پاکستان او افغانستان د اوربند پر دوام هوکړه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166560-پاکستان_او_افغانستان_د_اوربند_پر_دوام_هوکړه_وکړه
د ترکیې او قطر په منځګړتوب د طالبانو او پاکستان د مذاکراتو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه او د سرغړونې پر مهال به د جریمې ټاکلو لپاره د څارنې او تصدیق یو ګډ میکانیزم جوړ شي.
(last modified 2025-10-31T01:35:30+00:00 )
Oct 31, 2025 05:59 Asia/Kabul
  • پاکستان او افغانستان د اوربند پر دوام هوکړه وکړه

د ترکیې او قطر په منځګړتوب د طالبانو او پاکستان د مذاکراتو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: ټولو خواوو د اوربند د دوام پرېکړه وکړه او د سرغړونې پر مهال به د جریمې ټاکلو لپاره د څارنې او تصدیق یو ګډ میکانیزم جوړ شي.

د طالبانو او پاکستان د خبرو د پایلې په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د اوربند د پلي کېدو نور جزیات به د همدې کال د نومبر په ۶مه په استانبول کې د دواړو لوریو د مشرانو په کچه غونډه کې وڅېړل شي او پرېکړه به پرې وشي.

د استانبول دغه ناستې شاوخوا پنځه ورځي وخت ونیوه چې په دواړو لورو کې یې ديرې ناندرۍ راپارولې وې.

په اعلامیه کې ترکیې او قطر د منځګړو هېوادونو په توګه د دواړو لوریو د فعالې ونډې ستاینه کړې او د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره د دواړو هېوادونو سره د همکارۍ ژمنه کوي.

په استانبول کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې پای ته ورسېدې.