Oct 23, 2016 16:42 Asia/Kabul
  • د هدایت  حدیث
    د هدایت حدیث

پدی مطلب کی، د دروغ ویلو د ناوړه عمل په باره کی د حضرت پیغمبر اکرم ص، او د معصومو امامانو حدیثونه او ویناوې څیړو. هیله ده چی د مطلب تر پایه پوری زموږ سره ملتیا وکړئ.

دروغ ویل؛ یو ډیر ستر عیب، ډیره ستره ګناه، او د ډیرو ناوړو او بدو کارونو سرچینه ده. نقل شوئ؛ چی یوه ورځ یو سړئ د حضرت پیغمبر اکرم ص حضورته ورغئ، او ویی ویل: زه یو بی لمانځئ سړئ یم، چی د عفت ضد ناروا عمل سرته رسوم، او دروغ هم وایم! له کوم یوه څخه لمړئ لاس واخلم؟ حضرت پیغمبر ص وفرمایل: له دروغه. بیا هغه سړي، د پیغمبر ص په حضور کی ژمنه وکړه، چی هیڅکله دروغ ونه وایی. څه موده لا تیره شوې نه وه، چی د هغه په زړه کی د عفت ضد ناروا کار لپاره، شیطانی وسوسې پیدا شوې. په همدې شیبه کی خپله ژمنه ور په یاد شوه، او پدی فکر کی ولویده؛ چی که سبا حضرت پیغمبر ص له هغه څخه پدې باره کی پوښتنه وکړی، که ووایی چی داسی یو کار یی نه دئ کړئ، دروغ دئ، او که رښتیا ووایی سزا ورته ورکوله کیږی. پدې توګه په نورو غیر شرعې کارونو کی، چی د سرته رسولو اراده یی لرله، د دروغ د نه ویلو په هکله؛ حضرت پیغمبر ص ته د خپلې ژمنې په را یادولو سره یی، له ټولو ګناهونو او اخلاقی مفاسدو څخه لاس واخیست.

 امام حسن عسکری ع فرمایی:«ټولې پلیدۍ او ګناهونه په یوه خونه کی ایښودل شوي دي، او د هغې خونې کلې؛ دروغ دئ». له نورو ګناهونو سره د دروغ یوه اړیکه، دا ده چی درواغجن کس؛ تل له رښتیا ویلو څخه ډډه کوی، ولی چی رښتیا ویل؛ د هغه د رسوایۍ سبب ګرځی. ځکه نو په دوامداره توګه درواغ وایی. له همدې رویه درواغ، د نفاق سرچینه هم ده.

رښتیا ویل؛ یعنی د ژبې او زړه غږملیدل! پداسی حال کی چی درواغ، د دغو دؤو غړیو ترمنځ د غږ ملتیا نشتوالئ او ګډوډې ده، او نفاق هم؛ د ظاهر او باطن له توپیر پرته بل څه نه ده. ځکه نو، کله چی د خدای له پیغمبر ص څخه یی وپوښتل:« آیا ممکنه ده با ایمانه انسان وویریږی؟ ویی فرمایل: هو! بیا یی پوښتنه وکړه، آیا ممکنه ده یو مؤمن خسیس وی، او بخیل وشمیرل شی؟ ویی فرمایل: هو! بیا پوښتنه وشوه؛ آیا ممکنه ده مؤمن درواغجن وی؟ ویی فرمایل: نه هیڅکله».

 د دروغ سرچینه او لامل، ځینی وختونه له مسکینۍ څخه ویره، کله د موقعیت او مقام له لاسه ورکول، او یو وخت هم د مال، موقعیت او مقام سره علاقه لرل دي. یو حقیقی ایمانداره کس هغه څوک دئ، چی پخپلو ټولو  غړیو سره یی، دغه حقیقت درک کړئ وی، چی یواځی خدای تعالی ج د هغه د مشکلاتو غوټی پرانیزی. مګر دراغجن، خپل هدف او مطلب ته د رسیدو لپاره، درواغ ویل؛ نتیجې ته د خپل کار د رسیدو لپاره یوه اغیزمنه وسیله ګنی، او دا هماغه وړه او نا معلوم شرک دئ، او په چارو باندی د اغیز او واک لرلو په هکله، د درواغجن د ایمان د کمزورتیا ښودونه کوی. حضرت امام باقر ع  فرمایی:« درواغ ویل؛ د ایمان خونه ورانوی». حضرت امام علی ع هم، پدې باره کی په یوه حکیمانه وینا کی فرمایی:«انسان ترڅو پوری چی درواغ ویل؛ که هغه د ټوکې له مخې، او که جدی وی؛ پری نږدی، د ایمان خوند به ونه څکی».

