Jun 21, 2016 17:47 Asia/Kabul
  • دامریکادخارجه وزارت له  خوا  په ایران کې دبشری حقوقودخلاف  ورزیوپه باب ادعاګانې

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې یعني دامریکا دخارجه وزارت په لیدتوګې کې په ایران کې دبشری حقوقو دخلاف و رزیو د ادعاګانو دلړ ۍ له ننني شپږم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په ننني مطلب کې له بندیانو سره دامریکا دبشری حقوقو داپوټه چلندونو په باب درسره غږیږو نو ترپایه راسره مله ووسئ

  دامریکا حکومت  چې ځان   په ټولو ډګرونو کې  دبشری حقوقو د رعایتولو  یو سر غنه او مدعي  ګڼي ، د زندانو په شمول  په زیاتره موردونو کې   د ذهني پرکوټو  دپانسي کولو پشان   دناعادلانه  فیصلو  په اجرا اوبدچلنیو سره  دبشری حقوقو  خلاف ورزي کوي  . په عین حال کې  دامریکا  خارجه وزارت  پخپل  کلني راپور کې  په ایران کې  دنشه ایزو موادو دقاچاقبرو لپاره  د پانسۍ دسزا  د  اعمالیدو   او د دیني اصولو په اساس  دقصاص  دحکم  داجرا او د قصدي قتل  کونکو دسزاکیدا په  شان    په موردونو اندیښنه څرګنده کړې  او مدعي دی  چې  دایران په اسلامی  جمهوریت کې  دبشری حقوقو   اصول نه رعایتیږي . 

            دوستانو لکه څنګه ټولو ته پته ده چې  امریکا په نړۍ کې  دخورا ډيرو زیاتو بندیانو   د درلودلو ریکارډ لري .

 په امریکا کې  په بندونو کې   څه دپاسه دوه میلیون کسان شپې سبا کوي ، احصائې  ښئ چې دامریکا دمتحده ایالتونو  محکمې  په کال کې په متوسط ډول  دلسګونو پانسیانو فیصلې صادروي . 

 په امریکا کې همداراز  دپټو  او نه ثبت شویو بندونو  له شتونه پرده پورته شوې ده ،خو  دپانسي شویو  اوبندیانو  د واقعي  شمیر  په باب  کره احصائې  نه دي خپرې شوي  . دغه احصائې  او راپورونه  په داسې حال کې خپریږي  چې  د امریکا نفوس   د درستې نړۍ  یوازې پنځه فی صده  برخه جوړوي  او    ددغه هیواد په بندونو کې  د نړۍ پنځّه ویشت فی صده بندیان شپې سبا کوي.    په امریکا کې  د دبندیانو خورا زیات  نفوس ، دبندیانو  دحقوقو   درعایتولو موضوع  دبشری حقوقو د اورګانونو دپام وړ ګر ځیدلې ده  .  په دې توګه چې  له هرو یو لک امریکائي ښآریزو  ۷۱۶  امریکایان په زندانو کې دي .  د روحي او نفسیاتي ناروغانو ډير زیات شمیر ، په سزا محکوم ، دبند ساتونکو ظلمونه اوتاؤتریخجن چلندونه،   په انفرادي  سیلونونو کې د ذهنی پرکوټو  ساتل ،  او دخصوصي بندونو  دشمیر زیاتیدا د ډيرو بندیانو په تیره بیا د ماشومو بندیانو  بوږنونکي شر ائط،  په امریکا کې  له بندونو سره داړونده  مشکلاتو په باب  نور اندیښمنونکي  موردونه دي . .

=    دامریکا  په متحده ایالاتو کې  دبشری حقوقو  دخلاف ورزیو په زمینې کې  یوه بله مهمه موضوع ، له  هغو  تورپوستو سره دپولیسو تاؤتریخجن  چلند دی چې  پولیس ئې په بیلابیلو دلیلونو  شکمن ګڼي .  دهغو احصایو په اساس چې دخلکو او غیر حکومتي اورګانونو او موسسو  په مرستې سره  خپرې شوي دي ،  په وروستیو کلونو کې  دامریکائي پولیسو په لاس  دتاؤتریخوالو  د قربانیانو شمیر ،  هرکال په متوسط ډول  له زرو کسانو زیاتیږي .  دخپرو شویو احصایو په اساس،  په امریکا کې  په متوسط ډول  په هرو شپږدیرشو ساعتونو کې  یو تورپوستی  دپولیسو په لاس وژل کیږي .  احصائې  ددې ښودنه کوي  چې  دامریکا په بندونو کې  د دوو میلیونو څلورلکه    ټولګې  څخه  کابو یو میلیون  کسان  تورپوستي  دي .  او دا په داسې  حال کې د ي چې  د هغو سپین پوستو امریکایانو شمیر چې  نشه ایز مواد مصرف کوي ،  د تورپوستو   پنځه برابره زیات دی . 

