Aug 17, 2016 10:56 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان    په تیره اونۍ  کی
    افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی

دا دئ اوس د افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی پروګرام تاسو ته وړاندی کوؤ. پدی مطلب کی لمړئ د دغو دؤو هیوادونو د تیرې اونۍ مهم خبرونه اورئ، بیا د افغانستان او پاکستان د ډیرو مهمو بدلونونو تحلیلی رپوټونه ستاسو په خبرتیا رسوؤ.

 

په پیل کی د خبرونو لنډیز:

 په اشرف غنی باندی د افغانستان د کابینې د اجرایی رئیس تنده نیوکه، له ټروریزم سره په مقابله کی په دوه ګونی برخورد باندی د پاکستان تورنیدل، د افغانستان په دولتی ارګانونو کی د شفافیت نشوالئ، د کشمیر په باره کی د ملګرو ملتو سرمنشی ته د پاکستان د لمړی وزیر لیک، د فراه امنیتی حالاتو ته د افغانستان د دولت په بی پامۍ باندی نیوکه، د پاکستان د وکیلانو کار بندیز، په کویټه کی په ترهه ګره چاودنه کی په دخالت باندی؛ د هند تورنیدا، د پاکستان د بلوچستان صوبې به مرکز کی ترهه ګره چاودنه، د پاکستان د تحریک انصاف د دولتی ضد مظاهرو نوئ دور، د افغانستان له دولت سره د تفاهم لیک د لاسلیکولو لپاره؛ د حکمتیار د چمتو والی اعلان، له پاکستان څخه د طالبانو غوښتنه، او د هند خارجه وزارت ته د پاکستان د سفیر احضارول، په تیره اونۍ کی د افغانستان او پاکستان له مهمو بدلونو څخه ؤو.

په دوام کی؛ د دغو دؤو هیوادونو د مهمو بدلونونو، څو تحلیلی رپوټونه اورئ.

 د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز(کویټه) کی، د«سول» په روغتون کی، د ترهه ګرې حملې له کبله، نږدی سل تنه وژل شوي، او په لس هاؤو کسان ژوبل شول.

د دغې ترهه ګرې چاودنې په وخت کی، د کویټې ښار زیات شمیر وکیلان، د دغه ښار د وکیلانو د یو تن د وژلې په اعتراض کی، چی مړئ یی د سول روغتون ته وړل شوئ ؤ، پدغه معالجوی مرکز کی را غونډ شوی ؤو. د پاکستان ؤلس مشر«ممنون حسین» او لمړی وزیر«نواز شریف» د دغه ترهه ګرې چاودنې د غندلو؛ او د یادې حملې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ضمن کی، ټینګار وکړ؛ د اسلام آباد دولت د ټروریزم سره په مبارزه کی جدی دئ. دغو پاکستانی مقامونو ټینګار وکړ: چی پوځ د تکفیریانو تر نابودولو، او د دغه هیواد د امنیت تر بشپړ تامینولو پوری، له ترهه ګرو سره مبارزې ته دوام ورکوی. د سول په روغتون کی د کویټې ښار د زیات شمیر وکیلانو د غونډې په وخت، د بلوچستان صوبې په مرکز کی ترهه ګره چاودنه ښيې، چی ترهه ګرو د دغې چاودنې لپاره، له مخکی څخه پلان شوئ پروګرام درلود.

پدغه روغتون کی د زیات شمیر وکیلانو شتون، او په معالجوی ځایونو کی موجود حساسیتونه، په داخلی او بهرنی رسنیو کی د مطرح کیدو په موخه، د ترهه ګرو پوسیله د چاودنې د ځای د انتخابولو ډیر مهم لامل ؤ.

د ترهه ګرو له نظره، د کویټې ښار د سول په روغتون کی  د زیات شمیر وکیلانو ترمنځ ټروریسټی چاودنه، چی خاص ټولنیز موقعیت لری؛ کولای شی د رسنیو او خلګو ترمنځ، د پاملرنی په مرکز کی راشی. په تیره بیا داچی پدغه ترهه ګره چاودنه کی، نږدی سل تنه وژل شوی، او نور په لس ګونه کسان ژوبل شول.

