Apr 13, 2024 14:34 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

 د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو په دې شیبوکې  ایران د اونۍ په هینداره کې نومې لړۍ له نننی برخې سره ستاسو په خدمت کې  یوو، په پيل کې درته په تیرې اونۍ کې  د ایران ځيني مهمو پیښو لنډه شان خلاصه  درآوروو، او بیا مو هم د ځينو موردونو په باب رابولوو،د ځينو مهمو پيښو تحلیلي برخې آوریدو ته .

********************

*/*/*/*/

نیکمرغه کوچنی اختر او د  اسلامی انقلاب د معظم  لارښود روښانونې

*/*/*/*

د ایران  او پاکستان د ولسمشرانو ټيلیفوني خبرې اترې او مشورې

*/*/*/*

غزه،سیمه او نړۍ  او دایران فعاله ډيپلوماسي، په تیرې اونۍ کې د ایران ځیني مهمې پيښې وې ،التبه د ځينو موردونو په باب مو رابولوو،د تحلیلي برخې آوریدو ته .

*******************************

    د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آ یت ا... العظمی سید علی خامنه اي د چارشنبې په ورځې د روژې دمبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر د لمانځه په خطبو کې په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ د وحشي او لیوني صهیونیسټي رژيم  د حملې ته په اشارې سره  ټينګار وکړ،په نړیوال عرف کې د هرهیواد په سفارت او کنسولګرۍحمله د هغه هیواد په خاورې حمله حسابیږي  او له سره تر پښو پورې له خباثته ډک صهیونیسټي رژيم  باید ددغه جنایت په وجه ورټل شي ،  چې حتما به تنبیه شي.

د  اسلامی انقلاب ستر  لارښود همدرااز د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د ایران د اسلامی جمهوری نظام له مسئولانو،د اسلامی هیوادونو له سفیرانو او له مختلفو وګړو سره په کتنې کې، د غزې موضوع ، یوه ډیره مهمه موضوع،د اسلامی نړۍ د مسئلو په سر کې او د ټولو د مسئولیّت ‍ احساسونې  ته اړمنه   موضوع وبلله  او وې فرمائيل؛  د ملتونو  حتی د غیر مسلمانو ملتونون زړونه  د فلسطین او غزې له مظلومو خلکو سره   دي چې نښه ئې هم د صهیونیسټانو د جنایتونو په ضد په افریقا ، آسیا ، اروپا او حتی پخپله امریکا کې  په میلیوني لاریونونو کې تر سترګو کیږي.

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي ددنیا پر رسندوئي نړۍ د صهیونیسټانو د اوږدمهاله تسلط له شتون او  د فلسطین د چغې او پیغام د منتقلولو  له  مخنیوي سره سره د ملتونو په یوې توجه وړ لومړنۍ موضوع د فلسطین د مسئلې بدلیدا وبلله او  وې وئيل؛   دم لتونو د مسئولیّت له احساس سره سره ، له بده مرغه حکومتونه پخپلو دندو عمل نه کوي:::

          د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز   اوسنی بوږنونکی واقعیّت د ماشومانو اوښځو په ضد د وحشي  صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو په اوج کې  له دغه  وحشي رژيم سره  د ځينو اسلامی هیوادونو د  مرسته وبلله او  وې فرمائيل؛ دغه مرستې  او  د صهیونیسټي رژيم  کمزوری کیدونکو ادارو پیاوړتیا ، هم له اسلامی امت سره خیانت دی  او هم  پخپله له مرسته کونکو هیوادونو سره خیانت دی ، ځ که چې دغه مرستې په حقیقت کې  د دوي  دځان له نابودولو سره مرسته  ده .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ایران د اسلامی جمهوریت  وړاندیز او حتمی انتظار له جنایتکار صهیونیسټي رژیم سره د اسلامی هیوادونو  دسیاسی اواقتصادي رابطې  غوڅیدا وبلله  او   په دې  خبرې په ټينګار سره ئې  چې  په اسلامی هیوادونو کې  د ټولپوښتنې د ترسره کیدا په بڼ کې، دا انتظار،  د ټولو مسلمانو ملتونو د اتفاق  وړ دي، ووئيل؛ لږترلږه  انتظار دا دی چې اسلامی حکومتونه  له صهیونیسټي رژيم سره خپلې اړیکې  په موقته توګه او د   جنایتونو د دوام ترختمیدا پورې  غوڅې کړي  او  ورسره مرسته ونه کړي.

