رضا عارف دښمن د اقتصادي جنګ په جبهې کښې هم ماتې خوري
پارس ټوډې- د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف وویل:حکومت د مقاومتي اقتصاد د اجرا کولو، د اقتصاد د مقام کولو او د اقتصادي جنګ په شرایطو کښې د خلکو د معیشت او اقتصاد د تامینولو لپاره پروګرام لري او ډاډمن یوو چې دښمن به په دغه جبهه کښې هم ماتې وخوري.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د تسلیمولو یا نسکورولو لپاره د امریکا په مشرۍ د سلطې د نظام بیلابیلو پوځي، اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي دسیسو ته په اشارې سره وویل:په تیرو لسیزو کښې د ایران سټراټیژۍ د انقلاب د شهید مشر د نظر پراساس د ایران او د سیمې د خلکو د ضرورتونو د تامینولو لپاره له پرمختللیو ټیکنالوژیو څخه حداکثره استفاده وه او ده او نن سبا دنیا متوجه شوې ده چې اټومي موضوع یوازې دروغ وه چې صهیونیسټ رژيم مطرح کړه او نور دغه موضوع هیڅ اهمیت نلري.
د ایران د ولسمشر مرستیال محمد رضا عارف وویل دښمن د خپلو دسیسو له ماتې خوړلو وروسته له ایران اسلامي جمهوریت سره نیغ په نیغه پوځي ټکر ته مخه کړه او داسې فکر یې کاوه د ایران خلک د دښمن په ګټه میدان ته راوځي، خو د ایران خلکو په دولس ورځني جنګ کښې یوځل بیا د لویدیځو هیوادونو د محاسباتو غلط والې اثبات کړ او هغوې د دښمن په مقابل کښې ودریدل او په نهایت کښې دښمن مجبوره شو چې د اوربند غوښتنه وکړي.
هغه له بشپړه جنګ سره د مقابلې لپاره د ایران د حکومت چمتووالي ته په اشارې سره وویل: د روژې د میاشتې د جنګ په لومړۍ ورځ د اسلامي انقلاب د شهید مشر په شهادت سره، د ایران نظام ته ستر ګوزار ورکړل شو او د اسلامي امت او د نړۍ د پتیالیو لپاره ستر تاوان رامینځته شو، خو ټولنې یوځل بیا خپل ځانګړی ظرفیت وښود او د شهیدانو د وینې په برکت د واټونو جبهه خپل په خپله رامینځته شوه او د ایران خلک کابو یوسل نوي شپې کیږي هره شپه له هیواد او حکومت څخه د ملاتړ لپاره په واټونو کښې غونډې ترسره کوي.
رضا عارف په دې خبرې سره چې دښمن په پوځي جنګ کښې خپلو هدفونو ته په رسیدا کښې ناکامه شوی او همدا اوس په اقتصادي او ټولنیزه جبهه کښې فعال دی وویل:مونږ دا خبره منو چې له اقتصادي مشکلاتو سره مخ یوو خو د ظالمانه بایکاټونو په مقابل کښې مو مقاومت کړی او د اقتصاد د مقاوم کولو کار مو کړی او مقاومتي اقتصاد مو مخ ته بیولی دی.
د ایران د ولسمشر مرستیال رضا عارف وویل له مشکلاتو او انفلاسیون څخه خبر یوو او د انفلاسیون په کنټرول کښې بریالي نه وو خو ناهیلي نه یوو او ډاډمن یوو د خلکو په مرستې سره مشکلات د حل کیدا وړ دي.