Oct 12, 2023 17:43 Asia/Kabul
  • ریحانه ، د انسان قاچاق،په دریمې زریزې کې ماډرن مریّتوب

په ۲۱ پیړئ کې انساني مریّتوب یوه باؤر نه کونکي چاره حسابیږي،البته د کابو څلویښت میلیون مریوّنو یا غلامانو یا وینځو شتون ښئ چې نن سبا له بل هروخته زیات دانسان په تاریخ کې مریوّنه شتون لري.

دوستانو لکه چې ټول پوهیږي، انسان  آزاد  دی او   له هغه د هرډول مریّتوب  به توګه ګټه پورته کول او د آزادۍ زبیښاک  د هغه له وجودي ماهیّت  سره سمون نه خوري.

  انسان باید له ډیرو اخلاقي کمالاتو  ګټه پورته کړي څو  د الهي خلیفه(د خدای جانشین) د هغه ځائيګي وړ شي ، چې خداي تعالی دهغه لپاره په نظر کې نیولی دی . له انسانه دمریّتوب په توګه استفاده ،په تیره بیا د میرمنو پیر پلور او  ورڅخه  د جنسی مریّتوب په توګه  ګټه پورته کول له لرغونی پړاؤدود شوې ده .  قرآن کریم د نور سورې په ۳۳آیت کې د حنسي مریّتوب نفی کړې ده او فرمائيلي ئې دي ؛   وَلَا تُکْرِهُوا فَتَیَاتِکُمْ عَلَى الْبِغَاءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَیَاةِ الدُّنْیَا وَمَنْ یُکْرِهْهُنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِنْ بَعْدِ إِکْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَحِیمٌ»

؛او خپلې وینځې چې  ګروهمنې دي  پاکې ووسي، خیال کوئ چې د دنيا د مال په خاطر ئې زنا ته  مجبورې نه کړئ، هرڅوک چې زنا کولو ته زړه نه ښه کوي، الله د هغو کسانو لپاره ډير بخښونکى او مهربان دى چې زنا ته مجبور کړئ شوي دي.:

دوستانو د ۱۹۹۰لسیزې له هماغه پیله په تیره بیا د شوروي اتحاد  او د دختیځي بلاک له دړې وړې کیدا  وروسته ، په نړیواله سویه د ښځو دقاچاق موضوع ډیره پراخه شوې  ده،داسې  چې  نن سبا درست اروپائي ، امریکائي هیوادونه او جاپان  د جنسی شي او  کارګر  په توګه د میرمنو په وارداتو کې ډیر فعالیت کوي. په جرمني کې  د چیک جمهوریت، پولینډ،بلغاریه  هیوادونو کابو لس زره ښځې  دخپلې خوښې په اپوټه  په کلبونو() کې کار کوي. په جنوب ختیځي آسیاسیمې کې له پنځلسو کلونو کم لږترلږه  یومیلیون ماشومان دبداخلاقۍله لارې  روزي اخلی.د اروپائي کمیشن  د اټکلونو په اساس،په کال کې اروپائي هیوادونو ته  کابو پنځه لکه ښځې او ماشومان  قاچاق کیږی.

=     قاچاقبر  خپل قربانیان زیاتره له پراختیائي هیوادونو څخه چې بې وځلي پکې خوره ده، په زور سره او یا په دوکې سره  پخپلو منګولو کې ګیروي  . دغه زیاتره قربانیان زلمیان او ځوانان دي او عموما  له ۱۴تر ۲۵ کلونو پورې عمرونه لري  او په همدې خاطر هم لا زیات تاوان مومي  .  په امریکا کې هرکال له قانوني عمره کمې څه دپاسه یو لک جینیو  حتی ددریالس کلنو    انجونو  د جنسی مریّتوب  لپاره پير پلور کیږي.

  جالبه ده پوهه شئ چې قاچاقبر د اروپائي واکوالانو د  بې پامۍ  یا د پوهیدا په سیوري کې،په ځينو موردونو کې،د یوه جنسی مریّۀ  قیمت،د یوه  ټَچ سکرین یا انډروائيډ موبایل  او یا د دوهم لاس  ګاډي په بیّه  معلومیږي . د میرمنو د قاچاق تر ټولو زیات قربانیانو نهائي مقصد  امریکا او د ایټالیا، جرمني، فرانسې ،انګلستان پشمول د لویدیځي  اروپا هیوادونه  دي .  ډ يویډکامپانیا د انګلستان د پولیسو د ادارې د ۵۹۶  او د اجتماعي خدماتو د  ۱۲۵موسیسو د څيړنو او اطلاعاتو په اساس وائي؛د ماشومانو د جنسي کاروبار څخه دترلاسه شوي عایداتو اندازه،څه دپاسه  دوه میلیارډ ډالره ده.

