Dec 06, 2023 12:09 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه ۶۴

په دغه برخه کې به تاسو ته د فوبیا یا د ویرې او وحشت د لاملونو او د هغه د درملیزو لارو چارو په هکله معلومات درکړو ، په دې هیله چي زمونږ سره مله ووسئ له یوې دمې وروسته به خپرونې ته دوام ورکړو.

لکه څرنګه چي پوهېږئ په دغه خپرونه کې مونږ تاسو ته په ښو عادتونو باندې د بدو عادتونو د بدلېدو د لارو چارو په هکله معلومات درکوو خو که تاسو کومه اساسي ستونزه لرئ نو ښه ده چي له نفسیاتي ډاکټر سره مشورت وکړئ!

ویره مختلف ډولونه لري.  په عمومي توګه ځینې ویرې معمولي او طبیعي دي او د هغوی شتون د انسان د بقا لپاره ضروري ده څو انسان وکولایشي د خطرې پر مهال اړین غبرګون وښیي او ځان له خطرو نه بچ کړي. خو ځینې ویرې بیا غیر نورمال دي چي ورته په طبي اصطلاح کې فوبیا ویل کیږي. فوبیا هغه له نورمال حد نه زیاته ویرې وایي چي منطقي نه وي او د انسان د ژوندانه بهیر ور ګډوډ کړي. که په فوبیا باندې مبتلا یاست نو حتما په یوه خاصو حالاتو کې له سختې ویرې سره مخامخ شوی یاست، لیکن اندېښنه مه کوئ، د سختې ویرې د لیري کولو لپاره ګټورې حل لارې موجودې دي چي په دغه خپرونه کې به له تاسو سره شریک کړای شي. د فوبیا مختلف ډولونه دي چي ټولو له یوه ځانګړې موقعیت سره تړاو لري.  لکه څرنګه چي مو وویل فوبیا له حد نه وتلی او غیرمنطقي ویرې ته وایي. په فوبیا باندې مبتلا کسان کله چي د خپلې ویرې له سرچینې سره مخامخ شي سخته ویره تجروبه کوي. فوبیا د اضطراب یعنی د پرېښانی سره له اړوندو ناخوالو څخه شمېرل کیږي، د فوبیا اثار ځورونکی او حتی بې وسه کوونکی کېدایشي. په فوبیا باندې مبتلا کسان پوهیږي چي ویره یې یو ډول غیرمنطقي بڼه لري لیکن د لیري کولو لپاره یې هیڅ کار نه شي کولای. فوبیا په ښوونځی، د کار په ځای او حتی په کور کې د ستونزو د رامینځ ته کېدو لامل ګرځېدایشي.  فوبیا له داسي یو شي نه ویرې ته وايي چي هغه شی هیڅ خطر نه لري. فوبو په اصل کې یونانی ټکی دی چي د ویرې معنا ورکوي. د امریکا د نفسیاتي طب موسسه (APA) درې ډوله ټولنیزې فوبیاوې، اګورافوبیا او ځانګړې فوبیاوې معرفي کوي. ټولنیزه فوبیا باندې مبتلا کسان معمولا له ټولنیزو موقعیتونو څخه ویریږي او ځان ګوښه کوي. په رسټورانټ کې د ډوډۍ سپارښت او یا حتی د ټلفون ځواب هم کولایشي په هغوی کې د پېنیک یا عصبي حملې لامل شي. بله بیا اګورا فوبیا ده چي ورته له بازاره ویرې ته هم وایي په دې فوبیا مبتلا کسان بیا له ګڼه ګوڼي څخه وحشت کوي، دغه فوبیا باندې مبتلا کسان مېلمستیاو ته نه ځي. بله بیا ځانګړې فوبیاوې دي چي د ویرې مختلف لاملونه لري، لکه له حشراتو وېره، له حیواناتو ویره او یا هم له پیچکاری څخه ویره...

ټولنیزه فوبیا او اګورافوبیا د ځانګړې فوبیا په پرتله یو څه مغلق یعني پیچلي دي، ځکه د هغوی لمسوونکی لامل په اسانۍ سره نه شي پېژندل کېدای. له بلې خوا بیا په دغه ډول ویرو باندې مبتلا کسان ممکنه ده په خپل روزمره ژوندانه کې له سختو ستونزو سره مخامخ شي او یا هم بیخې له کوره د وتلو توان د لاسه ورکړي. د دغو فوبیاو تشخیص هغه وخت کېدایشي چي مبتلا کس خپل ژوند په داسي ډول عیاروي چي له خپلې ویرې سره مخامخ نه شي، په فوبیا باندې مبتلا کسان باید له هر هغه څیز څخه چي په هغوی کې د ویرې د لمسون لامل کېدایشي، ډډه وکړي.  لیکن په ځانګړې فوبیا باندې د مبتلا کسانو کار یو څه اسانه دی، هغوی خپل د ویرې لامل په څرګنده توګه پېژني د مثال په توګه یا له مار او یا هم له حشراتو ویره لري نو ورسره له مخامخېدو څخه ډډه کوي او دا هم داسي شیان دي چي په روزمره ژوندانه کې هم ورسره د مخامخېدو امکان دوامداره او زیات نه دی. په دې خاطر په ځانګړو فوبیاو باندې د مبتلا ناروغانو د ژوندانه عادي بهیر نه ګډوډ کیږي.

