Aug 02, 2016 08:17 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره    اونۍ کی
    افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی

په سر کی د افغانستان او پاکستان د مهمو خبرونو سرټکی:

 په کابل کی د ترهه ګرې چاودنې پټ اړخونه، د افغانستان له دولت سره د خبرو اترو لپاره، د طالبانو چمتووالئ، په کابل کی  دری اړخیزه امنیتی غونډه، له پاکستان سره د اړیکو په باره کی د اشرف غنی دریځ، په افغانستان کی له ټروریزم سره د مبارزې په منظور د روسیې چمتو والئ، له پاکستان سره د هند ترکنټرول لاندی کشمیر د یو ځای کیدو لپاره د نواز شریف هیله منې، د افغانستان په پایتخت کی د روښنایی غورځنګ مظاهرې، په کابل کی د چاودنې په باره کی د تحقیق لپاره د پاکستان د چمتووالی اعلان، له ایران څخه د پاکستان د ملی امنیت د سلاکار کتنه، په افغانستان کی د داعش د زیاتیدو او ودې په باره کی اندیشمنې، او د کشمیر د حریت کنفرانس د مشرانو د آزادولو لپاره؛ له هند څخه د پاکستان غوښتنه، د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ له مهمو بدلونونو څخه وه.

په دوام کی د دغو دؤو هیوادونو د مهمو بدلونونو یو شمیر تحلیلی راپورونه.

 په تیره اونۍ کی په لنډ واټن سره، د افغانستان د پایتخت په لویدیځ کی، د دهمزنګ په میدان کی، له بامیان څخه سالنګ ته د بریښنا د انتقال د کرښو د بدلیدو په وړاندی، د اعتراض کونکو( د روښنای غورځنګ) د پلویانو ترمنځ د دوې چاودنې وشوې، چی له کبله یی په لس ګونه کسان وژل شوی، او په سل هاؤو خلګ ژوبل شول.

په کابل کی د روښنایی غورځنګ د غړیو او پلویانو د مظاهرو د کولو په وخت؛ دغه ترهه ګره چاودنې، په افغانستان کی د ترهه ګرو حملو په خلاف، سیاسی اړخ پیداکړ.

په افغانستان کی د روښنایی غورځنګ مشرانو، په کابل کی ترهه ګرې چاودنې ته  د بی طرفه او عادلانه رسیدګۍ په هکله، د دغه هیواد د لویی څارنوالۍ د دریځ له اعلان څخه یوه ورځ وروسته، څرګنده کړه: چی د افغانستان د دولت د حقیقت موندونکی کمیسیون نتیجې به ونه منی.

د روښنایی غورځتګ دؤو تنو مشرانو، داود ناجی ، او احمد بهزاد په کابل کی په یو خبری کنفرانس کی اعلان وکړ: دیته چمتو ندی، له خپلو غوښتنو څخه؛ په تیره بیا د دغه غورځنګ د سل هاؤو تنو له مرګ ژوبلې وروسته، لاس واخلی.

ناجی زیاته کړه : د روښنایی غورځنګ له نظره، د افغانستان دولت د کابل په وروستۍ ، او د دغه غورځنګ د غړیو د مظاهرو په وخت چاودنه کی، تورن دئ. ده وویل: د روښنایی غورځنګ، د دغې ترهه ګرې چاودنې په هکله د بین المللی تخصصی تحقیق غوښتونکئ دئ.

که څه هم پدغه ترهه ګره چاودنه او حمله کی د افغانستان د سل ګونو کسانو مرګ ژوبله، غندل شوئ کاردئ، او د دغه هیواد ؤلس مشر هم، د عمومی ماتم د اعلانولو په ضمن کی د بشپړو څیړنو دستور ورکړئ، له دغې چاودنې څخه د سیاسی استفادې ګمان هم، وجود لری.

