Sep 03, 2023 04:13 Asia/Kabul
  • میرمن فریال مستوفی
    میرمن فریال مستوفی

د ایراني میرمنو د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو او له مینې ډک سلامونه درته وایو.


په ټولې نړۍ کښې کار زیږوونکي میرمنې هره ورځ د خپلو هیوادونو په اقتصاد کښې لاستر رول لوبوي. ایران هم له دې قاعدې مستثنا نه دی او ډیرې کامیابې میرمنې په کښې اوسیږي.

ایراني پانګه واله او کار زیږوونکې فریال مستوفي ده چې د معدنونو په برخه کښې فعالیت کوي. هغه په انګلستان، فرانسې، چین او هانګ کانګ کښې شرکتونه لري. مستوفي یوازنۍ ایراني میرمنه ده چې د ایران د ترټولو ستر معدن مالکه ده او کومه پروژه یې چې له دغه معدنه د ګټه پورته کونې لپاره پیل کړې، د ۱۰ زرو کسانو لپاره  نیغ په نیغه کار برابروي.

میرمن فریال مستوفي د احصائیو یا اکاونټنګ او اقتصاد په برخه کښې په ماسټرۍ کولو او په هولډنګ شرکتونو کښې په فعالیت سره چې د معدنونو او صنایعو په برخه کښې کار کوي، په ۱۳۷۲ کال کښې د جوړ شوي دغه شرکت د عامل مدیرې په توګه وګمارله شوه. هغه همداشان توانیدلې چې د ایران او چین د سوداګرۍ خونې د پانګونې په کمیشن کښې ډیر اغیزناک او کارنده عمل وکړي. هغه په اووم او اتم پړاؤ کښې د ایران د سوداګرۍ، صنایعو، معدونو او کرهڼې د خونې د نمایندګو د پلاوې غړې هم پاتې شوې ده.

میرمن مستوفي وايي: «مونږ ټوله کورنۍ عادت لرو چې د سختو کارونو د ترسره کولو کوشش وکړو. له دې امله چې په ذاتي توګه له ایران سره مینه لرم او خاوره یې د خپل وجود یوه برخه لرم، په هم دې وجه تیاره یم چې تل د پراختیا په لاره کښې فعالیت وکړم.  

فریال مستوفي چې کله ۲۳ کلنه وه، په شهید بهشتي پوهنتون کښې به یې د استادې په توګه د اکاونټنګ درس ورکوه او له درې کاله تدریس وروسته، د کلتوري انقلاب په پیلیدو او د پوهنتونونو په بندیزدو سره یې په کور کښې ناسته ونه زغملې شوه او له خپل میړه سره یې په انګلستان کښې یو شرکت جوړ کړ او خپل اولني سوداګري فعالیتونه یې پیل کړل. هغه د خپل فعالیت په هکله داسې وايي: «سره له دې چې غوښتل مې خپل فعالیتونه له ایرانه پيل کړم خو حالاتو مجبور کړو چې خپل قسمت په انګلستان کښې وآزمایو. وړومبنې شرکت مې په دغه هیواد کښې جوړ کړ. شاید د پیل لپاره د انګلستان د غوره کولو وجه دا وه چې څو کاله په دغه هیواد کښې اوسیدلې وم او د هغه ځاې د کار او ژوند په اصولو خبر وم. سره له دې چې د دنیا په هر ځاې کښې د یو اقتصادي او تجارتي فعالیت پیلول ګران کار دی خو زه د چلینجونو هرکلی کوم. بلکې ښه به دا وي چې ووایم نه غواړم چې خپلې غوښتنې په اسانۍ سره پوره کړم. که د خپلې خوښې څیز د ترلاسه کولو لپاره کوشش هلې ځلې وکړم نو هغه ترلاسه کړی شی به راته ډیر ارزښتناک او خوندور وي.

