دهدایت حدیث (۱۱۱)
-
دهدایت حدیث (۱۱۱)
دروغ پخپل ذات یو غیر اخلاقی عمل دئ، چی د اسلام په دین کی هم؛ د ګناه او ناوړه کار په توګه ورته کتل شوی دي، مګر یواځی او یواځی په ځینو خاصو مواردو کی مؤمن انسان کولای شی، مصلحتی دروغ ووایی، چی په نننی مطلب د دغو مواردو او چارو سره آشنا کیږو.
په مخکنی مطلب کی د دروغ ویلو په باره کی مو یو لړ حدیثونه بیان کړل، او ومو ویل؛ چی درواغ ویل انسان د ایماندارو کسانو له لیکې څخه باسی، او د کفر او نفاق د پیروانو په کتار کی یی راولی. حضرت امام حسن عسکری ع هم، پدې زمینه کی فرمایلی دي:« ټولې پلیدۍ په یوه خونه کی دي، او د هغې خونې کلې، دروغ دئ». دروغ؛ له هغو ګناهونو څخه دئ، چی په ټولو الهی دینونو کی حرام دئ، او له ډیرو رټل شویو ګناهونو څخه شمیرل کیږیی. خو؛ سره له دې حاله، دروغ تل او په ټولو ځایونو کی حرام نه دئ، بلکه په ځينو ځایونو کی دروغ ویل جایز، او حتی په ځینو مواردو کی هم فرض کیږی، چی پدی صورت کی مصلحتی دروغ نومول کیږی.
یو شمیر کارونه ذاتاً بد او ناوړه دي، د ظلم او ستم کولو په شان، چی په هیڅ ډول شرایطو کی جایز نه دی. یعنی انسان په هیڅ حال کی، اجازه نه لری، په یو کس باندی ظلم وکړی، که څه هم هغه کس د خدای د دین دښمن وی. مګر دروغ، داسی نه دئ، او په خاصو شرایطو کی؛ درواغ ویل نه یواځی بد او ناوړه نه دي، بلکه یو ستایلئ او ښه کار ګنل کیږی. حضرت امام صادق ع، پدې باره کی فرمایی:« دروغ ویل، رټل شوئ کار دئ، مګر داچی؛ د ظالم د شر د دفع کولو، او د ذات البین( د خلګو ترمنځ ) د اصلاح راوستو لپاره وی.» حضرت پیغمبر ص هم فرمایی:« په تحقیق سره متعال خدای د اصلاح په لاره کی دروغ خوښوی، او د هغې رښتیا خبرې څخه، چی د فساد سبب شی کرکه لری.» د امام رضا ع له قوله په یو روایت کی هم راغلی دي چی ویی فرمایل: « په تحقیق سره یو کس د خپل مسلمان ورور په حق کی، یوه رښتیا خبره کوی، چی پدغې خبرې سره، هغه د مشکلاتو سره مخامخوی، ځکه نو د خدای په نزد د درواغجنو له جملی څخه دئ. او البته یو کس د خپل مسلمان ورور په هکله یو درواغ وایی، چی په دغه درواغ سره، د هغه له زیانمنیدو څخه مخنیوئ کوی، ځکه نو د خدای په نزد له رښتیا ویونکو څخه دئ.»
یو شمیر کسان غلط ګمان کوی؛ چی په درواغ ویلو کی د جایز والی ملاک، پخپله د هغوی ګټه او زیان دئ. پدې معنا چی هر چیری خپلې ګټې په خطر کی ووینې، کولای شی په آسانۍ سره درواغ ووایی. پداسی حال کی چی، ټول هغه کسان، چی درواغ وایی په حقیقت کی په یو ډول خپله ګټه او مصلحت، په دروغ ویلو کی ګنی. حضرت امام کاظم ع، هشام بن حَکم ته په یوه موعظه کی، چی د عقلی علومو یو پوه، او د امام جعفر صادق ع له یارانو څخه ؤو؛ وفرمایل:«ای هشامه! عاقل انسان هیڅکله دروغ نه وایی، که څه هم ګټی یی پکی وی.»
پدی اساس باید، دغه ټکی ته پام وشی؛ چی یواځی په خاصو مواردو کی، چی په یوه حساسه مسئله کی د مؤمن د ځان او حیثیت د ساتنې، او د فتنې او فساد د دفع کولو لپاره، یو جدی او ډیر مهم مصلحت مطرح دئ؛ د مصلحتی دروغ اجازه ورکړه شوې ده. لکه څرنګه چی د اسلام ستر پیغمبر ص فرمایی:« په خدای باندی دروغ قسم یاد کړه، او خپل ورور له وژل کیدو څخه وژغوره.» او یا امام صادق ع چی پدې زمینه کی فرمایی:«که انسان؛ د ضرورت او ناچارۍ له رویه، دروغ قسم یاد کړی، زیان نه لری.» او د دغه کار په توضیح کی دوام ورکوی:« په کلې توګه، هر حرام د اضطرار او بیړې په حال کی، حلالیږی.» پدی اساس، په اسلام کی درواغ؛ درست او د منلو وړ کار نه دئ، حتی که د ډیرو مهمو مصالحو لپاره، په ځینو ځانګړو او استثنایی مواردو کی، جایز شمیرل شوئ وی. ځکه چی د دروغ لپاره د بدوالی او ناولیتوب خصوصیت هماغه شان پاتی دئ، او په ډیره وړه محدوده، او په ډیرو سختو شرایطو سره، هغه هم د بیړې او ضرورت په اساس، جایز ګنل شوئ دئ.
یو مورد؛ چی کیدای شی مصلحتی درواغ وویل شی، هغه وخت دئ، چی دوه کسان؛ له یو او بل سره خپه دي، او کومه کینه په زړه کی لری، او له یو او بل سره خپلې اړیکې پرې کړی دی. پدی صورت کی؛ د هغوی د اصلاح او پخلاینې لپاره، کولای شو درواغ ووایو. یعنی داسی مطالب بیان کړو چی د خوابدۍ او دښمنۍ د ختمیدو، او د دوستانه او له صمیمیت څخه ډکو اړیکو د ټینګیدو سبب وګرځي. پدې توګه چی، د لانجې د یوې خوا په نزد؛ د بل له خولې ووایی:« پلانکی، ستا صفت او ستاینه کوله، او له دې کبله چی ستا سره غصه شوئ، نا راضه دئ. زما په نظر هغه علاقمن دئ، ستا سره پخلا شی.» همداراز بل یو ته لاړ شی، او د لمړی کس له قوله همداسی ووایی. دا شان دروغونه نه یواځی حرام نه دي، بلکه ښه او د منلو وړ هم دي. حضرت پیغمبر اکرم ص، پخپل وصیت کی امام علی ع ته فرمایی:« ای علی! متعال خدای هغه دروغ؛ چی د خلګو ترمنځ د اصلاح او پخلاینې سبب شی، خوښوی؛ او د داسی رښتیا له ویلو څخه چی، د فتنې او نقاق سبب شی، بیزاره دئ.»