Sep 27, 2016 15:31 Asia/Kabul
  • منځنئ ختیځ په تیره  اونۍ کی
    منځنئ ختیځ په تیره اونۍ کی

: تیره اونۍ په سوریه کی اوربند، رسماً د امریکا په وسیله د هغه په نقضیدو سره پایته ورسید

 

د عراق له دفاع وزیر«خالد العبیدی» وروسته؛ د دغه هیواد پارلمان، تیره اونۍ د مالیې د وزیر«هوشیار زیباری» اعتبار هم سلب کړ. 

د اردن خلګ، د تیرې اونۍ د سه شنبې په ورځ، د پاچاه په وسیله د دغه هیواد د پارلمان له منحلیدو څخه؛ دری میاشتې وروسته، د اردن د اتلسم پارلمان د غړیو د ټاکلو لپاره، د رایې صندوقوته لاړل.

د یمن استعفا کړې ؤلس مشر، عبد ربه منصور هادی، تیره اونۍ د« احمد عبید بن دغر» په دولت کی اصلاحات راوستل، او همداراز د هادی د دستور سره سم، و ټاکل شول د یمن د مرکزی بانک مدیره پلاوئ، یو ځلې بیا جوړ، او مقر یی له صنعا څخه عدن ته منتقل شی.

د«دی سی لیک» د هکرونو ډلې، تیره اونۍ د امریکې د پخوانی خارجه وزیر، کالین پاول، د ایمیلی لیکلونو په خپرولو سره، افشا کړه؛ چی پاول  په اسرائیلو کی د ۲۰۰ اټمی خولیو په شتوالی باندی د اقرار په کولو سره، د ایران د اټمی پروګرام په باره کی، د بنیامین نتانیاهو څرګندونې، بی اساسه او پوچې خبری وبللې.

د عفوې نړیوال سازمان، د تیرې اونۍ د دوشنبې په ورځ په یو نیوکه کونکی راپور کی، او د بحرین دولت د سیاسی فعالانو د نیونې او نا عادلانه محاکمې په عکس العمل کی، اعلان وکړ: د موجود بهیر په دوام سره، د دغه هیواد سیاسی کړکیچ به، هره ورځ لا پیچلئ او پراخ شی. په بحرین کی د ښوونکو د ټولنې مشر، او د ښوونکو د اتحادیې عمومی منشی«مهدی ابو دیب» هم، د تیرې اونۍ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ: د نوی تحصیلی کال په شروع کیدو سره، ۴۰۰ بحرینی ځلمیان، چی د آل خلیفه رژیم هغوی نیولی دي؛ د تعلیم او زده کړې له حق څخه محروم دي.

د قطر خارجه وزیر«محمد بن عبدالرحمن آل ثانی» تیره اونۍ، د دې ادعا په تکرارولو سره چی قطر، هماغه راز  د خپلو آرزو ګانو او ښه راتلونکی د رښتنی کولو په لاره کی؛ د سوریې خلګو ملاتړئ دئ؛ یو ځلې بیا وویل: د سوریې په راتلونکی کی د دغه هیواد د ؤلس مشر«بشار اسد» لپاره به، کوم ځای وجود ونه لری.

هغه اوربند چی په سوریه کی، د لوی اختر په ماښام، د روسیې او امریکا په موافقې سره پیل شوئ ؤ؛ د تیرې اونۍ د دوشنبې په ورځ، او له یوې اونۍ وروسته رسماً پایته ورسید. د سوریې په پوځ باندی له څو اړخیزو حملو وروسته؛ چی امریکائیان یی هم د ترهه ګرو ترڅنګ راوستل، د سوریې پوځ د اوربند د پایته رسیدو خبر ورکړ. دغه اوربند د سپټمبر په ۱۲ مه نیټه، د امریکا او روسیې په منځګړیتوب، د اوربند له ټینګیدو او د نښتو له  بندیدو سره موافقې ته له رسیدو وروسته ټینګ شو.

