افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی
-
افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی
دا دئ اوس د افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی مطلب تاسو ته وړاندی کوؤ. پدی مطلب کی لمړئ د دغو دؤو هیوادونو د تیرې اونۍ مهم خبرونه لرو، بیا د افغانستان او پاکستان د ډیرو مهمو بدلونونو تحلیلی رپوټونه ستاسو په خبرتیا رسوؤ.
په پیل کی د خبرونو سرټکی:
افغانستانی اعتراض کونکو د چمن په پوله کی د غونډې په کولو سره، د پاکستان بیرغ ته اور واچاوه، چی له دغې پیښې وروسته، ګډه پوله وتړله شوه، او د پوځ ځواکونه د تیارسی په حال کی شول. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند«دولت وزیری» وویل: د دغه هیواد د هوایی ځواک د تقویه کیدو په موخه، ۳۰۰ افغان پوځیان، په هند؛ ایټالیا؛ امریکا؛ چک جمهوریت؛ عربی متحده اماراتو او چین کی، زده کړه کوی. د روسیې د خارجه وزارت ویاندې«ماریا زاخار وو» د تیرې شنبې په ورځ، په افغانستان کی د داعش له ترهه ګرې ډلې سره، د طالبانو د ډلې له روغې جوړې څخه د خواشینۍ په ښودلو سره، اعلان وکړ: د افغانستان د ؤلس مشر«محمد اشرف غنی» او د دغه هیواد د دولت د اجرایی رئیس «عبدالله عبدالله» ترمنځ اختلافات، د یاد هیواد په ټولنیزو حالاتو کی، د بی ثباتۍ نوئ عامل دئ.
د افغانستان د حرکت ملی نجات ګوند، د سید منصور نادری په مشرۍ، په کابل کی د موجودیت اعلان وکړ. د افغانستان ؤلس مشر، د دغه هیواد د خپلواکۍ د ۹۷ مې کالیزې په مراسمو کی، وویل: د پاکستان لپاره زموږ پیغام، د ملی ګټو په چوکاټ کی د اړیکو لرل دي، او په سیمه کی ثبات به؛ یواځی د اړوندو لورو د ملی ګټو د پوره کیدو په بڼه کی، واکمن شی. د افغانستان د حقوق پوهانو اتحادیې د ملی وحدت د دولت له مشرانو وغوښتل؛ چی سیاسی موافقه لیک دی عملی کړی.
دغه غوښتنه؛ د سیاسی موافقه لیک د نه اجرا کیدو په خاطر، په اشرف غنی باندی، د افغانستان د ملی وحدت د دولت د اجرایی رئیس له نیوکو وروسته؛ مطرح شوه.
په دوام کی د دغو دؤو هیوادونو د مهمو بدلونونو تحلیلی راپور تاسو ته وړاندی کوؤ.
په تیره اونۍ کی، د طالبانو ویاند د افغانستان په مختلفو برخو کی د دغې ډلې د پرمختګونو، او د یو شمیر کلیو، ؤلسوالیو او د ښارونو د شاؤخوا سیمو د نیولو خبر ورکړئ دئ، چی د هغو له جملې څخه کولای شو، د طالبانو په وسیله له څو ورځو کلابندۍ وروسته، د شنبې ورځې په سهار، د ننګرهار په ولایت کی د حصارک ؤلسوالۍ نیول کیدو اشاره وکړو.
په افغانستان کی پارلمانی مقامونو هم اعلان وکړ؛ چی د قندوز ولایت د خان آباد په سیمه کی، د طالبانو سره د پوځیانو له سختې نښتې وروسته، دغه سیمه ونیوله شوه. د دغه راپور په اساس، د قندوز په ولایت کی له سختې نښتې وروسته، د تخار له ولایت سره د هغه لویه ارتباطې لاره وتړله شوه. د افغانستان یو شمیر مقامونو هم، د خان آباد سیمې د نیول کیدو خبر تائید کړ.
د سیاسی شناندو له نظره، د افغانستان په مختلفو سیمو کی د طالبانو د حملو سختیدل ښیې، چی دغه ډله نه یواځی د خپلو تاوتریخجنو اقداماتو د ختمولو لپاره، د مختلفو ټولنو غوښتنو ته، پاملرنه نه لری، بلکه هڅه کوی؛ د افغانستان د مختلفو سیمو په نیولو سره، پدی هیواد کی خپل موقعیت تثبیت کړی.
څیړاندی باوری دي؛ چی طالبان په افغانستان کی د ځان لپاره د یو ځای او قلمرو د رامنځته کولو په لټه کی دي، او له بلې خوا د افغانستان شمال ته د جګړې د لمنې په ارتولو سره هڅه کوی، د افغانستان په جنوبی او جنوب ختیځو سیمو کی د پوځی ځواکونو د تمرکز په وړاندی خنډ شی. دغه سیمی په دودیزه توګه، د طالبانو اډې ګنلی کیږی.
طالبان هڅه کوی؛ چی که د افغانستان د بدلونونو د راتلونکې پروسې په هکله، د دغه هیواد له دولت سره مذاکرې ته حاضر شو، په لا لوړ موقعییت سره، د دغه هیواد د سولې په خبرو اترو کی ګډون وکړی. دا پداسی حال کی ده، چی د افغانستان خلګ انتظار لری؛ د طالبانو ډله، د خپلو خونړیو تاوتریخوالو په ختمولو سره، د آباد افغانستان په جوړولو کی، چی د دغه هیواد د بچیانو د راتلونکی ضمانت کونکئ وی؛ مرسته وکړی.
پداسی حال کی چی، د افغانستان د ؤلس مشر«اشرف غنی» او د ملی وحدت د دولت د اجرایی رئیس«عبدالله عبدالله» ترمنځ، د سیاسی موافقې د اجرا په هکله، اختلافات هماغه راز دوام لری، د دغه هیواد د حقوق پوهانو اتحاديې اعلان وکړ؛ مخکی تر دې چی افغانستان د بحران په لور لاړ شی، د دغه هیواد د ملی وحدت دولت مشران دی، سیاسی موافقه لیک لاسلیک کړی. دغې اتحادیې؛ په سیاسی موافقې باندی د نه عمل کولو په هکله، په اشرف غنی باندی د افغانستان د ملی وحدت دولت د اجرایی رئیس«عبدالله عبدالله» له نیوکو وروسته، دغه غوښتنه مطرح کړه.
د افغانستان د حقوق پوهانو د اتحادیی یو غړی«وحید فرزه» اعلان وکړ: چی دغه اتحادیه د اساسی قانون د لویې جرګې د جوړیدو غوښتونکې ده. د هغې سیاسی موافقې په اساس، چی دوه کاله وړاندی د افغانستان د ؤلس مشر«اشرف غنی» او د دولت د اجرایی رئیس«عبدالله عبدالله» ترمنځ، لاسلیک شوه، ټاکل شوې وه د ملی وحدت دولت له جوړیدو څخه دوه کاله وروسته، لویه جرګه د اساسی قانون د اصلاح لپاره جوړه شی، ترڅو له ریاستی سیسټم څخه، په پارلمانی سیسټم باندی د افغانستان د حکومتی جوړښت د بدلولو په ضمن کی، عبدالله عبدالله هم د لمړی وزیر په توګه معرفی شی.
دافغانستان ؤلس مشر«اشرف غنی»، چی د خپل قدرت له کمیدو سره مخالف دئ، تر اوسه یی د سیاسی موافقې د اجراکیدو لپاره، اقدام نه دئ کړئ.
په همدی دلیل، نه یواځی په افغانستان کی داخلی ټولنې، بلکه سیمه ایزو او نړیوالو ټولنو هم، د افغانستان د ملی وحدت دولت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو د دوام د عواقبو په هکله خبردارئ ورکړئ دئ، دا شان چی د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې«ماریا زاخار ووا» په افغانستان کی د داعش ترهه ګرې ډلې او د طالبانو ډلې ترمنځ له جوړ جاړې څخه د اندیښنې په ښودلو سره، اعلان وکړ: د افغانستان د ؤلس مشر«محمد اشرف غنی» او د دولت د اجرایی رئيس«عبدالله عبدالله» ترمنځ اختلاف، د دغه هیواد په ټولنیزو حالاتو کی د بی ثباتۍ نوئ عامل دئ.
شک نشته؛ چی په افغانستان کی د سیاسی اختلافاتو ګټونکی، تاوتریخوالی غوښتونکی ډلې، او طالبان دي، چی له هر فرصت څخه کړکیچ ته د لمن وهلو، او د افغانستان د ملی وحدت دولت د کمزوری ښودلو لپاره استفاده کوی.
پداسی حال کی چی، د پاکستان د دولت او پوځ یو مهم مشکل، هماغه راز ترهه ګرې حملی دي، د دغه هیواد د پوځ مشر، د ترهه ګرو په نابودۍ باندی ټینګار وکړ. د پاکستان د پوځ مشر، جنرال راحیل شریف، د خیبر پختونخواه صوبې، د خیبر ایجنسۍ له سیمې څخه په کتنه کی، د ترهه ګرو په ضد د«راجګِل» له عملیاتو څخه د ډاډینې په څرګندولو سره، وویل: د پاکستان دولت او پوځ د ټروریزم په خلاف جګړه کی، زیات قربانیان ورکړی دي، او موږ وکولای شول؛ ترهه ګر او د هغوی پټن ځایونه له منځه یوسو. ده وویل: د ترهه ګرو په ضد عملیات د هغوی تر نابورۍ پوری دوام لری. د پاکستان د پوځ مشر؛ جنرال راحیل شریف، پدی وروستیو کی د خیبر ایجنسۍ په سیمه کی، د«راجګل» عملیاتو دستور ور کړئ ؤ.