میرمن مریال مستوفي په ۱۳۹۴ کال کښې د ایران د صنعت، معدن او تجارت د وزارت له خوا د کال په لسو غوره کار زیږوونکو ښځو کښې شامله شوه. هغه وايي: نن سبا دا شرکت چې زه یې مدیریت په غاړه لرم، د ځینو چینايي او اروپايي شرکتونو په ملګرتیا د پروژو د اجرا لپاره په خپلو کښې یوموټي شوي دي او پروژې اجرا کوي. خو زیاتره پروژې چې په دې بڼه اجرا شوې دي، د فولادو او معدنونو په برخې پورې اړونده دي. نن سبا د خپل میړه په ملګرتیا په انګلستان، فرانسې، چین او هانګ کانګ کښې څلور شرکتونه او په ایران کښې درې شرکتونه مدیریت کوم چې د پروژې د مدیریت،  ERP، MIS او د صنایع، ماشین آلاتو او سپئیر پارټس د اړتیا وړ ابتدايي موادو په واردولو کښې فعالیت کوي. زه په ځینو شرکتونو کښې عامل مدیره او میړه مې د مدیره کدر مشر او په ځینو کښې زه د مدیره کدر مشره او هغه عامل مدیر دی. د KDD شرکت فعالیتونه هم یوازې د پروژې مدیریت لره ځانګړي دي.

خوزستاني میرمنه فریال مستوفي چې که کار یې نه کولې هم یې د هیڅ شي کمی نه درلود، د ژوند په اوومې لسیزې کښې په ځوان قدرت سره فعالیت کوي او وايي چې له کار سره مینه ورته له خپل پلاره په میراث رسیدلې ده. البته چې کار زیږونه عمر یا جنسیت نه پیژني. یو خبریال چې د اقتصاد په برخه کښې فعالیت کوي، د هغې په هکله وايي: «میرمن مستوفي یو له هغو په زړه پورې شخصیتونو ده چې ورسره خبري اړیکه لرم. تل په تازه مسائلو خبر وي او د دنیا مختلفو سیمو ته سفرونه کوي. له ماشومتوبه مالدار پاتې شوي دي خو تراوسه سخت کاکر کوي. ستړیا نه مني او داسې هم شوي دي چې د شپې په ۹ بجې مې ورسره مرکه کړې ده. زه د ځان لپاره په ۶۰ کلنۍ کښې د داسې جنب و جوش د لرلو تصور هم نه شم کولې.

میرمن مستوفي ډیر مصروفیات لري، په ایران او اروپا، چین او هانګ کانګ کښې څو شرکتونه لري او یوازې همدا شرکت یې څو سترې پروژې اجرا کوي چې یوازې دوه پروژې یې د یو کس د بوختولو لپاره پوره دي. خو هغه تراوسه د پرمختګ لپاره کوشش کوي. هغه په دې هکله وايي: په ژوند کښې هغه ځاې ته رسیږئ چې د ځان لپاره له کامیابۍ او ودې نه زیات مو زړه د یو ستر ټولنیز کار او د خپل هیواد لپاره ودرزیږي.  غواړم کومې تجربې چې مې کلونه له مدیریتي او صنعتي کار څخه ترلاسه کړې دي، د خپل هیواد په خدمت کښې وکاروم.

ښايي ترټولو مهمه پوښتنه دا وي چې فریال مستوفي څنګه وده وکړه او په یوې داسې مدیرې بدله شوه چې نن سبا د باور په څوکې ولاړه ده؟ خپله په دې هکله وايي: «کوشش! شاید ځیني کسان که زما پر ځاې وو نو په داسې حالاتو کښې چې پلار مې په خوزستان کښې یو د نفوذ خاوند او کامیاب زمیندار و او ډیر د ودې او لوړتیا په فکر کښې نه و خو په ژوند کښې زما مثال او بیلګه هغه پلار و چې حتی هغه وخت چې کار کولو ته به یې ضرورت نه درلود، د ترقۍ په لاره کښې به یې له هلوځلو او خوځښته لاس نه اخیسته. ښايي هم دغې بیلګې زما شخصیت جوړ کړ، هغه بیلګه چې جنسیتي او د ښځه توب نظر په کښې هیڅ رول نه درلود بلکې فردي توان یې په سر کښې دی او په هم دې وجه زه هم د هم دغو توانمنیو د رامینځته کولو په لټه کښې وم او وتوانیدم چې تر ماسټرۍ پورې د اقتصاد په برخه کښې زده کړې وکړم او وړومبنې ګام مې د سوداګرۍ په برخه کښې د شرکت په جوړولو او د پروژې په مدیریت سره پیل کړ، له هغه وروسته مې په پوهنتونونو کښې پر تدریس سربیره، په جدي توګه د صنعت ډګر ته ننوتلم.

