Oct 09, 2023 13:44 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۴۸) د خدای لاس تړل شوی نه دی

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۴۸م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د مائدې سورت  ۶۴ آیت شأن نزول څېړو.

د حضرت داوود او حضرت سليمان علیهم السلام په زمانه کې يهودان د قدرت په اوج کې وو او د نړۍ پر يوې مهمې برخې يې واکمني کوله. دوی لکه د دې دوو پیغمبرانو د وخت په څېر، په بل هېڅ وخت کې دومره ځواک او عظمت نه درلود. په انجیل کې د پاچاهانو یا اسفار ملوک د کتاب له مخې: "د سلیمان د پاچاهۍ ساحه له تفسح څخه تر غزې پورې رسېدله او د فرات سیند په لوېدیځ کې ټول هېوادونه پکې شامل وو. د فرات سیند د لوېدیځ ټول پاچاهان د هغه تابع وو او هغه له ګاونډیو هېوادونو سره په سوله کې وو.

له همدې امله، دوی خپل ځان غوره مخلوق او خپل حکومت د خدای ډالۍ ګڼله او حتی ځانونه یې د خدای نږدې ملګري ګڼل. نو پر ټوله نړۍ د تسلط لپاره یې هر ډول ظلم او ستم روا ګڼلو.

د نورو توکمونو او ټولنو په پرتله په یهودانو کې د برترۍ او غوره والي احساس هغه ټکی دی، چې پخوا هم وو او هم اوس دوام لري. "منتخب شوی قوم" هغه عنوان دی چې په تورات او تلمود کې ډېر په سترګو کېږي، په دې ډول چې د نړۍ خلک په دوه برخو اسرائیلیانو او غیر اسرائیلیانو باندې ویشي. د يهودانو دغه ناسم خيال او فکر د هغوى په چلند کې تر دې حده راښکاره شوه، چې کله رسول الله (ص) د يهودانو يوه ډله اسلام ته راوبلله او دوی ته یې د خداى له عذابه خبردارى ورکړ، نو دوی د رسول الله (ص) د دغه ګواښ پر وړاندې وويل: "موږ ته ګواښ مه کوه؛ موږ د خدای اولادونه او د هغه ملګري یو. که هغه پر ​​موږ  په غوسه شي، د هغه غوسې په څېر دی چې یو انسان د خپل ماشوم پر وړاندې کوي. یعنې په دې مانا چې دا غوسه به ډېر ژر کمه شي!"

د سورت مائدې په ۱۸ آيت کې دې بې بنسټه ادعا او دروغجن امتياز ته چې دوی او د عيسويانو يوه ډله لري، اشاره شوي او فرمايي: «وَ قالَتِ الْیَهُودُ وَ النَّصاری‌ نَحْنُ أَبْناءُ اللَّهِ وَ أَحِبَّاؤُهُ:  يهودانو او مسیحیانو وويل: موږ د خدای زامن او د هغه ملګري يو».

د اسلام له اصولو څخه یو هم د انساني برابرۍ اصل دی. د دې اصل له مخې، چې د انسان له اصلي کرامت څخه سرچینه اخلي، هېڅ انسان له نورو څخه لوړ یا ټیټ نه دی. له همدې امله، هېڅ یوه ډله یا طبقه پر بل برتري نه لري او د الهي دینونو په کلتور کې هېڅوک له بل څخه غوره نه پیدا کېږي، مګر یهودان، نه یوازې په دې نړۍ کې ځان لوړ ګڼي. بلکې، دوی باور لري چې "دا نژادي امتیازات به په آخرت کې هم ورسره مرسته وکړي، او د دوی ګناهکاران، د نورو خلکو په پرخلاف، یوازې لنډمهاله او نرمه سزا به وویني." هغه څه چې یقیني دي، دا ډول فکر کول چې له ډېر غرور او خودخواهۍ سره مل دی، د حق منلو مخه نیسي.