Image Caption

 

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم ریئسي  د پنجشنبې په ماښام  د پاکستان له ولسمشر آصف علی زرداري سره  په ټيلیفوني تماس کې ، ددواړو هیوادونو اړیکې ژورې ، تاریخي  او په دیني ، اعتقادي ، کلتوري او د ګاونډيتوب  په نه شلیدونکو ډیرو مشترکاتو باندې تکیه کونکي وبللې او هیله ئې وښودله،  په نوي پړاؤ کې  دوه اړخیزې اړیکې  د دواړو ملتونو د ګټو د تامینولو په لړ کې لاپراخې شي.

د اسلامی ایران ولسمشر، د تعاملاتو د پراختیا لپاره په دواړو هیوادونو کې  متقابل  ظرفیّتونه ډیر زیات او ډول ډول وبلل او د داعش د تکفیری فتنې پشمول د مختلفو فتنو او ترینګلتیاؤ په ختمولو کې ئې  د اسلامی  امت د ځوانانو د ایمان او غیرت  په ستاینې سره ټينګار وکړ، باید  له ترهه ګرۍ سره په ګډې مبارزې کې د ملګرتیاؤ په پیاوړتیا سره،د تهران او اسلام اباد ترمینځ ددوستۍ د لوړتیا او د دښمنانو د غوښتو د پوره کیدا خنډ شو.

ابراهیم ریئسي ددغو خبرو په یوې بلې برخې کې  په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم د نسل وژنې او وحشي ډوله جنایتونو دوام،د اسلامی هیوادونو او د نړۍ ددرستو پتمنو لپاره دروند غم وباله او ددغه ماشوم وژونکي رژيم  د جنایتونو ددریدا په خاطر  د اغیزشیندونکی دباؤ د اعمالولو لپاره د خپلواکه او آزادي غواړو هیوادونو د خپلواکه هڅې پر ضرورت ټینګار وکړ.

 د پاکستان ولسمشر آصف علی زرداري  هم په دغو ټیلیفوني خبرو کې په دمشق کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت په کنسولی برخې د صهیونیسټي رژيم  د ترهه ګرې حملې په محکومولو سره،له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او  د خپلو مینځیو دوستانه  اړیکو باندې ددغې موضوع د تاوانونو د مخنیوي لباره  د امنیتی ادارو د ملګرتیاؤ او اړیکو پر پیاوړتیا ټينګار وکړ.

              د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر په تیرې اونۍ کې د جرمني ، انګلستان او آسټریلیا له خارجه وزیرانو  آنالنا بربوک ، ډيویډ کامرون او پني وانګ  سره په ټيلیفوني تماسونو کې ووئيل، کله صهیونیسټي رژيم د ویانا د کنونشنونو او نړیوالو حقوقو په خلاف ورزیو سره ، د ډيلوماټیکو ځایونو او شخصیّتونو په خوندیتوب سترګې پټوي  او دملګروملتو امنیت شورا هم په دمشق کې د  ایران په سفارت  دترهه ګرې  حملې په محکومیّت کې د یوې اعلامیې د صادرولو جوګه  نه  ده، نو د یوه تیریګر د رټلو په موخې سره  روا دفاع یو ضرورت دی.

Image Caption

 

 د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  روښانه کړه ، ایران  د جنګ د لمن په پراخولو  پسې نه دی ،خو د لویدیځي آسیا په حساسې سیمې کې د تل پاتې امنیت بیرته  ستنیدا،د صهیونیسټ رژيم د ناانډورله او جنګ غواړو  رهبرانو پيزواني کول  او د غزې تړانګې او د اردن سین د لویدیځي غاړې  په ضد ددغه وحشي رژیم  د جنګي جنایتونو تل پاتې دریدا،سره اړونده وبلله .