 په ۲۱ پیړئ کې انساني مریّتوب  یوه باؤر نه کونکي  چاره حسابیږي،البته  د کابو څلویښت میلیون مریوّنو یا غلامانو یا وینځو  شتون ښئ چې نن سبا  له بل هروخته زیات دانسان په تاریخ کې مریوّنه شتون لري.

ماډرن مریّتوب مختلفې بڼې موندلې دي د هغو ښځو په اړه چې په زوره جنسي تیريو ته اړ کیږي،د کار تر هغو ماشومانو پورې چې  په کرهڼيزو کروندو کې کار کوي،او یا هغه کورنۍچې له مخکینیو نسلونوڅخه د باقي پاتې پورنو د ورکولو لپاره د پیسو  له اخستو پرته  کارکولو ته  اړ شوي دي. مریّتوب په ټولو  براعظمونو کې  او په ډيرو  هیوادونو کې تر پام وړ پورې لیدل کیږی .اجباری کار ، د انسان قاچاق، دپور په  دلیل مریّتوب یا وینځوالي  او  د ماشومانو وَدونه ټول  دماډرن مریّتوب مختلف ډَولونه دي چې د نړۍ  کمزوري خلکو باندې ئې ډيرې اغیزې شیندلي دي .

 د امریکا د  انسانی خدماتو او روغتیائي چارو وزارت ، د انسان تجارت ، یو ډول ؛ماډرن مریّتوب  بللی دی او دا نظریه تائيدوي چې د سړي او ښځې  او ماشوم پشمول  هرڅوک  دا ظرفیّت لري چې  له دغې بلا سره مخ شی . داسې چې  دغه امریکائي اورګان  بیان کړې ده ، هغه کسان چې  ناڅاپي ځان  ددغه خطرناک تجارت په لومې کې ښکیل ويني،د سرزوریو  د دباؤ داعمالیدا او  چلولونو  په څير په خطرو کې  د اجباري کار یا نفساني خواهشاتو د پوره کونکي مریّتوب  په ګرداؤ کې ګیریږي ، نو د دوکه بازو  په منګولو کې  د خپلې ګروهنې په اپوټه  خدمات وړاندې کوي یا په داسې  خدماتو او کارونو بوختیږي څو  خاوندان یا مالکان  یا دلالان او د مریّتوب تاجران  د هغوی له خدماتو  لازیاته پانګه ترلاسه کړی شي.  دهغو کسانو په اپوټه  چې  د وسلو او نشه ایزو موادون  دپیر پلور په څیر په  خلافو کارو فعالیتونو بوخت وي. دغه خلاف کار  په دې سبب  د انسان تجارت  ته مخه کوي چې  په دې اند دي  له ډير زیات عایداتو برخمنیدلی شي او له هغو ماشومانو اوزلمیانو چې  په لومې کې ښکیلیږي، تر ټولو زیات توان او ظرفیّت پورې ورحځه ناوړه استفاده  کیږي.   

د اروپائي شورا کارپيژاندي  د ؛دریمې زریزې  مریّونو؛ په توګه د ختیځي اروپا  د میرمنو د تجارت په باب د احصایو په راپور  کې ښئ  چې ددغه تجارت له  کبله  د عایداتو اندازه  په کال کې  ۱۳ میلیارډ ډالره ده . ددغه تجارت  عایدات   د هیروئينو له تجارته زیات دی . له نشه ایزو موادو وروسته د میرمنو او انجونو قاچاق ، تر ټولو ګټه ور قاچاق دی، لکه څنګه چې یونیسف ادارې  هم د میرمنو د قاچاق  یوغوره دلیل  ددې ښکارندې  ډیر زیات عایدات  بللې  دي.

که څه هم  دتیر وخت په نسبت د انسان  دقاچاق  له چینلونو  سره مقابله او د کشف اندازه تر  پام وړ پورې  زیاته شوې ده ،د انسان له قاچاق سره  مبارزه او نیونې  هم دومره آسان کار نه دی او ممکنه ده په دریمې زریزې کې  ددغه  مریّتوب  دبقاء یو  راز کیدلی شي.