پدې موده کی د سوریې مخالفانو او د دمشق دولت، یو او بل د دغه موافقه لیک په نقضولو باندی تورن کړ. دا دویم اوربند ؤ؛ چی په روان میلادی کال کی په سوریه کی اجرا شو. د یو اونیز اوربند په پایته رسیدو، او د امریکائیانو په وسیله د دغه اوربند په نقضیدو سره، امریکا ادعا وکړه؛ چی روسیې ندی کړای شی پخپلو ژمنو عمل وکړی. د اوربند ټینګول؛ د سوریې پوځ په وسیله د کاستیلو سړک آزادول؛ د امریکا په وسیله د منځ لارو مخالفو ځواکونو د کړچار کنټرولول، او د بشر دوستانه مرستو لیژل، د دغې موافقې له اصلی مادو څخه ؤو. خو له پیل څخه معلومه وه، چی د امریکا دولت به په موافقې باندی پایبند نه وی، او اوربند یواځی د دی لپاره دئ، چی د سوریې د پوځ، د مقاومت د قواؤو، او د روسیې د جنګی الوتکو له فشار څخه، د دغه هیواد د وسله والو مخالفینو د ایستلو لپاره یو فرصت رامنځته شی.

د اوربند له موافقې څخه د ۴۸ ساعتونو په تیریدو سره، د روسیې  خارجه وزارت، امریکا له خپلو ژمنو سره د علاقې په نه لرلو، او د شعارونو او خبرو تر شا په پټیدو باندی تورنه کړه. ترهه ګرو ډلو هم، د اوربند په بیا بیا نقضولو سره، ادعا وکړ؛ چی پخپلو کی اختلاف لری، او ټول له اوربند سره موافق نه دي. مګر د اوربند څرګند او اصلی نقضونکې امریکا وه، چی تیره اونۍ یی د سوریې پوځ په اډو باندی په حملې سره، د سوریې ۸۰ پوځیان وژلی، او په لس ګونه کسان یی هم ژوبل کړل، خو سره له دې یی ادعا وکړه، چی د سوریې په پوځیانو باندی یی د داعشیانو ګمان کړئ دئ. د امریکائیانو دغه اقدام یوځلې بیا ثابته کړه، چی هغوی له اوربند څخه یواځی د ترهه ګرو په خلاف د حملو د کمیدو لپاره، د یو فرصت په توګه استفاده کوی.

په تیره اونۍ کی د سوریې یو بل مهم خبر داؤو، چی په نیویارک کی د ملګرو ملتو د ۷۱ می عمومی اسمبلې ترڅنګ، له سوریې څخه د تش په نامه نړیوالې ملاتړې ډلې غونډه، په یوه لانجمنه او کړکیچنه فضا کی ترسره شوه؛ خو کومه نتیجه یی نه درلوده. دغه غونډه؛ د امریکا او روسیې د خارجه وزیرانو؛ جان کری او سرګئی لاوروف په مشرۍ، د یو اونیز سراسری اوربند له پایته رسیدو وروسته، ترسره شوه؛ خو له لانجې څخه ډکه وه. جان کری د تیرې اونۍ د سه شنبې په ورځ، په نیویارک کی له سوریې څخه د ملاتړ کونکې نړیوالې ډلې له لانجمنې غونډې څخه د وتلو په وخت، له خبر یالانو سره په مرکه کی، د اوربند مړ شوئ نه دئ؛ د جملې په ویلو باندی بسنه وکړه. د فرانسې خارجه وزیر، ژان مارک ارو، هم وویل: په نیویارک کی د سوریې غونډه لانجمنه؛ او درنه فضا پرې واکمنه وه. د امریکا خارجه وزارت په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: په نیویارک کی د سوریې په غونډه کی برخه والو، د دې موضوع په سر موافقه درلوده، چی د تاوتریخوالو د ادامې با وجود؛ په جنیوا کی د کری او لاوروف د موافقې په اساس، د سراسری اوربند دوام ضروری دئ.

د نیویارک غونډې له جوړیدو وړاندی، د سوریې مخالفانو د لوړې کمیتې مشر«ریاض حجاب» هم، د سپټمبر په ۱۹ مه نیټه، په نیویارک د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلې ترڅنګ، نړیوالو ډیپلکاټیکو پلاویو ته په خطاب کی اعلان وکړ: د سوریې مخالفانو لوړې کمیټې، د خبرو اترو له لارې د دغه هیواد د راتلونکی لپاره پخپله طرح کی، چی د سیاسی بدلون او د قدرت د منتقلولو دورې ته د ګام ایښودلو لاره، چی البته له قدرت څخه د«بشار اسد» د لیری کیدو سبب ګرځی، وړاندې کړې ده. ریاض حجاب څرګنده کړه؛ دغه سند چی د سپټمبر میاشتې په سر کی، په لندن کی نهایی شوئ دئ، په سوریه کی د یو سیاسی بدلون لپاره، یوه دری مرحله ایزه پروسه لری، او البته په هغه دائیمی اوربند سره چی پیل به شی، د ترهه ګرو په خلاف یی پوځي عملیات هم، استثنا کړي دي.

