Oct 23, 2016 17:02 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

یوه ستره ګناه چی په اسلام کی، په کلکه له هغې څخه نهې شویده، ناحقه یا دروغ شهادت دئ. په دروغ شهادت ورکول د عدالت د کمزورتیا او له منځه تلو سبب ګرځی، او د شِرک په شان د سترې ګناه سره په یوه کتار کی دی.

پدی مطلب کی د درواغ شهادت په هکله د حضرت پیغمبر اکرم ص او معصومو امامانو له قوله، حدیثونه او روایات بیانوو. هیله ده چی د مطلب ترپایه پوری زموږ سره و اوسئ.

 په تیرو مطلبونو کی مو، د دروغ په هکله حدیثونه او روایات وڅیړل، او ومو ویل؛ چی دروغ، د ډول ډول ګناهونو سرچینه، او د ایمان د ستنو کمزوری کونکئ دئ. پدی مطلب کی، د دروغ یو ډیر بد ډول، یعنی دروغ شهادت څیړو.

 درواغ شهادت، یوه ډیره ستره ګناه ده، چی هم دروغ دئ او هم، پداسی شهادت ورکولو سره، یو حق باطل، یا یو باطل حق ښودل کیږی، او د نورو د حقونو د پایمالیدو سبب ګرځی. له همدی رویه؛ درواغ شهادت، ډیر بد عواقب هم په ځان پسی لری. په یو روایت کی راغلی دي، چی یوه ورځ د اسلام ګران پیغمبر ص، پخپله وینا کی وفرمایل:«ای خلګو! باطل یا دروغ شهادت، د خدای سره د شریک قائیلیدو په شان دئ.» بیا یی د حج د مبارکې سورې ۳۰ آیت تلاوت کړ؛ چی فرمایی:« د بتانو له پلیدیو څخه ډډه وکړئ! او له باطلې خبرې څخه لکه: دروغ، ناحق شهادت، او لهوو ویناؤ او غنا څخه لیری توب وکړئ.» او په یو بل ځای کی یی وفرمایل:« د قاضی په نزد، د دروغ شهادت ورکونکی خبره نه تمامیږی، مګر داچی ځای یی په دوژخ کی چمتو کیږی.» په بله وینا، له دې وړاندی چی د درواغجن شهادت ورکونکی خبره تمامه شی، ځای یی په دوژخ کی چمتو کیږی.

 شهادت، د شتون او په سترګو د لیدلو په معنا دئ. یعنی هغه څوک چی، د شهادت ورکولو اراده لری، باید له شهادت ورکولو وړاندی، د پیښې په ځای کی یی شتون لرلئ وی، او د پیښې څرنګوالئ یی دا ډول لیدلئ وی، چی د پیښې په بیانولو کی هیڅ ډول شک ونه لری. خو؛ له بده مرغه یو شمیر کسان په ډیرو لږو اطلاعاتو سره چی په واګه کی لری، په آسانه توګه، عمومی محکمو ته حاضریږی، او شهادت ورکوی. پداسی حال کی چی نه پوهیږی، په دروغ شهادت کی، توپیر نه کوی؛ چی شهادت ورکونکی وپوهیږی درواغ شهادت ورکوی، یا ونه پوهیږی. په ساده وینا، یو کس تر څو پوری چی په څه باندی یقین پیدا نه کړی، باید په هغه باندی شهادت ور نکړی. حضرت رسول اکرم ص هم، د هغه کس په ځواب کی؛ چی د شهادت ورکولو د څرنګوالی په هکله یی پوښتنه وکړه، وفرمایل:«آیا لمر وینی؟» ویی ویل؛ هو! ویی فرمایل:«هر څیز چی د لمر په شان، تاته روښانه او معلوم وی، په هغه باندی شهادت ورکړه، او که داسی نه وی شهادت مه ورکوه.»

حضرت امام صادق ع هم، په یو ورته روایت کی فرمایی:« باید شهادت ورنه کړی، مګر کله چی د خپل لاس د ورغوی په شان یی وپیژنی.»

