Nov 15, 2016 14:54 Asia/Kabul
  • مینځني ختیځ  په تیرې اونۍ کې

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې یو ځل بیا مینځني ختیځ په تیرې اونۍ کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو .په پيل کې دفلسطین پربدلونونو چې له صهونیسټ رژیمه د امریکاپه ملاتړونو او دغه راز د دغه هیواد د ولسمشریزو ټول ټاکنو په نتیجو د فلسطینینانو له غبرګونونو سره د اړونده خبرونو تراغیزو لاندې دي، پرې غږیږو او وروسته بیا هم د عراق ،بحرین او یمن پشمول دسیمې د نورو بدلونونو په باب هم یوه ارزونه کوو ،نو ترپایه راسره مله ووسئ

دوستانو تیره اونۍ  دامریکا  د ولسمشریزو انتخاباتو دکاندیدانو  په دریځونو  او  دغه راز د نوي امریکائي ولسمشر  په ټاکل کیدو سره  د امریکا  پر سیاسی بدلونونو  د فلسیطنیانو  د پراخو  غبرګونونو کتونکي  وو . په دې چوکاټ کې  د فلسطین  د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  هم  داسرائيلو له جنایتونو  د  ملاتړ په باب  د امریکا د نوي ولسمشر  ډونالډ ټرمپ  په ژمنې  غبرګون وښود.

 دحماس غورځنګ  ویندوي   ویلی دي ،  فلسطین  له اسرائيلو څخه  دامریکا  په پلویتوبونو کې  له بدلونونو  هیڅ  تمې  نه لري . .

د امریکا د ولسمشرۍ په  انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ  له بریالیتوب وروسته د حماس غورځنګ  ویندوي سامی  ابوزهري  په یوې اعلامیې کې ویلی دي ، لکه څنګه چې  دفلسطین  دموضوع په باب دامریکا  سیاست   له نیواکګر رژیمه   په پلویتوب ولاړ دی،تمه  نه کوو چې  دسیمې په مسئلو کې  کوم بدلون راشي .

 تیره میاشت  د امریکا د ولسمشرۍ  دواړو کاندیدانو  ډونالډ ترمپ  او هیلري کلینټن  دصهونیسټ رژيم له لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو سره په جلاجلا کتنو کې  له اسرائيلي رژیمه  دواشنګټن   د ملاتړ پر دوام ټينګار کړی ؤ .

 د امریکا د نوي ولسمشر په توګه دجمهوری غواړي  کاندید ډونالډ ټرمپ  بریالیتوب  په  مینځني ختیځ  سیمې کې  بیلابیل غبرګونونه درلودلي دي ..

 د امریکا د ۴۵ م  ولسمشر  په توګه د  ټرمپ له ټاکل کیدو دصهونیسټانو  هرکلی  دتل ابیب په وړاندې  د واشنګټن د سیاست  د نه بدلیدو ښودنه کوي .  امریکا تل د اسرائيلو د پراختیاغواړو سیاستونو ملاتړی دی .د هغو د ولسمشر بدلیدا  نه یوازې داسرائيلیانو  د انديښنې   لامل نه ده ،بلکې  دوي  په دې  ډير خوشاله هم دي .

 د صهونیسټ رژيم دپارلیمان (کنیسټ )زوړپال او  سر زوو غړو   دغه ټاکنه    په  نیواکي ټاټوبو کې د ښآرګوټو جوړونې د پراختیالاره هوارونکی ګڼلی  دی.  د صهونیسټ رژیم  دښونې  او روزنې وزیر نفتالی  بنټ  هم چې  د یهود خونې  نومې سرزوري  ګوند  مشر  هم دی ،  دټرامپ انتخاب ئې،دفلسطیي  هیواد د جوړیدا دپلان دحذفیدو لپاره  یو فرصت  بللی دی .

  هیلري کلینټن  هم ژمنه ورکړې وه چې  دتل ابیب  رژیم دغیرقانوني کولو لپاره د هلوځلو  په مقابل کې به دریږي . ټرمپ هم  نتن یاهو ته ژمنه ورکړې وه چې  که  د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو  کې بریالی شي ،  نو   هغه   به بیت المقدس  د اسرائيلو  د نه  جلاکیدونکي پلازمینې په توګه  په رسمیّت وپيژني.

کارپيژاندي په دې اند دي چې اسرائيلو  ته دامریکا دولسمشرۍ  د کاندیدانو  ژمنې  په دې علت دي چې  دا موضوع  په انتخاباتو کې د بریالیتوب لګښت ګڼي   .