  دامریکا قضائي سسټم  په بیلابیلو رودو سره  دامریکا دتورپوستو   د  حقوقو  خلاف ورزۍ کړي د ي  او   له هغوي سره  ئې د دوهمې درجې دښاریزو   په څير چلندونه کړي دي .   د باراک اوباما دولسمشرۍ  په پړاؤ کې  د تورپوستو د ټولنیزو  حقوقو چخڼي کیدا ، او له کوم علت پرته نیونې ، د محاکمو ترسره کیدا او  د تورونو  له تفهیم پرته بندي کول  او د  وژلو شمیر   نه یوازې کم شوی  نه دی ،بلکې  لازیات شوی هم دی .

  په امریکا کې  د ۲۰۱۴کال  له پانسیو سره  په رابطه کې   دبشری حقوقو  یوه  مهمه موضوع ، دځينو محکوم شویو  کسانو دپانسۍ   رودې  دي .  په ۲۰۱۴ کال کې  ۳۳ کسان  د زهرجنو  موادو په پچکاري کولو  سره پانسي شوي دي . یوه داسې روده چې  په ځينو موردونو کې بحث راپارونکي  شوي  او    د بشری حقوقو  ځيني  ا ورګانونه  هغه  که په داخل کې وي او که په نړیواله  سویه ،  د دغو  رودو په وړاندې ئې سخت غبرګونونه  ښودلي د ي .   دالکټرونیکي  څوکۍ په وسیله  په پانسي کولو کې هم   په څو موردونو کې تخنیکي   نیمګړتیاوې  راپورته شوي دي  چې  په پانسۍ  محکوم شوو کسانو ته د ډيرو شاکونو  لامل شوي دي .

  له توکمیز پلوه  په ۲۰۱۴کال کې  دپانسۍ دموردونو سپړل  ښئ چې  په متحده ایالاتو  کې په پانسۍ    د محکوم شویو لوړه فی صدي  توکمیز لږکي جوړوي.  په هغو ۳۳  کسانوکې چې  په ۲۰۱۴کال کې پانسي  شوي یوازې یولس کسان   سپین پوستې  وو ، له هغوي اولس تور پوستي ، پنځه نور هم   هیسپانیک  توکمه وو  .  داپه داسې  حال کې دي چې    دوروستیو احصایو په اساس ، د امریکا دټولو نفوسو  کابو دیارلس فی صده  تورپوستي دي . 

 دملګروملتو دشکنجې  ضد دکمیټې دراپور  په اساس  همداراز  په هغو تورپوستو   چې وسلې ئې نه درلودې  دپولیسو په پرله پسې موردونو کې ډزو او  دهغوي په پلټنو    چې دهغوي د وژل کیدا  لامل کیږي ، سخته اندیښنه  څرګنده کړې  ده .    دامریکا دپولیسو  له عرفه  دبهر  او تاؤتریخجنو  اقداماتو  په تیره بیا   دافریقائي- امریکائي ،  د لاتیني توکمو  کډوالو  او قومیّتي او توکمیزو  لږکیو سره  د اړونده  کسانو  په هکله دشیکاګو دپولیسو  ددغه ډول ځيږو  اقداماتو په باب   اندیښنه څرګنده کړې ده .

         دملګرو ملتو  د راپور په بیلابیلو بندونو کې ، دامریکا  دپولیسو ، امنیتی  او اطلاعاتي ځواک (ایف بی آئي ) په کړچار اوکړنو نیوکې  کړي او  خپله جدي انديښنه ئې  څرګنده کړې ده  چې  په هغو کې  په  ډيرو بدو  او بوږنونکو شرائطو کې  د ماشومانو پشمول  د کډوالو  دنیول کیدا  او شکنجو ترڅنګ   د تورونو له تفهیم   او    محاکمې پرته  نیول  ، دکډوالو ایستل ، د امریکا دپولیسو او پوځيانو له خوا بدچلندونه او شکنجې    او دنامعلومې او اوږدې مودې لپاره دهلکانو  او ذهنی پرکوټو  بندي کول شاملیږي .

