Nov 14, 2023 14:24 Asia/Kabul
  • ویاړمنې میرمنې

هغه وایی ما له ښوونځي د خپلې کورنۍ په ځانګړې توګه زما د مور په هڅونه د قرآن کریم حفظ پیل کړ، لکه څنګه چې ما یادونه وکړه، زما مور به د قرآن کریم تلاوت کاوه

 

د اسلامي انقلاب له څلوېښتو کلونو وروسته، له غیر منصفانه او کینه ناکو حملو چی ورتیر شو ،  ډېر لږ خلک د اسلامي نظام  په  پرمختګ او عزت سترګې پټولای شي . په تېره بيا دا چی  د دې ویاړونو ترڅنګ يو ​​شمېرپوهې  او متخصصې مېرمنې هم شته، چې په دې ورځو کې يې له کوره تر پوهنتونه، له پوهنتونه تر کانفرانسونو پورې په ټولو ډګرونو کې خپل مهم رول  ښودلې دي. ويلای شو چې اسلامي انقلاب د زيات شمېر پوهو او تکړه ښځو د ودې لامل شو. په دې ډول  چې په ساينس، سياست، اجتماعي او کلتوري مديريت، طب او ټيکنالوجۍ کښې د ايراني ښځو فعاليتونه ډېر د پام وړ دي او په نویو علومو کښې هم میرمنې  د پرمختګ سرچينه دي .  د دې  لړۍ په وروستي پروګرام کې مونږ ه له یوې  بلی میرمنې  سره تاسو  اشنا کوو.

ډاکټر سوده طهماسبي د ۱۳۵۷ (۱۹۷۸) کال په وږی  میاشت کې په تهران کې زیږیدلی ده. نوموړی د قرآن کریم حافظه، د غاښونو ډاکټره، د ارتوډونټیک متخصصه، او د شهید بهشتي پوهنتون د غاښونو د پوهنځي استاده او علمی پلاوی غړی  ده. هغې ډیره ښه حافظه درلوده او ډیر زیات شعرونه یې حفظ کړی دی او بیا یې همدا ښه حافظه د قران کریم په حفظ کی کارولی ده ، هغه وایی ما له  ښوونځي د خپلې کورنۍ په ځانګړې توګه زما د مور په هڅونه د قرآن کریم حفظ پیل کړ، لکه څنګه چې ما یادونه وکړه، زما مور به د قرآن کریم تلاوت کاوه." په لومړني ښوونځي کې مې حفظ کولو ته دوام ورکړ، تر دې چې د لومړني ښوونځي په دریم کال کې مې د قران کریم دیرشمه برخه حفظ کړه او له هغه وروسته مې د منځني ښوونځي له لومړي کال په اصولي توګه د خپل استاد په هڅونه سره حفظ کړچی پخپله هم د لسو فصلونو وو، له خپلو ځینو ملګرو سره د قرآن کریم له اصولی  او کلاسیک  حفظ پیل کړل.

د قرآن کریم حفظ کول که د قرآن کریم د آیتونو د معانی او ترجمې په زده کولو سره وی  نو د قرآن کریم د تلاوت تر ټولو جامع طریقه ده. حفظ یو داخلي محرک دی او هدف یې د انسان په زړه او انفرادي او ټولنیز ژوند کې د لوی خدای د حکمونو جاری کیدل دی. هغه کس  چې قرآن حفظ کوي د قرآن له الفاظو او مفاهیمو سره اشنا کیږي، دا مسله د هغه لپاره اسانه کوي چې د خپل مادي او معنوي ژوند د ښه کولو لپاره حل لاره ومومي.ډاکټر طهماسبي په خپل ژوند کې د حفظ کولو اغیزې  داسی تشریح کوي زما په اند، په عمومي ډول له قرآن سره اړیکه د هر مسلمان لپاره یوه اړینه اړتیا ده، پرته له دې چې د یو کس دنده څه وي. په بله وینا مونږ باید د قرآن او د هغه  له لارښوونو او حکمونوسره اشنا شو تر څو مونږه  پوه شو چې په ژوندکې څرنګه چلند وکړو .. زما په څانګه کې کله چې زه د جنینولوژي او په ځانګړي توګه د جنین پړاو  په بهیرکې د مخ د ودې د تکامل پورې اړوند موضوعات درس ورکوم ، زه واقعا د دې ترتیب له امله حیران یم چې د انسان په تخلیق کې پټ دی ، د جنین د ودې هره مرحله. ورځ، ساعت او حتی یوه دقیقه د خدای په اجازه ترسره کیږي، او په نهایت  کې هغه یو بشپړ انسان کیږی چې ډیری وړتیاوې لري  ، واقعا دغه ایت  «فَتَبَارَکَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِینَ»  ته رسو . په بله وینا هرڅومره چې د انسان پوهه او شناخت  زیات شي، هومره یې د خپل رب په اړه شناخت زیاتیږي .