په  تهران کې د حماس غورځنګ  استاذي  خالد القدومي  ویلی  دي ،  د امریکا د ولسمشرۍ دانتخاباتو نتیجه  به دسیمې  په بحراني حالاتوکې هیڅ ډول رغنده بدلون  رانه ولي . 

  خالد القدومي د ا مریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ   ټاکل کیدو ته په اشارې سره  زیاته کړې،دامریکا مخکینو انتخاباتو ته  په پام سره ،   دیوه   نوي کس راتلل د دغه هیواد  په بهرني او سیمه ایزسیاستونو کې  هیڅ ډول بنیادي بدلونونه نشي راوستلی.قدومي روښانه کړې دامریکا ولسمشر باراک اوباما هم په تیروانتخاباتو کې له بریالیتوب وروسته عربی او اسلامی هیوادونو ته ژمنې ورکړې وې،خوپه عمل کې لازیات ملاتړونه چې له صهونیسټ رژيمه  شوي   دي،  د اوباما دحکومت له خوا وو .

 د امریکا او صهونیسټ رژیم  اړیکو د اړیکو بهیر ته  په کتنې  سره  پوهیدلی شو چې  له صهونیسټ رژیم سره  د اړیکو ساتل  دامریکا په بهرني سیاست کې  له ځانګړي ځایه  برخمن  دي .او امریکائي چارواکي  هیڅکله  هم تیار نه دي چې  دغه  اړیکې  او مناسبات  دکومې  یوې موضوع تراغیزو لاندې ورشي.

  د امریکا دولسمشرۍکاندیدان  په هر پړاؤ کې د امریکا اواسرائيلو  د عمومی چارو د  کمیټې( آیپک)په اغیز شیندنې  پسې ځانګړی مقام لري ځکه چې  دوي هڅه کوي دامریکا  په انتخاباتو کې  دهغوي رائ  اوملګرتیا پخپله ګټه جلب کړي  او داموضوع چې د امریکا په وروستیو انتخاباتو کې  د ډونالډ ټرمپ  د بریالیتوب لامل شوي ،   هم په اوڅاره توګه  د  لیدو  وړ وه .

      تیره اونۍ دعراق بدلونونه هم   له داعش تکفیری ډلې سره  په مقابلې  او د موصل  د نهائي  عملیاتو  په درشل کې  د عراق  د  پوځ اوولسی ځواک  د روانو بریالیتوبونو  د بهیر تراغیزولاندې وو،او  دغه راز   له ترهه ګرو سره  په مقابلې کې  دعراق  د ولس کلک هوډ  او په عراق کې ئې  دټغر د ټولولو   وخت  هم رارسیدلی دی .  په دې زمینې  کې  دعراق لومړي وزیر حیدر العبادي   ټينګار کړی دی ،  دعراق ملت  د داعشي تکفیری صهونیسټي ترهه ګرې ډلې  په بشپړ نابودلو لپاره  کلک هوډ لري .

 حیدر العبادي  زیاته کړې ،  دعراق ولس  په ډير  ښه  او ممکن شکل  سره  د داعش ترهه ګرې ډلې د نابودولو لپاره  سره متحد شوی دی  او  په یوې  واحدې جبهې کې د  ترهه ګرو په ضد جنګیږي .

 د عراق د پوځ عمومی قوماندان  همداراز د عراق دپوځ ، ولسی مبارز ځواک، کرد پيشمرګه ځواک  او  د نورو  ځواکونو  ترمینځ   د موجوده ملګرتیا ډيره قدرونه اوستاینه هم وکړه 

 العبادي   په عراق کې دترکیې دپوځي شتون  په باب هم ویلی دي ،   دعراق په شمال کې  دترکیې پوځي شتون   د نه منلو  وړ دی  اوترکیه وال پوځيان باید له عراقه  ووځي .

 دعراق  پوځ او ولسی مبارز ځواک  ،  په تیرو درو اونیو کې   دموصل ښار او شاوخوا سیمو د داعشي ترهه ګرو له سپیرو منګولو  د آزادولو لپاره  پراخ  عملیات پیل کړي دي  اوتراوسه پورې توانیدلي دي  پراخې سیمې آزادې کړي .

 د عراق ولسمشر هم  له داعش  سره د مقابلې او د دغې   ترهه ګرې ډلې  دمشر  د نیولو  لپاره  دخپل هیواد  جدي هوډ  ته  په اشارې سره  ویلی دي ،  داعش  تکفیری ډله به   ترراتلونکو دوو میاشتو پورې  په موصل کې  په بشپړ ډول ماته وخوري  او نوره به  د مقاومت  توان ونه لري . 