په کابل کی د وروستۍ ترهه ګرې چاودنې د پټو اړخونو یوه بله برخه، د افغانستان د کابینې د اجرایی رئیس، عبدالله عبدالله، په څرګندونو پوری مربوطیږی. ده ټینګار وکړ؛ چی په کابل کی د روښنایی غورځنګ د مظاهره کونکو ترمنځ چاودنه، د قومی اختلاف د رامنځته کولو په موخه شوې ده، او د داعش له خوا د هغې د مسؤلیت له منل کیدو با وجود، د دغې پیښې پټې زاویې او مسایل باید روښانه شی.

د عبدالله عبدالله له نظره، پداسی شرایطو کی چی له سالنګ څخه د ترکمنستان د وارداتی بریښنا د منتقلولو موضوع، د بامیان د هزاره ګانو د اعتراض سبب شوې ده، د روښنایی غورځنګ د مظاهره چیانو ترمنځ چاودنه، په افغانستان کی قومی اختلافاتو ته د لمن وهلو لپاره، یو هدفمن او سنجول شوئ پروګرام ؤو.

د افغانستان د کابینې د اجرایی رئیس له نظره، د روښنایی غورځنګ په مظاهرو کی، د چاودنې په ډرامه کی له داخلی دښمنانو او عواملو څخه په زیاته اندازه، د بهرنی دښمن رول څرګند دئ.

 د پاکستان لمړی وزیر، محمد نواز شریف، اعلان وکړ: د هند تر کنټرول لاندی کشمیر به، په نږدی راتلونکی د پاکستان د خاورې یوه برخه شی.

نواز شریف، د پاکستان تر کنټرول لاندی کشمیر له مرکز، مظفر آباد ښار، څخه په  کتنه کی، د دغې سیمې د خلګو په ټول کی پخپلو ویناؤو کی وویل: هغه وخت چی، د هند تر کنټرول لاندی کشمیر خلګو مبارزې، بریالیتوب ته ورسیږی، لیری نه دئ؛ او کشمیر به په نږدی راتلونکی کی، د پاکستان خاورې په یوې برخې باندی بدل شی.

نواز شریف همداراز وویل: د پاکستان خلګ د خپلو کشمیری وړونو ترڅنګ دریدلی دي، او هیڅکله به د کشمیر له خلګو څخه له خپل ملاتړ څخه ډډه ونه کړی.

په مقابل کی د هند خارجه وزیر، سوسما سواراج، دیته په اشارې سره چی، د کشمیر سیمه به هیڅکله د پاکستان له خاورې سره یو ځای نه شی؛ د دغه هیواد له لمړی وزیر، محمد نواز شریف، څخه وغوښتل چی پدې هکله پخپل ذهن کی آرمانونه و نه روزې.

د هند تر کنټرول لاندی کشمیر کی، د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو او د کشمیر د خلګو ترمنځ ، له خونړیو نښتو وروسته؛ چی د دغې سیمې د لس ګونو خلګو د وژل کیدو سبب شوې، پاکستان د دغو نښتو په وړاندی د اعتراض په کولو، او د هغو په غندلو سره، یو ځلې بیا له نړیوالو ارګانونو غوښتی دي، چی د کشمیر د مناقشې د حل لپاره، لازمه او کافې پاملرنه ولری.

پاکستان باوری دئ، چی د هند ترکنټرول لاندی کشمیر خلګ باید، د آزادو انتخاباتو په ترسره کولو سره، د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره، تصمیم ونیسی.

پاکستان همداراز، د کشمیر د مسئلې په باره کی د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړ لیکونو د اجرا کیدو غوښتونکئ دئ؛ هغه پریکړه لیکونه چی څو لسیزې وړاندی، د کشمیر د خلګو په وسیله، د دغې سیمې د برخلیک د ټاکلو په هکله تصویب شوی دي.

په کشمیر کی د نښتو د ادامی سره په یو وخت د هند داخله وزیر، راجنات سینګ، د جمو او کشمیر د حالاتو د څیړلو لپاره، دغې سیمې ته لاړ. همداراز د حریت کنفرانس ګوند د مشرانو د غوښتنې په اساس، د تیرې اونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کی، د هند تر کنټرول لاندی کشمیر کی، عمومی اعتصاب او هرټال ؤو.