 د عراق پارلمان،د دفاع وزیر«خالدالعبیدی» د اعتماد له سلبولو وروسته، د تیرې اونۍ د چهار شنبې په ورځ، د دغه هیواد د مالیې وزیر، هوشیار زیباری، اعتماد هم سلب کړ. پدغه غونډه کی د عراق د پارلمان د رئیس«سلیم الجبوری» په ریاست، او د ۳۲۸ ؤ نمایندګانو له جملې د ۱۷۳ نمایندګانو په حضور کی ترسره شوه، ۱۵۸ استازیو د هوشیار زیباری لیری کیدو ته مثبته رایه ورکړه، ۷۷ نمایندګانو منفی رایه، او ۱۴ استازیو ممتنع رایه ور کړه.

هوشیار زیباری، د عراق د پارلمان له خوا د ځان د لیری کیدو په عکس العمل کی، هغه یوه سیاسی توطئه وبلله. د عراق د کردستان ډموکراټ ګوند هم، د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ، د یوې بیانیې په صادرولو سره، اعلان وکړ؛ چی د هوشیار زیباری د اعتماد سلبول، د یو مخکی سنجول شوی پلان په اساس، او یوې توطئې ته ورته ؤو.

په تیره اونۍ کی د عراق بل مهم خبر، د دغه هیواد په مختلفو سیمو کی د پوځ او ؤلسی ځواکونو عملیات ؤو؛ چی سبب شول په عراق کی داعشی ترهه ګر په تنګسه کی راشی. د عراق پوځ تیره اونۍ د ؤلسی ځواکونو، له ټروریسټ سره د مبارزې د قواؤو او د قبایلو د اوسیدونکو په ملګرتیا د صلاح الدین و لایت په شمال کی، د الشرقاط ښار، د داعش ترهه ګرو له نیواک څخه آزاد کړ. د الشرقاط ښار چی د موصل په جنوب ۱۰۰ کیلو مټرۍ کی پروت دئ، د صلاح الدین ولایت په شمال کی د داعش ترهه ګرو ډیره ستره او وروستۍ اډه وه. همداراز د عراق لمړی وزیر «حیدر العبادی» د تیرې اونۍ د دوشنبې په ورځ، په الانبار ولایت کی د«هیت» او«البغدادی» د دؤو ټاپو ګانو د آزادولو دستور ورکړ. له دې وړاندی؛ په فلوجه او الرمادی کی ترهه ګرو ته د ماتې په ورکولو سره، خپلو کورونو ته د آوره ګانو د ستنیدو زمینه برابره شوه؛ دا ډول چی ویل کیږی د فلوجې څه د پاسه ۷۰ فیصده برخې امنې دي. د صلاح الدین ولایت په الشرقاط کی، او د الانبار ولایت د هیت، او البغدادی په دؤو ټاپو ګانو کی د آزادولو عملیات، پداسی حال کی ترسره شول، چی د عراق پوځ؛ د نینوا ولایت د مرکز او د داعش د تش په نامه خلافت د مرکز، د موصل مهم ښار د آزادولو عملیاتو د پیلولو لپاره هم، چمتو کیږی.

تیره اونۍ همداراز، د امریکا د خارجه وزیر د مرستیال«آنتونی بلینکن» په مشرۍ یو امریکایی پلاوئ، اربیل ته لاړ او له مسعود بارزانی، نیچروان بارزانی، او د عراق د کرد ؤلس مشر«فواد معصوم» سره یی کتنه او خبری اترې وکړې. د دغو خبرو اترو اصلی محور هم، د موصل د آزادولو عملیات، او د دغو عملیاتو له کبله د کډوالو نوې څپه وګنله شوه.