 فواد المعصوم  اټکل کړی چې  دعراق وسله وال ځواکونه  به  د نینوا  ولایت مرکز موصل   د روان  میلادي کال تر وروستیو پورې  آزاد کړي .

 هغه وویل ،  که داعش  موصل له  لاسه ورکړي ، نو نور  د سورئې په الرقه کې د ډير وخت پورې  نشي پاتیکیدلی .

 دعراق ولسمشر همداراز  ویلی دي ،  چې عراق   د داعش ډلې دمشر ابوبکر بغدادي په وژلو پسې نه دی ، بلکې  غواړي  هغه ونیسي  او دصدام په څير ئې  په عادلانه ډول محاکمه  او د  هغه دټولو  جنایتونو  لپا ره   ورته فیصله واورول شي .

 فواد معصوم ویلی دي ،  د داعش  له مشره پلټنې اوڅيړنې  به  د  نورو ترهه ګرو ډلو په  باب   ډير زیات رازونه او اطلاعات   ولري .  دعراق د پارلیمان مشر هم  ویلی دي،ترهه ګر نور  په عراق کې هیڅ  ځاي نه لري . 

 دعراق دپارلیمان مشرسلیم الجبوري د تیرې پنجنشبې  په ورځې    دخبریالانو په ټول کې  د نینوا ولایت د  مرکز  موصل   آزادونکو  او برخلیک ټاکونکو  عملیاتو  ته په اشارې سره  زیاته کړې ،  دترهه ګرو بشپړ نابودي نزدې ده .

  داپه داسې شرائطو کې دي چې  په عراق کې  ترهه ګرو   په  دغه هیواد کې  د خپلوماتو  څخه  دعمومی افکارو  دغړولو په خاطر او هم  د موصل  دعملیاتو د درولو  لپاره دویرې اووحشت  دچولو په خاطر    په عراق کې ترهه ګر عملیات زیات کړي دي .

           تیره اونۍ دبحرین  بدلونونه هم  د بحرین د ولس  په ضد د آل خلیفه رژیم د ځپونکو  سیاستونو د لاسختولو  او دغه هیواد ته  د انګلستان  د ولی عهد په سفرپسې   له انګلستان   سره د دغه ځپونکي  رژیم  د اړیکو   دپراختیا تراغیزو لاندې   ؤ .

 راپورونه ښئ چې  په بحرین کې  له سیاسی فعالانو سره د آل خلیفه رژیم  پولیسي کړنې  او سخت چلندونه  هماغه شان دوام لري   او  دبحرین مخالفان  په  چټي پلموسره  په بندونو  کې زنداني کوي .

 په  دې زمینې  کې   تیره اونۍ دبحرین  دبشری حقوقو  مرکز    د دغه هیواد د ښاریزو په ضد  د آل خلیفه رژیم  د ناعادلانه  فیصلو د دوام خبر ورکړ .  په دې زمینې کې  د بحرین د بشری حقوقو مرکز د آل خلیفه رژیم  د ظالمانه سیاستونو  د احصایو په  وړاندې کولو سره  ویلي دي ،  دغه رژیم   د اکتوبر  له یودیرشمې، د نومبر تر نهمې نیټې پورې  دبحرین د  لسګونو ښاریزوپر نیولو سربیره  په یولړ  حکمونو صادرولو سره  ۲۹ کسان  په ټول کې  په ۱۶۸ کاله  بند  او په نغدو پیسو  جرمانې   محکوم کړي دي .

 دبحرین دبشری حقوقو مرکز   د بحرین په بیلابیلو سیمو  کې د لسګونو  اعتراضیه مظاهرو  ترسره کیدا ته په اشارې سره  زیاته کړې ،  دبحرین د ولس زیاتره سوله ایزې مظاهرې  ، د آل خلیفه رژیم   د مامورانوپه وسیله سختې ځپل شوي دي .

 یو  بل خبر داچې د بحرین  د  پتمنو د غورځنګ  عمومی منشي  سعیدالشهابی  د  آل خلیفه رژيم نسکوریدا  د دغه هیواد دانقلاب لومړنۍ موخه  بللې او ویلی ئې دي ،  دغه موخه  یوې سیاسی ډلې ته  نه محدودیږي ، بلکې دبحرین د  درستو آزادي غواړو یوه مهمه  موخه ده .

