تاریخ پاڼه شماره ۳۴۷
نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له دوهمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له لومړی نیټې سره برابره ده.
دوه سوه دوه کاله پخوا، د 1815 ميلادي کال د مارچ په وړومبۍ نېټه د نېپولئين بوناپارټ سل ورځنئ سلطنت په ایلب جزيره کښې د هغۀ د جلاوطنۍ له ځایه د هغۀ له تيښتې وروسته پیل شو. نيپولئين بوناپارټ په دغه جزيره کښې له لسو مياشتو جلاوطنۍ وروسته د هم هغه کال د فرورۍ په اويشتمه نېټه له خپلو يو زر وفادارو افسرانو او جنرالانو سره له اېلب جزيرې څخه وتښتېد او په ژوان خليج کښې په کوزېدو سره فرانسې ته ستون شو او په دا ډول فرانسې ته د هغۀ په ننوتلو سره د هغۀ سل ورځنئ حکومت هم شروع شو. نېپولئين بالاخره په واټرلو جنګ کښې د 1815 ميلادی کال د جون په اتلسمه نېټه له برطانيې او پروشيا څخه ماتې وخوړه او سېنټ هېلن جزيرې ته جلاوطن شو او شپږ کاله وروسته هلته کښې مړ شو.
««««««««««««
یو سلو پینځه ویشت کاله پخوا، د 1892 ميلادي کال د مارچ په وړومبۍ نېټه جاپاني ليکوال او اديب ((ريونوسوکې آکو تاګاوا)) د دغه هېواد په پائېتخت ټوکيو کښې وزېږېد. هغه د جاپان د نويو ادبياتو يو بنسټ اېښودونکئ ګنل کيږي. آکوتاګاوا له ځانه يو لړ مهم اثار په يادګار پرېښودي دي چې له هغو څخه د ((جولاګي لور)) او ((توشي ګون)) کتابونو ته اشاره کولې شوو هغه په 1927 ميلادي کال کښې مړ شو.
««««««««««««
یو سلو نولس کاله پخوا، د 1898 ميلادي کال د مارچ په وړومبۍ نېټه د جنوبي امريکې د شمال په اطلس اوقيانوسيې کښې پوټريکو جزيره د اسپانيا او امريکې د استعماري جنګ له ختمېدو وروسته د امريکائي يرغلګرو په قبضه کښې راغله. دغه جزيره په 1493 ميلادي کال کښې د کرېسټف کولمب لخوا وموندې شوه. امريکې له ځان سره د د دغې جزيرې په يوځائ کولو سره هغه د وسلو په يو ستر ډېپو بدله کړه په دا ډول چې په دغه جزيره کښې يې ديارلس فوځي اډې جوړې کړې دي. دغه جزيره چې وخت په وخت له ناقراريو سره مخامخيږي د امريکې براعظم اسپانيولي ژبو ټاټوبو څخه ده.
««««««««««««
څلور نوي کاله وړاندې، د ۱۳۰۱ هجری لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې په یولسمه نیټه، د ایران اوسمهاله موسیقی پوه مرتضی حنّانه وزیږید. حنانه د ابتدایی پړاو له پوره کولو وروسته د موسیقۍ هنرتون ته لاړ. هغه څه موده د تهران د سیمفونک آرکسټرا مشر و او څه موده پس یې له ایران راډیو سره همکاری پیل کړه. حنانه د ایران د موسیقۍ یو ستر استاذ و چې په ۶۷ کلنۍ کښې په ۱۳۶۸ هجری لمریز کال کښې وفات شو.
د استاذ حنانه له آثارو او لیکنو څخه د (مقاصد الالحان) کتاب چې د ایران د موسیقې یو ارزښتناک کتاب دی او عبدالقادر مراغی لیکلی دی او همداشان د (صبر و ظفر) کتاب ترجمې او تفسیر او د (ګام های ګمشده) کتاب لیکلو ته اشاره کوی شو.
««««««««««««
دوه څلویښت کاله وړاندې، د ۱۳۵۳ هجری لمریز کال د کب د میاشتې په یولسمه نیټه، د پهلوی لړۍ د وروستی باچا محمد رضا په حکم (رستاخیز ملت ایران) نومې ګوند جوړ شو. داشان ایران په رسمی توګه په یو، یو ګوندی هیواد بدل شو او هغه ګوته په شمیر ګوندونه هم چې د رژیم تر نظر لاندې به یې فعالیت کوه، هم ختم شول.
