بې نقابه امریکا
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د بې نقابه امریکا نومي لړۍ له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د تېرو برنامو په څېر په لومړي سر کې په تېرې اونۍ کې د امریکا مهمو خبرونو او بدلونونو ته کتنه کوو.
د امریکا ترټولو مهمو پېښو له ډلې څخه کولای شو، د انفلاسیون په درېیو برخو کې له بایډن سره د جمهوري غوښتونکو ټکر، جرم او کډوالي، په معاملاتو کې له ډالرو څخه استفاده نه کولو ډېروالی، د تیلو بازار د بې ثباتۍ په اړه د امریکا د انرژۍ د وزیر اندېښنه او د قضايي اصلاحاتو د پلان درولو لپاره له نتانیاهو څخه د بایډن غوښتنې ته اشاره وکړو.
جمهوري غوښتونکي د "جو بایډن امریکا" ته د یوه داسې هېواد په توګه ګوري چېرې چې د تاوتریخوالي جرمونه، کډوالي او انفلاسیون خورا زیات شوي دي. په هرصورت، که څه هم د 2024 کال ته په نږدې کېدو سره، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د همدې کال په نوامبر کې ترسره کېږي، په هغو برخو کې پرمختګ شوی، چې بایډن د جمهوري غوښتونکو د بریدونو لخوا زیانمن شوی دی، د کرونا ناروغۍ په اوږدو کې د امریکا په ښارونو کې تاوتریخوالی زیات شوی او د 2022 کال د کانګرس په منځ مهاله ټاکنو کې د رایې ورکوونکو د اصلي اندېښنې په توګه مطرح شوه.
جمهوري غوښتونکو د بایډن او ډیموکراتانو پر مشرانو د جرمونو د زیاتوالي له امله نیوکې کړې او ډېری ډیموکراټانو د دې هېواد پر پولیسو ډېر تمرکز کړی دی. د جرمونو د شورا د څېړنو له مخې، د امریکا په ۳۷ سترو ښارونو کې سږ کال د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹ سلنه کموالی راغلی دی. په امریکا کې د تاوتریخوالي جرمونو کچه هم په ټولیزه توګه ټیټه، مګر بیا هم د 2019 کال تر کچې څخه لوړه ده. د جون په میاشت کې د امریکا پولو ته غیرقانوني راتګ هم په تېرو دوو کلونو کې ترټولو ټیټې کچې ته ورسېد.
دا د بایډن د نوي او محدود کوونکې پناه غوښتنې قانون د پلي کېدو لومړۍ میاشت ده، کوم چې د پناه غوښتنې غوښتنه کول خورا ستونزمن کوي. دا قانون د کرونا ویروس پرمهال د سیاست پرځای راغلو چې د کډوالو ګړندي اخراج ته اجازه ورکوي، چې د کډوالۍ د مدافع وکیلانو او ځینو ډیموکراتانو لخوا پرې سخته نیوکه وشوه. له دې سره، داسې ښکاري چې دې قانون په دې دوبي کې امریکا ته د کډوالۍ د احتمالي زیاتوالي مخنیوي کې مرسته کړې. له پولو څخه په غیرقانوني تېرېدو کې د زیات کمښت سره سره، د پارلمان جمهوري غوښتونکو د "غیرقانوني کډوالۍ کړکېچ" له امله د کورني امنیت د مشر الخاندرو مایورکاس د استیضاح لپاره هڅه کړې ده.
پخوا، د امریکا د خلکو د ناخوښۍ ترټولو لوی لامل انفلاسیون وو، چې د مناسب اقتصادي او د کار بازار شرایطو سره سره، د دې لامل شول چې مصرف کوونکي د بایډن په اداره کې د اقتصاد په اړه بد احساس وکړي. اوس د انفلاسیون د کچې په راټیټېدو سره، د امریکا مېشتو له آنده د بدلون نښې لیدل کېږي. د میشیګان پوهنتون لخوا د یوې سروې له مخې، د مصرف کوونکو مثبت احساسات په تېرو دوو کلونو کې ترټولو لوړې کچې ته رسیدلي؛ هغه بهیر چې "په لویه کچه له باثباته کار بازار سره د دوامداره انفلاسیون کمښت ته منسوب شوی وو." د بایډن ټیم له اوږدې مودې راهیسې ویلي چې مثبت اقتصادي معلومات د هغه د محبوبیت په ډلبندۍ کې نه منظور کېږي او دا کار د هغه د ټیم د خپګان لامل شوی او د بایډن د محبوبیت کچه له 40 سلنې څخه ښکته پاتې ده.