هغه څه چې  مهم دي؛ په دومره غرور او تکبر سره  هغه قوم دی، چې هېڅکله به حاضر نه شي د هغه پیغمبر پیروي وکړي چې د دوی له قوم او قبیلې څخه نه وي. يهودان د اسلام د پېغمبراکرم (ص) له بعثت څخه مخکې، د يوه داسې پېغمبر د ظهور په تمه وو، چې دوى ته د سليمان عليه السلام د زمانې وياړ ور په برخه کړي او د نړۍ پر ټولو قومونو او خلکو باندې د دوی د واکمنۍ لامل شي. له همدې امله، کفارو ته به يې ويل چې په نږدې راتلونکي کې به په حجاز کې د پيغمبر په ظهور سره، موږ به پر تاسو برلاسي شو. خو کله چې د عربو له قوم او د حضرت اسماعيل (ع) له اولادونو څخه د پېغمبراکرم (ص) د ظهور خبر د دوى غوږونو ته ورسېد، نو ډېر خپه او په غوسه شول. په ځانګړې توګه کله چې دوی دا احساس وکړ چې دا پیغمبر هماغه پیغمبر دی چې د تورات لخوا زیری ورکړل شوی او قرآن له حقیقت څخه ډک او د تورات بشپړوونکی دی.

که رښتینو یهودیانو غوښتل چې تورات ته غاړه کېږدي، باید د اسلام پر پیغمبر ایمان راوړي او دا کار د دوی له انحرافاتو او خود غرضۍ سره سمون نه خوري. له همدې امله، دوی خپل ټول کوښښونه د رسول الله (ص) په مخالفت کې ولګول. د آخرالزمان د دین پر وړاندې د دوی د سرکشۍ او دښمنۍ له امله، د دوی دیني اعتبار خورا زیانمن شوی او د خیبر په جګړه کې د دوی ماتې د دوی وضعیت د پخوا په پرتله ډېر کړکېچن کړ. خو د دې پر ځای چې له دغو پرلپسې ماتو او ناکامیو څخه زده کړه وکړي او هغه د حقه دین د زده کړې په توګه وګڼي، همدارنګه خپلې دښمنۍ ته یې دوام ورکړ.

دوی د خپلو ناکامیو د توجیه لپاره، ویل: د خدای لاس تړل شوی او زموږ څخه یې خپله بخښنه منع کړې ده. په حقیقت کې، دوی پرته له دې چې د خپل فعالیت ضعف او د ناکامۍ لارې په اړه فکر وکړي، هغه یې خدای ته منسوب کړ.

دلته د مائدې سورت ۶۴ آیت نازل شو او د یهودیانو د بدو خبرو غندنه یې وکړه: « وَ قالَتِ الْیهُودُ یدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَیدیهِمْ وَ لُعِنُوا بِما قالُوا بَلْ یداهُ مَبْسُوطَتانِ ینْفِقُ کَیفَ یشاءُ وَ لَیزیدَنَّ کَثیراً مِنْهُمْ ما أُنْزِلَ إِلَیکَ مِنْ رَبِّکَ طُغْیاناً وَ کُفْراً وَ أَلْقَینا بَینَهُمُ الْعَداوَةَ وَ الْبَغْضاءَ إِلى‏ یوْمِ الْقِیامَةِ کُلَّما أَوْقَدُوا ناراً لِلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللَّهُ وَ یسْعَوْنَ فِی الْأَرْضِ فَساداً وَ اللَّهُ لا یحِبُّ الْمُفْسِدینَ:  یهودانو وویل چې د خدای لاس تړل شوی دی، لاسونه یې تړل شوي وي او د خدای له رحمت څخه لرې و اوسي، د دې کفري کلمې لپاره چې دوی وویله، مګر د خدای لاسونه خلاص دي، هغه په ​​​​هر ډول چې وغواړي ورکوي، او ډېر ژر به د دوی ډېری کسان، د قرآن نازلېددو پر مهال، دوی خپل کفر او طغیان زیاتوي. او موږ د دوی په منځ کې د قيامت تر ورځې پورې دښمني راوستله. هرکله چې دوی د جنګ لپاره اور ولګاوه، خدای هغه اور مړ کړ، سربېره پردې، دوی په ځمکه کې د خپلو ګناهونو او د پیغمبرانو په انکار او له تورات څخه د پیغمبر د نوم د حذفولو هڅه کوي.