په افغانستان او پاکستان کی د مختلفو ټولنو له نظره، له ترهه ګرو سره په مقابله کی د مختلفو عملیاتو د بی اغیزی والی یو ډیر مهم علت، دوه ګونی برخوردونه دی. د دی لید ټوکې په اساس؛ د پاکستان پوځ ترهه ګر په ښه او بد باندی ویشی، او هغه ډله تاوتریخوالی غواړی کسان، چی په یو ډول د ځینو پوځی او سیاسی جریانونو له خوا یی ملاتړ کیږی، تر حملې لاندی نه نیول کیږی. داسی یوه موضوع؛ چی په ځلونه د افغانستان او حتی امریکا له خوا، د نیوکې سره مخامخه شوې ده.
ځکه نو، که څه هم د پاکستان د پوځ مشر، د ضرب عضب، او په اوس حال کی د راجګل په شان، د دغه هیواد د ځواکونو عملیات، بریمن ګنلی دي؛ خو ترهه ګر عملیات هماغه راز د پاکستان په مختلفو برخو کی د خلګو یوه مهمه اندیښنه ده.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په محکمو کی د وکیلانو د اعتراضونو دوام، په همدی لړ کی د پام وړ دئ. وکیلانو اعلان کړئ، ترڅو پوری چی د پاکستان دولت او پوځ، له ترهه ګرو سره په پریکنده توګه مقابله ونه کړی، خپل کار به پیل نه کړی.
د افغانستان ؤلس مشر«محمد اشرف غنی»، د دغه هیواد د خپلواکۍ د ۹۷ کال د جشن په مراسمو کی وویل: د پاکستان لپاره زموږ پیغام، د ملی ګټو په چوکاټ کی د مناسباتو او اړیکو لرل دي، او په سیمه کی به ثبات، یواځی د ملی ګټو د پوره کیدو په بڼه کی واکمن شی.
ده پدغو مراسمو کی، چی په کابل کی ترسره شول؛ زیاته کړه: د افغانستان بهرنئ سیاست به، د مصالحې او د سیمه ایزې او نړیوالې همکارۍ په اساس ولاړ وی، او له دغه سیاست څخه به لاس وا نخلی.
د هند له خاورې څخه د پاکستان د جلا کیدو له وخت څخه، د افغانستان او پاکستان اړیکې، له ۱۹۹۷ م کال څخه تر ۲۰۰۱ کاله پوری، په افغانستان باندی د طالبانو د واکمنۍ له دورې څخه پرته، تل سړې یا لانجمنونکې پاتی شوی دي، او د افغانستان د ملی وحدت دولت هم، اسلام آباد؛ د طالبانو له ډلې څخه په ملاتړ کولو، او پخپله خاوره کی د دغې ډلې قومندانانو ته، په پناه ورکولو باندی تورن کړئ دئ.
اشرف غنی، چی دوه کاله وړاندی د افغانستان د ؤلس مشر په توګه وټاکل شو، اعلان وکړ: د افغانستان د سولې لاره له پاکستان څخه تیریږی، او له اسلام آباد سره د همکارۍ د پراختیا لپاره یی، زیاته هڅه وکړه. دا پداسی حال کی ده، چی په کابل کی یو شمیر ټولنو، د اشرف غنی د هلوځلو د بی نتیجه والی په هکله، هغه ته خبردارئ ورکاوه.
په افغانستان کی د طالبانو د حملو دوام، او د امریکا؛ چین؛ پاکستان او افغانستان د نمایندګانو په حضور کی د څلور اړخیزو خبرو اترو بی نتیجې پاتی کیدل، د دی سبب شول؛ ترڅو د افغانستان ؤلس مشر، د پاکستان په هکله خپل دریځ ته بدلون ورکړی. په همدی حال کی د افغانستان ؤلس مشر، د طالبانو سره د جګړې او د هغوی د ځپلو دستور هم ورکړ.
په اوس حال کی، اشرف غنی باورئ دئ، چی د افغانستان مشکلات او امنیتی مسایل، د پاکستان له مداخلو څخه سرچینه اخلی، او تل یی له اسلام آباد څخه غوښتی دي، چی په افغانستان کی بدلونونه ومنی، او د متقابلو او ګډو ګټو په اساس د همکارۍ لپاره دی، هڅه وکړی.
د افغانستان د دولتی مقامونو له نظره، پاکستان هماغه راز په کابل کی د خپلو غوښتنو او نفوذ سره سم، د یو دولت د رامنځته کیدو پوچ خیال په سر کی لری، او دا پداسی حال کی ده؛ چی په کابل کی ؤلسی دولت وجود لری، او پاکستان باید افغانستان ته له سیاسی نظره، د یو خپلواک هیواد په توګه وګوری، او د ملی ګټو سره سم او انډولې اړیکې ورسره ټینګې کړی.