 د یوې ټولنې یوه ډیره مهمه پانګه، عمومی اعتماد دئ، او ډیر ستر څیز چی، دغه پانګه، نابودوی، دروغ دئ. له همدې رویه، حضرت پیغمبر ص او معصومو امامانو ع، د دغې پانګې د ساتنې لپاره، د درواغجن په شمول له څو ډلو کسانو سره دوستې کول، د مؤمنانو لپاره په کلکه منع کړی دي.

امام علی ع پخپلو قصارو کلماتو کی فرمایی:« له درواغجن سره له دوستۍ څخه ډډه وکړه، چی د ځلوب په شان دئ، لیری ستا په نظر نږدی، او نږدی ستا په نظر لیری کوی».

انحضرت په یو بل ځای کی هم فرمایی:«مسلمان باید، له درواغجن سره له دوستۍ او ورور ولۍ څخه ‌‌ډډه وکړی، ځکه چی هغه د درواغ ویلو له کبله، که رښتیا هم ووایی، باور نه ورباندی کیږی».

قسم یادول هم، په ټولنه کی د نورو د اعتماد او ډاډینې د جلبولو لپاره، یوه روده ده.

لیکن یو شمیر خلګ، قسم یادول؛ د هر بل مقدس او پاک کار په توګه، د نورو د دوکه کولو لپاره، یوه وسیله ګرځوی. هغوی خپلو مقصدونو ته د رسیدو لپاره، د خلګو د باور له ټولنیزې پانګې څخه ناوړه استفاده کوی. دا پداسی حال کی ده، چی متعال خدای ج مؤمنانو او بشری ټولنو ته خبردارئ ورکوی، چی د خدای؛ او په هغه باندی د قسم په شان مقدسات، د دنیایی چارو او د خپلو باطلو او دروغو قسمونو وسیله ونه ګرځوی، او په ټولنه کی د مقدساتو او عقایدو د کمزوری کیدو لامل نه شی، ځکه چی له خپل دغه کار  څخه، په دنیا او آخرت کی، کوم خیر نه وینی، او د ځان او ټولنې لپاره له ناکامۍ او سقوط پرته بل څه په سوغات نه راوړی.

حضرت پیغمبر اکرم ص دروغ قسم، ډیره بده ګناه، او ډیر ناوړه عیب معرفی کړئ، او فرمایی:« هر څوک چی په خدای قسم یاد کړی، او د غوماشې د وزر په اندازه درواغ پکی وی، په زړه کی یی یو تور ټکئ پیدا کیږی، او د قیامت تر ورځی پوری پاتیږی.» همداراز انحضرت فرمایلی دي:« دری ډله کسان دي، چی خدای د قیامت په ورځ له هغوی سره خبرې نه کوی؛ هغوی ته پام نه اړوی، او هغوی له خپلو ګناهونو څخه نه تزکیه کوی: لمړئ هغه کسان چی هرکله یو څه وبخښی، منت ایږدی. دویم هغه کسان چی خپل شیان، په دروغ قسم سره پلوری. او دریم مغرور او متکبر انسانان.»

 د خدای ګران رسول ص، د دروغ د بدوالی په بیانولو کی، هغه د سود خوړلو له ناوړه عمل څخه لا بد بللئ، او فرمایی:« تر ټولو بد او زیات سود، دروغ دئ.» د دغه مبارک حدیث په توضیح کی ویلای شو؛ په اقتصادی سود کی، سود خوره کس مال او یوه اندازه پانګه لری، او هڅه کوی له حرامې لارې څخه هغه زیاته کړی، مګر درواغجن له هیڅ څیز څخه غواړی، د ځان لپاره یو څه جوړ کړی.