شناندی وایی: ترهه ګرې ډلې د پاکستان په شمول، په ټولو هیوادونو کی دا ډول عمل کوی، چی د هغوی تاوتریخجن او انسانی ضد اقدامات، د قربانیانو د شمیر؛ او د چاودنې د ځای د ټولنیزو او سیاسی حساسیتونو له نظره، په پراخه توګه وکولای شی، د خلګو په زړونو کی جدی ویره او وحشت رامنځته کړی.

سر بیره پردې، د عمومی افکارو ترمنځ؛ د دولت او د امنیت د پوره کونکو مسؤلو ارګانونو، قدرت او اقتدار کمزورئ کړی.

له دغې پیښې وروسته؛ د پاکستان د بلوچستان صوبې اعلی وزیر، هند، د دغې صوبې په مرکز، د کویټې په ښار کی، په وروستۍ ترهه ګره چاودنه کی، په لاس لرلو تورن کړ.

 دافغانستان د ملی وحدت دولت اجرایی رئیس، عبدالله عبدالله، د دغه هیواد د ؤلس مشر په کړچار باندی د نیوکې په کولو سره، وویل: نوموړئ د دغه مقام لیاقت نه لری. عبدالله عبدالله وویل: د افغانستان د ملی وحدت دولت د جوړیدو موافقه لیک، که د دغه هیواد د ؤلس مشر د دستورونو د ردولو په معنا نه دئ؛ خو د خودسرو کړچارونو په معنا هم نه دئ. 

پدې هکله، د عبدالله څرګندونې؛ چی محمد اشرف غنی، د افغانستان د ؤلس مشرۍ لیاقت نه لری، ښيې چی د دغه هیواد د ملی وحدت د دولت د لوړ پوړو مقامونو اختلافات، ډیر ژور او زیات دي.

البته، په ۲۰۱۴ م کال کی د ؤلس مشرۍ د انتخاباتو د نتایجو، او د ملی وحدت د دولت په جوړیدو پوری مربوط؛ د موافقه لیک د لاسلیکیدو  په شمول، د ټول ټاکنو په پروسه کی له پراخو جنجالونو څخه وروسته، دا احتمال مطرح شو، چی عبدالله عبدالله او اشرف غنی، په رقابتی فضا کی د راتلو، او همداراز په مختلفو مسایلو کی د ژورو فکری توپیرونو په دلیل، نشی کولای د یو ائتلاف په چوکاټ کی، له یو او بل سره د دغه هیواد اجرایی چارې، لارښوونه کړی.

البته؛ دغه پیش بینی شوی اختلافات، د ملی وحدت د دولت د جوړیدو په لمړیو میاشتو کی، د وړاندیزی وزیرانو د معرفۍ کولو، یا د اجرایی لوړو مسؤلانو او والیانو په ټاکلو کی، څرګند شول.

 په نږدی تیرو دؤو کالو کی، په مختلفو موضوعاتو کی دغو اختلافاتو،د افغانستان د ؤلس مشر او د کابینې د اجرایی رئیس ترمنځ، په فکری او اجرایی چاروکی د غږملتیا نشتوالئ، کاملاً څرګند کړئ دئ.

له طالبانو سره په مقابله کی، او له ګاونډیانو سره د مناسباتو په تنظیمولو کی،د عبدالله او اشرف غنی بیلابیل دریځونه، شاید د هغوی په اختلافاتو کی دوه مهم مسایل وی.

د افغانستان جمهور رئیس، له طالبانو سره خبرې اترې؛ او دغه ډلې ته د امتیاز ور کول، د امنیت د برابرولو په پروسه کی، اساسی حل لاره ګنی، پداسی حال کی چی عبدالله؛ د سولې په هر ډول موافقې باندی د طالبانو د نه پایبندۍ په دلیل، له دغې ډلې سره جګړه؛ ښه بولی.

اشرف غنی، له پاکستان سره د اړیکو د ښه کیدو غوښتونکئ دئ، مګر د هغه څه سره سم چی د عبدالله له خبرو څخه پوهیدل کیږی؛ هغه له اسلام آباد سره د همکاریو د زیاتیدو د بڼه نیولو غوښتونکئ نه دئ.

