مقدسه دفاع له یو بل اړخه ۲
د ایران خلاف د صدام د رژیم تپلی جنګ په څوګونو موخو سره پیل شو او ټول څيړاندي یوه خوله دي چې د تپلي جنګ او د هغه د ملاتړو هیوادونو اهداف د یوې سکې دوه مخونه دي.
کوم اسناد چې د جنګ په دوران کښې او حتی د جنګ له ختمیدو په وروسته کلونو کښې په ډاګه شول هغو وښودله چې امریکا او ډیرو اروپائي هیوادونو او نورو سیمه ایزو لوبغاړو په ایران باندې د عراق د تیري چارې چلولې.
د کلونو په تیریدو سره د دې جنګ اړخونه او د هغو کسانو رول چې په ایران باندې په تیري کښې د صدام شریکان وو، لا څرګند شو. وروسته خپرو شویو اسنادو وښودله چې کوم کسان او کوم حکومتونه په ایران باندې د تیري ترشا ولاړ وو. په حقیقت کښې د صدام له رژیمه همدا ملاتړونه وو چې هغه به یې د ایران خلاف جنګ کښې د خپلو بشري ضدو غمیزو دوام ته هڅوه. د صدام له رژیمه د هغوي ملاتړونه د جنګ د اوږدیدو او د ایران خلاف د صدام د جنګي جنایتونو د لمنې د پراخیدو سبب شول.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د ایران خلاف د عراق د تیري ګر جنګ په وختو کښې امریکا او شوروي د دوه قطبي نړۍ د دوو سترو قدرتونو په توګه د جنګ په سختولو او د دغه تیري په دوام کښې اساسي رول درلود.
د شاه رژیم له پرزیدو مخکښې ایران د شوروي د ګاونډي او د غیرکمیونسټي هیوادونو په لړۍ کښې د وړومبۍ کړۍ او د تیلو او ګیسو د سترو زیرمو د لرونکي هیواد په توګه د امریکې لپاره سټراټیجک اهمیت درلود.
په همدې وجه له ټرومین وروسته د امریکې نورو ولسمشرانو د ایران په هکله د هغه سیاست جاري وساته او له ایران سره به یې اقتصادي، فني او پوځي مرستې کولې او حتی د لویدیځ د یو ملاتړي هیواد په توګه یې له ایران سره د سنټو تړون په نامه د کمیونزم د کنټرولولو په موخه یو پوځي او امنیتي تړون هم لاسلیک کړ او ایران په فارس خلیج سیمه کښې د امریکې په ترټولو مهم انډیوال بدل شو.
په ترکیې کښې د اورایشیا د سټراټیجکو څیړنو د مرکز مشر پروفیسر امیت اوزداغ په دې لړ کښې دا پوښتنه مطرح کوي چې په مینځني ختیځ کښې ولې وړې وړې لانجې په دښمنۍ بدلیږي؟
د هغه په باور د سیمې پوځي تاریخ له لرغونو تاریخي، کلتوري او سیاسي سیسټمونو ډک دی چې د سیاسي مسائلو په هواري کښې د پوځي ځواک کارول د منلووړ ښائي. د دغو سیالیو جرړه زیاتره وختونه قومي، مذهبي او توکمیز اختلافات پاتې شوې دي چې بلآخره د جنګ لپاره د عمومي بسیج او سیاسي اجماع سبب کیږي.
ښائي همدا نظریه نن سبا هم د سیمې په روانو حالاتو او په سوریې، عراق او یمن کښې د جنګ په شان د سیمې د جنګونو او شخړو سره سمون خوري.
په تپلي جنګ کښې د صدام له رژیم د ملاتړ د څرنګوالي او د سیمې د روانو حالاتو د پرتلې په هکله څیړنه او تحقیق یوه د پام وړ موضوع ده.
د ایران خلاف جنګ کښې له صدامه د امریکې ملاتړ له هغه څه سره د غور وړ ورته والی لري چې نن سبا په سوریې کښې د ترهګرو ډلو په ملاتړو او په سیمه کښې له جنګ جوړونو د عربستان د رژیم په ملاتړ سره د مقاومت د کړیو د کمزوري کولو په لړ کښې رامینځته شوي دي.
