Jun 22, 2016 16:40 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

د اسلام په مقدس دین کی، د مؤمن ورور د احترام او اکرام کولو ته ډیره سپارښتنه شوې ده، داسی چی هیڅوک حق نه لری یو مؤمن ته آزار ورسوی، او ویی زوروی.

  ولی چی اصلاً د نورو زورول؛ له سترو ګناهونو او اخلاقی رذایلو څخه دي، چی په خصوصی او ټولنیز ژوند کی، د خنډ او ګډوډۍ سبب ګرځی. د اسلام ګران پیغمبر ص وفرمایل:« هر څوک چی یو مؤمن و زوروی، په حقیقت کی یی زه زورولئ یم، او یو کس چی ما وزوروی، په حقیقت کی یی خدای زورولئ دئ، او هر څوک چی خدای وزوروی؛ لکه څنګه چی په تورات، انجیل، زبور او قرآنکریم کی راغلی دي؛ د خدای له رحمت څخه لیری او محروم دئ.»

 د نورو زورول یوه ټاکلې محدوده او بڼه نه لری، بلکه هر عمل یا خبره چی بی دلیله، د نورو د خپګان سبب شی، د خلګو زورل دی. ځینی وختونه یوه بی ځایه خبره، یا یوه سپکاوی کونکې کتنه، او یا د یو لوړ آواز پورته کول، د خلګو د زړه د خوابدۍ سبب کیږی. دغه زورونه او یا مزاحمت، که په خبری سره وی او که په عمل؛ مادی زیان ولری او که روحی زیان؛ د یو کس لپاره وی او که د ټولنې لپاره؛ په کور کی وی او د کار په ځای کی؛ د پوهې له مخې وی او که د نا پوهۍ په اساس؛ په ښه نیت سره وی او که په بد نیت سره؛ په هر شکل چی وی مزاحمت دئ، او مزاحم کس ستره ګناه کړې ده، داشان چی د خدای ګران رسول ص خپلو یارانو ته وفرمایل:«آیا تاسی خبر کړم چی مسلمان، څوک دئ؟ مسلمان هغه کس دئ، چی نور مسلمانان د هغه له لاسه او ژبې څخه آسوده او په امن کی وی.»

 د اسلام مبین دین؛ هیڅ یو مسلمان ته اجازه نه ورکوی، حتی پخپلې کتنې سره، د نورو د زړه د خپګان سبب شی. د مسلمانانو د لارښود په توګه، حضرت پیغمبر اکرم ص فرمایی:« مؤمن حق نه لری؛ خپل مؤمن ورور ته داسی وګوری، چی د هغه د رنځیدو او زورونی سبب وګرځی.» د امام صادق ع له قوله په یو بل روایت کی نقل شوئ دئ، چی ویی فرمایل:« متعال خدای فرمایلی دي؛ هر څوک زما مؤمن بنده وزوروی، په تحقیق سره یی ځان، له ما سره د جګړې لپاره چمتو کړئ دئ.» د دغه روایت په اساس، په حقیقت کی متعال خدای، مؤمن بنده ځانته نسبت ورکړئ، او دا د خدای په نزد د انسان د شرافت او ودې نښه ده. حضرت پیغمبر ص او د انحضرت اهلبیت ع، هماغه ډول چی د یو مسلمان زورول، په کلکه غندلی دي؛ له هغه سره محبت کول او نرم کړچار یی ډیر ستایلئ دئ. د خدای ګران رسول ص فرمایی:« هر څوک چی له محبت څخه په ډکې خبرې سره، د خپل مسلمان ورور درناوئ وکړی، او غم او ستونځه یی حل کړی، تر څو پوری چی پدی کار کی وی، تل به د خدای د رحمت په سیوری کی وی.» همداراز، انحضرت په یو بل حدیث کی و فرمایل:« زما د امت هیڅ یو بنده نشته؛ چی له خپل ورور سره لطف او مهربانې وکړی، مګر داچی، متعال خدای به د جنت له خدمت کارانو څخه یو ورته وټاکی.» امام صادق ع هم فرمایلی دي: « هر څوک چی د خپل مؤمن ورور له څیرې څخه، یوه خاشه ایسته کړی، متعال خدای ج ورته لس حسنه لیکی، او هر څوک چی د خپل مؤمن ورور په وړاندی مسکا وکړی، د هغه لپاره به یوه حسنه وی.»

 د مؤمن د زورولو ګناه، له هغو ګناهونو څخه ده، چی د نیایی سختۍ او رنځ هم له ځانه سره راوړی. ځکه نو د رحمان خدای ګران رسول ص، خلګو ته په یوه سپارښتنه کی د نورو لپاره د مزاحمت نه رامنځته کول؛ د انسان د سلامتیا او سوکالتیا ضامن بللئ، او فرمایی:« خلګو ته له آزار رسولو څخه ډډه وکړه، چی دا یوه صدقه ده چی د ځان لپاره ورکوی او انفاقوی.» د مؤمن زورول له دنیایی عذاب سربیره به، د آخرت رنځ او عذاب هم په ځان پسی ولری.

د امام صادق ع له قوله روایت شوئ، چی ویی فرمایل:« کله چی د قیامت ورځ ورسیږی؛ منادی ږغ وکړی؛ چیرته دي زما له دوستانو څخه مخ اړونکی. پس یوه ډله کسان چی، مخونه یی غوښې نه لری را وپاڅی، بیا وویل شی؛ دوی هغه کسان دي، چی مؤمنان یی زورولي او له هغوی سره یی دښمنې وکړه، او کینه یی وکړه، او هغوی یی د خپل دین په خاطر ملامت کړل، نو بیا امر وشی هغوی دوژخ ته بوځی.»

 حضرت امام علی ع، د نورو زورول؛ د خوانمردۍ او انسانیت په خلاف بولی، او فرمایی:« د یو شخص د ځوانمردۍ او انسانیت د ثابتولو لپاره، د شرم او حیا، او د ښیګنې او بخښنې زیاتوالئ، او د آزار او زورولو څخه ډډه کول، دلیل بلل شوئ دئ.» د روایی په کتاب کی د« سَمُرة بن جُندب » یوه کیسه لیکله شوې ده، چی د یوې ونې په خاطر چی د خپل ګاونډی په کور کی یی درلوده، هغه یی زوراوه. سمرة، کله نا کله، بی خبر او ناڅاپه د ګاونډی کور ته ننوته، او د خپلې خرما ونې ته ورته. بالآخره ګاونډی، د سمرة له لاسه د خدای رسول ص ته شکایت وکړ؛ چی د هغه دغه تګ راتګ، د ده د کورنۍ لپاره مزاحمت دئ. د خدای ګران پیغمبر ص منځګړیتوب وکړ، او هغه سړی ته یی پیغام ورساوه، چی د ګاونډی کور ته د ورتلو په وخت، اجازه واخله. خو سمرة دغه کار ونه کړ. د خدای رسول ص وفرمایل:« یا دغه ونه خرڅه کړه، یا له هغې څخه تیر شه، ترڅو متعال خدای په جنت کی، دری ونې تا ته در وبخښی.» مګر سمرة، دغه معامله ونه منله، وروسته انحضرت وفرمایل:« ای سمره! ګورم چی ته یو زیان رسونکئ سړئ یی.» پسله هغه یی ګاونډی سړی ته په خطاب کی داسی وفرمایل:« لاړ شه، او د هغه ونه له ریښې څخه وباسه، او خاوند ته یی واچوه، ځکه چی د اسلام په دین کی هیڅ ډول زیان او تاوان رسول جایز نه دي.»