 د اردن خلګ؛ د تیرې اونۍ د سه شنبې په ورځ، د دغه هیواد د پارلمان د نمایندګانو د ټاکلو لپاره، د رایې صندوقونو ته لاړل. د اردن پارلمان؛ له منحلیدو څخه له دریو میاشتو وروسته، د دغه هیواد ښاریزو د تیرې اونۍ د سه شنبې په ورځ د اتلسم پارلمان غړی، وټاکل. د اردن پاچاه« دویم عبدالله »، نږدی دری میاشتې وړاندی د دغه هیواد د اساسی قانون له اصلاح کولو وروسته؛ چی د پاچاه اختیارات یی زیات کړي ؤو، پارلمان منحل کړئ، او«هانی الملقی» یی د کابینې د جوړولو لپاره مامور کړئ ؤ. د اردن پاچا اعلان وکړ؛ چی د اردن د اساسی قانون د ۷۳ می مادې په اساس، د پارلمانی انتخاباتو ترسره کیدل باید، د پارلمان د منحلیدو له تاریخ څخه څلور میاشتې وروسته ترسره شی.

اردن څه موده وړاندی، د انتخاباتو قانون اصلاح کړ؛ ترڅو ګوندونه د لمړۍ ځلې لپاره، د خپلو کاندیدانو د لیسټ د وړاندی کولو له امکان څخه برخمن شی. د دغو اصلاحاتو په اساس، اردن په ۲۳ ؤ انتخاباتی برخو باندی وویشل شو. د پارلمان د څوکیو شمیر، له ۱۵۰ ؤ څوکیو څخه، ۱۳۰ ؤ څوکیو ته راټیټ شو، او ۱۵ څوکۍ هم د ښځو لپاره په پام کی ونیولې شوې. د اردن د پارلمانی انتخاباتو پدې دوره کی، چی د اروپا شورا د یو پلاوی تر څارنې لاندی ترسره شول؛ ۱۲۵۲ ؤ کاندیدانو، چی له دغه جملې څخه ۳۵۳ تنې ښځینه کاندیدان دي؛ له یو او بل سره سیالې وکړه، چی له دغه شمیر څخه؛ په ټول کی ۱۳۰ نماینده به، د دغه هیواد پارلمان ته لاره ومومی؛ او ۱۵ څوکۍ یی د ښځو لپاره ځانګړې شوی دي. دغو انتخاباتو؛ دیته په پام سره چی پارلمان یو لړ محدود اختیارات لری، او په دودیزه توګه د سلطنتی حکومت د پلویو نمایندګانو تر کنټرول لاندی دئ؛ کوم خاص ښور او زوږ رامنځته نه کړ. د اردن د انتخاباتو د نوی قانون سره سم، رایه ورکونکی؛ د هغو لیسټونو په اساس چی د کاندیدانو نومونه پکی دي رایه ورکوی، او هر رایه ورکونکئ کولای شی، یو لیسټ یا لا زیاتو کسانو ته رایه ورکړی، او لیسټونه به هم د هغو رایو په نسبت، چی ترلاسه کوی یی، د پارلمان څوکۍ ترلاسه کړی.

د اردن د تیرې اونۍ د پارلمانی انتخاباتو مهم ټکئ دا ؤ، چی د انتخاباتو له بایکاټ څخه له ۶ ؤ کالو وروسته،د«اسلامی عمل جبهې» ګوند، د اخوان المسلمین د سیاسی څانګې، او د اردنی مخالفو ګوندونو د یو ستر مخالف ګوند په توګه، په دغو انتخاباتو کی برخه واخیستله. د اسلامی عمل جبهې چی، په ۲۰۱۰ مو او ۲۰۱۳ مو کلونو کی د دؤو پخوانیو انتخاباتو په نظام باندی په اعتراض کی، انتخابات بایکاټ کړی ؤو، پدغو انتخاباتو کی ګډون وکړ؛ خو هماغه راز باوری دئ، چی انتخاباتی نظام؛ ګوندونه د دولت د پلوی کاندیدانو په ګټه کمزوری کوی. د اردن د تیری اونۍ د پارلمانی انتخاباتو نتایج، تر اوسه پوری رسماً اعلان شوی نه دي، خو د لمړنیو نتایجو په اعلانیدو سره، د اردن په اخوان المسلمین پوری پیلی، د اسلامی عمل جبهې، توانیدلی دي، لږ تر لږه د پارلمان ۱۶ څوکۍ وګټی.

د اردن پارلمان، د دغه هیواد د «امت جرګې» یوه برخه ده. د پارلمان غړی په هرو څلورو کالو کی یو ځل، په پارلمانی انتخاباتو کی د خلګو له خوا ټاکل کیږی.

د دغه ارګان یوه بله برخه، د مشرانو جرګه ده؛ چی غړی یی د اردن د اساس قانون په اساس، د دغه هیواد د پاچا له خوا غوره کیږی.