رستاخیز ګوندد خپلو ناروا ګټو د پوره کولو په تیره بیا د هغه د ډیکټاټوری پیاوړتیا او په دغه ګوند کښې د خلکو د غړیتوب له لارې د هغوی د لازیاتې کنټرولونې د اهدافو د پوره کولو لپاره د شاه د لاس یوه آله وه. په همدې وجه د خلکو له مخالفت سره سره د پهلوی استبدادی رژیم عواملو هغوی په ګواښ او زور سره د رستاخیز ګوندغړی کول او چا به چې له دې کاره ډډه کوله په هغوی به یې د وطن فروشۍ تور لګوه.
خو د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی(رح) چې په تبعید او جلاوطنۍ کښې و، په یو پیغام کښې خلک د رستاخیز ګوند له ډیکټاټورۍ سره مخالفت ته راوبلل او ټینګار یې وکړ: (د دې تش په نامه رستاخیز ملی ایران ګوند په هکله باید ووایو چې دا کار په دې تپلی توګه د اساسی قانون او نړیوالو اصولو خلاف دی او د نړۍ په هیڅکوم هیواد کښې یې ساری نه لیدل کیږی).
د رستاخیز ګوند جوړیدل د ایران د خلکو د دومره نارضایتۍ سبب شول چې یوازې درې نیم کاله یې دوام وکړ او د ایران د خلکو د پاڅون په دوران کښې منحل شو. ځینو شناندو د دغه ګوند جوړیدل او کړنلاره د اسلامی انقلاب د رامینځته کیدو یوه وجه وبلله.
««««««««««««
او له ننه اته دیرش کاله مخکښې د ۱۹۷۹ میلادی کال د مارچ په وړومبنۍ نیټه د عراق د کردانو پخوانی مشر ملا مصطفی بارزانی په امریکا کښې یو روغتون کښې مړ شو. هغه په ۱۹۰۳ کال کښې د عراق د شمال په بارزان کلی کښې زیږیدلی و او له ځلمیتوبه یې د عثمانی امپراطورۍ له ځواکونو سره جنګ پیل کړ چې هغه وخت یې د عراق واک په لاس کښې و. بارزانی د خپل ورور احمد په مشرۍ د ۱۹۳۱ او ۱۹۳۲ کلونو په مبارزو کښې ګډون درلود چې د پاڅون له ماتې وروسته د عراق په شمال لویدیځ کښې سلیمانیه ته جلاوطن شو. خو په کال ۱۹۴۵ کښې وتښتید او د یوې ناکامې مبارزې وروسته د خپلو کسانو سره یوځاې ایران ته لاړ او د ایران د کردستان د بیلتون غواړو له شورش سره یې مرسته وکړه. یو کال وروسته د عراق ډیموکراټک ګوند جوړ شو او ملا مصطفی بارزانی یې په مشرۍ غوره شو. په کال ۱۹۵۸ کښې پس له دې چې کیڼ اړخی پوځی عبدالکریم قاسم په عراق کښې قدرت په لاس کښې واخیست د مصطفی بارزانی د راستنیدو هرکلی یې وکړ خو د هغه تجزیه غواړې غوښتنې بلآخره له کرد ځواکونو سره د مرکزی حکومت د جنګ سبب شوې. بارزانی په ۱۹۷۰ کال کښې له بیلتون غوښتنې لاس واخیست او له بغداد سره یې یولړ موافقې وکړې خو په ۱۹۷۵ کال کښې د ایران او عراق ترمینځ د الجزایر تړون له کیدو وروسته شاه د بارزانی له ملاتړه لاس واخیست او هغه شاتګ ته مجبور شو.
د ملامصطفی له ناروغۍ او مړینې وروسته د هغه زوی مسعود بارزانی زوی د هغه ځاې ونیوه او د عراق د کردستان وطنی اتحادیه د عراق د کردستان له ډیموکراټک ګونده بیله شوه.
ذیشان حیدر بنګش