افغانستان او پآکستان په تیرې اونۍ کې
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې دافغانستان او پاکستان دمهمو بدلونونو په ارزونې سره ستاسو په خدمت کې یوو. په دغه پروګرام کې په پیل کې ددغو دواړو هیوادونو د تیرې اونۍ ځينو مهمو خبرونو او ورپسې مو هم یوې تحلیلي برخې ته رابولوو نو ترپایه راسره مله ووسئ
دپاکستان دپوځ دمشر قوماندان جنرال راحیل شریف او دجنرال جان کمپل لیده کاته ،دسولې دخبرواترو ترسره کیدا ته دکابل دحکومت هیلې ، د افغانستان د طالبانو د دریمې څانګې بیلیدا، دپاکستان دایټمي تاسیساتو په امنیت دامریکا اندیښنې ، په افغانستان کې دپاکستان دسفیر احضار ول ،له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې له پاکستان سره دملګرتیا د دوام لپاره دامریکا دچمتووالی اعلان ،د میونیخ په امنیتي غونډې کې د القاعدې ډلې په باب دافغان ولسمشر خبرداری ،له افغانستان سره دتجارتي مشکلاتو حل ته دپاکستان ګروهنه او دغه له طالبانو ډلې اوحکمتیار څخه داشرف غني غوښتنې په تیرې اونۍ کې دافغانستان او پاکستان ځيني مهم بدلونونه وو

= اوس هم راګرځو د دواړو هیوادونو دمهمو بدلونونو په اړه تحلیلي راپورونو ته
په کابل کې دپاکستان سفیر ابرارحسین دافغانستان خارجه وزارت ته احضار شو او هغه ته په اسلام اباد کې دهرات دپخواني والی سید فضل ا... وحیدي دبرمته کیدا په باب ددغه هیواد اندیښنې اوغوښتنې وسپارل شوې .
دافغانستان مرستیال خارجه وزیر حکمت خلیل کرزئ چې دپاکستان له سفیر سره ئې خبرې وکړې ، دهرات دپخواني والي دبرمته کیدا پيښې په محکوم کولو سره ئې دپاکستان پر حکومت غږ کړی له ټولو امکاناتو او آوزارونو څخه په استفادې سره دې د وحیدي دبرمته کونکو دپيژندنې او دهغه دخوشي کیدا په زمینې کې هڅه وکړي . سید فضل ا... وحيدي په همداوروستیو کې اسلام اباد ته په سفر تللی ؤ څو په پاکستان کې د انګلستان له سفارته د دغه هیواد ویزې له اخستو وروسته دغه هیواد ته سفر وکړي چې په اسلام اباد کې د ناپيژاندو کسانو له خوا و تښتول شو .. داسلام اباد پولیسو هم ویلی دي ، ددغه افغان شخصیَت دپيداکولو لپاره ئې پخپلو څیړنو کې اوڅاره پرمختګ کړی دی او ډير زر به هغه دبرمتګرو له منګولو خوشی کړي .
په افغانستان کې موجوده امنیتي شرائطو او دغه راز ددغه هیواد پر حکومت د دباؤنو دزیاتولو لپاره د ترهه ګرو ډلو هڅو ته په پام سره یوه هغه موضوع چې دمعمول په توګه په پاکستان کې دافغان شخصیتونو لپاره یو ګواښ حسابیږي،په بیلابیلو موخو سره دافراطي ډلو په وسیله برمتګري ده .
دغه ډلې ، په پاکستان کې دافغانستان د هغوسیاسی شخصیتونو په تښتولو سره چې په بیلابیلو دلیلونو سره دغه هیواد ته ورځي ، ددغو دواړو هیوادنو له بندونو دخپلو ځينو ملګرو خوشي کول او دپيسو ترلاسه کول او ځینو نورو امتیازونو ترلاسه کول تعقیبوي .
په همدې اساس ده چې دپاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې دافغانستان د هرات ولایت دپخواني والی دبرمته کیدا دخبر له خپریدو وروسته ددغه هیواد پولیسودخپلو فرضي سناریوګانو په ارزولو کې پر دغو موخو توجه کړې څو دوحیدي په تښتونې کې د لاس لرونکو احتمالی ډلو سره داړونده اطلاعاتو په اساس ددغې برمتګرۍ عاملان وپيژندل او دغه افغان شخصیت هم خوشي کړائ شي .
