د اماراتو مزدوران: د سعودي برید پر یمن تجاوز و.
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i169050-د_اماراتو_مزدوران_د_سعودي_برید_پر_یمن_تجاوز_و.
پارس ټوډی -په یمن کې داماراتو پورې تړلې شورا مرستیال د سعودي اتحاد لخوا په حضرموت برید تجاوز بللی دی.
(last modified 2025-12-31T01:35:46+00:00 )
Dec 31, 2025 06:04 Asia/Kabul
  • د اماراتو مزدوران: د سعودي برید پر یمن تجاوز و.

پارس ټوډی -په یمن کې داماراتو پورې تړلې شورا مرستیال د سعودي اتحاد لخوا په حضرموت برید تجاوز بللی دی.

د یمن د جنوبي انتقالي شورا مرستیال «هاني بن بریک» وویل، سعودي عربستان د بې‌اساسه پلمو تر نامه لاندې پر حضرموت او د هغې پر ملکي بندر ښکاره یرغل کړی دی۔

دا څرګندونې د سې‌شنبې د سهار له هغه برید وروسته وشوې چې د سعودي ائتلاف له‌خوا د حضرموت ولایت په مکلا بندر، چې د اماراتو اجیر ځواکونه پکې مېشت دي، ترسره شو۔

د سعودي تر ملاتړ لاندې د یمن د ځان‌منلي ولسمشرۍ شورا مشر رشاد العلیمي هم وویل چې د یمن د ملت پر ضد د اماراتو رول د یاغیانو ملاتړ او د کورنیو فتنو د راپارولو په لور روان دی۔

«هاني بن بریک» د جنوبي انتقالي شورا مرستیال رئیس چې د اماراتو پورې تړلی دی ویلي: سعودي په بې بنسټه بهانو رسماً پر حضرموت او د هغه غیر پوځي بندر تجاوز کړی دی.