هغه په ​​خپل کار او ژوند د قرآن د اثر په اړه وايي: هر هغه څوک چې په يو نه يو ډول له قرآن سره تعلق او ارتباط لري، هغه که  د قرآن حافظ او يا د قرآن قاری دې ، نو د هغه ذمه داره  درنده ده ځکه چې په يو نه يو ډول له قرآن سره تعلق لري. نور له ډیره  تمه لري چې خپل کار په بهترین ډول  وکړي، او ناکامه  نه شي، ځکه چې نه یوازې په خپل نفس یی ظلم کړی دی، بلکې دقرآن  په حق کې یې هم ظلم کړی دی.

میرمن طهماسبی  د  خپلو دوو ځانګړتیاواو تخصصونو ترمنځ د اړیکو په اړه چی یو د قرآن کریم حفظ او بل یې د غاښونو عمومي او ارتودونټیک تخصص دی ، وايي: د هرچا لپاره د غوره والي اعتبار او معیار لکه څنګه چې خدای فرمایي: «إِنَّ أَکرَمَکُم عِندَاللّهِ أَتقَاکُم» " تقوا دی . زما په اند، یوازې د قرآن کریم حفظ او تلاوت کول د تقوا معیار ندی. دا اړینه ده چې یو څوک چې قرآن لولي یا حفظ کړي په خپل ژوند کې یې پلي کړي. هغه چې ترټولو مهمه اندیښنه  یی د خپلې دندې په ښه توګه ترسره کول ، دوام ورکوي: "کله چې زه د غاښونو زده کونکو ته درس ورکوم چې تخصص ترلاسه کوي  ، زه په نظر کی  لرم چې خدای مه کړه، زه د دوی کوم حق په غاړه و نه لرم. او دا زما دنده ده چې دوی ته له  خپل توان سره سم تعلیم ورکړم. همدارنګه، د ناروغانو د درملنې په اړه، زما تر ټولو مهمه اندیښنه دا ده چې د دوی لپاره تر ټولو غوره درملنه چمتو کړم چې زه د دوی کوم حق  په غاړه ونه لرم."

د قرآن کریم حفظ یوه لورینه  ده چې د نورو ډیرو نعمتونو سبب کیږي.

Image Caption

 

 د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت امام  خامنه ای فرمایی : د قرآن کریم حفظ د انسان لپاره په آسانۍ سره لوستلو او تکرارولو وسیله ده. او د تدبرکولو امکان پیدا کوی ، کله چې حفظ ترلاسه شي، نو د ډیر غور کولو ځواک او فرصت به ومومي، او دا فکر کیلی ده. په قرآن کې اصلي کیلی همدغه تدبراو په قرآن کې فکر کول دي. د قرآن کریم حفظ حافظ ته دا فرصت ورکوي چې په آیتونو کې د تفکر ځواک په تکرار سره ومومي، پداسې حال کې چې هغه باید د قرآن د حفظ کولو برکت تعریف کړي او اجازه ورنکړي چې دا الهي نعمت له لاسه ورکړي.

