Jul 20, 2016 08:19 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په  تیره اونۍ کی

د افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ پروګرام کی، لمړئ د دغو دؤو هیوادونو د تیری اونۍ د مهمو خبرونو سرټکی بیانوو، بیا به د افغانستان او پاکستان د ډیرو مهمو بدلونونو تحلیلی راپورونه وړاندی کړو.

په پیل کی د خبرونو سرټکی:

د افغانستان په بدخشان ولایت کی، د بهرنیو ترهه ګرو په وسیله د سترو اډو جوړیدل، د افغانستان د ویشلو لپاره د مخالفینو هڅه، په افغانستان کی د بهرنیو مرستو د مصرفولو د شفاف کیدو لپاره غوښتنه، د اشرف غنی د ویناؤو په وړاندی د پاکستان عکس العمل، د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان په ضد ګواښونو سره د مقابلې په ضرورت باندی د راحیل شریف ټینګار، د داعش ډلې د خطر د جدی بللو لپاره د افغانستان له دولت څخه غوښتنه، د امریکا د کانګرس له دریځونو څخه د پاکستان د داخله وزیر د خواشینۍ څرګندیدا، له افغانستان څخه د امریکا د دفاع وزیر کتنه؛ او په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو د اختیاراتو زیاتیدل، د افغانستان او پاکستان د ډیرو مهمو بدلونونو له جملې څخه ؤو.

په دوام کی د دغو دؤو هیوادونو د بدلونونو په هکله څو تحلیلی راپورونه اوریدلای شئ.

 د افغانستان ؤلس مشر، محمد اشرف غنی، وویل: د کابل د دولت مخالفین د دغه هیواد د ویشلو لپاره هڅه کوی، او پاکستان باید پدې زمینه کی درست تصمیم غوره کړی.

اشرف غنی په کابل کی د امریکا د دفاع وزیر، اشتون کارتر سره په ګډ خبری کنفرانس کی وویل: له پاکستان سره د ده د هیواد اړیکې خرابې شوی نه دي، بلکه لا روښانې شوی دي. په وروستیو اونیو کی، د پاکستان په سیاستونو باندی د اشرف غنی نیوکې په کلکه زیاتی شوې. له دې وړاندی هم، په وارسا کی د ناټو په سرمشریزه غونډه کی پدې هکله د افغانستان د ؤلس مشر ویناوې، چی پاکستان پدغه هیواد کی د سولې پروسې د بی نتیجې پاتی کیدو اصلې عامل دئ، د اسلام آباد د دولت د قهر سبب شوې. اشرف غنی ویلی وو، پاکستان د ترهه ګرو ترمنځ د توپیر قایل دئ، او هغوی یی په ښو ترهه ګرو او بدو ګرو باندی ویشلی دی؛ چی همدغه مسئله، په افغانستان کی د سولې پروسې د ناکامۍ سبب ګرځیدلې ده. اشرف غنی، په افغانستان کی د جګړې د ماهیت په بیانولو کی هم، له دې وړاندی د پاکستان د نوم له اخیستو پرته ویلی ؤو؛ پدی هیواد باندی جګړه، د پردیو له خوا تپله شوې ده.

د افغانستان د ؤلس مشر د تیرو اونیو په څرګندونو باندی لنډه کتنه، د دی بیانونکې ده، چی هغه په زیاته اندازه؛ د پاکستان د سیاستونو او اقداماتو په نسبت بی باوره دئ. د اشرف غنی له نظره، په افغانستان کی د سولې له پروسې سره، د پاکستان د مرستې نه کیدا، او یا حتی پدې زمینه کی کار ړنګونه، د دی سبب شوې ده، چی د کابل په وړاندی د اسلام آباد سیاستونه، له پخوا څخه په زیاته اندازه شفاف او روښانه شی. د افغانستان په هکله، د پاکستان د سیاستونو د لا روښانه کیدو څخه، د افغانستان د ؤلس مشر منظور، دا دئ چی د کابل په وړاندی د اسلام آباد په سیاستونو کی، دښمنې له پخوا څخه لا څرګنده شوې ده.