جالبه خبره دا ده چې یهودانو د خدای لاس په مفردې کلمې سره کارولی دی، ( یدُ اللَّهِ) مګر خدای په ځواب کې جمع کلمه کاروي او وايي: « بَلْ یداهُ مَبْسُوطَتانِ: بلکې د خدای دوه لاسونه خلاص دي. د ځینو مفسرینو په اند؛ کله چې "ید: لاس" په مفرد ډول وکارول شي، یوازې د قدرت نښه ده، مګر کله چې په مثنی، دواړه لاسونه بیان کړي، دا د بشپړ ځواک او وړتیا نښه ده. خداى تعالی په دې آيت سره يهودو ته وايي چې خداى د قدرت، کمال، وړتیا او قوت په اوج کې دى او چا ته چې وغواړي،(ینْفِقُ کَیفَ یشاءُ) انفاق کوي. ځینې ​​مفسرین په دې باور دي چې سورة المائدة د مسلمانانو د خلاصون او آسانۍ په وخت کې نازله شوې ده، د آیت دا برخه د یهودانو پر وړاندې د مسلمانانو برتري مطرح کوي، ځکه د خدای اراده دا ده، چې مسلمانان پر یهودانو برتري ولري.

یهودانو د توکم پرستۍ سربېره، د ظلم او بغاوت روحیه هم درلوده. دوی د الهي آیاتو له انکار سربېره، د پیغمبرانو او د حق د لارښوونکو په وژلو کې خورا سپین سترګي وو. هغه مجاهدین چې د پیغمبرانو ملاتړ یې کولو، دوی یې وژل. په حقیقت کې د دوی اصلي ستونزه دا وه چې دوی خپل شخصي ذوق د موسی (ع) په شریعت کې تحمیل کولو، دوی خپل ځانونه له دین سره نه برابرول، ځکه چې اصلي شی د دوی لپاره خپلو غوښتنو او هیلو ته رسېدل وو.

نو که دیني احکام د دوی له خوښې سره سم وو، منل یې، که نه نو د بني اسرائیلو پر پیغمبرانو به یې دروغ تړلو. اوس که دا شخصيتي وژنه ګټوره نه وه، نو دوی به د فزیکي وژنې هڅه کوله. د اسلام پیغمبر (ص) هم له دې قاعدې څخه مستثنی نه وو. یهودیانو ډېره هڅه وکړه چې مسلمانان له اسلام څخه لیرې وساتي، پیغمبر (ص) یې ځورولو او د مسلمانانو پروړاندې په جګړه کې مشرکین یې هڅول او ملاتړ یې ترې کولو.

د سورة المائده ۷۰ آیت هم همدې مسئلې ته اشاره کوي. دا آيت د هغه ژمنې له يادولو وروسته چې الله تعالى له بني اسرائيلو څخه اخيستى دى، فرمايي: لَقَدْ أَخَذْنا میثاقَ بَنی إِسْرائیلَ وَ أَرْسَلْنا إِلَیْهِمْ رُسُلاً کُلَّما جائَهُمْ رَسُولٌ بِما لاتَهْوى أَنْفُسُهُمْ فَریقاً کَذَّبُوا وَ فَریقاً یَقْتُلُونَ: موږ له بني اسرائيلو سره تړون وکړ؛ او د دوى لور ته مو پېغمبران ولېږل. (مګر) هر وخت به چې يو پيغمبر د دوى د خواهشاتو پر خلاف حكم راوړلو، ځينو به هغه ردولو او یو شمېر کسان یې وژل.

يعنې يهودانو نه يوازې دا چې پر خپل تړون عمل ونه کړ، بلکې هر کله به چې کوم پيغمبر د دوی د لېوالتیا او خواهشاتو خلاف  کوم امر راوړلو، نو د هغه پر ضد يې سخته مبارزه پيلوله، یو شمېر کسان یې انکار کولو او یو شمېر کسان چې په انکار سره يې نه شو کولاى د دوی د نفوذ مخه ونیسي دوی به یې وژل.

حضرت یحیی او حضرت زکریا د هغو پیغمبرانو له جملې څخه دي، چې د یهودانو لخوا وژل شوي دي. دا دوه پیغمبران یوازې د مرګ مستحق شول، ځکه چې دوی یهودیان له بدو او غیر انساني کړنو څخه منع کړي وو. لکه څنګه چې دوی د حضرت موسی (ع) د ځای ناستي هارون د وژلو پلان جوړ کړ او د عیسی (ع) د وژلو لپاره یې هم د صلیب نښه جوړه کړه.

ژباړه: زماني