فتنو څخه خلاصېدل چې کله کله له دننه کسانو له خولې هم اورېدل کېږي.... که دا شرط عملي کړو، خامخا به وکولای شو چې اسلامي امت په راتلونکې نړۍ کې په لوړ مقام کې او د راتلونکې نړۍ د سیاسي جغرافیا په بڼه کې ځای کړو. »

په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د کارنیګي انسټیټیوټ لخوا یوه مقاله چې عنوان یې وو « د ایران د تر ټولو ځواکمن مشر په اړه د خامنه یي نړیوال لید بیا کتنه » د دغه انسټیټیوټ په ویب پاڼه کې خپره شوه، چې د پیل جملې یې دا وې: «شاید په نړۍ کې هېڅ داسې مشر نه وي. د آیت الله خامنه يي په څېر د نړۍ اوسنیو مسلو ته پام ارزښت ورکړي، مګر په ورته وخت کې، هغه نړۍ ته تر دې حده ناڅرګند وي.

په تېرو کلونو کې په لوېدیځ کې ډېری فکري کوټو په ډېرو لګښتونو سره هڅه کړې چې د یو سړي د چلند او حرکت اټکل وکړي، چې د میلیونونو حق غوښتونکو، آزادۍ غوښتونکو، محرومو او مظلومو خلکو په زړونو کې د نفوذ کولو سره سره، ساده ژوند لري. په حقیقت کې، د هغه د ژوند او کار ځای، د سیاستوالو او حتی د ځینو مذهبي مشرانو د کارځای او ژوند سره هېڅ ورته والی نه لري. په سلګونه سیاستوال له هغه سره د لیدو لپاره، یوې وړې کوټې ته ننوځي، چې نه ماڼۍ ده او نه ښایسته فرنیچر لري.

یوه ساده کوټه له څو عادي څوکیو سره، چې د بېلابېلو هېوادونو مشران له هغه سره د خبرو کولو پر مهال ورباندې کښېني.. لکه څنګه چې هغوی پخپله د دوی له یوې څخه کار اخلي. حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي له خلکو سره له یو ساعت څخه زیات ساده، صمیمي او روانې خبرې کوي، پرته له دې چې دستړیا احساس وکړي. یو پیاوړی مفکر چې د هغه د یوه مخالف په وینا، په مالي توګه د هغه په ​​​​ژوند کې ترټولو کوچنی خړ ځای نشته.

د ایران د تېر مني په پاڅون کې، د اسلامي انقلاب پر ضد د دښمنانو په ګډه جګړه کې د استفادې یوه وسیله، د اسلامي انقلاب په یوه قوي نقطه، یعنې د ولایت فقیه پر اصولو او د حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي پر شخصیت باندې حمله وه. ځينې په دې باور دي چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په خلاف د لوېديځ د تبليغاتو د حملو يو علت، په تېرو کلونو کې د اسلامي نړۍ لپاره د لوېديځ د رهبر جوړونې د پروژې ناکامي ده.

د لوېديځ د استکباري او يو اړخيزتوب پر  ضد د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د سياستونو خپلول، د اسلامي حرکتونو د لارښوونو او د صهيونيزم پر وړاندې د مقاومت د محور د پياوړتيا او یووالي ته د اسلامي ټولنو د په بللو سره، د اسلامي انقلاب د پراخېدو په اړه د لوېديځ اندېښنې لا زياتې کړې دي. د ځینو شنونکو له نظره، د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته د سپکاوي په اړه د فرانسوي مجلې چارلي ابدو سپکوونکی اقدام، په دې لاره کې یو اقدام او د وال سټریټ ژورنال د لیکوالانو ګیرچت(Gerecht) او تاکیه(Takeyh) د ستراتیژۍ تعقیبول وو.

په دوی کې چې یو یې د سي آی اې پخوانی افسر او بل یې د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا غړی دی، د همدې مجلې په ویب پاڼه کې د یوې مقالې له لارې، د دې پاڅون موخه، د اسلامي انقلاب د مشر د هیبت له منځه وړل وه.. په زړه پورې خبره دا ده چې په متن کې د هیبت کلمه د awe تر څنګ، په فارسي تلفظ haybat سره کارولې ده. د دوی په اند، هیبت یوه دیني مقوله ده. دین د دې وړتیا لري چې یو چا ته هیبت او لویوالی ورکړي او هغه بې ساری کړي. او دا هغه څه دي چې په سیکولر لوېدیځ او د ملحدانو په منځ کې نشي موندل کېدی.

په تېرو دوو لسيزو کې، په لوېديځ کې هڅه شوې چې د بېلا بېلو کتابونو په ليکلو او د نظري بنسټونو په وړانديز کولو سره، د تئوري(aweism)  په نوم يو حرکت پيل کړي!  ترڅو په ډيموکراسۍ کې د هیبت بحران  حل کړی! له دې څخه ناخبره چې: « ان الذین امنوا و عملوا الصالحات سیجعل لهم الرحمن ودا/  "یقینا هغه کسان چې ایمان یې راوړی او ښه عملونه یې کړي، الله د دوی لپاره په زړونو کې مینه اچوي." (مریم سورت، 96 آیت)

ژباړه: زماني

ټیګونه