که څه هم یوې ډلې او یا تنظیم په پاکستان کې د افغانستان دهرات د پخواني والي دبرمتګرۍ مسئولیت په غاړه نه دی اخستی ،خو ځینې ټولنې طالبانوډله په دغې پيښې کې په لاس درلودلو تورنوي . پرافغان حکومت د دباؤ داعمالولو لپاره د دغه هیواد د طالبانو یو آوزار ، داړتیاوړ امتیازونو دترلاسه کولو لپاره د دغه هیواد یا دنورو هیوادونو د ښاریزوبرمته کول دي . . په وروستیو اونیو کې دافغانستان دفاریاب ولایت پشمول په ځينو سیمو کې طالبانو څه دپاسه اتیا افغان ښآریز برمته کړي دي .له افغان حکومته دامتیاز داخستو لپاره په دغه هیواد کې په برمتګرۍ کې دطالبانو د دغه شان آوزار ته له پام پرته داسې ښکاري ، چې دغه ډله همداراز له دغه آوزاره دکابل پر حکومت ددباؤ داعمالولو لپاره هم استفاده کوي . په پاکستان کې دهرات د پخواني والي تښتول کیدل ښئ چې افغان ښآریز په تیره بیا ددغه هیواد شخصیتونه حتی له افغانستانه بهر هم دافراطي ډلو له خوا دبرمته کیدا له ګواښ سره مخامخ دي .
*******************
دامریکا دخارجه وزیرات ویندوي مارک ټونر ویلی دي ، دغه هیواد د پاکستان دایټمي امنیت په باب اندیښمن دی . هغه پخپل اونیز خبری کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلی دي،سپينه ماڼۍ دپاکستان د ایټمي امنیت د چارو په باب اندیښمنه ده او په سیمې کې داسلام اباد او نوي ډیلي ترمینځ شته تاؤتریخوالي هم داندیښنې لامل دي .

په وروستیو میاشتو کې امریکائي رسنیو او د کانګرس استاذو هم دخپلو ایټمي بټیو او وسلو په ساتنې کې دپاکستان په بې وسۍ اندیښنې څرګندې کړي دي،خو پاکستان وائي ددغه هیواد ایټمي تاسیسات له خورا لوړو امنیتی تدبیرونو برخمن دي .
څو میاشتې مخکې اوله دې لږ مخکې چې دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف او د دغه هیواد د پوځ مشر قوماندان جنرال راحیل شریف واشنګټن ته جلاجلا سفرونه وکړي ، امریکائي رسنیو راپورونه خپره کړل په دې باب چې واشنګټن نیّت لري له پاکستان سره دیوه ایټمي تړون په لاسلیک کولو سره دایټمی وسلو په زمینې کې ددغه هیواد توان محدود کړي .
دغه راپورونه دپاکستان دلومړی وزیر پشمول ددغه هیواد دبیلابیلو حکومتي چارواکو له سخت غبرګونونو سره مخامخ شول او پاکستاني حکومت اعلان وکړ چې دخپلو ایټمي توانمنیو په زمینې کې به هیڅکله د سیمې دځینو بالقوه ګواښونو (هندوستان)په مقابل کې ددفاعي عامل په توګه بسنه ونه کړي .
دپاکستان دایټمي تاسیساتو دامنیت په باب د سپينې ماڼۍ دویندوئي اندیښنه په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده دایټمی امنیت کنفرانس د راتلونکي مارچ په یودیرشمه نیټه په واشنګټن کې ترسره شي او دامریکا ولسمشر باراک اوباما په دغه کنفرانس کې دګډون لپاره نواز شریف ته بلنه ورکړې ده .
په عین حال کې ، په واشنګټن کې دپاکستان سفیر جلیل عباس جیلاني ویلی دي ، دایټمي امنیت په کنفرانس کې په خورا لوړه سویه دپاکستان ګډون ، ایټمي موضوع په نسبت ددغه هیواد دلوړو ژمنتیاؤ ښودنه کوي .
