Jul 20, 2023 13:11 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه (۵۴)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ښه عادتونو نومي لړۍ له ننني (۵۴م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د ښه عادتونو د پروګرام په دې برخه کې، د آسانتیا مهارتونو او تخنیکونو په اړه بحث کوو. له موږ سره و اوسئ!

هغه څوک چې د اسانتیا مهارت لري کولای شي له خلکو سره مرسته وکړي، ترڅو دوی په اغېزمنه او ګټوره توګه له یوبل سره کار وکړي. انعطاف او د وخت مدیریت، چې د اسانتیا تخنیکونه دي، له خلکو سره مرسته کوي، چې په خپل ورځني ژوند کې پرمختګ او بریا ترلاسه کړي. د دې مهارتونو تمرین او پیاوړي کول به له خلکو سره د دندې په لټون او همدارنګه په کارځای کې مرسته وکړي، کله چې دوی د دې دندې لپاره وګمارل شي.

د اسانتیا تخنیکونه هغه تاکتیکونه دي چې د دوی په درلودلو سره تاسو د خلکو یوې ډلې ته د پرمختګ او بریا لپاره فرصتونه او اسانتیاوې چمتو کوئ. چمتووالی، د لارښوونو ترتیب، انعطاف، فعال اورېدل او د وخت مدیریت، د اسانتیاوو د مهارتونو بېلګې دي. د اسانتیاوو مهارت دا نه دی چې صریح مدیر و اوسئ، بلکې نورو ته اجازه ورکوئ، چې په دې کار کې برخه ولري.

په حقیقت کې، د تسهیل کوونکي(Facilitator) په توګه، تاسو خپله ډله د اسانتیا په تخنیکونو سره تنظیم کوئ او یو ګډ هدف رامنځته کوئ، چې هرڅوک وکولای شي پکې برخه واخلي. بیا تاسو خبرې اترې د ګډ هدف په لور وړئ او هر هغه څه چمتو کوئ، چې ستاسو ډله هدف ته د رسېدو لپاره ورته اړتیا لري. د تسهیل کوونکي اصلي هدف دا دی، پرته له دې چې ټیم په مستقیم ډول ښکېل کړي، ګډون او خلاقیت ته په هڅولو سره، هغوی ته لارښوونه کوي.

تسهیل کوونکي وړاندې له دې چې اسانتیا رامنځته کړي؛ مدیران، مرسته کوونکي او د کار په بهیر کې د تسهیل کوونکو پر ځای، نفوذ کوونکي دي. نو، اسانتیا له دې اړخه مهمه ده، چې ډلو او ټیمونو ته وړتیا ورکوي، ترڅو په تولیدي توګه پرمختګ وکړي. په لاندې برخه کې، د دې موضوع د ارزښت پر لاملونه بحث کوو.

له هغه ځایه چې تسهیل کوونکی بې طرفه کس دی، نو د دواړو خواوو خبرو ته غوږ نیسي او د دوو یا ډېرو کسانو ترمنځ ګډ ټکي ته په رسېدو سره، ستونزې حل کوي. همدارنګه، تسهیل کوونکی هر هغه څه ترسره کوي، چې په  ډله کې د پرمختګ لپاره اړین وي. د ټاکل شوې نېټې دننه، د پرمختګ لپاره له وخت څخه کار اخیستل اړین دی. همدارنګه، یو تسهیل کوونکی هغه څوک دی، چې کولای شي د خلکو یوه ډله وهڅوي، چې ستونزې حل او د ډلې وروستی هدف ترلاسه کړي. هغه په ​​دې اړه بې طرفه دی، چې ډله څنګه خپل وروستی هدف ترلاسه کوي او تر هغه مهاله کار کوي، څو چې ډله بریالۍ پایلې ترلاسه کړي.

اوس چې د اسانتیاوو د مهارتونو په ارزښت پوه شو، د اسانتیاوو د مختلفو ډولونه بیاکتنه کوو، چې تاسو یې زده کولای او تمرین کولای شئ، ترڅو ستاسو سره د یو اغېزمن تسهیل کوونکي په توګه مرسته وکړي.