د مرکزی دولت، او د سیمه ایزو دولتونو په کچه، په مقامونو باندی د کسانو د ټاکنو او لیری کولو موضوع هم، د هغوی ترمنځ یوه بله اختلافی مسئله ده.

دیته په پام سره چی، ویل شوی د افغانستان د ملی وحدت دولت عمر؛ په ۲۰۱۴ کال کی د غنی او عبدالله ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې سره سم، تر راتلونکو دؤو میاشتو پوری ختمیږی؛ معلومه نده د دغه هیواد د دولت مشرانو د همکاریو دوام به، څرنګه وی.

که څه هم، د دغې موافقې سره سم، د افغانستان ؤلس مشر؛ له دوؤ کالو وروسته باید ، د لویې جرګې له لارې، د اساسی قانون د اصلاح کولو، او د لمړی وزارت د مقام د رامنځته کولو لپاره، زمینه برابره کړی، ځکه جی د کابینی د اجرایی رئیس عبدالله؛ مقام، د دغه هیواد په اوسنی اساسی قانون کی نشته.

 دامریکا د خارجه وزارت ویاندوی، مارک ټونر، په پاکستان باندی تور ولګاوه، چی له ترهه ګرو ډلو سره دوه ګونئ کړچار او برخورد لری. هغه په خبری کنفرانس کی وویل: د امریکا دولت په ډاګه د پاکستان ډیرو لوړو مقامونو ته اعلان کړئ، چی باید ټولې ترهه ګرې ډلې، منجمله هغه ډلې چی د دغه هیواد په ګاونډیانو باندی حملې کوی، تعقیبې کړی.

د مارک ټونر دغه څرګندونې، یوه ورځ وروسته له هغه مطرح شوې، چی د امریکا دفاع وزارت«پنتاګون» پاکستان ته د ۳۰۰ میلیون ډالریزې مرستې سره دکانګرس له مخالفت کولو څخه خبر ورکړ.

ویل شوی؛ د امریکا د دفاع وزیر«اشتون کارتر» ندی کړای شوی د دغه هیواد دکانګرس لپاره، د حقانی ډلې په خلاف د اسلام آباد د اقداماتو د ناکافی والی په هکله، په ښه توګه شفاف سازې وکړی.

له ټروریزم سره په مقابله کی په دوه ګونی برخورد باندی د پاکستان تورنول، داسی یوه مسئله ده؛ چی له تیرو کلونو راهیسې، د امریکا د دولت د کار په اجنډا کی دي.

د امریکایی مقامونو له نظره، له افراط پالنې سره په دوه ګونې مقابله کی دپاکستان سیاست ، د دې سبب شوئ دئ؛ چی له ټروریزم سره د مبارزې لپاره، سیمه ایزې هلې ځلې ناکامې پاتی شی.  

د امریکا د خارجه وزارت ویاند ویلې دي: پاکستان یواځی د دغه هیواد د امنیت او ثبات له ګواښونکو ډلو سره مقابله کوی، پداسی حال کی چی د سپینې ماڼۍ انتظار دادئ، اسلام آباد د ګاونډیو هیوادونو د امنیت د ګواښونکو ډلو په شمول؛ له ټولو ترهه ګرو ډلو سره مبارزه وکړی.

څه موده وړاندی هم، د افغانستان ؤلس مشر، محمد اشرف غنی، د مارک ټونر څرګندونو ته په ورته ویناؤو کی، پاکستان پدی تورن کړ، چی د طالبانو ترمنځ توپیر قائیلیږی، او هغوی په ښه او بد باندی ویشی. امریکا سربیره پر دې چی، پاکستان له ټروریزم سره په غیر شفافې مقابلې باندی تورنوی؛ باورې ده چی پاکستان په سیمه او په هند کی د نیابتی جنګونو پلانونکئ دئ؛ چی یو داشان دریځ، د اسلام آباد د مقامونو قهر وپاراوه.