له نږدی تیرو شپږو میاشتو څخه، چی د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د نمایندګانو په شتون سره، د سولې څلور اخیزو غونډو، په کار پیل وکړ، د کابل دولت انتظار درلود؛ چی اسلام آباد د سولې په بهیر کی اغیزمن رول ولوبوی. د افغانستان د سولې د څلور اړخیزو غونډو د پنځو دورو د ترسره کیدو با وجود، د پاکستان دولت؛ د کابل دولت د مخالفو وسله والو ډلو ته د بلنې ورکولو لپاره، خپل ماموریت او دنده سرته نه ده رسولې. د افغانستان د حکومت له نظره، دسولې له پروسې؛ او پدې زمینه کی له څلور اړخیزو غونډو سره د پاکستان د همکارۍ نه کولو علت، د اسلام آباد له خوا؛ په ښه او بد باندی د ټروریزم ویشل دي. د کابل له نظره، د اسلام آباد په وسیله په ښه او بد باندی د ټروریزم د ویشلو دلیل او فلسفه، په پاکستان او افغانستان کی له افراط پالنې سره په مقابله کی، د پاکستان په سیاستونو پوری اړه لری. په پاکستان کی د طالبانو فعالیت، چی د دغه هیواد د ملی امنیت او ګټو لپاره، جدی خطر لری، د افغانستان په باور؛ د اسلام آباد له خوا بد ټروریزم ګنل کیږی، مګر په افغانستان کی د طالبانو اقدامات، پدی دلیل چی د پاکستان د سیاستونو سره سم دي، د اسلام آباد له خوا ښه ټروریزم ګنل کیږی. د افغانستان او پاکستان د دؤو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ تاریخی اختلافات، د دی سبب شوي؛ چی د کابل په اند، د اسلام آباد سیاستونه، د افغانستان له مخالفو وسله والو ډلو څخه، په ملاتړ کولو باندی ولاړ دي.

 د پاکستان د پوځ مشر، جنرال راحیل شریف، اعلان وکړ: له دې وروسته به اجازه ور نه کړی، چی د دغه هیواد له خاورې څخه د افغانستان په خلاف، ګواښونکئ اقدام سرته ورسیږی. ده، زیاته کړه: اسلام آباد به پدی باندی ژمن شی، چی د افغانستان د سولې  په پروسه کی، د آسانتیا د رامنځته کونکی رول ولوبوی. ده همداراز وویل: پاکستان هم له افغانستان څخه دا اننتظار لری، چی پری نږدی ځينی کسان؛ د دغه هیواد له خاورې څخه د پاکستان په ضد استفاده وکړی. د پاکستان د پوځ مشر، همداراز ژمنه وکړه؛ له هغو کسانو سره به په کلکه برخورد وشی، چی د دغه هیواد له خاورې څخه په افغانستان کی د جګړې او تاوتریخوالی لپاره استفاده وکړی. هغه په دوام کی زیاته کړه: د افغانستان او پاکستان په سرحدې کرښه کی، سوله او ثبات، د اسلام د دولت له لمړیتوبونو څخه دئ، او دغې مسئلې ته د رسیدو لپاره به، له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلی.

دغه څرګندونی پداسی حال کی د پاکستان د پوځ د مشر له خوا مطرح شوې، چی پدی وروستیو کی، د کابل او اسلام آباد لانجو او کشمکشونو، د تورخم په پوله کی د پاکستانی پوځیانو او د افغانستان د ځواکونو د نښتو له کبله، زیاتوالئ موندلئ دئ.

په همدې زمینه کی، څه موده وړاندی د افغانستان او پاکستان ډیپلماټیکو پلاویو، د دؤو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سرحدی لانجو د کمولو په منظور، له یو او بل سره وکتل. د پاکستان د خارجه وزارت ویاند، نفیس زکریا، وویل: دغه کتنه په اسلام آباد کی، په دوستانه فضا کی ترسره شوه. د هغه په وینا، دواړو لورو پدغه کتنه کی، د سرحدی مسایلو او د دؤو هیوادونو د پولو د لاښه مدیریت لپاره، د یوې لارې د موندلو لپاره، خبری اترې وکړې. د پاکستان د خارجه وزارت ویاند همداراز، په هر دواړو هیوادونو کی، د سولې او ثبات د ټینګولو په منظور، له افغانستان سره د رغوونکو مذاکرو د پرمخ بیولو لپاره، د خپل هیواد له علاقمنۍ څخه خبر ورکړ.