د اسانتیا تخنیکونو څخه، یو د لارښوونو د ترتیب کولو امکان دی. لارښوونې د ډلې غړو ته اجازه ورکوي، چې د پروژې له پیل څخه ګډ هدف ولري. عموما، پرمختګ هغه مهال ګړندی کېږي، کله چې د ډلې ټول غړي له دې لارښوونو څخه خبر  وي او پوه شي چې تسهیل کوونکی څه غواړي.

د اسانتیا بل تخنیک بې طرفي ده. بې پرېتوب یعني په ټیمي کار کې د بې طرفۍ ساتلو وړتیا. د یوه تسهیل کوونکي په توګه، بې طرفي ډېره مهمه ده، ځکه چې دا تاسو ته دا اجازه درکوي، چې کار ته له امر کولو پرته، ټیم ته لارښوونه وکړئ. دا مهمه نه ده چې د ټیم غړي څه شی غوره کوي، ستاسو د ټیم بریا، ستاسو لومړیتوب دی. همدارنګه تسهیل کوونکی، خلک په هغه خبرو اترو کې د برخه اخیستو لپاره هڅوي، کوم چې معمولا د پرمختګ لامل کېږي. د ګروپ د غړو هڅول د دې لامل کېږي چې حتی شرم لرونکي کسان هم پکې برخه واخلي او په خبرو کې ګډون کول او ښکېلېدل احساس کړي.

د اسانتیا بل تخنیک چمتووالی دی. چمتو کېدل د ګروپ په پرمختګ او اسانتیا کې، یو له اغېزمنو عواملو څخه دی. هغه تسهیل کوونکی چې چمتوالی لري، د دې وړتیا به هم ولري چې د ډلې لخوا اړینې سرچینې چمتو کړي، ترڅو خبرې اترې د ګډ هدف په لور حرکت وکړي. د انعطاف د اسانتیا تخنیک یو له نورو تخنیکونو څخه دی. انعطاف له بدلون سره د جوړ راتلو وړتیا ده. تسهیل کوونکی دا کار د ټیم اوسني لید او ذهنیت سره، د اړتیا په وخت کې ترسره کوي. فعال اورېدل هم د اسانتیاوو یو له تخنیکونو څخه دی او د ډلې هر غړي ته بشپړ پام کول پکې شامل دي.

کله چې خلک د دې احساس وکړي، چې یو څوک د دوی خبرو ته غوږ نیسي، ډېره مرسته کوي. تسهیل کوونکی باید ډاډ ترلاسه کړي، چې هغه د هر یوه خبرو ته غوږ نیسي. همدارنګه یو تسهیل کوونکی د خپل وخت مدیریتي مهارتونه هم کاروي، ترڅو د ګروپي پروژو یا غونډو په جریان کې د پرمختګ په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د دې لپاره چې د دې تخنیکونو پیاوړي کولو توان ولرئ، ترڅو یو ښه تسهیل کوونکی شئ، تاسو اړتیا لرئ چې خپلو مثبتو ټکو ته وده ورکړئ، خپله کمزورتیا ومنئ او د اسانتیا لپاره د فرصتونو په لټه کې شئ. که تاسو کله هم د یوې ډلې اداره کولو په حالت کې یاست، د دې پرځای چې د مشر په څېر عمل وکړئ، دا غوره ده چې تاسو خپل د اسانتیاوو قوي برخې تمرین کړئ. په دې حالت کې، تاسو ممکن ډېر پرمختګ وکړئ او په خپلو موخو کې ډېره بریا ترلاسه کړئ. همدارنګه دا هم غوره ده، مخکې له دې چې تاسو ته د اسانتیا فرصت پیدا شي، خپل ضعیف ټکي ومومئ او هغه پیاوړي کړئ.

او په نهایت کې ، که تاسو تل د اسانتیا لپاره د فرصتونو په لټه کې یاست، دا ستاسو لپاره عالي تمرین کېدی شي. که تاسو له  دوو کسانو سره د مرسته کولو په حال کې یاست او که نا له شلو ډېرو کسانو ته د مرستو رسولو په حال کې، تاسو کولای شئ د خپلو مهارتونو په تمرین کولو سره، د یوه تسهیل کوونکي په توګه بریالي شئ.

د کار خلکو لپاره د اسانتیا په تخنیکونو پوهېدل، خورا مهم دي. او په دې برخه کې ډېری تخنیکونه شتون لري، چې موږ په دې برنامه کې په څو تکنیکونو بسنه کوو.