 هرکله چی یو څوک، درواغ شهادت ورکړی، او وروسته قاضی د هغه په درواغ باندی پوه شی، مخکنئ حکم چی د دروغ شهادت په اساس ورکړ شوئ ؤ، باطلیږی. د رواغجن شاهد ته هم، د نورو د سترګو په وړاندی سزا ورکوله کیږی، تر څو  بل څوک؛ درواغ شهادت ور نکړی. د امام صادق ع له قوله په یو روایت کی ویل شوي، چی ویی فرمایل:« باید درواغجن شهادت ورکونکی هومره په دُرنه ووهی، چی قاضی ورته ټاکی، او باید هغوی د ښار په ګوټ ګوټ کی وګرځوی، او خلګو ته یی وښيې، تر څو هغوی وپیژنی؛ او نور  شهادت ته یی اهمیت ور نه کړی.» پسله هغه یی، د قرآنکریم د نور د مبارکې سورې، دریم او څلرم آیتونه تلاوت کړل، چی فرمایی:« هیڅکله د هغوی شهادت ونه منئ، او هغوی فاسقان دي، مګر هغه کسان چی توبه وکړی، چی له توبې وروسته یی شهادت د قبول وړ دئ.» پدی وخت کی، د سماعه په نامه یو کس، له امام صادق ع څخه پوښتنه وکړه: د دغو کسانو توبه؛ څرنګه رښتنې کیږی؟ امام په ځواب کی وفرمایل:« دا شان چی د خلګو په حضور کی؛ په هماغه ځای کی چی په شلاخې وهل شوئ دئ، اقرار وکړی؛چی درواغ شهادت یی ور کړئ دئ، او اوس له خپل کار څخه پښیمانه دئ، او له خپل پروردګار څخه معذرت وغواړی. نو هله معلومیږی چی، په رښتیا یی توبه کړې ده.»

 ښه ده وپوهیږو؛ چی د اهل سنت یو شمیر عالمانو، په اسلام کی لمړنئ دروغ شهادت، د«عبدالله بن زبیر» له خوا بللئ دئ، چی د عایشې د منحرف کولو او خطا ایستلو، او د جمل جګړې ته د هغې د لار ښوونې لپاره یی، له دغې رودې څخه استفاده وکړه. کله چی لښکریان د«حوأب ډنډ» ته ورسیدل، د هغې سیمې سپیو، د عایشې په وړاندی و غاپیدل. عایشې، له «محمد بن طلحه» څخه پوښتنه وکړه، د دغه ډنډ نوم څه دئ؟ په ځواب کی یی وویل:«حوأب». نا ببره عایشې وویل: زه به بیرته وګرځم. ویی ویل: ولی؟ ځکه چی یوه ورځ د خدای ګران رسول ص، د ښځو یوې ډلې ته یی اشاره کړې، او ویی وفرمایل:«ګواکی ستاسو یو تن وینم، چی د حوأب سپی، ورته غاپی.» بیا یی مخ ماته واړاوه، او ویی فرمایل:« متوجه اوسه عایشه! ته هغه ښځه و نه اوسې!» محمد بن طلحه وویل:« خپل حرکت ته دوام ورکړه؛ د خدای رحمت دی په تا باندی وی، او دغه خبره پریږده.» مګر د هغه خبرې اغیزه ونه کړه، او عایشه هماغه راز د بیرته ګرځیدو په فکر کی وه. پدی وخت کی«عبدالله بن زبیر» عایشې ته ورغئ، او هغې ته یی په خدای باندی قسم یاد کړ؛ چی د دغې سیمې نوم«حو أب» نه دئ، او له حو أب څخه د شپې په لمړیو شیبو کی تیر شوی یو. وروسته یی له عربانو څخه، نږدی ۵۰ تنه را وستل، چی ویی ویل: دلته حوأب نه دئ. دغه ډول دروغ شهادت، پخپل ډول؛ د اسلام په تاریخ کی بی مخینې ؤ. داسی درواغ شهادت؛ چی د جمل جګړه یی په ځان پسی درلوده، او د زیات شمیر مسلمانانو د وژلې سبب شو.