آغلې مستوفي د دوامدار پرمختګ په برخه کې د ښځو د رول په نندارتون کې د کال د لسو غوره ښځو څخه د یوې په توګه وټاکله شوه. په نړیوالو ډګرونو کې د هغې ښه شهرت یوه بله ځانګړتیا ده چې په اسانۍ سره له پامه نه شي غورځول کیدی. مستوفي په دې اړه وايي: د یوې ایرانۍ ښځینه اقتصادي فعالې نړیواله څېره له بهرنیو سیالانو سره توپیر نه لري، زه شخصاً ویلای شم چې په اقتصاد او صنعت کې زما شتون او فعالیت په نړۍ کې د یوې ښځینه فعالې له معیارونو سره توپیر نه لري.  که رښتیا ووایم نو په ایران کې ما د جنسیت له امله د محدودیتونو شتون نه دی احساس کړی، خو له بده مرغه چې زما په اند خلک د ښځو په منځ کې په اقلیت کې دي او داسې ښکاري چې زیاتره ښځې جنسیت د محدودیت لامل ګڼي."

که څه هم ښځې تل د شخصي او کورني ژوند مسولیت په غاړه لري، هغه څوک چې د کار او کورني ژوند ترمینځ د انډول ساتلو توازن لري ډیر بریالي دي. یو متوازن ژوند ذهن د تخلیقي نظریاتو لپاره چمتو کوي. د دې سره سره نارینه او ښځه د یو بل تکمیل کوي؛ د هر لوري څخه هر ډول ملاتړ د پرمختګ لامل کیږي او په هر لوري کې هر ډول خنډ د شاتګ او ویرې لامل کیږي.

مېرمن مستوفي وايي: حقیقت دا دی چې یوازې د یو سړي له خوا تشویقیدل او ملاتړ د پرمختګ لاره نه ده خو جودته ده چې ښځه زمونږ په اوسنۍ ټولنه کښې ملاتړ ته ضرورت لري، البته یوازې ملاتړ مطرح نه دی بلکې د ښځې د پرمختګ مخنیوی هم د اړیکو هغه بل اړخ دی چې کله کله په اقتصادي او ټولنیزو مشارکتونو کښې ترسترګو کیږي. اقتصادي او صنعتي فضا د یو جنګ په شان ده او که جیري یو کس په دې میدان کښې په شتون سره جنګیدل غواړي نو په کورني جنګ یې اخته کیدل نه دي پکار، نو بس د کورنۍ او همسر ملاتړ د ښځې او سړي لپاره هیڅ فرق نه کوي او په په دې منځومان کښې هغه کس کامیاب دی چې وتوانیږي ملاتړ ځانته جلب کړي.

ډیر کلونه سړي د کسب و کارونو اصلي مشران وو او د تجارت په دنیا یې ولکه درلوده خو د کامیابو او توانمنو میرمنو په راتلو سره، په ټوله نړۍ کښې د کارزیږوونکو او سوداګرو ښځو لپاره یو نوی پړاؤ پیل شو. نن سبا ښځې هم د سړو برابر مقام کښې راغلې دي او د نشر، ټیکنالوۍ، رسنۍ او صنعت په شمول یې مختلفې صنایع په خپل نوم جوړې کړې دي.

د کار زیږونې مقوله په تیزۍ سره په پراخیدو ده او د ښځو کار زیږونې ته د نړۍ د ډیرو هیوادونو له خوا پاملرنه شوې ده. ځیني محققان باوري دي چې د ښځو په لاس د کار زیږونې فعالیتونه د ولسونو د اقتصاد په سلامتیا کښې مهم رول لري. ښځې په لنډه موده کښې توانیدلې دي چې د کسب او کار ډګر ته په داخلیدو سره، د خپلو هیوادونو په پراختیا کښې اغیزناک رول ولوبوي.

*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه