د رڼا سرچینې (۳۸) د قصدي او غیر قصدي وژلو حکم
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۳۸م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د نساء سورت د ۹۲ او ۹۳ آیت شأن نزول څېړو. له موږ سره و اوسئ
عمرو بن هشام بن مغیره مخزومي چې په ابوجهل مشهور وو، د قریشو له امیرانو او د مکې له مشهورو مشرکانو څخه وو، چې په سوداګرۍ بوخت وو. ابوجهل د اسلام له سرسختو مخالفانو څخه وو، چې مسلمانانو او رسول الله (ص) ته یې ډېر دردونه او کړاوونه ورسول. د قريشو او بني هاشمو تر منځ د اړيکو د خرابولو هڅه او د رسول الله (ص) د وژلو پلان جوړول، د اسلام د نوي دين پر خلاف د هغه له کړنو څخه وو. هغه د محمد(ص) نبوت، د قبيلوي کلتور پر بنسټ څېړلو او ويل یې: موږ او د عبد مناف اولاد د عزت او عظمت لپاره سيالي وکړه. دوی ډوډۍ ورکړه او موږ هم ډوډۍ ورکړه؛ دوی صدقه ورکړه او موږ هم ورکړه، تر هغه چې سره نږدې شو. هغوی وویل: زموږ له خوا یو پیغمبر دی، چې ورته وحي کېږي. په خدای قسم کوم! موږ هېڅکله پر هغه ایمان رانه وړو او هغه به ونه منو.
مدینې ته د رسول الله (ص) له هجرت وروسته هم د ابوجهل کرکې دوام درلود. د دې لپاره چې نوي مسلمانان له اسلام څخه منع کړي، د دوی پر وړاندې یې د غچ اخیستنې چلند کولو. د بني مخزوم له خپلوانو څخه د "ياسر" او "سميه" ځورول، چې د هغوى د شهادت لامل شو، يو له هغو کارونو څخه دى. هغه د بني عدي وینځه "زنيره" دومره وځوروله، چې ړنده شوه. یو له نویو مسلمانانو څخه عیاش بن ابي ربیعه، د ابوجهل ناسکه ورور وو، چې مدینې ته تښتېدلی وو. د هغه مور "اسماء بنت مخزمه" د خپل زوی د تېښتې خبر په اورېدو سره، ډېره غمجنه شوه او د ابوجهل په ګډون يې خپلو زامنو ته وويل: زه صحرا ته ځم او تر هغه به په کور کې پښه پرې نه ږدم، تر څو چې ته عياش بېرته مکې ته را نه ولې.
د اسماء اولادونو د خپلو استازو په توګه مدينې ته ځيني کسان ولېږل او د هغې خبره يې د هغې د زوی عياش غوږونو ته ورسوله. هغوی په خپلو خبرو او د احساساتو په پارولو سره، هغه یې وغولولو او مکې ته یې ستون کړ. کله چې عیاش مکې ته ورسېد، ابوجهل هغه ونیولو او په یوه کوټه کې یې بندي کړ. "ابوجهل" او "حارث بن یزید" چې هم د مسلمانانو په ځورولو کې مشهور وو، هره ورځ عیاش ته وهل ورکول، تر څو اسلام پرېږدي. د عیاش مور هم هره ورځ د هغه لیدو ته ورتله او ګواښ یې کولو، چې که ته د محمد (ص) له دین څخه لاس نه اخلي، زه تاته اجازه نه درکوم او تا له بند څخه نه خلاصوم. د وخت په تېرېدو سره د عیاش د مقاومت لیوالتیا کمه شوه او په ناچارۍ بت پرستۍ ته وګرځېد او په دې توګه د ابوجهل له بنده خلاص شو.
یوه ورځ عیاش د مکې په کوڅو کې له حارث بن یزید سره مخامخ شو. حارث ورته سپکاوی وکړ او ملامت یې کړ. عیاش چې له دې ټولو ځورونو او ملامتیو بې صبره شوی وو، په غوسې سره یې د هغه د وژلو ګواښ وکړ او پر دې مسله یې قسم هم یاد وکړ.