دنیویارک  تربیّتي او اصلاحي  موسسې د  :: جنسي نابرابري :  په عنوان سره  د ۲۰۱۵کال  په فرورئ کې دیوه ۲۳۳مخیز راپور په خپرولو سره  دنیویارک په بندونو کې   دښځو  دحقوقو په تیره بیا داُمیندوارو ښځو دحقوقو  پراخو خلاف ورزیو  او  د ګډوډ وضعیت  سپړنې ته مخه  کړې  ده .   ددغه راپور لومړنۍ برخه ،  په نیویارک کې دښځو   ځانګړو  بندونو شمیر  او همدار از د بندي میرمنو  شمیر  ته په  اشارې سره  زیاتو ي ،  د ۲۰۱۳کال تروروستیو پورې   د دغه ایالت  په شپږو بندونو کې  کابو دوه زره  درې سوه میرمنې زنداني وې  چې   له دغو شپږو بندونو  څخه درې  بندونه  ښځو ته محدود  دي  او درې نور هم سړیو  ته محدود دي . په پنځو بندونو کې  دځينو فاکتورونو  داحصایو په تحلیل سره  مشخصه شوې چې  د تورپوستو او لاتینې توکمه ښځو شمیر  د سپین پوستو ښځو  تقریبا دوه برابره زیات دی . 

  د دې په ترڅ کې  چې   ددغو بندونو کارکونکي زیاتره سړي دي ،  چې  پر ښځو د تیریو پشمول د ډيرو زیاتو مشکلاتو دراپورته کیدا لامل کیږي .  همداراز په دې خبرې سره چې  په وروستیو  څو کلونو کې ،   هرکال  په  متوسط ډول  د نیویارک  په بندونو کې  څلور  زره ښځینه بندیانې ورزیاتې کیږي ، په امریکا کې په تیرو ۳۶کلونو کې  دښځینه بندیانو  شمیر نهه سوه فی صده  زیاتیدا  اندیښمنونکي  اعلان شوي  ده . 

      ددغه راپور په اساس ،  په ۱۹۷۷کال کې  له یولس زره  دوه سوه ښځینه  بندیانو شمیر څخه  په ۲۰۱۳کال کې  یولک یولس زره  درې سوه ښځینه بندیانو پورې زیات شوی دی  . سره له دې چې  دامریکا  متحده ایالات    د درستې نړۍ   د ټولو ښځو  کابو پنځه فی صده ټولنه  جوړوي ، خو  په دنیا کې د زنداني شویو ښځو   کابو ۳۳فی صدي برخه   له دغه هیواد سره  اړوندیږي . میرمنې   د روغتیائي چارو   ضروري روزنو ته هیڅ لاس رسی نه لري او   له طبي  مرستو سره  اړونده   ځينو لومړنیو ضروری  موادو  څخه هم محرومې دي . 

 ددغه راپور په اساس ، په ځینو  موردونو کې  په پټه   اُمیندوارو ښځو ته د جنین دسقط کولو وړاندیزونه هم ورکول کیږي څو دبندونو مسئولان  ځانونه د زیږیدنې د وخت    د ډيرو لږو امکاناتو  له وړاندې کولو  هم خلاص کړي . په همدې اساس دنیویار ک ایالت  په بندونو  کې هرکال  له هرو نهو حامله  ښځو څخه په متوسط ډول څلور اُمیندوارې ښځې   جنین سقط کوي .  د دغه راپور یوه ډیره بوږنونکي ، اندیښمنونکي او تورتمه برخه  چې داسې ښکاري ، یو ډول نسل وژ نه هم  وي ، دلاتینې  اوتورپوستو بندي ښځوشنډول دي .    امریکا  د تورپوستو اوبې وزله  ښځو   په شنډونې (یعني له هغو  دزیږیدنې دتوانمنیو سلبولو کې ) تورتمه او وحشتناکه مخینه لري .

د دغه راپورپه اساس   له ۲۰۰۶کاله  تر ۲۰۱۰پورې په کلونو کې  دنیویارک  په بندونو کې   کابو یو سل پنځوس ښځې شنډې کړائ شوي  دي ؛ چې  له هغو زیاتره  تورپوستي او لاتینې  امریکا توکمه  دي .  په انفرادی سیلونونو کې  د اوږدې مودې لپاره بندي ساتل ،  دنیویارک په بندونو کې داُ میندوارو ښځو  د حقوقو  له خلاف ورزۍ سره په رابطه کې  بوږنونکي او ا ندیښمونکی  بل مورد دی .    دنیویارک په بندونو کې په کال کې   کابو یو زر شپږ سوه ښځې   انفرادی   سیلولونو ته لیږل کیږي  او په متوسط ډول  هره ورځ  ددغه ایالت په  انفرادی  سیلولونو کې  سل ښځې شتون لري .