له بلې خوا د پاکستان مرستیال خارجه وزیر اعزاز چودري په دې باب وروستۍ ادعاګانې چې ددغه هیواد ایټمي سلاکوټونو په پراختیا کې د نړۍ په سویه ترټولو زیاته چټکتیا درلودلې ،دروغ وبللې . هغه په دې باب مطرح شوي ادعاګو په دروغ بللو سره ویلی دي ، پاکستان دایټمي تجارت له کلب سره دیو ځاي کیدا غوښتنه کوي . دپاکستان مرستیال خارجه وزیر ټينګار کړی دی چې دغه هیواد له هندوستان سره دایټمي وسلو په سیالۍ کې نه دی . د امریکا د اټیمسن اوکارنیج څيړنیزو دوو موسسو په وسیله ترسره شوي ګډې مطالعې په اساس ، پاکستان همدااوس په کال کې د شلو ایټمي خولیو د تولید وړتیا لري ، داپه داسې حال کې دي چې دهغو دودیز سیال یعني هندوستان، په کابل کې یوازې دپنځو ایټمي خولیو د تولید وړتیاوې لري .
دافغانستان په پکتیکا ولایت کې د ملاعبیدا...هنر په رهبرۍ د افغانستان د طالبانو دریمې څانګې هم موجودیّت اعلان کړ . دطالبانو د دغې نوي ډلې مشرپه یوه ویډیو ئي فایل کې ویلی دي ، په پکتیکا ،زابل ، کندهار او غزني ولایتونو کې ددغې ډلې زر غړي فعالیتونه کوي . هغه ویلی دي ، دافغان طالبانو ډلې دمشر ملااختر منصور ، حقاني ډلې او په تیره بیا دطالبانو ددغې څانګې د یوه قوماندان بلال ځدراڼ په ضد ئې جهاد اعلان کړی دی .

په د اسې حال کې چې دځينو هیوادونو له خوا د افغانستان له حکومت سره د طالبانو ډلې دخبرواترو دزمینې دبرابرولو لپاره هلې ځلې روانې دي ، په پکتیکا ولایت کې ملاعبیدا...هنر په مشرۍ دطالبانو دیوې بلې څانګې جلاکیدل په دغه هیواد کې دسولې بهیر له لازیاتو پیچلتیاؤ سره مخامخ کولی شي .
له تیرې یوې میاشتې راهسې تراوسه پورې او دطالب ډلې او د کابل د حکومت ترمینځ دسولې دخبرواترو دترسره کیدا د لارو چارو دترلاسه کولو په موخې سره د امریکا،چین،پاکستان او افغانستان داستاذو په شتون سره دسولې دڅلوراړخیزو ناستو په جوړیدا سره په افغانستان کې دجنګ د دریدا لپاره په دغه هیواد کې هیلې زیاتې شوي دي .
البته دسولې دڅلور اړخیزې غونډې د درو ناستو له ترسره کیدا سره سره ، تراوسه پورې ددغې غونډې دجوړیدا دموخو دپوره کیدا لپاره څه خاص نیتجه نه ده ترلاسه شوې .
په داسې شرائطو کې چې دافغانستان حکومت په خپلواکه توګه په دغه هیواد کې د ملی پخلاینې پروګرامونه تعقیبوي ، هیله ده څلور اړخیزې ناستې په تیره بیا په دغو ناستو کې دپاکستان په شتون سره له طالب ډلې سره دکابل دحکومت دسولې دخبرواترو له ترسره کیدا سره مرسته وکړائ شي .
دسولې دخبرواترو لپاره دطالبانو دهڅولو لپاره دافغانستان دملی وحدت د حکومت پروګرام په داسې شرائطو کې چې په تیر جولائي میاشت کې د دغې ډلې د وخت دمشر ملامحمد عمر دمرګ له اعلانه وروسته ، ددغه هیواد طالبانوډله له اختلافاتو او درز سره مخامخ شوې له جدي ترینګلتیاؤ سره لاس اوګریوان هم ده .