د بحرین د رژیم  دغه مخالف   د آل خلیفه رژيم  له خوا  د دغه هیواد  د  کابو دوه سوه   انقلابي ښآریزو وژل کیدو ته په اشارې سره ، دانقلابیانو  د اهدافو  د تباه کولو لپاره  د فرصت غواړو  د هڅو په باب خبرداری ورکړی  دی .  بحرین د ۲۰۱۱کال  له فرورۍ میاشت راهسې ، د آل خلیفه رژیم  په ضد دسوله ایزو  اعتراضونو ډګر دی .

 دبحرین  ولس  پخپل هیواد کې  دسیاسی اصلاحاتو ،آزادۍ ، دعدالت د ټينګیدو ، دتوپیر دختمیدو  او  دیوه منتخب  نظام   درامینځةکیدا  غوښتنه کوي،خو آل خلیفه رژیم  تل  په ځپنو  سره  دهغوي اعتراضونو ته ځواب ورکړی دی .

 د بحرین بدلونونه ددې  ښودنه کوي چې د بحرین د ولس په ضد د آ ل خلیفه رژیم  خورا سخت  ځپونکي  اقدامات  روان دي او  دبحرینیانو نیونې   او د مدني اوسیاسی فعالانو  محاکمه کیدا هره ورځ  لاپسې پراخیږي  او اندیښمنونکي اړخونه غوره کوي . 

 آل خلیفه رژیم  دلویدځي  حکومتونو او ځينوعربی حکومتونو د پراخو ملاتړونو  او دځينو نړیوالو ټولنو  په چپتیا اوملګرتیاؤ په سیوري کې  هماغه راز  خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي  . په دغه چوکاټ کې  خبرونه   له لودیځي  حکومتونو سره د اړیکو د پراختیا ښودنه کوي .په دغه چوکاټ کې د انګلستان شهزاده چارلس،دبحرین په پلازمینې  منامې کې  د  دوو اړخیزو اړیکو  دپیلیدو دکلیزې  په وخت  دنومبر په لسمه نیټه،په  بحرین کې  د انګلستان  دسمندري ځواک خورا ستر مرکز   په رسمي ډول افتتاح کړ . 

 شک  نشته،منامه اولندن  دهغه نوي امنیتي تړون له لاسلیک کیدو چې    د  فارس خلیج   په جنوبی څنډې کې  دانګلتسان  د پوځي  موقعیَت  دتثبیتیدا لامل  کیږي ،  خپلې خاصې موخې لري .

 دم ګړۍ چې  آل خلیفه رژيم  دحکومتي ضد پراخو اعتراضونو  له کوټلو څپو سره  لاس اوګریوان  دی ،  منامه  غواړي،له انګریز ځواکه  د بحرین  د ولسی     انقلاب   دکنټرولولو لپاره استفاده وکړي .حتی  ځينو خبري  رسینو ،په  بحرین کې دانګریز ځواک  د شتون   لومړنی ماموریت    د دغه هیواد پاڅون  ځپل  بللي دي .

 په تیره بیا داچې  په تیرو څلورو کلونو کې په ځلونون آل خلیفه رژیم   له لودیځي چارواکو  غوښتي وو چې  دبحرین  پاچائي نظام  سره دې  په دغه هیواد کې دثبات د ټينګولو  او دبحرین د ولس  دځپلو لپاره  ملګرتیا او مرستې وکړي .

        په یمن دعربستان دحملو زیاتیدا دعمومي افکارو ډيرې زیاتې   انديښنې په ځان پسې درلودلي دي .  په دې زمینې کې  دسعودي عربستان  تیریګرو   د دغه هیواد په جنوب  کې پر څو سیمو په غونچه ایزو بمونوسره بمبارۍ کړي دي .    د آل سعود رژیم تیریګرو جنګي الوتکو   له غونچه  ایزو بمونو  څخه په استفادو سره   په نجران  سرحدي ولایت کې  یو شمیر سیمې  بمباري کړي دي. عربستان هماغه راز   دیمن په بیلابیلو ښارونو    خپلو بې آمانه  او وحشي ډوله  حملو ته دوام ورکوي .

د روغتیائي چارو نړیوالې ادارې  هم اعلان کړی دی ، دیمن  په نښتو کې  چې   شلمه میاشت ئې تیریږي ،  څه دپاسه  اوه زره کسان وژل شوي او  کابو اوه دیرش زره نور ټپیان شوي دي .  دبشری حقوقو د  دفاعي ادارې  په راپور کې  چې د تیرې جمعې ورځې   د  سارا لی ویتسن   په وسیله  خپور شوی ، راغلي دي ،  په یمن کې دسعودي عربستان  له خوا  دنړیوالو  قوانینو  خلاف ورزي   د نه منلو  وړ ده . ځکه  ریاض  دیمن    په غیر پوځي ځایونو  حملې   کوي او  په دغو حملو کې ئې  د غونچه ایزو بمونو  اوفاسفورس لرونکو وسلو په څير له  منع شویو وسلو   په  ځلونو استفاده کړې ده .  