 هغه افسوسناک حقیقت کې  چې شته،دا دی چې هیڅ یو رسمي اورګان  د ماډرن دنیا له دغه مریّتوبه  ملاتړ نه کوي. په زیاتره اروپائي هیوادونو کې، که دغه میرمنې وغواړي ،د دلالانو له بنده خلاصې شي،نو په داسې زندانونو کې به ګیر  شي چې د غیرقانونی  پناه غواړو لپاره په نظر کې نیول شوي دي.. په زیاتره موقعو کې د  عاملانو په ځاي د قاچاق قربانیان  تعقیبیږي او   سزا ورکول کیږي .دوی ته د جنسي غلطو کارونو، غیر قانوني ورتلو او د پېژندپاڼو د نه لرلو په جرم چې معمولاً ئې ورڅخه قاچاقبراناخلي،  سزا ورکول کېږي.

   په اروپا کې جنسي تجارت کم خطره ،البته  ډير ګټه ور دی . اروپائي  حکومتونه د جنسي خدماتو لپاره د  انجونو ،ښځو او ماشومانو  له قاچاق سره  دمبارزې لپاره  توان یا اراده نه لري . حکومتونه  له دغې موضوع سره مبارزې ته ډیره کمه بودجه بیلوي  او په اروپا  کې دانساني قاچاقبرو لپاره  ډيره کمه سزا او محکومیّتونه په نظر کې نیول شوي دي. حتی په ختیځي آروپائي هیوادونو کې ځیني سیاستوالان، د جنستی تجارت او قاچاق په چارې کې لاس  لري.

 همداراز په اروپائي هیوادونو کې  ډیری پولیس  هغه مهال چې د جنسی قاچاق  قربانیانو ته لاس رسي ولري، نو  خپلو هیوادونو ته ئې دبیرته ستنولو په ځاي ، له هغوي ناوړه جنسی استفاده کوي.  د حیرانتیا خبره ده  چې  ووایو ، له  دغو کسانو څخه ناوړه استفاده دلویدیځي ټولنو یوازې په پولیسو پورې  نه ختمیږي  او ډاکټران او وکیلان چې  باید له دغو کسانو ملاتړ وکړي،  هم انجونې او ځوانان  د خپلو جنسي  هوسونو  قربانی کوي. د لویديځي ټولنو ډیری پولیس  د  قاچاق له قربانیانو سره د مرستو په ځاي  له دوي ناوړه  جنسي استفاده کوي.

 رسمي احصائې ښئ چې دډیرو خلکو د تصوّر په اپوټه  د مریّتوب چینلونه چې  اروپایان ئې له پنځلسمې  پيړئ راهسې  بنسټګران دي، نن سبا نه یوازې  له مینځه نه ده تللي ، بلکې په یوه ماډرن انداز سره  په تیره په اروپا او امریکاکې  ئې په نوي انداز سره  دوام موندلی دی . ممکنه ده نن سبا مریّونه پر کشتیو سوارۀ او یا په زنځیرونو کې تړلي ونه وینو، خو په برتانیا کې  د وي په حق کې ظلم او په ضد ئې تاؤتریخوالی په بشپړ ډول ښکاره دی د رومانیا په لویدیځ کې له یوې بې وځله کورنۍ څخه .؛آنّا؛انګلستان ته تللې ده،هغه له شپاړس کلنۍ د انګلستان په هوټلو نو کې هوس لرونکو ته د جنسي  خدماتو وړاندې کولو ته  اړ کړئ شوې ده .؛آنّا؛وائي هغه کسان چې زه ئې جسم فروشۍ ته مجبوره ولم،تقریبا ټوله هغه پیسې چې ترلاسه کولې مو،له ما به ئې اخستې او ماته به ئې وئيل چې ته زما وینځه  ئې او دا پسې د ما  مال دی. ما به له ویرې وهل ټوکل خوړل او د ژوند د ګواښل کیدا په وجه  مو جراءت نه درلود د هغوي د ګروهنې په خلاف کوم کار وکړم.

 د نړیوالو څارونکو اورګانونو د راپورونو په اساس،همدااوس د نړۍ په مختلفو هیوادونو په تیره بیا  په امریکا او اروپائي هیواادونو کې د ښځو او ماشومانو پشمول  لږترلږه څلویښت میلیون سان د ماډرن مریّتوب قرباني دي .په  انګلستان کې د عدالت اوسلامتیامرکز(Center for Health and Justice)او د اجتماعي عدالت مرکز (Center for Social Justice)) په راپورونو کې وئيل شوي دي چې  همدااوس په انګلستان کې لږترلږه یو لک مریّونه او وینځې ژوند کوي چې د جنسی مریّتوب پشمول  د ډول ډول مریّتونو  قربانیان دي

ټیګونه