  د افغانستان د فراه د ولایتې شورا مشر، اعلان وکړ: د دغه ولایت نا آرامیو ته د دولت د بی پامۍ دوام موندنې، د طالبانو په وسیله د فراه ولایت د نیول کیدو احتمال زیات کړئ دئ.

د فراه د ولایتی شورا مشر، فرید بختور، وویل: د دغه ولایت د پشت رود، او بالابلوک په ؤلسوالیو کی د افغانستان د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ، سخته نښته روانه ده. هغه زیاته کړه: سیمه ایز ځواکونه؛ د مرکزی دولت له ملاتړ پرته، د طالبانو سره په مقابله کی زیانمنیدونکی دي.

د افغانستان د ملی وحدت د دولت په امنیتی سیاستونو باندی نیوکه، یواځی د فراه ولایت په مقامونو پوری محدوده نه ده.

په تیرو دؤو کالو کی، په افغانستان کی د مختلفو ولایتونو مقامونو، له ترهه ګرو سره د جدې مقابلې ضرورت ته، د دغه هیواد د لږې پاملرنې له کبله، په ځلونو د ملی وحدت د دولت په مشرانو باندی نیوکې کړی دي.

په وروستیو میاشتو کی هم ویل شوی دي؛ په افغانستان کی د نا امنیو زیاتوالئ، د دغه هیواد د طالبانو د سرغنی په بدلیدو پوری تړاؤ لری. د پاکستان په بلوچستان صوبه کی د امریکا د بی پیلوټه الوتکو په حمله کی، د افغانستان د طالبانو د پخوانی سرغنی، ملا اختر منصور له وژل کیدو، او د دغې ډلې د مشرتابه په مقام باندی د هیبت الله آخوندزاده له ټاکل کیدو وروسته، په افغانستان کی نا امنیو د پام وړ زیاتوالئ لرلئ دئ.

په تیرو ورځو کی د افغانستان د قندوز ولایت، د هغو سیمو له جملې څخه ؤ، چی د دغه هیواد د پوځ او د طالبانو د غړیو ترمنځ یی سخته نښته تجربه کړې ده.

د افغانستان د ؤلس مشر د ملی امنیت سلا کار، له دې وړاندی د طالبانو ډلې د مشرانو د وژلو په هدف سره، د قندوز په ولایت کی د پوځی عملیاتو د دویم دور د پیلیدو د اعلان په ضمن کی ویلې ؤو؛ د دغه هیواد په شمال کی، د قندوز ولایت کی د پوځی پراخو عملیانو دویم دور، کولای شی د افغانستان په ټولو برخو کی، د طالبانو په خلاف د پراخو عملیاتو د پیلیدو لپاره، یوه سریزه وی.

د قندوز ولایت په باره کی، د افغانستان د دفاع، او داخله وزیرانو، د ؤلس مشر د ملی امنیت د سلا کار، او د دغه هیواد د یو شمیر امنیتی مقامونو،او پدغه هیواد کی د مستقرو بهرنیو پوځیانو د قومندان جنرال«جان نیکلسون» په یو وخت غونډې وښودل؛ چی پدغه ولایت کی امنیتی شرایط، د کابل د دولت لپاره اندیښمنونکی شوی دي. له دې وړاندی هم، د هلمند په شمول د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کی، رپوټونه د امنیتی حالاتو د خرابوالی بیانونکی ؤو.

شناندی وایی: هغو سیمو ته؛ چی د طالبانو او نورو ترهه ګرو ډلو له خوا، د لا زیات خطر سره مخامخی دي، د ځواکونو په لیژلو کی د افغانستان د دولت سیاست، نشی کولای پدغه هیواد کی د پایدار او انډول امنیت د برابریدو سبب شی. تر څو پوری چی؛ د طالبانو په کنټرولولو کی د افغانستان د دولت امنیتی سیاستونه، په پراخه؛ هر اړخیزه او سراسرې توګه، د دغه هیواد په ټولو ولایتونو کی اجرا نه شی، له خطر ناکې سیمې او موقعیت څخه، نورو سیمو ته د طالبانو تیښته به، د دغو سیاستونو د کمزورې کیدو او ناکامۍ سبب شی.