په عموم کې، فعال اورېدل یو ټولنیز مهارت دی. لکه څنګه چې موږ مخکې یادونه وکړه، دا د اسانتیاوو د مهارتونو یو له مهمو تخنیکونو څخه هم ګڼل کېږي. نو خپله ټوله هڅه وکړئ، چې د خپلو همکارانو خبرو ته غوږ ونیسئ او ټولو ته پام وکړئ. ستاسو د ډلې هر غړي ته په فعاله توګه اورېدلو سره، تاسو کولای شئ چې ډېر درناوی دوی ته وښایئ، ځکه چې دوی به داسې احساس وکړي چې تاسو دوی ته غوږ یاست. په کارځای کې د دې مهارت تمرین کول به نورو ته اجازه ورکړي، چې تاسو د دوی د راتلونکي ګروپي پروژې لپاره، د تسهیل کوونکي په توګه وټاکي.

همدارنګه، کله چې تاسو په دوامداره توګه د پرمختګ په اړه فکر کوئ، ستاسو د اسانتیا تخنیکونه پیاوړي کېږي. د بېلګې په توګه، کله چې یوه پروژه باید د اونۍ له پایته رسېدو دمخه پایته ورسېږي، د اړتیا وړ پرمختګ په اړه فکر کول، کولای شي په طبیعي توګه کار کول اسانه کړي. د وخت مدیریت د اسانتیا او پرمختګ یوه مهمه برخه ده. د بېلګې په توګه، کله چې ستاسو مدیر تاسو ته یو دنده درکوي، چې تاسو باید د ورځې تر پایه پوري پایته ورسوئ، کار و وېشئ او خپل ځان ته یو ځانګړی وخت په پام کې ونیسئ ، ترڅو هر کار په اغېزمنه توګه پایته ورسوئ. هرڅومره چې تاسو د خپل وخت په اداره کولو کې ډېر ګټور و اوسئ، هغومره په ښه توګه تاسو کولای شئ د ټولې ډلې لپاره د وخت مدیریت اسانه کړئ.

کله چې ټول شیان په کارځای کې د پلان سره سم پرمخ نه ځي، تاسو د انعطاف منلو اسانتیا تخنیک وکاروئ. کله چې تاسو پوه شئ چې بریالیتوب تل د دقیق پلان سره سم نه دی، تاسو کولای شئ ځان د بدلون سره برابرکړئ. د بېلګې په توګه، کله چې پرمختګ د پروژې د بدلون له امله ځنډول کېږي، انعطاف منونکي اوسئ او نوی مهالوېش ترتیب کړئ. تسهیل کوونکی پوهېږي، چې څنګه د وروستي هدف ترلاسه کولو لپاره د بدلون سره تطابق وکړي.

په تېرو پروګرامونو کې،یو زړه توب مو د ټولنیز مهارت په توګه یاد کړ. یو زړه توب تاسو ته اجازه درکوي ترڅو له هغه څه سره خواخوږي وکړئ، چې نور یې احساس کوي. یو زړه توب په مستقیم ډول د بندې پروژې په دوام کې مرسته کوي. د بېلګې په توګه، کله چې یوه ډله په دې باور وي، چې یوه پروژه ښه کېدی شي او د وروستۍ پایلې په اړه یې ډاډه نه وي، زړه سوی کولای شي د دې لامل شي، چې غړي فکر وکړي چې تاسو د ډلې احساسات درک کوئ. دا کار دوی هڅوي او دوی ته اجازه ورکوي، چې خپل پرمختګ ته دوام ورکړي. نو یو زړه توب د اسانتیاوو یو له مهمو تخنیکونو څخه ګڼل کېږي.

ډېری ډلې په خبرو اترو کې لس چنده ډېر وخت پر یوه بحث لګوي، پرته له دې چې دوی یو تسهیل کوونکی ولري، چې له دوی سره موافقې ته په رسېدو کې مرسته وکړي. له همدې امله، په دې پروګرام کې د بحث شويو محتوياتو له مخې، هیله مند یو چې ستاسو د ورځني او کاري ژوند د ښه والي او پرمختګ لپاره، تاسو عزیزانو ته د دې مهارت په اړه اساسي او اړین معلومات وړاندې کړي وي.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه