Dec 14, 2023 15:43 Asia/Kabul
  • د رڼا سر چینې (۶۵)د قرآني آیتونو شان

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني ۶۵ مطلب سره ستاسوپه خدمت کې یوو،په دغه نننی مطلب کې د یونس سورې له ۱۵تر ۱۷پورې آیتونو باندې غور کوو. هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

    دوستانو ولید بن مغیره  دقریشو یو توانمن تاجر او قاضي ؤ او ډيره شتمني ئې درلوده، داسې چې ځان ته ئې د کعبې د پوښښ یوکلن لګښت ورکوۀ. په داسې حال کې چې ټولو قریشو خپلې شتمنۍ راغونډولې څو د خانه کعبه د یوکلن پوښښ لګښت پوره کړي.په همدې دلیل،هغه د قریشو غوره شخصیّت او هرڅه ؤ.له دې امله؛عِدل ؛نومیدۀ. له بل پلوه  هغه  فصاحت او بلاغت کې دومره مشهور ؤ چې هغه ته ئې د ؛قریشو ریحانه؛ لقب ورکړی ؤ.پردې اساس هرکله کوم شاعر شعر وئيلی،نو اول ئې باید خپل شعرهغه ته وړاندې کولی څو  د هغه له خوا تائيد شوی وائ .البته  په هغه ټول زکاؤت او هوش سره چې ؛ولید؛ درلود، ونه توانید،د حضرت محمد(ص)پيغمبري وزغمي،نو ځکه ئې له پيغمبر(ص) سره د اعتراض او پيغور په اړخونو کې   د قریشو د مشرکانو رهبري په غاړه واخسته.

د اسلام ګران پیغمبر(ص) دخدای د کور له طوافه وروسته ، د مسجد الحرام په یوه کونج کې د غافر سورې په یوشمیر آیتونو لوستلو بوخت ؤ.په هغه مهال ولید بن مغیره،له هغه ځایه تیر شو ، د قرآن کریم جاذبې هغه ځان ته راکاږۀ او مجذوب ئې کړ.خو د هغه ځان منامي او ځِل(زِل) د خداي د کلام  دمنلو خنډ شو.نوځکه په ظاهري بې پروائۍ سره د هغه بزرګوار له خوا تیر شو . بله ورځ ؛ولید؛ د خدای د کور مخامخ،په حجر اسماعیل کې ناست ؤ چې پیغمبر اکرم(ص)د فصلت سورې ځیني آیتونه تلاؤت کول تر دې چې ۱۳آیت ته ورسید، هلته چې فرمائي؛که  ددغه آیت له آوریدو  ئې مخ واړوۀ،  ائ پیغبره ! ووایه، زه به تا د عاد او ثمود د تندر په څېر له اوره  وډار کړم.::

همدا چې ولید دغه آیت واورید،نو سخت ولړزید، نور نو توان ئې نه درلود او راپورته شو او خپل کور ته لاړ، او د کور دروازه ئې بنده کړه.د قریشو لویانو  له لیرې ولید لیدۀ او  ورته متوجه شول،نو د ولید په دغه حرکت اندیښمن شول او ابوجهل ته ئې ووئيل، ستا آکا،ولید ؛د محمد دین ومانۀ! یوه ورځ وروسته ابوجهل ولید ته ورغی او وې وئيل، آکا!مونږ دې رسوا او سرټيټي کړو،ولید ووئيل، خوږه  وراره! څه  شوي دي ؟،ابوجهل په تریخوالي سره ورته ووئيل،د محمد دین ته ګروهمن شوی ئې :ولید بن مغیره ،په تراخې مُسکا سره  ځوا ب ورکړ، نه ،هیڅکله هم نه .:: زه د محمد دین ته هیڅ ګروهنه نه لرم او هماغه شان پخپل او د خپل پلار نیکه پر دین باقي پاتې یم.،خو ما له هغۀ  داسې ځپونکي خبره واوریده چې بدنونه  لړزَوي.

وروسته ولید، د قرآن په باب یوه جمله وویله چې د اهل ادب د  لویانو په تعبیر  دغه جمله د فصاحت او بلاغت په نهایت کې ده.هغه ووئيل؛د هغه خبرې یو خاص خوږلښت لري، او په یوه خاص اندازه او نرمښت او ښکلا،له میوو ډکې څانګې ، او پیاوړي او ځواکمنې ریښې لرونکی خبرې  دي چې له نورو خبرو لابرلاسه وي او پر هغو هیڅ ډول نوره خبرې برلاسی نه لري.:::  

                د حج  شپې ورځې نزدې وې او قریش لازیات اندیښمن وو. دوي په مسجد الحرام کې سره غونډشول.. په هغو کې یوه کس  ولید بن مغیره ته مخ واړوۀ او ورته ئې ووئيل، ډیر زر له هرې خوا خلک مکې وآخوا ته راځي  او ممکنه ده  د محمد د خبرو په آوریدو سره د هغه مجذوب شي ،څرنګه خلک پر هغه له ایمان راوړلو  منع کولی شو؟ ولید ورته په ځواب کې ووئيل،یوازې یوه لار لري،او هغه دا چې ،مونږ ټول باید  سره متحد شو او د محمد د خبرو په مقابل کې له یوې خبرې زیاتې خبرې ونه کړو! داسې نه وي، چې  هرڅوک د ځان لپاره خبره وکړي. په هغو کې یوه ووئيل، هو! همداسې ښه ده ، مونږ ټول په یوه خوله وایوو چې محمد دروغجن دی. خو نورو ووئيل،  نه ، داسې چاره امکان نه لری ، ځکه هغه  څلویښت کلونو پورې په خلکو کې په صداقت  امانتدارۍ  سره ژوند کړی دی،نو څرنګه ووایو چې دروغجن دی ؟ یوه بل کس ووئيل،  وایوو چې لیونی دی، خو بیا و رسره مخالفت وشو ، ځکه څرنګه یو کس چې ټول ئې په عقل او پوهې هوښیارۍ پيژني ، داسې نسبت  ورکولی شو؟.  دریم کس ووئيل، وایوو چې  محمد کاهن دی ،نه په خداي چې هغه کاهن نه دی ،مونږ  کاهنان لیدلی دي ،خو د محمد خبرې د کاهنانو په څیر زمزمه او د له هغوي سره شباهت نه لری. یوه بل ووئيل، وایوو چې  محمد شاعر دی ،بیا ولید ورسره مخالفت وکړ او وې وئيل،شاعر هم نه دی ،ځکه مونږ د شعرونو ډولونه لیدلي او آوریدلي دي ، خو دهغه  خبرې شعر نه دي. وروستي کس ووئيلر، نو بیا به ووایو چې جادوګر دی،ولید بیا هم سر وخوځوۀ او وې وئيل،مونږ ټول جادوګر او د هغوي جادو اوس ِحر لیدلی دي.  د محمد خبرې، د هغو جادوګرو  کار سره  چې رسئ ته غوټه ورکوي او بیا ئې پرانیزي،هیڅ ورته والی نه لري،البته دا   له ټولو وړاندیزونو لاښه دی ،هو! ټولو ته وایوو  چې  هغه  جادوګر دی ، ځکه  خبرې ئې سحر او جادو دي  چې  په وسیله ئې  د پلار او زوي ، ښځې او خاوند ، او کورنۍ او قومونو ترمینځ  جدائي رامینځةکوي .

           د پیغمبر اکرم(ص) سخت دښمن عبدا... بني امیّه لاکَړَه(کوتک) په لاس ، له کوره ووت، او د مکې د څلورو مشرانو وآخوا ته ورغی څو دوي میلمانۀ کړي. ټول پوهه شول چې عبدا...له پيغمبر اکرم(ص) سره د مبارزې لپاره  کومه  نوي نقشه په ذهن کې لري،د هغه دعوت ئې ومانۀ او شپې مهال د هغه کور ته ورغلل.په هغو کې یو میلمه ولید بن مغیره  هم ؤ .هغه چې د پیغمبر د جادوګرۍ په باب ئې نقشه نه وه منلې، اوس د تیر وخت په څیر په لازیات هوډ سره دخپلو دوستانو په مینځ کې موجود ؤ. البته څلور واړه کسانو په بُتانو او هغوي ته په عبادت کولو ئې څه خاص  ایمان نه درلود.خو لکه څنګه چې بت پرسَتي ددوي د چورتالان او سودخورئ او غلا لپاره یو برغولی او د ډيرو زیاتو عایداتو سرچینه  او له هرڅه لا غوره،د خلکو د پرګَنو د بوختَوَلو لپاره  یوه ښه وسیله وه،په ډاګه ئې د پیغمبر حقانیّت  نه شو اعلانولی.

هغه لومړنی میلمه،چې خبره ئې پیل کړه،ولید ؤ.هغه داسې ووئيل؛تر اوسه پورې هره هغه نقشه چې د محمد د ناکامۍ لپاره موپلان کړې ده،له ماتې سره مخ شوې ده.ورباندې مو ملنډې ووهلې،لیوانی او جادوګر مو وبالۀ او دهغه او د هغه دملګرو په حق کې مو ترټولو سختیانې او شکنجې وآزموئيلې،خو دوی  ماته نه خوړونکي روحیّې سره تل پاتې  او کلک  دریدلي دي .اوس ائ عبدا...! ته په خپل ذهن کې داسې څه نوی فکر لري چې مونږ دې په دومره بیړې کې دغه ځاي ته راغوښتلي یوو؟ م کر زبن حفص، عمرو بن عبدا...او عاص بن عمرو هم هماغه پوښتنه وکړه. عبدا...له لږې چپتیا وروسته،هر یوه ته د شرابو جامورکړ.هغه مهال ئې ووئيل؛هماغه شان چې پوهیږئ ددغې ناستې موخه،له محمد سره مقابله  ده ،خو په نوي رودې سره او له تیر وخت سره په توپیر کې.مونږد بحث او مناظرې له لارې هغه په ګونډو کولی شو.؛عاص؛چې په مناظرې کې د پیغمبر پر توانمنۍ او قدرت پوهید،د هغه خبره ئې غوڅه کړه او وې وئيل،؛دغه روده د مونږ په توان کې نه ده،غوره ده،په یوې بلې رودې پسې شو:::  

     عبدا...په ساړې سینې سره په ځواب کې ووئیل،نه دې ځل مونږ په یوه عمومي ځاي کې،هغه غافلګیرکوو اوغوښتنه ورځيني کوو چې په پوره کولو کې ئې په شک کې پریوځي.په داسې بڼه کې،د هغه شاوخوا کسان به ورڅخه تیت پرک شي  او د هغه په رسوائۍ سره  مونږ خپل هدف ته رسیږو.

په ورپسې ورځې،ټول   د اسلام پیغمبر وآخوا ته ورغلل، د پیغمبر اکرم(ص) یو شمیر  اصحاب چې هلته حاضر وو،پوهه شول ، چې مشرکان د هغوي د کړؤَلو نیّت لری . له دې امله ئې وغوښتل د هغوی د ورتلو مخه ونیسي، خو پیغمبر  هغوي پخپل حضور کې ومنل.

ولید بن مغیره ، پیغمبر(ص) ته په خطاب کې ووئیل، ته پوهیږې مونږ د خپلو خدایانو ډير احترام کوو، او هغوي ته بې احترامي نه زغمو،که تر اوسه پورې  مو ستا په دین ایمان نه دی راوړی، نوددې لپاره دی چې د تاپه کتاب کې ،د مونږ خدایان ،یعنی  لات ،عزی ،منات او هبل ته سپکاوی شوی دی  . تا چې  د مونږ مقدساتو ته سپکاوی کړی دی ،نو بیا څرنګه له مونږ ه تمه لرې ، پر تا اعتماد وکړو او د تا پر دین ایمان راؤرو؟ مونږ یوازې په داسې بڼه  پر تا ایمان راؤړو  او هغه هم هغه مهال ده چې د قرآن په ځای  یو بل کتاب راوړې چې  مونږ  د  لات،عزي ،منات او هبل  له عبادته  منع نه کړي. یا د لږترلږه له قرآنه سپکاوي کونکي مطلبونه لیرې کړه،په داسې بڼه کې مونږ  به له تاسره وو.:::

                 په دغه وخت کې ، دیونس سورې له ۱۵تر  ۱۷پورې آیتونه نازل شول او  هغوي ته ځواب ورکړ، مشرکان  ددغو آیتونو له آوریدو وروسته په ناامیدۍ سره له پیغمبره  بیرته وګرځيدل.  خداوندمتعال په دغو آيتونو کې فرمائي ؛ وَ إِذا تُتْلى عَلَیْهِمْ آیاتُنا بَیِّنات قالَ الَّذینَ لایَرْجُونَ لِقاءَنَا ائْتِ بِقُرْآن غَیْرِ هذا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ ما یَکُونُ لی أَنْ أُبَدِّلَهُ مِنْ تِلْقاءِ نَفْسی إِنْ أَتَّبِعُ إِلاّ ما یُوحى إِلَیَّ إِنِّی أَخافُ إِنْ عَصَیْتُ رَبِّی عَذابَ یَوْم عَظیم / قُلْ لَوْ شاءَ اللّهُ ما تَلَوْتُهُ عَلَیْکُمْ وَ لاأَدْراکُمْ بِهِ فَقَدْ لَبِثْتُ فیکُمْ عُمُراً مِنْ قَبْلِهِ أَ فَلا تَعْقِلُونَ/ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرى عَلَى اللّهِ کَذِباً أَوْ کَذَّبَ بِآیاتِهِ إِنَّهُ لایُفْلِحُ الْمُجْرِمُونَ:      او پر دوي زمونږ آیتونه په روښانه توګه وښایه ، دوي چې  د مونږ لیدو ته هیڅ  امید نه لری، وائي؛ له دې پرته بل قرآن  راوړه یا  ئې بدل کړه ، نو ورته ووایه ،زما په وس کې نه ده چې له خپلې خوا ئې بدل کړم ، له هغه څه  پرته چې پر ما وحي  کیږي، دبل څه پيروي نه کوم. که د خپل پروردګار نافرماني وکړم، نو  د هغې لوئې ورځې له عذابه ویریږم؛ ووایه ، که خدای غوښتلی ، نو مې تاسو ته نه وئيل او   (ا ...) به   تاسو نه خبرولئ. په حقیقت کې، مخکې له دې چې زه ئې راوړم، ما ستاسو په مینځ کې وخت تیر کړی دی. آیا تاسو فکر نه کوئ  له هغه چا  بل ظالم څوک شته چې په ا.... تعالی درو غ وتړي او یا د هغه آیتونه درو غ وګڼي؟ په حقیقت کې، مجرمان نه ژغورل کیږي::.

           خوږو دوستانوددغه مطلب وخت همدلته پاي ته رسیږي، په دې هیله چې د استفادې وړموګرځيدلی وی،ددغې لړۍ تربل مطلب پورې مو چې بیا ستاسو خدمت  ته حاضریږو، په نیاؤمن خدای مو سپارو ،سرلوړي اوسوکاله ووسئ. 

 (سیماب)

****************************************** 

 

 

ټیګونه