پرون د افغانستان له زرو څخه زیاتې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166634-پرون_د_افغانستان_له_زرو_څخه_زیاتې_کورنۍ_هېواد_ته_ورستنې_شوې
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړ چې پرون ۱۴۹۰ افغان کورنۍ خپل هیواد ته ورستنې شوې.
(last modified 2025-11-01T09:08:54+00:00 )
Nov 01, 2025 12:02 Asia/Kabul
  • پرون د افغانستان  له زرو څخه زیاتې کورنۍ هېواد ته ورستنې شوې

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړ چې پرون ۱۴۹۰ افغان کورنۍ خپل هیواد ته ورستنې شوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن  راپور ورکړ چې ۳۴ کورنۍ د نیمروز ورېښمو پله له لارې، ۴۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې، ۱۲۷۳ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې او ۱۴۰ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته ورستنې شوې دي.

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو تلل  دوام لري او په وروستیو ورځو کې زیات شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګوړ او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي په دې وروستیو کې اعلان کړی و چې د ایران د پلان له مخې به له شپږو ملیونو افغان کډوالو څخه یوازې ۵۰ فیصده افغانانو ته په  دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.

 

بلخوا، د پاکستان د دفاع وزیر هم ویلي وو چې په میلیونونو افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه شي او پاکستان نور د مېلمه پالنې لوړه بیه نه شي زغملای.