 دبشری حقوقو  دفاعي  ادارې   د دغه راپور  له خپرولو سره په یووخت ویلی دي،امریکا،انګلستان په سعودي عربستان د میلیارډونوډالرو وسلو او مهماتو  په خرڅولو سره  په یمن د سعودي عربستان   په حملو کې   له سعودي پاچائي  رژیم  ستر ملاتړی دی .

 د بخښنې نړېوالې ادارې  هم څه موده مخکې   په یوې اعلامیې  کې   دآل سعود رژيم د پوځيانو په لاس  دیمن د  ښځو ماشومانو اونوروعامو خلکو  د وژلو په  محکوم کولو سره   له امریکا او انګلستانه غوښتي وو چې  په عربستان دې د وسلو  خرڅول ودروي .  ځکه چې دغه وسلې  دیمن دولس دعامې وژلې لپاره  استعمالیږي .

 د بشری حقوقو د دفاعي ادارو او نړیوالو اورګانونو  له نیوکو او  په یمن د سعودي عربستان  په څاروي ډوله حملو کې  دانګلستان اوامریکا په څير  د ځینو هیوادونو  د رول  له ایشوا کیدا سره سره ،آل سعود رژیم  دعربی ائيتلاف  په عنوان سره   دیوه نمایشي ائیتلاف په  جوړولو سره   په یمن کې  خپلو څاروي ډوله جنایتونو ته دوام ورکوي .  دغه جنایتونه په داسې حال کې  دوام لري ، چې  دملګروملتو  دبشری حقوقو  شورا  په کرتو هڅه کړې  ده  ، په یمن کې د نړیوالو قوانینو   دخلاف ورزیو  په باب  یو خپلواکه څيړنیز  کمیشن   جوړ او څيړنې وکړي ، خو  دغه هلې ځلې  دامریکا اوانګلستان په څير د هیوادونو  د کارړنګونو په دلیل   بې نتیجې پاتې دي .

 ډیری شناندي اوکارپوهان  په دې اند دي ،ترڅو چې  امریکا اوانګلستان  او د صهونیسټ رژیم  په څير د هغوي  متحدان    له دغه جنګه  ګټه ترلاسه کوي ،  د یمن مظلوم ولس  به  د  سعودي عربستان  او د دغه رژیم دملاتړو  دپراختیا غواړو کړنو   قرباني وي .

د یمن د ولس په ضد له منع شویو وسلو  د یمن د   هیواد او ولس  په ضد د ائيتلاف   استفاده او په دې موضوع  دنړیوالو اورګانونو  اعترافونه ،   په داسې حال کې دي چې  دیمن مظلوم ولس  له هوا،مځکې اوسمندر له  لارو په بشپړ ډول   کلابندۍ کې  دی .

 له دې ټولو سره سره  ویل کیدلی شي، دسعودي عربستان  دجنایتونو په  وړاندې  دمقاومت   لپاره دیمن د پوځ او ولسی مبارز ځواک  دکلکې  ارادې او هوډ په مقابل کې   په  دغه هیواد کې  د وارمخکې بریالیتوب لپاره    آل سعود رژيم او دهغو  دمتحدانو  بې وسي او د وخت تیریدا    لامل شوې ده  څو آل سعود رژيم    په دغو شپو ورځو کې   په یمن کې  له منع شویو وسلو په تیره بیا   فاسفورس لرونکو  غونچه  ایزو بمونو  داستفادې پشمول  نوي  جنایتونه  پخپلې ایجنډا کې  راوستي دي .په داسې حال کې  چې  دنړیوالو کنونشنونو په اساس ،دفاسفورس لرونکو  بمونو پشمول    له دغه ډول وسلوڅخه استفاده  منع شوې ده . په هر حال   دعربستان بلاغوښتنې   په هره پلمه  چې  ترسره کیږي ،یوازې نتیجه  ئې دا وه چې دسعودي رژیم دجنایتونو له امله د ښځو، ماشومانو اوبوډاګانو پشمول  په لسګونو زره بې ګناه خلک  مړه او ټپيان ا او  کډوال شوي  او دیمن  بیخ بینائي،خدماتي  او د درملنې  تاسیساتو ته جدي تاوانونه    اوښتي دي .

(سیماب)

***********************************************