تاریخ پاڼه شماره ۳۴۶
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې لسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له لومړی او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له اته ویشتمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
پینځه نوي کاله وړاندې، د ۱۹۲۲ کال د فرورۍ په اته ویشتمه نیټه، د مصر زوړ هیواد خپلواکي ترلاسه کړه . دغه هیواد له کابو اته زره کاله مخکې څخه مسکونی او له شپږنیم زرو کالو مخکې څخه دمرکزی حکومت لرونکی دی .داسلام له پنځیدو شل کاله وروسته دغه هیواد مسلمانانو فتح کړ. په ۹۶۹ میلادی کال کې فاطمیونو مصر وینوه او سوکه سوکه دغه هیواد دفاطمی خلیفه ګانو مرکز شو .په ۱۱۷۲کال کې دفاطمیونو لړۍ دایوبیانو دلړۍ په لاس نسکوره شوه . دشپاړسمې میلادی پیړۍ په لومړنیو کې عثمانیان پر مصر مسلط شول . په ۱۸۰۵کال کې له دې وروسته چې دانګلستان اوعثمانیانو ګډې قواؤ دنیپولیّن بناپارټ له شپږمیاشتنی نیواکه وباسه ، پر دغه هیواد واکمنی ئې دمحمد علی په نامه دعثمانی پوځ یوه ایټالیائی سردار ته وسپارله چې هغه دهغه جانیشینانو دمصر خپلواکه حکومت دخدیو په نامې سره په اختیار کې درلود.دنولسمې پیړۍ په وروستیو لسیزو کې دمصر خدیوګانو نالایقتوب په مصر کې دانګریزانو دزیاتیدونکی نفوذ لامل شو تر دې چې دخلکو دبلواؤ سبب شو او انګلستان له دغو بلواؤ سره د مقابلې لپاره په ۱۸۸۲کال کې دمصر سکندریه بندر کې هم ځواک پلی کړ . په ۱۹۱۴کال کې دلومړی نړیوال جنګ په لومړیو کې انګلستان دمصر دخلکو دپاڅون په خاطر دغه هیواد ترخپلې ولکې لاندې راوست. دمصر دخلکو دمبارزې دوام په تیره بیا له لومړی نړیوال جنګه وروسته دغه دوام لامل شو څو انګلستان په ۱۹۲۲کال کې دمصر خپلواکی په رسمیّت وپیژنی .
««««««««««««
اته دیرش کاله وړاندې، د ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د کب د میاشتې په لسمه نیټه د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد مشر حضرت امام خمینی(رح) له پنځلس کلنې جلاوطنۍ وروسته د قم مذهبی ښار ته لاړ.
امام خمینی چې د ۱۳۴۲ هجری لمریز کال د غبرګولی د پنځلسمې له پاڅون او له هغه د وروسته پیښو نه پس په ۱۳۴۳ کال کښې د باچا د رژیم لخوا له ایرانه بهر ته تبعید شوی و، د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواغې په ۱۲ نیټه ایران ته راستون شو او د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته په دې ورځ په داسې حال کښې چې د شاه رژیم د امام په مشرۍ د ایران د مسلمانو خلکو د پرله پسې مبارزو په وجه ړنګ شوی و، قم ښار ته لاړ او په یو ساده کور کښې استوګن شو.
امام خمینی(رح) څو میاشتې وروسته له نزدې نه د انقلاب د مشرۍ او په پلازمینه کښې د دوی د شتون د ضرورت په وجه تهران ته راستون شو.
««««««««««««
شپږ دیرش کاله مخکښې، د ۱۳۵۹ هجري لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې په لسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت خلاف د صدا د بعثی رژیم د تپلی جنګ په وړومبیو کښې د ښه نیت کمیټې کار پیل کړ.
د اسلامی کانفرنس د خارجه وزیرانو د وړاندیز او د مشرانو د غونډې د موافقې له مخې له سوله ایزې لارې د عراق او ایران د جنګ د ختمول په موخه د ښه نیت یا حسن نیت کمیټه جوړه شوه. دې کمیټې چې وروسته یې بیا نوم د سولې په کمیټې بدل شو او د ځینو اسلامی هیوادونو له ولسمشرانو جوړه شوې وه، تهران او بغداد ته په یولړ سفرونو سره د دواړو دښمنو هیوادنو وروستی نظریات یې ترلاسه کول او د دې نظریاتو له ډل بندۍ وروسته به یې یولړ غونډې جوړولې او بلآخره به د دې کمیټې فیصلې د پریکړه لیک یا بیانیې په چوکاټ کښې اعلانیدې.
تهران او بغداد ته د ښه نیت د کمیټې وړومبنی سفر د ۱۳۵۹ لمریز کال د کب په لسمه نیټه وشه او د دغه سفر له ختمیدو وروسته یې خپله وړومبنۍ طرحه وړاندې کړه چې پکښې د ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ احترام، په زور د ځمکو نه نیولو، د عراق او ایران ترمینځ د اوربند ټینګیدو او هم له شطّ العرب اوبلارې د دواړو خواو شاتګ او ورڅخه د استفادې څرنګوالی ته اشاره شوې وه. په دغه طرحه کښې همداشان اټکل شوی و چې د اسلامی کانفرنس د سازمان پوځی څارونکی په اوربند او شاتګ څارنه وکړی.
په دې منځومان کښې د ایران اسلامی جمهوریت د هرډول اوربند وارمخکښی شرط نړیوالو سرحدونو ته د عراق د بعثی لاس پوڅو ځواکونو شاتګ او د جنګ د پیلونکی معرفی کیدل اعلان کړل چې د عراق په مخالفت سره دا طرح او د سولې د کمیټې نورو طرحې ناکامې شوې.
د سولې د کمیټې کار بلآخره له نهو سفرونو او د سولې د شپږو طرحو له وړاندې کولو وروسته او په داسې حال کښې چې د محاذونو حالت د ایران په ګټه و، د ۱۳۶۵ لمریز کال د لړم په شلمه نیټه د عربستان په جده ښار کښې مطلوبې نتیجې ته له رسیدو پرته پاې ته ورسید.
««««««««««««
او له ننه نهه ویشت کاله وړاندې، د ۱۳۶۶ هجری لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې په لسمه نیټه له ایران سره د جنګ په ډګر کښې د صدام د تیری ګر رژیم له پرله پسې ماتو وروسته دغه رژیم د تهران استوګنې سیمې په لرواټنه توغندیو وویشتې. په تهران او د ایران په ځینو نورو ښآرونو باندې د عراق د توغندویو حملو په دې پړاو کښې چې له یوې نیمې میاشتې زیات اوږد شو، په سل هاو ملکی خلک شهیدان او زخمیان شول. د ایران د استوګنو سیمو په خلاف د عراق د پخوانی رژیم د دې ړندو حملو علت د جنګ په جبهو کښې د خپلو ماتو جبرانول او د خپلو ظالمانه او غیرعادلانه غوښتنو د منلو لپاره د ایران په خلکو او حکومت باندې دباو اچول وو. د ویلو ده عراق په ایران باندې د خپل تیری له پیله پر استوګنو سیمو توغندوی او هوایی حملې پیل کړې وې او د تهران بمبارول د دا ډول بریدونو څلورم پړاو ګڼل کیږی.
ذیشان حیدر بنګش