امریکې د تپلي جنګ په دوران کښې په وړومبي ګام کښې له صدامه د ملاتړ په لړ کښې او له ایران سره د مقابلې په کړنلارې سره عراق د ترهګرۍ د ملاتړ له لسټه وباسه.
همدا سیاست نن سبا د عربستان د رول په هکله هم روان دی چې د ستمبر د یولسمې د پيښې ترشا رامینځته شوی دی. امریکې د ستمبر د یولسمې په پیښې پورې د اړوندو تحقیقاتو د مهمې برخې د خپریدو په مخنیوي سره د عربستان نوم څو کاله د دغه ترهګر بهیر د اصلي شکمن په توګه پټ وساته څو د سوریې او یمن خلاف جنګ کښې د عربستان د سټراټيجۍ په کارولو کښې د امریکې سیاست پټ وساتي او دا چې وتوانیږي عربستان همهغه شان د مقاومت له بهیر سره د مقابلې په وړومبۍ کرښه کښې او د ایران خلاف د نیابتي جنګ د وړومبۍ کړۍ په توګه وساتي.
کوم امتیازونه چې امریکې د تپلي جنګ په وختو کښې د صدام رژیم ته ورکړل ډیر پام جلبونکي وو. عراق ته د امریکې د صادراتو د بندیز ختمول او دغه هیواد ته د پوځي تجهیزاتو د ورکړې لپاره خپلو انډیوالانو ته د امریکې سپارښتنه د دغو اقداماتو په سر کښې راغله.
د امریکې د هغه وخت ولسمشر جیمي کارټر د ایران د زیانمولو لپاره د ایران د احتمالي حملې په پلمه د عربستان د پوځي مرستې په غوښتنه د ۱۹۸۰ کال د اکتوبر په پنځمه نیټه څلور آواکس ډوله جاسوسي الوتکې سره له ځمکني حمایتي سیسټمه ریاض ته ورکړې.
د امریکې دغه اقدامات بیخي همهغه سیاست دی چې نن سبا په سیمه کښې د دغه هیواد د اهدافو په لړ کښې د عربستان لپاره تعقیبیږي.
امریکې د ایران خلاف تیري ګر جنګ کښې د صدام د ملاتړ په بهیر کښې خپل لویدیځ انډیوالان اړباسل چې خپلې پوځي بیړۍ فارس خلیج ته ولیږي. له دغې غوښتنې وروسته له دریو اونیو په لږه موده کښې په بحرالهند او سیمه کښې د فرانسې، انګلستان، آسټرالیا او کاناډا هیوړادونو ګډ سمندري شتون له دیرشو نه شپیتو جنګي کشتیو ته ورسید. عراق د وسلو د پيرلو لپاره له فرانسې سره د یونیم میلیارډ ډالرو او له انګلستان سره یې هم یو میلیارډ ډالري تړون لاسلیک کړ.
عراق په ۱۹۸۴ کال کښې د فرانسې د سوپر اتاندار الوتکو له ترلاسه کولو وروسته په خارک جزیره کښې د ایران په تیلي مرکزونو او په تیلي او تجاري کشتیو خپلې پراخې حملې پیل کړې. د امریکې په غوښتنه د ۱۹۸۱ کال په وروستیو کښې کویت ۷ میلیارډه ډالر، عربستان درې میلیارډه ډالره، متحده عرب اماراتو یو میلیارډ او قطر پنځه سوه میلیون ډالر عراق ته د نغدې مرستې په توګه ورکړل او داشان د ایران خلاف د عراق د جنګ لګښت د سیمې د عربو هیوادونو په پيسو پوره شو.
په اوسني پړاو کښې هم اوباما د کیمپ ډیویډ تړون ته د عربستان په وربللو او د برجام له لاسلیکیدو مخکښې له عربستان سره د پوځي مرستو د زیاتولو ژمنه وکړه او عربستان یې په سیمه کښې د امریکې د سټراټیجک متحد په توګه وباله.
