د صهیونیسټانو له ناکامۍ  د تل‌ابیب تر نړیوالې انزوا پورې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i172400-د_صهیونیسټانو_له_ناکامۍ_د_تل_ابیب_تر_نړیوالې_انزوا_پورې
پارس ټوډي – په نیواکي  سیمو کې یوه نوې نظرسنجي  ښئي چې تر نیمائي ډېر اسرائیلي مېشتېدونکي باور لري چې صهیونیسټي رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷  (د طوفان‌الاقصی له  عملیاتو) راهیسې په هېڅ جنګ کې بریالی شوی نه دی.
(last modified 2026-04-29T10:56:42+00:00 )
Apr 29, 2026 15:11 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټانو له ناکامۍ  د تل‌ابیب تر نړیوالې انزوا پورې

پارس ټوډي – په نیواکي  سیمو کې یوه نوې نظرسنجي  ښئي چې تر نیمائي ډېر اسرائیلي مېشتېدونکي باور لري چې صهیونیسټي رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷  (د طوفان‌الاقصی له  عملیاتو) راهیسې په هېڅ جنګ کې بریالی شوی نه دی.

 پارس ټوډي د تسنیم له قوله  راپورورکوي، د صهیونیسټي رژیم «کان»  ټیلیویژني چینل د یوې نظرپوښتنې پایلې خپرې کړې چې پر  اساس ئې  ۵۷ فیصدي صهیونیسټان باور لري چې دغه رژیم د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ راهیسې په هېڅ  یوه جنګ  کې بری نه دی ترلاسه کړی. د دې نظرپوښتنې له مخې، د بېلابېلو جبهو په اړه د بریا پر وړاندې د صهیونیستانو باور ډېر ټیټ دی.

د راتلونکو ګواښونو په اړه پراخه اندېښنه

د همدې نظرپوښتنې له مخې، ۷۲ سلنه صهیونیسټان د خپل راتلونکي امنیت په اړه اندېښمن دي او باور لري چې حزب‌الله او حماس لا هم د دې وړتیا لري چې د اکتوبر د ۷  د عملیاتو په څېر ګواښ رامنځته کړي. دا شمېرې د صهیونیسټي ټولنې دننه د پوځي او امنیتي وړتیاوو پر وړاندې د ژور باور د بحران څرګندونه کوي.

د صهیونیستي رژیم د بهرنیو چارو وزیر د نړیوال انزوا اعتراف

په همدې حال کې، د صهیونیستي رژیم د بهرنیو چارو وزیر «ګیدعون ساعر» په یوې غونډې کې د دغه رژیم د نړیوالې انزوا او د نړۍ په کچه د عامه افکارو ترمینځ د کرکیجن کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې منله، چې د اسرائیلو اصلي ستونزه په نړۍ کې د عامه افکارو وضعیت دی. کله چې تاسو په یوه ډېره اوږده جګړه کې ښکېل ئۍ، په دې جبهه کې حالت ډېر ستونزمن کېږي.