ملامحمد عمر له مړینې وروسته او د ملااختر منصور په ټاکل کیدا پسې د طالبانو ډلې یو شمیر لوړپوړو قوماندانو د ملااختر منصور له قوماندانۍ سره مخالفت وکړ.. دطالبانو خپه شوي مسئولانو یا قوماندانانو دخپل رهبر په توګه ملامحمد رسول وټاکه .
په داسې شرائطو کې چې په طالبانو کې د دوو څانګو راپورته کیدا د کویټې دشورا د اندیښمنیدا لامل شوې وه ، په افغانستان کې دطالبانو د دریمې څانګې دجوړیدا دخبر خپریدا په دغې ډلې کې دجلاکیدو یوه جدي نښه کیدلی شي چې د ډلو ترمینځ د داخلی جنګونو په رابرسیره کیدا سره په دغه هیواد کې دسولې دبهیر لپاره هلې ځلې اغیزمنې کولی شي . دې ته په پام سره چې په طالبانو ډلې کې د یوې بلې مخالفې درې څانګې جوړې شوي دي ، عملا دکابل حکومت دافغانستان دسولې په خبرواترو کې اصلی لوری نشي پيژندلی .
په افغانستان کې دبهرنیو عسکرو قوماندان جنرال جان کمپل د پاکستان دپوځ له ستر قوماندان جنرال راحیل شریف سره په کتنې کې په افغانستان کې دسولې دټينګیدا لپاره د لارې دنقشې دبرابرولو غوښتنه کړې .
دا د پاکستان دپوځ له ستر قوماندان سره په دغې څوکۍ په افغانستان کې دبهرنیو عسکرو دقوماندان جنرال کمپل وروستۍ کتنه وه .
د امریکا په مشرانو جرګې کې په تصویبیدا سره ټاکل شوې ده ، ډير زر به جنرال نیکلسن دجنرال جان کمپل جانشین شي چې دریټایرډ کیدا په درشل کې دی .
له جنرال راحیل شریف سره دجنرال کمپل لیده کاته او په افغانستان کې د سولې د ټينګیدا لپاره دلارې دنقشې د برابرولو په ضرورت ټينګار په داسې شرائطو کې دي چې له تیرې یوې میاشتې راهسې تراوسه پورې د کابل ، اسلام اباد ، بیجینګ اوواشنګټن دحکومتونو داستاذو په شتون سره دسولې دڅلور اړخیزې غونډې درې ناستې شوي او دغه راز څلورمه ناسته ئې هم د دوشنبې په ورځې په کابل کې ترسره شوه .البته تر دې دمه ئې کومې نتیجې معلومې شوي نه دي . دغه څلوراړخیزې ناستې چې دامریکا نوښت حسابیږي ، هڅه کوي ، له دې لارې په افغانستان کې دسولې د خبرواترو زمینه برابره کاندي . چې البته سپینه ماڼۍ په دغو ناستو کې په افغانستان کې دسولې له ټينګیدا سره دځانګړي مرستې لپاره دپاکستان پر رول او د صادقانه اوجدي ملګرتیالپاره پر اسلام اباد دچین پر دباؤنو متمرکز شوې ده .
کارپيژاند وائي که څلوراړخیزې غونډې چې په افغانستان کې دسولې د ټينګیدا لپاره دسپینې ماڼۍ نوښت بلل شوی ، بریالۍ نه شي ،نو امریکابه یو ځل بیا په دغه هیواد کې دخپلو ناکامیو له تکراریدا سره مخامخ شي .

په تیره بیا دا چې دافغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استاذي هم ویلی دي چې ټاکل شوې ده د روسیې دکرملین ماڼۍ په اپریل میاشت کې د هندوستان او چین دخارجه وزیرانو په شتون سره یوه درې اړخیزه ناسته ترسره کوي چې دسولې دڅلور اړخیزو ناستو په چوکاټ کې دامریکا دپلان په مقابل کې یو پلان ارزول کیږي . په دغه شان شرائطوکې جنرال کمپل د پاکستان دوسله وال پوځ له ستر قوماندان جنرال راحیل شریف سره پخپلې وروستۍکتنې کې هڅه کړې څو هغه (جنرال راحیل شریف) دافغانستان دسولې دڅلوراړخیزې ناستې په بریالیتوب کې له امریکا سره مرستې ته اړباسي .
(سیماب)
*****************************************************