د هغه رپورټ له مخې چې په دې وروستیو کښې رویټرز خبري آژانس خپور کړ، سپينې ماڼۍ عربستان ته پر دغه هیواد د څه باندې ۱۱۵ میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو او پوځي او روزنیزو تجهیزاتو د خرڅون وړاندیز کړی دی او دا د دې دواړو لورو په ۷۱ کلنې انډیوالۍ کښې سعودي لوري ته د سپينې ماڼۍ لخوا شوی ترټولو ستر وړاندیز دی.
په نړیوال ډګر کښې هم امریکې د امنیت شورا له لارې دوه ګونی عمل وکړ او د شورا پریکړې او پریکړه لیکونه عملاً د صدام د ملاتړ په خدمت کښې وو.
د ملګرو ملتو امنیت شورا د اته کلن جنګ په دوران کښې (د عراق او ایران ترمینځ وضعیت) پورې اړوند اته پریکړه لیکونه او د کیمیاوي وسلو د کارول کیدو په هکله څلور خبرپاڼې صادرې کړې.
په دغه پړاو کښې د امنیت شورا ۴۷۹ نمبر پریکړه لیک د تیري ګر په ګټه د یواړخ پالنې یو روښانه سند دی. په یاد پریکړه لیک کښې د جنګ پیلونکي ته له اشارې او د تیري ګر په توګه د عراق له غندلو پرته د شخړې له دواړو لورو وغوښتل شول چې د زور له کارولو ډډه وکړي او خپله لانجه له سوله ایزو لارو او د نړیوالو حقوقو او د عدالت د اصولو مطابق هواره کړي.
د امنیت شورا له ۴۷۹ پریکړه لیک وروسته چې توصیفي اړخ یې درلود، د ملګرو ملتو دغه ارګان د ایران خلاف د عراق د جنګ په وړاندې ۲۱ میاشتې خوله وګنډله. کله چې د خرمشهر سټراټجک بندر د صدام د تیري ګر رژیم له لاسه آزاد شو نو امنیت شورا یوازې د ایران په ګټه د جنګ د انډول له بدلیدو د اندیښنې په وجه د ۱۹۸۲ کال د جولائۍ په دولسمه نیټه ۵۱۴ پریکړه لیک صادر کړ او په دغه پریکړه لیک کښې د ملګرو ملتو د منشور د ۲۴ مادې له مخې یې د اوربند، د جنګ د ختمیدو او نړیوالو پولو ته د دواړو لورو د سمدستي شاتګ غوښتنه یې وکړه.
دا حالت کابو شپږ کاله همدغه شان جاري پاتې شو تر دې چې امنیت شورا بلآخره د ۱۹۸۷ کال د جولائۍ په شلمه نیټه د ایران او عراق ترمینځ د اوربند د اجرا په لړ کښې د رایو په اتفاق سره ۵۹۸ پریکړه لیک صادر کړ.
دا وړومبی ځل و چې د ایران خلاف د عراق د جنګ په هکله د امنیت شورا لخوا یو پریکړه لیک کښې د جنګ پيلول او دوام ورکول وترټل شول. امنیت شورا په دغه پریکړه لیک کښې د ملکي سیمو د بمباریدو له دوام او په بې پلوه کشتیو او هم په غیر پوځي الوتکو باندې له حملې خواشیني وښودله. امنیت شورا همداشان له اوو کلونو وروسته په وړومبي ځل د تیري ګر د پیژندلو په لړ کښې د تحقیق لپآره د یو بې پلوه پلاوي د جوړیدو غوښتنه وکړه او دا هغه کار و چې باید د جنګ د پیلیدو په وړومبۍ ورځ شوی وای خو استکباري قدرتونه یې مخالف وو ځکه چې د ایران خلاف تیري کښې هغوي پخپله د صدام ملاتړي او د جنګ اصلي پیلونکي وو.
بلآخره د اوربند له منلو او د جنګ له ختمیدو لس کاله وروسته د ملګرو ملتو د هغه وخت د سرمنشي خاویر پرز دکوییار رپورټ خپور شو او عراق تیري ګر معرفي شو خو ایران ته د تاوان ورکولو په شمول په تیري ګر لوري پورې اړوند مسئولیتونه اجرا نه شول.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*