د حریت کنفرانس له مشرانو څخه، سید علیشاه ګیلانی او میر واعظ فاروق، د دغې سیمې له خلګو غوښتی ؤو؛ چی د هند د امنیتی ځواکونو له خوا، د بی کناهو ښاریزو د وژلې،  او د انسانانو د حقوقو د نقضیدو په اعتراض کی، اعتصاب او کاربندیز وکړی.

په کابل کی د افغانستان؛ پاکستان او ناټو دری اړخیزه امنیتی غونډه، ترسره شوه.

د افغانستان د دفاع وزارت مطبوعاتی دفتر اعلان وکړ: پدغه غونډه کی، چی د افغانستان د دفاع وزارت د عملیاتی مرکز د مشر«محمد حبیب حصاری»، د ناټو او د پاکستان د پوځ د قومندانانو په حضور کی، په کابل کی سرته ورسیدله، د سیمی د امنیتی مسایلو، او همداراز د ټروریزم د موضوع په باره کی، بحث او د نظر تبادله وشوه.

د دغه راپور سره سم، د افغانستان، پاکستان او ناټو نمایندګان، پدغه غونډه کی ژمن شول؛ چی د سیمې د امنیتی مشکلاتو د هوارۍ لپاره  هڅه وکړی.

که څه هم د افغانستان د دفاع وزارت، د دغې غونډې په باره کی لا زیات جزئیات خپاره کړی نه دی، مګر له دې وړاندی اعلان شوئ ؤو، چی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوله ایزو کړکیچونو موضوع هم، پدې غونډه د بحث او څیړنی وړ مسایلو له جملې څخه وی.

په کابل کی دری اړخیزه امنیتی غونډه، پداسی حال کی د افغانستان، پاکستان او ناټو د نمایندګانو په حضور کی ترسره شوه، چی په وروستیو اونیو کی؛ د افغانستان او پاکستان په اړیکو کی لانجې زیاتوالئ موندلئ دئ. څه موده وړاندی، د افغانستان ؤلس مشر، محمد اشرف غنی، د ناټو مشرانو په کنفرانس کی ویلی ؤو، چی پاکستان؛ په ښه او بد باندی د طالبانو په ویشلو سره، په افغانستان کی د ټروریزم سره په مبارزه کی د هلوځلو د ناکامۍ سبب شوئ دئ.

ده  په تیره اونۍ کی په کابل کی له ترهه ګرې چاودنې څخه وروسته هم، ویلی ؤو، چی له پاکستان سره اړیکې، د افغانستان د دولت لپاره، د طالبانو او القاعدې له مشکل او لانجې څخه لا سختی دي.

که څه هم اشرف غنی، په مستقیمه توګه؛ پاکستان پدغه ټروریسټی چاودنه کی تورن نه کړ، مګر د افغانستان د ؤلس مشر د څرګندونو لحن او ډول ښیې چی، کابل؛ اسلام آباد د دغه ترهه ګر جنایت عامل ګنی.

پداسی شرایطو کی د افغانستان او پاکستان په اړیکو لانجو او کړکیچونو په کلکه زیاتوالئ موندلئ دئ، د دغو دؤو هیوادونو او ناټو د نمایندګانو په حضور کی، د امنیتی دری اړخیزې غونډې نتیجه ورکول، د جدی ابهامو سره مخامخ دي.

افغانستان او پاکستان همداراز په وروستیو میاشتو کی، د سرحدی لانجو سره مخامخ ؤو، او یو او بل د ګډو پولو په نه کنټرولولو باندی تورنوی.

د افغانستان له نظره، سربیره پردې چی د پاکستان قبایلې سیمې، د طالبانو ډلې په اصلی امن ځای او پناهګاه باندی بدلی شوی دي، د اسلام آباد دولت؛ د دغه هیواد سره پخپلو ګډو پولو باندی دقیقه څارنه  نه لری، او ترهه ګر په آسانۍ سره، له پاکستان څخه افغانستان ته ور اړوی.