ځینې کسان د فوبیاو له خطرې سره زیات مخامخ دي.  منجمله هغه کسان چي په جنیټیکل توګه د اضطراب یعني بې قراری له استعداد څخه برخمن دي. همدارنګه هغه ماشومان چي د کورنۍ په غړو کې یې په فوبیا باندې مبتلا کسان وي، د فوبیا د اخته کېدو له خطرې سره مخ دي، ځینې ویروونکې حالات لکه په اوبو کې ډوبېدل هم د فوبیا د رامینځ ته کېدو لامل ګرځېدایشي.  همدارنګه چاپېریالیز لاملونه هم د فوبیا په رامینځ ته کېدو کې رول لوبولایشي.  داسي ښکاري چي عمر، ټولنیز او اقتصادي حالات او حتی جنسیت هم د ځانګړو فوبیاو په رامینځ ته کېدو کې رول لوبولایشي.   د مثال په توګه اکثره ښځې د حیواناتو له فوبیا سره مخامخېدونکې دي، اکثره هغه کسان چي له ناوړه اقتصادي حالاتو څخه ځوریږي د ټولنیز فوبیا له خطرې سره مخامخېدایشي او نارینه هم اکثره د غاښو د ډاکټر له فوبیا سره مخامخیږي.

همداسي غمجنې پېښې هم د فوبیا د رامینځ ته کېدو لامل کېدایشي.  په بندو ځایونو کې حصارېدل، لوړه ارتفاع او د حشراتو نېښ کولایشي د فوبیا لامل شي. هغه کسان چي له دوامداره روغتیایي ستونزو سره مخ دی هم په فوبیا باندې مبتلا کېدایشي، په نشو باندې اور اوږد کسان او هغه چي په سر باندې ضربه خوړلی وي او یا هم په سخت خفګان مبتلا وي هم له فوبیا سره مخامخېدایشي. د فوبیا نښې د اسکیزوفرني په څېر د جدي نفسیاتي ناخوالو له نښو سره توپیر لري، په اسکیزوفرنی مبتلا کسان خیالي څیزونه ویني او ږغونه اوري او یا هم په پارانویا مبتلا وي او له هیڅ یو شي نه خوند نه شي اخیستلای.  فوبیا ممکنه ده چي غیرمنطقي وي خو په فوبیا باندې مبتلا ناروغ هیڅکله د حقیقت او د خیال تر مینځ د توپیر په پېژندلو کې ستونزې سره نه مخامخیږي.

د فوبیا د مختلفو ډولونو نښې تقریبا یو شان دي، له لمسوونکی لامل سره د مخامخېدو پر مهال له کنټروله وتلی د بې قراری احساس او په هره ممکنه لاره د لمسوونکي یعني د ویرې له سرچینې څخه د لیرې کېدو هلې ځلې د فوبیا له نښو دي.  همداشان په فوبیا مبتلا کسان کله چي د خپل فوبیا له لمسوونکي لامل سره مخامخیږي نو سم او پر ځای غبرګون نه شي ښودلای او د خپلو احساساتو د کنټرولولو توان دلاسه ورکوي.

د فوبیا تر ټولو عمومي نښه، د پنېک حمله ده.  د زړه درزېدا، سالنډی، تېزې تیزې خبرې او یا هم په خبرو کولو کې ناتواني، د پنیک د برید نښې دي. د خولې وچېدا، د هاضمې جهاز ستونزې، د اولټۍ احساس، د وینې لوړ فشار او رېږدېدل هم د پنیک له نورو نښو څخه بلل کیږي.  همداسي  په ټټر کې د دروندوالی احساس، د خفه کېدو احساس، د سر په له ګرځېدل او له حده وتلې خولې، هم د پنیک له نښو کېدایشي. داسي هم نه دی چي په فوبیا مبتلا کسان ټوله حتما له پېنیک سره مخامخیږي، بلکې ممکنه ده له یادو نښو څخه له ځینو سره مخامخ شي خو پېنیک یعني عصبي حمله پرې رانه شي. په نس کې د پتنګانو د الوتلو احساس هغه حیرانوونکې نښه ده چي په فوبیا مبتلا کسان تجروبه کولایشي.  البته دا احساس په طبي ډول هغه وخت رامینځ ته کېدایشي چي معدې ته د وینې په جریان کې ستونزه رامینځ ته شي.  دا پېښه کې بدن ادرنالین تولیدوي چي ورسره، د زړه ضربان او د وینې فشار زیاتیږي او عضلاتو ته د وینو جریان شدت مومي څو کس د تېښتي او یا هم د غبرګون ښودلو لپاره پوره پوره فیزیکي وړتیا تر لاسه کړي.