 د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سیمې ته د آرامښت د بیرته ستنیدا  لپاره د یوازینۍ اغیزشیندونکي  لارې په توګه په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې د جنګي جنایتونو او د نسل وژنې د فوري دریدا په ضرورت په ټينګار سره  ووئيل؛ تهران هیڅکله  په سیمې کې د تاؤتریخوالي په پراخولو پسې نه دی،خو په مقابل کې،په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې د اسرائيلي وحشي رژيم د ترهه ګره حمله،او د  امریکا او انګلستان مرموزي چُپتیا،په سیمې کې د صهیونیسټ رژيم د د لومړي وزیر د بلا او پراختیا غواړي جنګ په دوام کې د  هغه د لمسَونې په معنا ده

Image Caption

 

            د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ټیلیفوني تماس ته په ځواب کې،په سورئې کې د ایران په کنسولګرۍ د صهیونیسټ رژیم جنایتکارې حملې په محکومیّت کې د ترکیې ددریځونو په منننې سره او په دې خبرې په ټينګار سره چې  دغه جنایت به بې ځوابه پاتې نشي،یوځل بیا په غزې کې د وحشي صهیونیسټانو  د جنایتونو په وړاندې  تر ټولو اغیزشیندونکی  مخه نیونکی عامل له دغه وحشي رژيم سره د اسلامی هیوادونو د   سیاسی او اقتصادي  اړیکو غوڅیدا وبلله .

ابراهیم ریئسي  زیاته کړې ده ،نن سبا د امریکا او لویدیځي هیوادونو ملاتړونه او د غزې تړانګې پهض د د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې  د نړیوالو اورګانونو او د بشری حقوقو ټولنو بې عملي ، ددغو هیوادونو او اورګانونو  د لازیاتې رسوائۍ  سبب شوي دي.

د ترکیې ولسمشر ر جب طیب اردوغان  هم په دغې ټيلیفوني مکالمې کې  یو خل بیا په  دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ  د صهیونیسټ رژيم  حمله  محکومه کړه او د صهیونیسټي رژيم   د جنایتکار ماهیّت ته ئې په اشارې سره روښانه کړه ؛ صهیونیسټي رژيم  نن سبا  له بل هر وخته لاریات کرکیجن او منزوي دی .

      د ایران د اسلامی جمهوریت د سړیو د آ زادې کشتۍ او غیږ نیونې ملی ټیم  د قرقزستان په بیشکک  کې د ۲۰۲۴ کال د آسیا د اتلوالۍ د آزادې غیږ نیونې په سیالیو کې  د  پنځو سرو  زرو او  د درو د زیّړو  میډالونو په ترلاسه کولو سره  اتل شو.

Image Caption

 

د ایران د اسلامی جمهوریت د آزادې کشتۍ ملی ټیم  چې د سیالیو په دغه پړاؤ کې  د عنواندار په توګه او د ځوانو لوبغاړو په یوه ترکیب سره د المپیک د ونډې  د ترلاسه کولو په سیالیو کې  له خپلو ځينو  اصلي کشتي ګیرو یا لوبغاړو د شتون په دلیل د خپلې سیالانو په وړاندې  ئې ټَټر وهلی ؤ ،وتوانیدل ددغو سیالیو  دسرو زرو نیم میډالونه   خپل کړي. 

 د ټيم په رده بندۍ کې ، ایران په اقتدار سره  په ۱۹۰ امتیازونو سره  د  اتلوالي ترلاسه کړه او د جاپان ټیم په یوسل دیرشو امتیازونو  او د قرقزستان  ټيم په ۱۲۱  امتیازونو سره  دوهم او دریم لمبر شول.

د آسیا د  اتلوالۍ فرنګي کشتۍ سیالۍ به هم دقرقزستان په بیشکک کې  د دوشنبې ورځې راهسې پیل شي  او د ایران د اسلامی جمهوریت د فنرګي کشتۍ ملی ټیم  به  د اتلوالۍ د دفاع کونکي په توګه په دغو سیالیو کې ډګر ته وارد شي.

               دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بلې اونۍ پورې  چې مو په یوه نوی مطلب سره  ستاسو خدمت ته حاضریږو، په نیاؤمن خداي سپارو ،سرلوړي ووسئئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

ټیګونه