سپینې ماڼۍ په دې وروستیو کې د "بایډن اقتصاد" ته وده ورکولو لپاره ډېری ناستې ترسره کړې او هڅه کوي چې د بایډن ادارې لاندې د امریکا اقتصاد پیاوړی وښیي. له دې سره، د دوو سیاسي بهیرونو، ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ، د 2024 ټاکنو لپاره د جو بایډن د نوماندۍ په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي، سربېره پردې، ډېری امریکایان د دې هېواد د روانو اقتصادي ننګونو او د بایډن له بې کفایتۍ څخه ناراضه دي. یو ډېر شمېر ډیموکراتان احساس کوي چې له دې وضعیت څخه د وتلو بله لاره نشته او له 2024 ټاکنو څخه ویره لري.
په داسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان په ډېری مسائلو کې د پام وړ اختلاف لري، ډېری یې نه غواړي چې بایډن د دویمې دورې لپاره نوماند شي. په امریکا کې د یوې آندپوښتنې له مخې، د بایډن محبوبیت د امریکا د تېرو ۱۳ ولسمشرانو په پرتله کم دی او ترومن(د امریکا ترټولو نامحبوبه ولسمشر) ته نږدې شوی دی. د بایډن د ادارې ملاتړي استدلال کوي چې د بایډن د شهرت ټیټه کچه د دې حقیقت له امله ده، چې هغه خپله دنده د کرونا ناروغۍ په اوج کې او د دې ناروغۍ اقتصادي پایلو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پرمهال پیل کړې ده، مګر د بایډن عمر لاهم د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو لپاره یوه لویه مسله ده.
جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان په دې باور دي، چې د امریکا ۸۰ کلن ولسمشر د دغه هېواد کورنیو او جیو پولیټیکل ننګونو ته ځواب ویونکی نه دی. د امریکا د اوسنۍ ادارې ملاتړي اکثرا ادعا کوي چې بایډن لاهم تر ټرمپ زیات محبوب دی، خو معلومات له دې ادعا سره مخالف دي. د بایډن د ولسمشرۍ په ۵۰۹مه ورځ د هغه محبوبیت د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پرتله راټیټ شوی دی. یوه سروې چې د جون په میاشت کې ترسره شوې، د هغه د محبوبیت کچه لاهم د دوو میاشتو څخه زیات، د ټرمپ په پرتله ټیټه وه. د یاهو یوې وروستۍ نظرپوښتنې ښودلې چې 67 سلنه امریکایان ، چې 48سلنه یې ډیموکراتان دي، باور لري چې بایډن د دویمې دورې لپاره ډېر زوړ دی.
د جي پي مورګان د مالي موسسې کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د امریکا او چین ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو او د امریکا د سیاسي بې ثباتۍ له امله رامنځته شوي خطرونه، د امریکایي ډالرو حاکمیت تهدیدوي، دغه کارپوهان وړاندوینه کوي چې د ډالرو د بیې د کمېدو په صورت کې به د چين يوان په تدريجي ډول د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې زيات مهم رول ولوبوي، د جي پي مورګان کارپوهانو چې مشري يې، جَن لویز و جویس چانگ پرغاړه لري په يوه تازه خپاره شوي راپور کې زیاته کړې: که د امريکا او چين ترمنځ کړکېچ زيات شي، نو په سوداګریزو او مالي چارو کې به نړیوالېدا ختمه شي او ممکن دا کار د نړیوال تجارت او په هغې کې د ډالرو د استعمال د ختمېدو سبب وګرځي.
له دې سره چې دغو کارپوهانو د ډالرو د واکمنۍ د خطر اصلي عامل په امریکا کې سیاسي بې ثباتي په ګوته کوي، خبرداری ورکړی چې دا بې ثباتي ممکن د ملي پورونو اداره کولو هڅې له خنډ سره مخ کړي او د دولت د اقتصادي ثبات مخه ونیسي، امریکا په دې وروستیو کې په وروستۍ شېبه کې د خپلو پورونو د ادا کولو څخه مخنیوی وکړ. ځکه چې سیاستوال د پور د کچې په اړه اختلاف لري، د جي پي مورګان کارپوهانو د امریکااو چین ترمنځ د سیالۍ د شدت له امله، د احتمالي خطر په اړه د ټینګار سره، دا د احتمالي دویمې سړې جګړې په توګه بیان کړي.
دوی يادونه کړې چې د چين د ځان غوښتنې اقتصادي اصلاحات، چې د پانګې د محدوديتونو د کمولو او د بازار د نغدو پیسو د لوړولو په څېر تدبيرونه پکې شامل دي، ښايي د ډالرو واکمني له منځه يوسي، کارپوهانو دا خبرداری هم ورکړی چې له امريکايي ډالرو څخه ليرې کېدل او ارزښت ته د بې ثباته کېدو ټکانونه، ښايي په ډېری شتمنیو ټولګو کې پراخې اغېزې ولري. دوی یادونه کړې چې دا کولای شي د ډالرو د ارزښت راټېټېدو، د برخه اخیستو کمښت او د پورونو د لوړېدو لامل شي.