ډاکټر طهماسبي په خپل شخصي ژوند کې د قرانکریم د حفظ د برکت په اړه وايي: د قرآن کریم حفظ ماته په دې ډول ډېر سکون راکړی دی چې په ځان مې باور او اعتماد زیات شوی دی. حتی زما د ډیرو پوښتنو ځوابونه له قرآن موندلي، لکه څنګه چې له  مور او پلار سره زمونږ په ارتباط کې هغه  له مونږ د خورا درناوی غوښتنه کوي او فرمایی: «وَقَضَى رَبُّکَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِیَّاهُ وَبِالْوَالِدَیْنِ إِحْسَانًا إِمَّا یَبْلُغَنَّ عِندَکَ الْکِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ کِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا کَرِیمًا» چی مونږه یې منعه کړی یو د مور او پلار په نسبت معمولی شانته بی احترامی هم ونلرلې شو او دا اف  نه یوازې د دغه ټکی ویل بلکی د مور او پلار په نسبت باید تندی هم راټول نکړو   ، یا دا په بل ځای کې ویل شوي چې که تاسو یو ملګری لرئ چې ممکنه ده تاسو سره  داسی چلند وکړي چی تمه ترې نلری  ، ادفَع بِالَّتِی هِیَ اَحسنُ » چې که له تا سره کوم بد پیښ شي نو په ښه توګه نه بلکې په ډیره ښه  طریقه یې وګرځوئ.

هغه ټینګار کوی زما په نظر قران د انسان هادی او لارښود دی کله چې مون ورسره آشنا یو، کله د هغه له مفاهیمو سره بلد یو او حکمونه او  امرونه یی  اجرا کوو.

د سوره آل عمران ۱۶۰ آيتونه او د سوره احقاف ۱۳ آيتونه د ډاکټر طهماسبي د خوښې آيتونه دي، هغه وایی : سوره مبارکه آل عمران ۱۶۰ آيتونه:  «إِن یَنصُرْکُمُ اللّهُ فَلاَ غَالِبَ لَکُمْ وَإِن یَخْذُلْکُمْ فَمَن ذَا الَّذِی یَنصُرُکُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللّهِ فَلْیَتَوَکِّلِ الْمُؤْمِنُونَ»  زما لپاره ډیر ارام بخښونکی دي چی خدای تعالی فرمایی که خدای د تاسو ملګرتیا وکړی نو هیڅوک پر تاسو غلبه نشی کولای  او که د تاسو ملګرتیا پریږدي  نو بیا به  څوک د ستا مرسته وکړي،

 همداراز د احقاف سورت ۱۳ ایت   «إِنَّ الَّذِینَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُونَ؛ په یقیني توګه هغه خلک چې ویل یې زموږ څښتن خدای دی. بيا هغوئ مقاومت وکړ نو هغوئ لپاره هيڅ وېره نشته او نه به غمجن وي.

له  اسلامي انقلاب وروسته د قرآن زده کړې او د قرآن کریم د آیتونو د حفظ کولو روحي تندې د قرآن کریم ټولنه له  زیات شمیر خلکو سره  مخامخ کړه چې د قرآن کریم حفظ کولو ته لیواله وو. د قرآن د تلاوت کوونکو او حافظانو سخت محنت او استقامت د استعدادونو د ودې او پیژندنې لامل شو، په دې توګه د تیرو څلورو لسیزو پرمختګونو تاریخ ته په کتو سره قرآنی فکر او فکر ی ودې او د دیني لیدلوري  نښې د ایران په هر ځای  کی موندل کیدلې  شي. د قرآن کریم د حافظانو او قاریانو بې شمېره زیاتوالی، له دیني زده کړو سره دلچسپۍ لرونکي کسان او په ټولو دیني فعالیتونو کې د ځلمیانو او ځوانانو شتون دا ټول له اسلامي انقلاب وروسته کلونو کې د دیني فکر د بریالیتوب څرګندونه کوي.

 

 

 

 

ټیګونه