=     دبشری حقوقو ادارې  د ۲۰۱۴کال په  مارچ او نومبر کې   په دوو راپورونو کې  دمامورانو او سړیو  په وسیله په ځوانو  بندیانو دبراخو تیریو   او همداراز په عمری بند دمحکومو  هلکانو  دمشروطې آزادۍ او  دچټۍ دنه ورکولو  په باب  خپلې پراخې او ژورې  انديښنې  څرګندې کړي دي .  په هغه راپور کې چې  د ۲۰۱۴کال دمارچ په ۲۵نیټه  په امریکا کې  دبشری حقوقو د ادارې له خوا خپور شوی ، په بندونو کې ئې دماشومانو   په بد وضعیَت  داندیښنې  په څرګندولو سره  دامریکا پر حکومت غږ کړی څو  له سړیو سره دې  د ماشومانو له بندي کولو ډډه و کړي . 

 په نوموړي راپور کې  د یوه سړي  مجرم په توګه   په امریکا کې له  اتلسو کلونو دکم عمره  بندیانو  په محاکمې  په نیوکو سره ،تائيد شوې ده چې  امریکا  په دغه اقدام سره    له اتلسو کلونو کم عمره  کسانو سره  دچلند او محاکمې کولو د څرنګوالي  په باب ټوله نړیوالې  معاهدې او قوانین  ترپښو لاندې کړي  دي. راپور  دامریکا په بندونو کې  دجنسی ناوړه استفادو   په دوام  په بیابیا اندیښنو څرګندولو سره   په ۲۰۱۳کال کې  دامریکا دعدلیې  د وزارت  د احصایو د ادارې  په  وسیله  وړاندې شویو  وروستیو احصایو ته  اشاره کوي  چې  له ۲۰۱۱کاله  تر ۲۰۱۲پورې په کلونو کې  په  هغو کې   په کابو  لس  فی صده هلکانو او ماشومانو  باندې  د زندان دمامورانو او بندیانو  له خوا جنسی تیري  شوي او کړول شوي دي .  دغه  اندازه   په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹کلونو  کې  شپږ اعشاره  دولس فی صده  وه .  

 دغه چلند په داسې حال کې دی  چې  دنړۍ په اکثره هیوادونو کې   له اتلسو کلونو  د کم عمره  هلکانو اوماشومانو دمحاکمې وضعیّت  له زیات عمر لرونکو  سړیو سره  فرق کوي .  چې  دا چاره  دعاطفي ،بدني او روحي پلوه  د دغو کسانو دځانګړي وضعیَت  په دلیل دی .  له دې امله ،  ددغه  عمر لرونکو کسانو  محاکمه  او همداراز   له زیات عمرلرونکو  کسانو سره د هغوي  دبند شرائط او دبند ځاي   ډیر توپیر لري .

     نو راځۍ چې  اوس  وګورو ! آیا  دغه موردونه  او  دامریکا د  مدني حقوقو ښکاره خلاف ورزۍ  او د تورپوستو په وحشي ډوله ځپنې   او دفرګوسن ښار د پيښو په څير  تراخې پيښې  کافی نه دي    څو  دبشری حقوقو د دفاع  مدعي په  امریکا کې دبشری حقوقو دبوږنونکو حالاتو د ارزونې اوسپړنې لپاره  په دغه هیواد کې    ځانګړی رپورټر   ونه ټاکل شي ؟

 البته  دبشری حقوقو  دخلاف  ورزیو په زمینو کې  دامریکا اقدامات  یوازې  په امریکا  کې  دبندیانو  وضعیت او  دتورپو ستو  په  وضعیَت  نه خلاصه کیږي . دبشری حقوقو دخلاف ورزیو پراخ موردونه   داسې موضوعګانې دي چې    انشاا....  په راتلونکو پروګرامونو کې  به  په دې زمینې کې  لازیات پر ې وغږیږو  . په دې هیلې سره چې  دغه نننۍ برخه دتاسو داستفادې وړ  وګرځي  تر بل پرو ګرام  پورې او نوي برخې پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو 

 ا... مو مل او ملګری 

(سیماب)

***********************************************

ټیګونه