د افغانستان او پاکستان د ډیپلماتیکو پلاویو د کتنې په پای کی، دواړو خواؤو یوه ګډه بیانیه صادره کړه. پدغه ګډه بیانیه کی څرګنده شوه، چی د کابل او اسلام آباد د مقامونو خبرې اترې په مناسبه فضا کی ترسره شوې. او دواړو لورو د لانجو او شخړو د چټکې هوارۍ لپاره، خپل چمتو والئ وښود. د دغې غونډې سره په یو وخت، د افغانستان د مشرانو جرګې مشر، فضل هادی مسلم یار، د کابل له دولت څخه وغوښتل، هرکله د ډیورنډ کرښې په باره کی؛ چی یوه ملی مسئله ده، له پاکستان سره په مذاکرو کی ګډون وکړ، د افغانستان خلګ د هغو له نتایجو څخه خبر کړی. له دې وړاندی هم، د افغانستان د مشرانو جرګې، د ډیورنډ له ګډې پولې څخه د پاکستان د اوښتو او پرمختګ څخه د مخنیوی کولو غوښتنه کړې وه. د افغانستان په شپږو ولایتونو کی، د ډیورنډ له سرحدې کرښې څخه د پاکستان د پوځ پرمختګ کولو، د دغه هیواد د سنا جرګې غړی اندیښمن کړی ؤو. د افغانستان د مشرانو جرګې مشر، فضل هادی مسلم یار، وویل: د دغه هیواد دولت باید، په پاکستان باندی سیاسی دباؤ واچوی، ترڅو د افغانستان په خاوره کی د پوستو جوړول بند کړی. د افغانستان دولت مخکی تر دې ویلی ؤو، چی د ډیورنډ په کرښه کی د پاکستان پوځ د تحرکاتو، او له طالبانو څخه د دغه هیواد د ملاتړ کولو له کبله به، د ملګرو ملتو د امنیت شورا ته شکایت وکړی.

 د افغانستان د پارلمان رئيس، عبدالرؤف ابراهیمی، د دغه ارګان په علنی غونډه کی، د یاد هیواد له دولت څخه وغوښتل، چی په افغانستان کی د داعش ترهه ګرې ډلې سره د مبارزې په منظور، یو لړ اقدامات او تدابیر سرته ورسوی. له نږدی دوه کاله وړاندی څخه، چی په افغانستان کی د داعش دشتون مسئله مطرح شوه، د کابل مقامونو؛ د پاکستان د چار واکو په شان، د دغې ډلې د فعالیت په باره کی، شفاف او دقیق دریځونه، غوره نه کړل. په افغانستان کی د داعش د قهرجنو اقداماتو په باره کی، د دغه هیواد د یو شمیر سیمه ایزو مقامونو له خوا، د یو شمیر راپورونو په خپریدو سره، د کابل دولت ورو؛ ورو دیته اړ شو، چی په رسمی توګه؛ په افغانستان کی د دغې ترهه ګرې ډلې شتون اعلان کړی. دغه دریځ د افغانستان د دولت د یو شمیر مقامونو په منځ کی مطرح ؤو، چی په رسمی توګه پدغه هیواد کی د داعش د شتون منل، د دی سبب کیدای شی؛ چی افغانستان په نړیوال نظام او د نړیوالو په عمومی اذهانو کی، د ټروریزم د ودې او تقویې اصلی ډګر وګنل شی.

د نږدی دوه کاله وړاندی څخه، په افغانستان کی د داعش اقدامات؛ او د  دغې ډلې نفوذ زیات شوئ دئ. په تیره بیا داچی، څو میاشتې وړاندی، په افغانستان کی د داعش د ترهه ګرې ډلې د قوماندانانو د شتون، او په کابل کی د یو شمیر سفارتونو سره د هغوی د اړیکو په باره کی، د دغه هیواد د پارلمان د رئيس د لمړی مرستیال، محمد ظاهر قدیر، څرګندونو پرخ انعکاس درلود، او ویی ښودل چی په افغانستان کی د داعش خطر جدی دئ. د هغه څه په اساس چی، په افغانستان کی خبری سرچینو او د بهرنیو ځواکونو یو شمیر بهرنیو قوماندانو ویلې دي: د ننګرهار ولایت په شمول، د افغانستان ختیځې سیمې، د داعش ترهه ګرې ډلې د فعالیتونو لپاره، په اصلی مرکز باندی د بدلیدو په حال کی دي. له همدې کبله ده چی په وروستیو میاشتو کی، د افغانستان د پارلمان نمایندګانو په ځلونو، د دغه هیواد له دولت څخه وغوښتل، چی د داعش له ډلې سره د اغیزمنې مقابلې لپاره لازم اقدامات سرته ورسوی.