په لومړي سر کې چې عیاش ته فرصت پیدا شو، بېرته مدینې ته د پیغمبراکرم خواته ولاړ او د الله (ص) پر وحدانیت یې اقرار وکړ. له بلې خوا د هغه ځوروونکی حارث بن زید هم مدینې ته هجرت کړی وو او اسلام یې منلی وو. خو عیاش د هغه له مسلمان کېدو څخه خبر نه وو، تر دې چې یوه ورځ یې هغه په مدینه منوره کې ولید. د حارث لیدو سره، د هغه ځورونې او د هغه د وژلو لپاره د قسم یادول یې په فکر کې راغلل، نو هغه په غافل کوونکي حرکت سره برید وکړ او حارث یې وواژه. د ده پر شاوخوا خلک راغونډ شول او ملامت يې کړ، چې څنګه يې يو مسلمان وژلی؟ په دې وخت کې عیاش پوه شو چې څومره تېروتنه یې کړې ده او په خپګان او خواشینی سره رسول الله (ص) خوا ته ورغی او د خدای د حکم په تمه پاتې شو. په دې وخت کې د سورت نساء ۹۲ آیت نازل شو. په دې آيت كې خداى تعالی د هغه د قتل په اړه چې په تېروتنې سره ترسره شوی دی، فرمايي:
« وَ ما کانَ لِمُؤْمِن أَنْ یَقْتُلَ مُؤْمِناً إِلاّ خَطَأً وَ مَنْ قَتَلَ مُؤْمِناً خَطَأً فَتَحْریرُ رَقَبَة مُؤْمِنَة وَ دِیَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلى أَهْلِهِ إِلاّ أَنْ یَصَّدَّقُوا فَإِنْ کانَ مِنْ قَوْم عَدُوّ لَکُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْریرُ رَقَبَة مُؤْمِنَة وَ إِنْ کانَ مِنْ قَوْم بَیْنَکُمْ وَ بَیْنَهُمْ میثاقٌ فَدِیَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلى أَهْلِهِ وَ تَحْریرُ رَقَبَة مُؤْمِنَة فَمَنْ لَمْ یَجِدْ فَصِیامُ شَهْرَیْنِ مُتَتابِعَیْنِ تَوْبَةً مِنَ اللّهِ وَ کانَ اللّهُ عَلیماً حَکیماً:
هېڅ مؤمن کس ته اجازه نشته چې یو مؤمن ووژني، مګر دا چې هغه کار یې په خطا او تېروتنې سره کړی وي. او [په عین حال کې] هغه څوک چې یو مومن په غلطۍ سره ووژني، باید یو مؤمن غلام آزاد کړي او د هغه د وینې قیمت ادا کړي، مګر دا چې دوی د وینې قیمت معاف کړي او که مقتول له داسې ډلې څخه وي، چې ستاسو دښمن وي او هغه پخپله مؤمن وي، د قاتل پر غاړه یوازې د مؤمن غلام آزادول دي. او که مؤمن مقتول له هغې ډلې څخه وي، چې ستاسو او د دوی ترمنځ تړون وي، نو باید د هغه د وینې قیمت د هغه وارثانو ته ورکړل شي او یو مومن غلام هم آزاد کړي. او چا چې غلام ونه موند، نو باید دوې میاشتې پرلپسې روژې ونیسي. [دا حکم] د خدای له لوري د [قاتل] د توبې د [ منلو] په سبب دی او خدای تل ښه پوه او حکیم دی.
رسول الله(ص) له خپل وطن څخه د څو کلونو د وتلو او بې کوره کېدو او د قريشي مشرکانو له ترخې خاطرې وروسته، د هجرت په اتم کال کې له يو ستر فاتح لښکر سره خپل ټاټوبي مکې ته داخل شو. په دغسې ورځ رسول الله (ص) کولای شول چې د قريشو له مشرکانو څخه خپل غچ واخلي او خپل فاتح لښکر ته د غچ اخیستلو امر صادر کړي .
خو رسول الله(ص) نه یوازې داسې ونه کړل، بلکې د عمومي بخښنې حکم یې صادر کړ او ټولو ته یې بښنه وکړه. کله چې سعد بن عباده په داسې حال کې چې د اسلامي لښکرو بیرغ یې په لاس کې وو، اعلان وکړ: نن؛ د وژنې، جګړې او انتقام ورځ ده، نن د حرمت د ماتېدو ورځ ده." پېغمبراکرم (ص) په بېړه علي (ع) ته امر وکړ چې بيرغ ترې واخلي او ووايي: نن ورځ؛ د رحمت او مهربانۍ ورځ ده.
