پزشکیان: په بیخ بنایانو باندې برید ته به پیاوړی ځواب ورکړو
پارس ټوډی- د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په خپلې ایکس پاڼه کښې د صهیونیسټ رژیم لخوا د ایران په بیخ بنایانو باندې حملو ته غبرګون وښود.
د پارس ټوډی سایټ د راپور پراساس، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نن په ایکس پاڼه کښې د یوه پیغام په خپرولو سره ټینګار وکړ:په ځلونو مو ویلي دي ایران وارمخکې حملې نه کوي، خو په اقتصادي مرکزونو او بیخ بنایانو باندې حملو ته به جنایتکار دښمن ته پیاوړی ځواب ورکړي.
هغه د دغه پیغام په دوام کښې ویلي دي: د سیمې هیوادونو ته وایم که چیرې پراختیا او امنیت غواړئ، نو اجازه ورنکړئ زمونږ دښمانان جنګ د تاسو له هیوادونو اداره کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د وري د میاشتې په لومړۍ نیټه په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو کښې د یوه پیغام په خپرولو او په یوه اقدام کښې چې د امریکا د مشرانو جرګې ځینو غړیو هغه په جنګ باندې د ټرامپ د کنټرول د له لاسه ورکولو په توګه وباله ، ولیکل: که چیرې ایران په اتو څلویښتو ساعتونو کښې هرمز اوبلاره په کامل ډول او له ګواښ پرته خلاصه نکړي، نو امریکا به د ایران په بیلابیلو بریښنا کوټونو باندې بریدونه وکړي او هغه به له مینځه یوسي.
د امریکا د ولسمشر ټرامپ دغه لافې وهل د ایران د وسله والوځواکونو ، د ولسمشر مسعود پزشکیان او د اسلامي شورا د مشر محمد باقر قالیباف له پریکنده ځوابونو سره مخامخ شوي.