ډالر ممکن خپل حاکمیت له لاسه ورکړي؛ خو کارپوهان په دې باور دي چې دا امکان نه لري چې د راتلونکي یوې لسیزې لپاره د لومړني زیرمو اسعارو په توګه بشپړ بدیل پیدا شي.
د امریکا د انرژۍ وزیر "جینیفر ګرانهولم" د دې په بیان سره چې بې ثباتي همدارنګه د تېلو پر بازارونو اغېزه کوي، یو ځل بیا د تېلو د لا زیاتې عرضې غوښتنه وکړه. د تیلو د بازارونو د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، د امریکا د انرژۍ وزیر CNBC ته وویل: "په دې کې شک نشته چې یو بې ثباته حالت شتون لري"؛ هغه وضعیت چې سپینه ماڼۍ یې څارنه کوي، هغه د بیې د راټیټولو لپاره د دوه برابره تولید غوښتنه وکړه، د تیلو لوړه بیه تل د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې لپاره ننګونه ده او د قیمت کمول لاهم لومړیتوب لري.
د نفتو صادروونکو هېوادونو د سازمان ځینې غړي او د دوی متحدین – چې په ټولیز ډول د اوپیک پلس په نوم پېژندل کېږي - د 2024 کال تر پایه پورې په خپله خوښه هره ورځ 1.66 میلیون بشکې تولید کموي.
همداشان د دغه ایتلاف دوه مهم هېوادونه عربستان او روسیې هم د جولای او اګست په میاشتو کې، د نورو داوطلبانه کمښت اعلان کړی دی. په دې توګه عربستان په ورځنۍ توګه د یو میلیون بشکو په تولید کې د کمښت او روسیې په صادراتو کې د ورځې ۵۰۰ زره بشکې کموالي اعلان کړی. ګرانهولم په ډاګه کړه: موږ غواړو د (تیلو) بیې کمې شي. په حقیقت کې، ولسمشر په عامو خلکو باندې له دې اغیزو څخه خبر دی چې خلک کار ته ځي او نشي کولای اضافي پیسې ورکړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د صهیونیسټي رژیم د بدلونونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، د دغه رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څخه وغوښتل چې په کنیسټ کې د قضايي اصلاحاتو په لایحه کې د رایې اچونې بهیر ته دوام ورنکړي . بایډن په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: داسې ښکاري چې د قضايي اصلاحاتو وړاندیز د پخوا په پرتله د لا زیاتې تفرقې لامل شوی دی. هغه زیاته کړه: د هغو ګواښونو او ننګونو لړۍ ته په پام سره چې اوس مهال اسرائیل ورسره مخ دی، دا سمه نه ده چې د اسرائیلو مشران د دې اصلاحاتو تصویب لپاره بېړه وکړي. د دوی تمرکز باید د خلکو پر راټولولو او اجماع رامنځته کولو باندې وي.
بایډن په دې وروستیو کې له CNN سره په مرکه کې د نتانیاهو پر کابینې په نیوکې سره وویل: "د نتانیاهو په کابینه کې هغه غړي شامل دي، چې ما په خپل ژوند کې تر ټولو سخت دریځه خلک لیدلي دي او دوی ماته " له 1969 څخه تر 1974 پورې د اسرائیلو لومړۍ وزیره ګولډا مایر یادوي. بایډن په دوام سره وویل: د مالیې وزیر بزالل سموتریچ او د داخلي امنیت وزیر ایتمار بین ګویر د لوېدیځې غاړې د ستونزې یوه برخه ده. د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر څو میاشتې وړاندې امریکا ته د نه بلل کېدو له امله په خواشینۍ سره، کابینې ته امر وکړ تر څو چې سپینه ماڼۍ هغه ته د دغه سفر او د دغه هېواد له ولسمشر سره د کتنې بلنه ورنه کړي، له امریکایانو سره دې ملاقات نه کوي.
په نهایت کې ، دوه اونۍ دمخه ، بایډن نتانیاهو ته ټلفون وکړ او هغه ته یې سپینې ماڼۍ ته بلنه ورکړه. دوې اونۍ وړاندې د سه شنبې په ورځ، بایډن، د مارچ په میاشت کې د اسرائیلو په قضايي اصلاحاتو کې د جوړجاړي د اړتیا په اړه د خپلې وینا په تعقیب، نیویارک ټایمز ته وویل: "کله چې د قضايي اصلاحاتو خبره کېږي، پراخې اجماع ته اړتیا ده." د مارچ په میاشت کې، د بایډن د څرګندونو په ځواب کې، نتانیاهو وویل چې اسرائیل خپلواک دی او د بهر فشار نه مني.
ژباړه: زماني