البته د کابل دولت، د پاکستان له خاورې څخه  په افغانستان باندی توغندویی حملې هم، د اسلام آباد د غیر شفافو او غلیمانه سیاستونو له کبله بولی.

پاکستان هم وایی؛ په قبایلی سیمو کی شته ترهه ګر، له افغانستان څخه دغو سیمو ته راځی؛ چی د دغه هیواد د پوځ له خوا د پولو د د قیق کنټرولولو د نشتوالی ښودنه کوی.

  په بهرنیو چارو کی د پاکستان د لمړی وزیر سلاکار«سرتاج عزیز»د افغانستان له دولت سره د خبرو اترو لپاره، د طالبانو د ډلې له چمتووالی څخه خبر ورکړ. د سرتاج عزیز له قوله، د افغانستان د سولې پروسې، او د خبرو اترو میز ته د حاضریدو لپاره د طالبانو د تشویقولو په اړه، د څلور اړخیزې ډلې هلې ځلې دوام لری.

دا پداسی حال کی ده، چی د افغانستان ؤلس مشر، محمد اشرف غنی، د سولې څلور اړخیزې ډلې د هلوځلو له ناکامۍ وروسته وویل: تمه نه لری چی پاکستان په صادقانه توګه له افغانستان سره د سولې په مذاکرو کی همکارې وکړی.

په راتلونکو دریو اونیو کی د افغانستان له دولت سره د خبرو اترو لپاره، د دغه هیواد د طالبانو ډلې د چمتووالی په باره کی، د سرتاج عزیز څرګنونی، په افغانستان کی د سولې په هکله، د طالبانو د دریځ د بدلیدو بیانونکی دي. له طالبانو سره د افغانستان د سولې خبری اترې د تیر کال د جولای له میاشتې څخه، او د دغې ډلې د پخوانی مشر«ملاعمر» له مړینې وروسته بندې شوې. د ملا عمر د ځای ناستی او د افغانستان د طالبانو د مشر په توګه، د ملا اختر منصور له ټاکل کیدو وروسته، پدغه هیواد د سولې دریدلې پروسه، بدله نه شوه. د سولې له خبرو اترو سره د ملا اختر منصور مخالف دریځ، او پدغه ډله کی د ملا عمر د ځای ناستی په باره کی د انشعاب د رامنځته کیدا د دی سبب شوه، چی دغه مذاکرې هماغه راز بندی پاتی شی. پداشان شرایطو کی د امریکا دولت  هڅه وکړه چی د دغه هیواد؛ افغانستان؛ پاکستان او چین د نمایندګانو په شتون سره، په افغانستان کی د سولې خبری اترې له سره پیل کړی، چی د سپینی ماڼۍ دغه طرح، د خپلو اهدافو په عملی کولو کی ناکامه پاتې شوه.

څیړاندی وایی: پاکستان د افغانستان له دولت سره د سولې په خبرو اترو کی د برخه اخیستو لپاره، د طالبانو د تشویقولو په چوکاټ کی، له امریکا څخه د خپل نظر وړ امتیازاتو د ترلاسه کولو، او د اسلام آباد د سیاستونو په نسبت د کابل د بی اعتمادۍ د کمولو سربیره، کولای شی ځان، د افغانستان د سولې په پروسه کی د یو مهم لوبغاړې په توګه مطرح کړی. پاکستان په تیرو وختو کی په ځلونو اعلان کړئ ؤو، چه باید په افغانستان کی د سولې په پروسه کی، هغو انتظارونو ته ورته؛ چی نور کسان په پاکستان کی د ټروریزم سره په جګړه کی، له اسلام څخه لری؛ رول ولوبوی چی دغه موضوع له سپینې ماڼۍ څخه د امتیازاتو د ترلاسه کولو په شمول، د ځینو ملاحظاتو له کبله، په څو تیرو میاشتو کی دریدلې وه.