د مکې په فتحه کې د عمومي بښنې اعلان او د کفر او شرک د مشرانو او پردیو دښمنانو ته بښنه او زغم، د رسول الله (ص) د کړنو له سترو او مهمو نښو څخه دي.
د مکې خلکو د اسلام د پیغمبر او د هغه د صحابه کرامو د ظلمونو په خاطر د هر ډول سزا په تمه وو، خو په دې حالت کې د اسلام پیغمبر د دوی ویره او ډار پایته ورسولو او وفرمایل: «ماذا تقولون و ماذا تظنون؟ تاسو څه وایاست؟ او څه فکر کوئ؟"
سهیل بن عمر د مکې د خلکو په استازيتوب وویل: تاسو د یوه شریف ورور او د یوه شریف وراره یاست، چې پر موږ دې واک ترلاسه کړی دی. رسول الله(ص) له دې خبرو افسوس وکړ او له سترګو یې اوښکې روانې شوې. کله چې د مکې خلکو د رسول الله (ص) دغه حالت ولید نو په ژړا شول. بیا رسول الله (ص) وفرمایل: زه هغه څه وایم چې زما ورور یوسف وویل: نن ورځ تاسو ملامت نه یاست، خدای ستا ګناهونه بخښي او هغه ډېر مهربان دی.
رسول الله (ص) په دې هیله بخښونو الفاظو سره خپل د عمومي بخښنې پیغام صادر کړ او د قریشي مشرکانو د اندېښمنو سترګو پروړاندې وفرمایل: تاسو هغه کسان وئ چې زما د رسالت څخه مو انکار وکړ، زه مو له کوره وایستلم او په لېرې ځای کې چې اوسېدم،له ما سره د جګړې لپاره راپاڅېدئ، خو زه په دې ټولو جرمونو سره، تاسو ټول بخښم او ستاسو له پښو څخه د غلامۍ بندونه خلاصوم او اعلان کوم چې: «اِذهبوا فانتم الطُّلقاء…؛ ولاړ شئ، تاسو ټول آزاد یاست."
خو کله چې رسول الله (ص) مکې ته داخل شو، یوازې د څو کسانو د وژلو امر یې وکړ. یو له هغو څخه “مقیس بن صبابه کناني” وو. د مقیس ورور هشام بن صبابه کناني د بني نجار د قبیلې د یوه غړي له خوا وژل شوی وو. کله چې مقیس د خپل ورور په قتل خبر شو، د پیغمبر خواته ورغی او کیسه یې ورته بیان کړه.
رسول الله (ص) هغه له قيس بن هلال فهري سره د بني نجار مشرانو ته واستاوه او امر يې وکړ: که د هشام قاتل پېژني نو هغه مقيس ته وسپاري او که نه يې پېژني، دوی باید د هغه د وینې بیه او تاوان ورکړي."
له دې امله چې قاتل يې معلوم نه وو، نو دوی هم د وینې صاحب ته ديه ورکړه او هغه هم واخيسته او له قيس بن هلال سره يو ځاى د مدينې په لور روان شول. د لارې په منځ کې د جاهليت پاتې افکارو مقيس وهڅاوه او له ځان سره يې وويل: د دیې منل د سرټیټۍ او ذلت سبب ګرځي، له همدې امله يې د بني النجار له قبيلې څخه خپل د سفر ملګری د خپل ورور د وينې غچ په تړاو وواژه او د مکې په لور وتښتېد او اسلام يې هم پرېښود.
دلته د سورت نساء ۹۳ آیت نازل شو او د قصدي قتل سزا یې بیان کړه. آیت داسې دی:« وَ مَنْ یَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزاؤُهُ جَهَنَّمُ خالِداً فیها وَ غَضِبَ اللّهُ عَلَیْهِ وَ لَعَنَهُ وَ أَعَدَّ لَهُ عَذاباً عَظیماً:
او هر څوک چې مؤمن په قصدي توګه ووژني، د هغه سزا دوزخ دی. په داسې حال کې چې د تل لپاره په هغه ځای کې پاتې کېږي؛ او خدای پر هغه ناراضه دی؛ او هغه له خپل رحمت څخه لېرې کوي؛ او د هغه لپاره یې لوی عذاب تیار کړی دی.»
په دې توګه رسول الله (ص)د مقیس د وینې تویولو اجازه ورکړه او د مکې د فتحې په ورځ یې د غچ اخیستنې فرمان صادر کړ.
ژباړه: زماني